www.payamewatan.com
     
 

نجیب الله شفقیار
د اګست پنځمه - ۲۰۰۶

نه هیردونکې خاطرې...

   دادی لس کاله له هغی توری شپی او ورځی تيريږي چې دافغانستان دتاريخ دتر ټولو تور ځواک، دپاکستان د آی. اس. آی په لاس جوړشوو نانځکو(ناوکيو) له خواد افغانستان دمعاصرتاريخ ستر بچی، نوميالی اتل، دافغانستان پخوانی جمهور رئیس او دوطن دگوند مشر شهيدنجيب الله په شهادت و رسيده او زموږ دزمانی منصور یې دوطنپالنی په جرم په دار وځړاوه .

    داچې دډاکټرنجيب الله په ضد څنگه اوکله او دچا له خوا کودتاوشوه او ديته اړکړې شو چې دملگروملتونو په دفترکې پناه واخلي، ټولو ته جوته ده . 

   شهيد ډاکټرنجيب الله چې د فرکسيوني فعاليتونو او قومي تړاوونو او تمايلاتو نه مبرا او يو ملي شخصيت  ؤ د ډيرو کورنيو او بهرنيو دښمنانو  - په تيره بيا د گوند دننه   د ابن الوقتو او نامردو، وطن دښمنو  ملگرو - دغشي نښه شوی ؤ، ځکه نو څوڅو ځلي دتوطیو او کودتا له لارې د قدرت نه یې دلری کولوهڅې وشوی ترڅوچې دکورنيو او بهرنيو وطن دښمنو قوتونو په مرسته او مشوره په گوندکې دننه دپنځم ستون له خوا د يوی کودتاپه ترڅ کې مخکې لدی چې خپلو پاکو وطنپالو اهدافوته، چې له هيواده دشوروی سرولښکرو دوتلو وروسته، په هيوادکې دسولی او امنيت ټینګول وو، ورسيږي ( دملی مصالحی او دملگروملتونو دسولی پنځه فقره اييز پلان د بشپړ تطبيق نه يو دوه ورځې مخکې) له قدرته خلع او د ملگروملتونو په دفتر کې پناه اخستلوته مجبورکړی شو.

   زه پدی ليکنه کې دشهيد ډاکټر نجیب الله دملي او وطنپاله شخصيت دڅيړلوموخه نلرم او يواځنۍ موخه مې ددغه ستر شخصيت سره دخپلی پيژندنی او ډيروکمو خو له وياړه  ډکوخاطروڅو نه هيريدونکو بیلګو ليکل يا بيان دی :

   له شهيدډاکټرنجيب الله او دهغه نوميالي وطنپال له نامه سره زه هغه مهال  آشناشوم کله چې زه داستقلال دليسی زده کوونکې او د سياست مينه وال وم، سم اودقيق مې په ياد ندي چې کومه نيټه اوکوم کال ووخو دومره مې يادشي چې دوطن او دگوند دغه زړور سپاهي دخپلو آرمانونو نه په دفاع کې دمکروریانو په سیمه کې دڅوتنو اوباشو له خوا ټپي شوی وو او په يوه خپرونه که ليکل شوي وو چې نجيب الله احمدزی په مکروريانو کې ديوه اخ وډب په ترڅ کې ټپي شويدی او زما دوستان او خپلوان زما پوښتنی ته راتلل چې ګني زه ټپي شوی يم، ځکه زما نوم اوکورنۍ نوم هم، هاغه مهال نجیب الله احمدزی وو. ما هماغه مهال له څوتنو دوستانونه ددغه.  زړور شخصيت په باب څه ناڅه واوريدل .  زه چې تر ده کشر او دسياست په ډگر کې لا ډيرمبتدی وم، تل مې هيله لرله چې هغه له نژدی ووينم ، تصادفا یوه ورځ مې دی پداسې حال کې چې يوبل غښتلی  ځوان هم ورسره وو په مکروریانوکې وليد، بی له دی چې دی ماوپيژني د روغبړ په ترڅ کې مې ځان وروپيژانده .   ده ماته يوڅه د شک په سترگه وکتل اووی ويل:  ماڅه پيژنی ؟

ما د واره ورته وويل :  زه دی پيژنم چې احمد زی یې او يوگوندي ملگری یې.  دملگري دکلمی په اوريدویې يوځل بيا زما لاس په خپل پياوړي لاس کې دصميميت په دود  کيکيښت ( ټينگ کړ).  هغه په دی ترڅ کې راته وويل :

