www.payamewatan.com
     
 

 

دډاکترنجیب الله دشهادت دلسم کال په مناسبت
دهیواد د پیژندل شوي سیاسي سخصیت ښاغلي صمد از هر پیغام

   دتل پاتی ډاکټرنجیب الله دشهادت دلسمی کالیزی په مناسبت، دده نظریاتو اوسیاسی عقایدودڅیړنی دسیمینار (علمی ـ سیاسی کنفرانس ) درندوګډون کوونکو !

    تر هرڅه دمخه، ددی درانده سیمینار دنوښتګرو، ددی پرځای او په موقع نوښت قدردانی کوم او له دی کبله چی دی غونډی ته دبلل کیدونه لامخکی مابله هو کړی وه چی تری ګرځیدای نه شوم اوځکه می ونشوکړای چی دګډون ویاړترلاسه کړم ، بخښنه غواړم .

     په دی وسیلی، تاسوته، چی په دی غونډی کی دګډون نیکمرغی لری، دزړه له کومی درناوی وړاندی کوم .

     دستر انسان، ملګری، اوزمونږ دتاریخ وتلی شخصیت  ډاکټرنجیب الله مقام ته ددرناوی اوحق پیژندنی سرټیټوم .

    ډاکټرنجیب الله یو څو بعدی شخصیت و : هغومره چی صمیمی، خوش برخورد او زړه سواندی و، همغومره هم قاطع او مدبر و،هغومره چی دستیج دسر وتلی ویاند و، همغومره هم ښه تکړه مرکچی او دولس په ژبه دخبرو اترو له عالی استعداد نه برخه من و، همومره چی په نظامی برخه کی ښه قوماندان و همغومره هم دسیاست په ډګر کی بریالی و، ده وشوکولی له لوړو ژورو نه زده وکړي اودناخوالو په مخ کی نوښتګر واوسیی .

     دی ښه دولتمدار ، زړور اوخوشبین سړی و، په ډیروسختوحالاتوکی یی ناامیدی او افسردګی ته لار نه ورکوله .

     ډاکټرنجیب الله دخپلی ټولنی اودکورنیو او نړیوالو بهیرونو پوره او ژور تحلیل درلود.   هغه وړاندوینی چی ده کړی وی، ټولی ټیک (سمې) راوختلی.  تادۍ ورانی او داورلمبی ګورئ چی مظلوم ولس پکی تباه اوکباب شو او نادودی خولا اوس دقانونیت اودموکراسۍ ټاپه هم پر وچولی لري .

    دی دملی پخلاینی سترنوښتګر او اتل دی، که دباندنیو استخباراتوسره په تبانی کی له شانه پری جفا کارانه ګوزار  نه وای شوی، اوس به دهیواد او دمنطقی څیره بله وای.

     دده دوطن یا کفن ناره چی دشوروی اتحاد دقوتونو تروتلو وروسته یی دمستقلانه دفاع دانقلابی سر پورته کولو په خاطر د آریانا په څلورلاری کی وکړه، او د وطن دګوند شاه زلموپه هغی ورځی بیا د توری ارتجاع، ترور او باندنی مداخلی پر ضد خپل هوډ تازه کړ، د ده نه هیریدونکې نوښت و چې هم یې په نظامي او هم یې په ولسي پرګنو کې د پر ځان باور او ملی غرور احساس وغوړاوه.   دجلال آباد په ستری تاریخی جګړی کی بری، دا روحیه نوره هم پیاوړی کړه او صادرشوی جګړه ماران او ددی جګړی، پلانوونکی اوهڅوونکی یی مختورن اوناهیلی کړل .

     تصادفی نه وه چی دجنرال حمید ګل اوترکی الفیصل اجنټانو د۱۹۹۶ کال دسپتمبر په ۲۷ دډاکټر نجیب الله او دده دورور احمدزی مړي، تر قاسیانه او شرمونکی غیر انسانی او غیر اسلامی وژنی وروسته، دکسات په دود په همدی څلور لاري کی وځړول .

     دده شهادت ، دټولوهغو قوتونو مشترکه دسیسیه وه، کومو چی دطالبانو په راوستو کی یی لاسونه سره یوکړي وو.

