www.payamewatan.com
     
 

دسپېڅلي ليکنه
استرالیا

 د ۲۰۰۶دس
پټمبر ۲۴  

د ډاکټر نجيب الله د شهادت د لسمي کليزي په مناسبت

ډاکټرنجيب الله  زموږ د اوسني نسل  ژوندی تاريخ  دی

دهيوادونو  تاريخ دولسونو په زړو او خاطرو کې ساتلي واقعيتونه دي،
هغه په جعلي کتابو او
بې بنياده روايتو نه پر بله کيږي

 

    زموږ ځوانمرده او ارمانجن ولس د افغانستان د پخواني جمهور رئيس  ډاکټر نجيب الله د شهادت د لسمي کاليزي  د ( د سپټمبر اوه ويشتمه ۱۹۹۶) په مناسبت  ددغه لوی شهيد د لوړو انساني او افغاني سوله ايزه آرمانونو او د هغه د حماسي ، وطنپالني او  افغانپالني ايډيالونه تر سترګو تيروي . اوسنی نسل په غمځپلي افغانستان کې دسولي دتأمين دپاره  د دغه وطنپرسته شهيد د ملي اميدونو  يادونه د خپل ژوند په تلپاتې خاطرو کې  تازه کوي . په دغو ياد ونو کې چې د ډاکټر نجيب الله د  وطنپالني لوړ ايډيالونه   د وطن او افغان ولس سره د هغه شهيد د لېونۍ ميني،  د ناپايه محبت او صداقت، دهغه شهيد افغاني شهامت او د وطنپالني  ريښتني الهامونه او پيغامونه  پراته دي،  افغان ولس  په هغه کې، د خپل ملي غرور او سپيڅلي احساس  تمثال ويني    .

    د ډاکټر نجيب الله د شهادت د تراژيکي کليزي يادونه په واقعيت کې د هغه نامردانه او غير افغاني، غير انساني او غير اسلامي عمل د غندني يادونه هم  ده چې  دغه ملي او افغاني لوړ شخصيت يې د نړی والو ځواکونو په لوبو کې  د يوې لويي شرمناکي کورني  او سيمه ايزي خائينانه  دسيسو  په لومو کې را کښې ايست، وطن يې  دوينو په حمام واړولی  او په پای کې يې دغه ملی شخصيت  ناځوانمردانه  د ملي فتنه ګريو په بازيو کې قرباني کړ. زموږ په افغاني ټولنه او جګړه ځپلي غمجن  هيواد کې ټوله وړونه ولسونه   ډاکټر نجيب الله   د سولي، ملي پخلايني او ملي يووالی د يوه سرښندويه مخکښ اود يو ه ستر انسان او د ملي يووالي د سمبول په حيث ورته ګوري او ډېر درناوی يې کوي. د ډاکټر نجيب الله دروند شخصيت نن په وطن کې د  هر هغه ملي او مترقي تحرک او نوښت سره انساني،عاطفي، اخلاقي او افغاني پيوند هم لري چې دافغانانو په زړه او دماغ کې  اخښل سوی دی او د هري سوله ايزي او ملي تفاهم د پروسې و اغاز ته د هغه شهيد د نوښتونو او کړو سره الهام بخښونکی  تړاو ورکوي  . نن هر هغه ږغ چې د افغانانو د وطن په ملي او مترقي کړيو کې د سولي ، ملي يو والي، پخلايني،ترقي، ديموکراسۍ او ټولنيز عدالت دپاره چې د هر چا او هر ګروپ لخوا  راپورته کيږي ، په داسي يوه  ملي ږغ او وطني غوښتنو کې دشهيدډاکټر  نجيب الله نوم او دهغه سپېڅلي ارمانونه خود بخوده  د  تل څخه و سطحي ته را پورته کيږي  او د هغه ملي او افغاني ايډيالونه د هر چا ومخې ته  درېږي . دهغه ، هغه هلي ځلي ، هغه انساني او ملي کارنامې يې هم تر سترګو تيريږي، کوم  چې شهيد ډاکټر نجيب الله  د خپل ژوند تر وروستيو شېبو پوري په خپل افغاني غيرت سره پر هغه  باندي ولاړ وو او د خپل ژوند  په بيه يې د خپل ولس او خلګو د سولي او ښېرازې په خاطر تر هغه  تير نسو او په نره يې  خپل سر هم ور باندي کښېښود. ډاکټر نجيب الله  د پردو د فتنو او دسيسو په رسوا کولو کې چې ملي بېلوالي ته يې پکه وهله ځان پر دار و ځړاوه خو دوطن ددښمنانو د بې ننګۍ او  ملي افتراق  د خائينانه هڅو ټاپه يې پر ځان و نه لګوله  .