    د ډاکتر نجیب الله دشخصیت دلويي په هکله دا ویل بس دي چی نن په هیواد کی هرڅوک وای  نجیب ! وای نجیب! وايي.

    البته کله چی نجیب وایو، دی دده له ګوند نه بیل نه څیړو.   نجیب د وطن ګوند دمشر په توګه په خلکو کی درنښت لري. کله چی خلک نجیب وايي دوطن ګوند مفهوم یی ترشا پروت دی.  زمونږ ګوند، له هیواد نه د دفاع او د امنیت دساتلو د هلوځلو ترڅنګ هیڅکله د خلکو دهوساینی، خوړواوڅښاک، پوهنی اوروزنی، روغتیا او دقانونیت دپیاده کولو نه  ډډه نه ډه کړی، زمونږ خلک دانه هیروی، اودا ډاکتر نجیب الله و چی دګوند د ژوند په ډیرو سختو کلونو کی، چی دودیز  بین المللی دوستانو هم له مخالفینوسره ګوتی خوږی کړی وی،  د هغه مشري په غاړه درلوده.

     که دی لاژوندی وای، هرڅه به بل شان وای،

     وطن به  وطن وای، او د وطن ګوند به هم یو موټی، لا ستر او د ولسونو دسترو پرګنو پر اتکا به په ملی او بین امللی ډګرکی ځلیده.  څه حتمی خبره نه وه چی ګوند دی د واک پر ګدی ناست وای، مکر دهمدی پر ولس اوهیواد مینانو په مرسته به په اقتصادی، سیاسی او ټولنیزو برخوکی رښتینی بیار غونه  عملی شوی، او د خلکو امنیت، پت، عزت او هوسیانه به خوندی شوی وه .

    په هیواد کی اوسنی پیچلی وضعی، چی دلایل یی ګردو ته ښکاره دي، نه یواځی د امنیتی، اقتصادی او ټولنیزو ستونزو او بی عدالتۍ له پلوه زمونږ دهیوادوالو نفس ستونی ته راوستی دی، بلکه ملی وحدت، ملی حاکمیت او خپلواکۍ هم له بربنډ خطر سره مخامخ ده.   د سیاسی بدیل نه شته والی په دلیل یا پلمه دبین المللی ځواکونو اتکا هم پر همغو ټوپک سالارانو، د هیواد د وران اوتالا کوونکو او د تریاکو پر مافیا ولاړه ده .

    دوطن ګوند پخوانی غړي، سره له دی چی اوس نژدی ټول دنوو شرایطو مطابق فکر کوي اوسره ورته تګلاری لری، بیاهم دځانځانیو اوپخوانیو ناروغیو په  بنا یی، یا بیلی بیلی ډله ګۍ جوړی کړی او یا بی تکلیفه پاتی دي .

     په زغرده وایم چی که په عاجله توګه دی خطیر حالت ته پاملرنه ونه شي دغه آخرني فرصتونه به هم تیر وي او پښیماني به بیا ګټه نلري .

     راځئ د ډاکټر نجیب الله د شهادت په همدی لسمی کلیزی کی، دده په ویاړ، دوطن دګوند دسوچه آرمانونو او د افغانستان د غم ځپلی ولس او ویرجنی ملاماتی ټولنی درنځونو په خاطر، له همدغه ځای نه په یوه آواز دوطن یاکفن دناری په شان، دیوه  یوموټي ګوند چیغه پورته کړو او ثابته کړو چی له آرمانونو ډک د افغانستان دخلک دمواتیک ګوند یا دوطن ګوند، دهیواد اوخلکو ګټوته شانه ګرځوی.

    راپورته شی ! تاسی په وطن کی ځای لرئ، خلک درسره ولاړدي .

    ډاکتر نجیب نه مري .  دی د هر افغان په زړه کې ژوندی دی .

   کلونه او پیړی به تیریږي مګر د ده نوم اود ده خاطره به تل پاتی وي!

صمد ازهر
کاسل ـ جرمنی

 

د نجیب الله ـ مقام ته ددرناوی اوحق پیزندنی سرټیټوم .

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<