   نن چې د ډاکټر نجيب الله دشهادت لسمه کاليزه لمانځل کيږي دهغه شهيد د ملي مصالحې د سياست و عمده ټکو او لاسته راوړونو او ستونزو ته چې څوک ګوري نو د هغه شهيد وطنپالنه، د هغه سياسي پوهه او  عالي بصيرت دهغه د مسؤليت او ډېر لوړ ملي احساس وټولو ته ،ان د هغه و نيمه لارو او نامرده ملګرو او مخاليفونو ته لا هم  څرګنديږي .

   د ډاکټر نجيب الله د ملي پخلايني سياست  چې زموږ هيواد د ډېرو پېچلو او نا مکشوفو لارو په وهلو سره د کړکېچ سره مخامخ سو يا يې په لوی ﻻس د کړکېچ سره مخامخ کړ هغه شهيد په خپل  لوړ درايت سره دتيرو ترخو او دسيسو نه ډکو تجربو نه د زده کړي پربنا و داسي لوري ته رهي کړ چې هغه ته يې زموږ د ټولني، سيمي او نړۍ د غوښتنو سره سم  يو عملي، افغاني او ملي روحيه او سا ورکړه. په واقعيت کې هغه ددې کړنلاري په اعلان سره زموږ د هيواد د حوادثو مسير  و داسي مرحلې ته ننه ايست  ، چې په هغه کې د کړکېچ  ټول بهرني او کورني عوامل په رياليسټيک ډول سره   وڅېړل سوه  او هغه ته يې د افغاني ټولني د کرکټر او روحياتو سره سم او د ملي غوښتنو په چوکاټ کې بدلون ورکړ .  ډاکټر نجيب الله د افغاني ټولني په بحراني حالت  کې د ټولو بدلونونو په سر کې  د ملي يووالی او د ملي ګټو  ساتل او د سولي تأمين مد نظر وو .  هغه دا واقعيت درک کړی وو چې د پخواني سخت دريزه او کتابي لاري نه چې زموږ وطن يې دنړۍ وال کړکيچ په مرکز کې را ښکېل کړ،  وطني لانجې يې ولمسولې او دهغو حل يې  و دېواله ته و دراوه  ، وسولي ته يې د پر مختګ لوری  وتاړه، نو د  ملي مصالحې سياست   يو ملي  افغاني او مترقي  او د افغاني ﻻنجې نه د وتلو دپاره يې  تر ټولو غوره  يوه  مترقي، افغاني ، هومانيستي او اسلامي ﻻره وګڼل .

   ډاکټر نجيب الله په هغه ټاکونکې مرحله کې چې زموږ هيواد د واقعي بحران سره  مخامخ وو ديوه ملي واقعبينه ﻻرښود په توګه، د وطن و راتلونکي ته يې نه د ځان او خپل موقف د ساتلو په خاطر بلکه په افغاني ملي مسؤليت سره يې د حوادثو و بهير ته کتل ،هغه د هيواد په هغه کړکېچن حالت کې وسولي ته درسېدو فکر کاوه، پر سياسي پلوراليزم يې  باور لاره او افغانانو ته يې لمن ونيوله چې هر څه چې يې په وسه وي د انسان په نامه، د افغان په نامه، د مسلمان په نامه ،ديوه متعهده سوله دوسته ترقي غوښتونکي  په نامه، ورور وژنه چې د پردو په وسلو او پيسو  لمسول کيږي او پکه ورته وهل کيږي بنده کړي او د هغه  د دوام نه لاس واخلي  . هغه د ملي پخلايني پر سياست چې هيڅکله يې تر دا اوسه پوري بل الټر ناتيف نه دی پيدا کړی اونه يې لري ټولي خواوي يي و سولي ته را وبللې او د مسؤليت د احساس ږغ يې ور باندي وکړ څو په وطن کې د جګړې او وينو د تويدو مخه ونيسي .

   ډاکټر نجيب الله د خپل لوړ سياسي بصيرت په درلودلو سره داخبره درک کړې وه چې په دې يې سر نه سره ورځي   چې  واک دي په يو اړ خيزه توګه و هيڅ يو ميکانيزم ته پرېښودل  سي او په هيواد کې د هر چه بادا باد حالت دي را مينځنته  سي . هغه په ډېر مسؤليت سره دواک پرېښودل مانه خو دايې ويل چې  واک که و داسي يوې بې واکه  ډلي ته پرېښودل کيږي چې د هغوی واک دي  د پردو  په لاس کې وي او ملی نفاق ته لمن ووهی نو په داسي حالت کې به بيا هم د جګړې او ورور و ژني اور نه مړ کيږي . بيا به هم اته ګوني او اوه ګوني ښکر پر ښکر کيږي او د شمال غوندي ملي ضد ائيتلافونه به جوړوي ، بيا  به هم، هم پخپلو کې او هم به  د خلکو په وژنه او د وطن په بربادی لګيا وي  او د وينو والې به بهيږي . د ډاکټر نجيب الله غوښتنه دا وه چې دسولی او ملی پخلايني لاره بايد  د ټولو ذيدخله افغانانو تر مينځ په مسؤليت سره د تفاهم له لاري د يوې نوي او  روښانه راتلونکي ته د اوښتون په خاطر وي، په سوله او ورور ګلوۍ کې د  ګډ ژوند و يوې دوديزه  افغاني او مترقي ټولني ته د جوړېدو  و افقونو ته دپرانيستلو لاره خلاصه کړي  .  ډاکټر نجيب الله په دې لاره کې  نه فردي ګټي، نه ګوندي ګټي، نه د پرديو ګټي، نه قومي، سمتي او توکمي ملحوظات بلکه يوازي او يوازي يې ملي، افغاني، وطني او انساني ګټي، مصلحتونه او مسؤليتونه په نظر کې لرل . په دې ملي لاره کې يې زموږ د هېواد د ربړېدلي ولس سوله ايزه ښېرازه  غوښتله  . په داسي يو کړکېچن حالت کې دا لاره په هر ترتيب چې وه  بايد وهل سوې او يوازي د افغانستان د ملي خپلواکۍ، دافغانستان د ملي واکمنۍ  او د افغانستان دملي ګټو د ساتلو په خاطر لازمه وه چې ددې ګډ هيواد د لانجو په حل کې ټولو متعهدو، مترقي او وطنپالو  لارويانو نه په انفرادي توګه بلکه په ګډه يي بايد دفاع کړې وای . داچې داسي ونسوه  يايې و نکړه دا تاريخي مسؤليت اوس و هغو افرادو او ډلو پر غاړه دی چې ددې پروسې په ناکامۍ کې يې لويه او حساب سوې ونډ واخيستله .

   اوس خو داخبره بلکل روښانه سوه چې ددې دونه لويې تراژيدی په وهلو سره دملي پخلايني هغه ايډيالونه چې دډاکټر نجيب الله لخوا د افغان ولس د ښېرازې دپاره چې ددولتي سيستم په ساتلو او بدلولو سره  يې و نوي افقونو ته لاره پرانيستلې وه، که ددې سره  دټولو متعهده  افغانانو او ملي عناصرو لخوا په مسؤليت سره چلند سوی او د ملي پخلايني د مترقي اوملي طرحي نه ټولو مطرحو  ملي افغاني کړيو او عناصرو   ملاتړ کړی او د هغه څخه يې د سولي، ترقي او د ملي ګټو د ساتني په خاطر ګام پورته کړی  وای، نن به موږ د پردو او دهغوی د کورني لاسپوڅو ددې دومره لوی ناورين او فاجعې سره نه وو مخامخ سوي . د وطن دروشنفکرانو  دغه لوی لښکر به د خپلو کورنيو سره به داسي  په ټوله نړی کې نه وو لالهانده سوی، وران وطن به مو د امريکايانو ، انګرېزانو او د ۳۶ نورو هيوادو د پوځيانو او د ناټو په اډو نه وو بدل سوی ، په دې سيمه کې به د راتلونکي دپاره ددې دومره  لوی چپاو او ګډوډۍ زمينه نه وه برابر سوې او داسي ډېر نور څه به نه وو  پېښ سوي .

   ډاکټر نجيب الله د سولي و مخاليفينو او دجګړې ددوام و پلويانو ته په ډاګه ويلي وه چې نور نسي کولای د دولت په مقابل کې د خلګو قضاوت په زوريا د تبليغاتو په وسيله سره د يوې اوږدې مودي لپاره د ځان په ګټه واړوي . ولس ددولت په عملي اجرأتو کې د خپل ورځني ژوند د غوښتنو او اړتياو انعکاس ګوري او ددولت د پلانو په تحقق کې دهغه څخه ملاتړ کوي . اوس چې څوک و دې مسير ته نظر اړوي او په هغه کې د هغه ډلو او ګروپونو و فردي او ګروپي لوبغاړو و کړو ته ګوري نو دا واقعيت څومره روښانه کيږي چې دې ډلو او اشخاصو څومره د پردو د ډيکټو په پلي کېدو سره خپل ملي ضد عملونه په څومره بې مسؤليتۍ سره  د حالاتو مسير، نه د هيواد د يووالي، نه د  ملي پخلايني او سولي د تأمين په خاطر بلکه دهغه پر ضد يې پر مخ  وواهه او د تيري لسيزي دغه روانه ملي فاجعه يې  راوزېږوله .

   نن ټوله مترقي، ملي او افغاني بادرده  کړۍ چې ملي او افغاني فکر کوي، د ملي ګټود ساتلو خيال ساتي ، د افغان ولس د ښېرازې دپاره د ملي يووالي ، ملي پخلايني، سياسي پلوراليزم، دټولني د قانونمنده پرمختګ او د هغه پر  ډيموکراتيک ګړنديتوب  باندي خپل ملي او وطنپاله  احساس څرګندوي نو دغه واقعيت ته د خپل وجدان په حکم غاړه ږدي،  چې دا په واقعيت کې د وطن په هغه پېچلي حالت کې د  ډاکټر نجيب الله  او د هغه افغاني ، ملي جسارت او پراخ سياسي بصيرت وو چې په افغاني ټولنه کې يې د يو ګونديز   کتابي تګلاره  شا ته پرېښودله، په ګوند کې يې د واکمنۍ د کلونو  رکود   مات او د يکه تازۍ  د طلسم ټغر يې ورټول کړ. دغه که د چا خوښيږي او که نه، خو زموږ دګران هېواد افغانستان  ددې دوو لسيزو په ډراماټيکو پېښو کې  دغه  تاريخي وياړ  يواځي د ډاکټر نجيب الله په برخه سو  چې  ځان  يې د ملي او افغاني  مصالحې په کړنلاري کې  د يوه ريښتيني وطنپاله  افغان په توګه  د ولس په زړه او د هغوی  د تاريخ په پاڼو  کې ځانته وياړلی ځای ځای او ددې وطن د ريښتني بچي په توګه يې خپل ځان وځلاوه .

   د ملي مصالحې د کړنلاري په غوره کولو کې ډاکټر نجيب الله دوطن او ولس سره پر مکتبي او ايډيالوژيکي چلند باندي  دتيروډېرو ترخو تجربو او عيني ضرورتو پر اساس نوې کتنه وکړه . هغه ايډيالوژي چې ګوند ورباندي ولاړ وو د ولس د روح اوروانه سره يې ځکه بيګانه  وګاڼه  چې  په لومړي سر کې يې زياتره   دپردو د ګټو پر  تأمين باندي  ټينګار کاوه  او زموږ ولس اوهېواد يې په دننه کې و ملي افتراق او ګډوډۍ ته ټيل واهه .  په بهرنی عرصه کې يې زموږ بې ازاره او سوله دوسته هېواد يې دنړيوال او سيمه ايزه لانجو په ګرداو کې  را کښې ايست او دد ننه او دباندي يې د سياسي بازيو په لومو کې را ګير کړ  . ډاکټر نجيب الله دغه خبره درک کړه  چې هغه ولسونه چې دهري ايډايالوژۍ انساني ايډيالونه دخپل ولس د ښېرازې دپاره غوره ګڼي نو په لومړي سرکې بايد چې دهغه  دفاع هم پخپله ولس پر غاړه واخلي او د اتکاء عناصر يې هم  ملي کړۍ وي  . ددې نه بغير  که دداسي سياسي دولتي واک تر شا  يو ځبر ځواک نه بلکه چې د ټولي نړۍ ځواکونه هم ملګري وي د بري ﻻره نسي وهلای . ډاکټر نجيب الله دغه واقعيت درک کړ چې په هېواد کې  هغه جګړه   چې ټول مادي او معنوي شتمنی له مينځه وړي دا په رشتيا  دچا سره پر مخ بيول کيږي او نتيجه يې د چا په ګټه تماميږي ؟ هغه په ډاګه د ګوند په دننه کې د ټولو خواوو نه و غوښتله  چې د پردو په زور، د ملي بېلوا لي پر نسخه  باندي تکيه کول اود خپل ځان په غټولو کې د  خپل ولس د وينو تويول  ملي، انساني، افغاني او اسلامي لاره نده . هغه ددې جګړې ددوام څخه خپله لاره جلا کړه خپل ولس ته يې مخه راواړاوه، سولي  او ملي پخلايني ته يې د خپل افغان  ولس د ښېرازې په خاطر ،  وديموکراسۍ او ترقی ته يي د پوره باور په درلودلو سره  غاړه کښېښودله .  هغه دغه واقعيت ومانه چې دلته بايد د ولسي واک مزي پراخي سي  او د قدرت واګي د يکه تازۍ، دپردو د ډيکټې  اود افتراق د حالته څخه  بايد را وايستل سي . ډاکټر نجيب الله و هغو ته چې دپردو په زور يې د خپل ولس دوينو د تويدو په بيه په قدرت کې د ځان ساتنه غوښتله په ډاګه   اعلان و کړ  چې  دغه کار هيڅ انساني ، افغاني او اسلامي معيار نلري او په راتلونکي کې  هم نسي کولای د پردو په زور په ولس کې ځانته ځای پيدا کړي   .

   ډاکتر نجيب الله ددغه شاني  تفکر ولارويانو ته  چې  و ملي  انډوخر ته يې لاره خلاصوله او دغه لاره يي بيا ويوه لوی ناورين  ته ټيل واهه، ان په هغه وخت کې و ټولو ګوندي او نا ګوندي ، ملي او مترقي، کورني او بهرني حلقو ته  په ډاګه کړه، او د وطن د لوړو مصالحو په خاطر يي دهغوی څخه وغوښتل چې ددې وطن پر راتلونکي او ددې وطن او ددې مظلوم ولس پر بنيادي مصالحو باندي په مسؤليت سره  چلند وکړي  او هغه چا چې د بابايي ادعا کوله  د هغو نه يې هم و غوښتل چې په هغه حساسو شېبو کې خپل ځانونه تثبيت کړي . هغه  ټول خپل انساني او خپل افغاني  توان او تاريخي مسؤليت  په کار واچاوه چې دا وطن  دهغه څه نه و ژغوري   چې دښمنانو يي د ښار پر ښار، کور پر کوراو کوڅه پر کوڅه جګړو داوردبلېدو نخشې په سر کې درلودلې . ددې کار نه د په خزه کې ناست نامرده دوستانو،  جفاکاره ملګرو ، دلستوڼي مارانو او دوه مخي   ګاونډيانو هم و هغوی ته پکه وهله او  ګټه يې ځيني  پورته کوله  .

   نن چې  هر با وجدانه او روښن ضميره انسان ، هر با درده او مؤمنه افغان، هر مترقي او با وجدانه انسان  او هر باديانته مسلمان   چې په خپل ګرېوان کې وګوري او د ډاکټر نجيب الله و هڅو او دهغه و ملي او انساني هلو ځلو ته مخ  را اړوي  او چې د هغه  راوروسته فاجعې و ابعادو ته هم کتنه  کوي نو په هغه کې به ډېر داسي څه  پيدا کړي چې هيڅکله به ونسي کړلای  هغه دي   په جعلي رواياتو او نامردانه جعلياتوسره  پر بله کړي . د هغه په هڅو او روښانه کړو کې به ډېر داسي څه پيدا کړل سي چې   زموږ د افغاني ټولني د عالي کرکټر ملي خويونه، افغاني، انساني، مترقي او اسلامي مصالح ، مسؤليتونه او  ګټي په نظر کې   نيول سوي  وې .

   ډاکټر نجيب الله د وطن ريښتيی بچی وو هغه توکم، سمت او يوې ولسوالۍ ته نه کتل هغه د ځينو پر انترناسيوناليستي  باورباندي د ملت په وړاندي سياسي لوبي نه کولې ، هغه هومانيسم ته درناوی درلود خو هغه يې  په يوه توکم  او ولسوالی کې نه لټاوه. د هغه  پښتون زړه دغره پشاني لوی وو او بين الا افغاني  تفکر يې ﻻره . هغه واقعاً د يوه افغان په حيث خپل دمسؤليت هيبت ناکه ناره يې د ګوند پر کهنه پيخانو باندي  را پورته کړه او هغه يې په هغه وخت کې ددې وطن د لانجو دحل دپاره  يوازنۍ شفا بخشه نسخه و ګڼله . هغه د ځان د ساتلو او پردو ته د خدمت په خاطر يو لږکۍ د بل لږکي پر ضد تحريک نکړ. هغه ددې خاوري ټولو بچيانو ته ددې خاوري د واقعي بچيانو او وارثينو په تو ګه  کتل، خو ځينوچې  د پردو په بړستنو کې يې ځانونه  پېچلي وه   د ولس غوښتني يې هيري کړي وې، خپل ملي ا وطني مسؤليتونه يې يوې خواته پرې ايښي وه . د افتراق اوملي فتنې لاره يې خپله کړې وه ، دکودتا بازيو لوبي يې را پيل کړلې . ډاکټر نجيب الله د دداسي خائينانه  يوه تفکر د ﻻرويانو او سازمان ورکونکو سره مخامخ سو چې د انتر ناسيوناليزم او هومانيزم تر نامه لاندي  يې کودتاوي يې را شروع کړې او دناسالمه عناصرو سره يې د خپل ملګرو پر ضد ائيتلافونه جوړ کړل څو په دې توګه  د قدرت پر ګدی کښېني او ددې وطن د ملي وحدت پر ضد عمل وکړي . داسي يوه محاسبه بس يوازي   و يوه خرمن ته اور اچول وه چي لمبو يې هماغسي چې ډاکټر نجيب الله ويل د هغوی لمن يې هم و ر وسوځول .

   ملي تفاهم، روغه جوړه ، ملي يووالی او دملي ګټو د اولويتونو پر بنياد و بين الافغاني تفاهم ته رسيدل اوس هم هماغه د ډاکټر نجيب الله د سولي او پخلايني تاريخي لاره او د روښانفکرانو د بيا راغونډېدو او تشکل  يواځني ملي او افغاني شېوه ده . پر افغان او افغانستاني باندي، پر خراسان او خراساني باندي پر شمال او جنوبي باندي پر شيعه اوسني باندي د لانجو وېشل دا هيڅکله زموږ د ګران هيواد افغانستان د کرکېچ منبع  نه وه او نده او د حل لاره يې هم  دغسي اوسانې ندي او نه به وي. داسي بې مسؤليته انساني او افغاني ضد طرحي ددې وطن روانه د بې ثباتی لانجه نسي حلولای . دا نسخې افغاني نسخې ندي  په دې نسخو کې د پردو نخشې او ګټي پرتې دي او هغوی چې ددغو مقولو و اشاعې ته خولې خلاصي کړي او هغو ته لمن وهي هغوی نه افغاني هويت لري او نه به هم افغانستاني هويت پيدا کړي . داسي هيسټري د افغانانو د يو موټي  هېواد  د ملي ګټو سره په تضاد او ټکر کې راځي چې و هيچاته به نه د منلو وړ وي او نه به هم خپل هويت پکښې وساتي او مسلماً چې هيڅ ډول راتلونکې به هم و نلري . ددې وطن د ملي مصالحو او ملي مسئلې سره په داسي بې مسؤليتۍ سره لوبي کول د اوره سره بازي ده او په نتيجه کې به يې تر ټولو دمخه دهغوی مخکښه بازيګران تجريد او مختوري کړي . دا وطن دټولو مېشته پښتنو  تاجکو، ازبکو، هزاره وو بلوڅانو، پشه يانو  ګډ کور دی. په دې ګډ کور کې د هر رازي فتنې او افتراق را مينځنته کول سم دم د پردو نخشې دي او هر څوک چې و هغه ته شجرې جوړوي بې له شکه د پردو اجنټان او ملي خائينان دي .

   ځيني دوستان وايې چې که نن مرحوم داکتر نجيب الله ژوندی وو نو  هغه  سياسي درايت او جسارت چې هغه درلود، د وطن د نني دردناکه حالت نه د وتلو دپاره، د افغانانو د خپل مينځي تفاهم په خاطر به يې نوري نوي ﻻري لټولې وای . خو دغه ښاغلي بايد دغه ټکي ته پام  وکړي چې   دغه نوي ﻻره به بياهم  ملي مصالحه او  بين الا فغاني تفاهم وي  چې بيا به هم د همدې طرحي د روح څخه به  الهام اخلي . دغه الهام به بياهم  پر ملي افغاني او د خپل وطن د پاره د مسؤليت په احساس سره د سولي تأمين او په ټولنه کې د ولس د اصلي غوښتنو و پوره کولو ته وقف کيږي . ددې کار لپاره هيڅ بل الترناتيف نسته هغه څوک چې دغه پروسه ردوي که پخپله هم را مخته سي نو بيا به هم همدغه لاره په نوی کلماتورا مخته کوي چې په ماهيت کې به بيا هم همدغه د ملي مصالحې جوهر پکښې پروت وي او د  تفاهم بين الافغاني نوم  به ورکوي  . خو فرق به ضرور دا وي چې همدغه لاره به يا پر خپل نامه او يا د خپل فرکسيون او نوي ګوند په نامه را مخته کوي !

   د نړۍ و تلي ، نامي او تلپاتې څهرې د هېوادونو په سرنوشت جوړونکو مرحلو کې تل په خپل کړو او ګذشتو  سره، په خپلو تېروتنو او اعترافوسره و ولس ته رجوع کړېده او د هېوادو په تاريخ کې يې حماسې جوړي کړي دي . داشاني نامي کسانو د نسلونو په زړو کې د يوه ملي قهرمان په توګه د ولس د ارمانونو په تحقق کې يې ځانته ځای پيدا کړی دی  او دانسان او انسانيت په نامه ددرناوی و ډېر لوی منزلت ته رسيدلی دی  . که څوک وغواړي که يې و نه غواړي ، که د چا خوښيږي او که د چا بد ځيني راځي زموږ د معاصر په وينو لړلي دوران او تاريخ کې  ډاکټر نجيب الله  دغه دافغان ولس وياړلی بچی دداسي يو شخصيت او افغاني کرکټر خاوند وو چې د خپل جمهوري رياست ددورې په سختو کلونو کې يې    ددې هيواد په تاريخ کې  وړ ځای  پرېښود. افغان ولس او دافغانانو تاريخ  ډاکټر نجيب الله  په ډېر احترام او قدر سره ياد وي او برعکس  دښمنان  يې ددې هيواد د بدبختيو د عاملينو په نامه  غندي . نن چې ددغه ستر شهيد د لسمي کليزي په درشل کې علمي سيمنار جوړيږي نو پر ځای ده چې د شهيد ډاکټر نجيب الله د ملي او مترقي ارمانونو ډيوه بل وساتل سي اوټول ملي اووطنپاله افغانان د ديموکراسي، سولي، ترقی او ټولنيز عدالت جنډه په يووالي او صداقت سره پورته وساتي او د سالمو عناصرو په ګډون د يوه  نوي ملي، مترقي او يو موټي تشکل لاندي  د ګران افغانستان د زخمي ولس پر ټپو باندي مرهم کښېښږدي .  دغه شاني يو تشکل به زموږ د وطن د شهيدانو روح  او د شهيد ډاکټر نجيب الله د سپېڅلو ملي هڅو او لوړو ارمانو ته پر ځای درناوی وي .

   ډاکتر نجیب الله دا د افغانانو د وطن لوی شهید، ستر خدمتګار او پیاوړی سالار روح د ښاد وي، د هغه یاد او کارنامې دی د وطن د ترقۍ او دموکراسۍ و لارویانو ته الهام بښونکې مشال وي.  د وطن د آزادۍ، سولې، ترقۍ او دموکراسۍ د لارې ټولو شهیدانو یاد او کارنامې دی ځلانده او ابدي وي.

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<