احمدزیتوب له امله دی ستړی مشه راسره وکړه که دملگرتوب له امله ؟

ما، چې هغه مهال لا دملگرتوب په معنی سم نه وم پوه ، سم دلاسه ورته وويل :

 نه نه داحمدزیتوب په وجه !  داځواب مې بی سنجشه او ژر ورکړ ځکه يوخو دغه پيژندگلوی نوی وه او بل دغه پوښتنه هم نوی او ناڅاپي .   ده پداسې حال کې چې ورو ورو خپل تگ ته دوام ورکاوه، خپلوخبروته دوام ورکړ:

   ملگری نجيب ! احمدزی اومحمدزی، پښتون او تاجيک او نور ټول سره وروڼه دي او بيا په گوند کې خو ټول سره مساوي او برابر ملگري دي .  زموږ ملگرتيا زموږ تړاو لا پياوړی کوي، له تانه ډيره مننه چې ځان دی راوپيژنده .

    دا له شهيدډاکټرنجيب الله سره زمالومړی ديدارو چې په هغه شيبه کې دهغه خبرو زما داحساساتوسره چندانی سمون نه درلود  خودهری ورځې په تيريدو سره دغوخبرو زماپه ژوند باندې اثر او رڼا اچوله اودراتلونکي لپاره یې زما لاره روښانوله .

    یوه ورځ چې زه دشهيد استادميراکبر خيبر په کور کې ناست وم او له شهيد خيبر نه مې دښاغلي سلطان علی کشتمند په سپارښتنه دخپلی يوی کورنۍ ستونزې په باب د مشوری اومنځگړيتوب غوښتنه درلوده، ډاکټرصاحب هم راغی.  شهيد خيبر زما د کورنۍ ستونزی په باب شهيد نجيب الله ته معلومات ورکړل، ډاکټرصاحب دخيبر صاحب دخبرونه پس ماته وويل : 

داډير ښه کار دی چې گوندي ملگری خپل روابط له خپلی کورنۍ، له خپلو مشرانو او له خپلو خلکو سره د نيکو اړيکو او د احترام  پربنسټ  وساتي .

    بيانو دغو دوو مشرانو په گډه زه اونورگوندي ملگري پدی مؤظف گڼلو چې باید په خپلی کورنۍ، خپل محيط اوخپل ټول ژوند کې دنیکۍ، تقوا او ښو اخلاقو نمونه ووسو، دوی ویل چی ښه گوندي هغه دی چې دخپلوخلکوعقايدو، کلتور،  دودونو،  اومثبتو انگيرنو ته درناوی ولري اوخپل ټول چلند دتواضع ، ادب او نورو ته د درناوي پربنسټ عیارکړي .

  زما بله خاطره اودسترشهيد سره دليدنوکتنو بل يادښت دادی چې :

    ماله ١٣٥٣ کاله بيا تر١٣٥٧ کاله پوری د ا.خ.د.گوند دحرفه ای کارکونکي  په توگه دگوند طباعتی چاری سرته رسولی.  البته په سری يا پټه توگه مې  کار کاوه او د اړتيا وړ مواد لکه کاغذ، رنگ او نور د چاپ وسايل او د چاپ شوو اسنادو وړل راوړل به دگوند د څوتنومحدودومشرانولکه ښاغلی کشتمند، ارواښاد امتيازحسن اوشهيد ډاکټر نجیب الله له لوري ماته راکول کیدل او تسليميدل چې مشری یې ښاغلی کشتمند په غاړه لرله  [ښاغلی کشتمند به تل ويل چې ملگری شفقيار! که کوم وخت دگوند تاريخ ليکل کيده نوستا نوم به په زرينوکرښوپکې ثبت وي، ځکه ستاسرښندونکی کار او زيار دقدر او ستاينی وړدی.   دگوندتاريخ په خپله کشتمندصاحب وليکه او زما نوم  یې آن په  تور رنگ، دژورنالستانو په لست کې هم ياد نکړ] يوځل چې ما دگوند له خوايوه اعلاميه چاپ او د ويش اود وړلو لپاره په يوی بوجۍ کې  چمتو کړی وه، وړلوته یې شهيد ملگری ډاکټرنجیب الله په کارته نو کې زما کورته راغی، کله چې ما د کور په  وره ( دروازه ) کې ورته وویل چې زما اوښی کور کې دروازې ته مخامخ ناست دی زه بايد څه وکم؟  ځکه دبوجۍ را ايستل هغه وينی.  ده په ډيره سړه سينه وويل :

پس له هغه چې ميلمه له کوره ووت زه به بوجۍ تسليم شم.  ته ورځه دننه زه به په کوڅه کې انتظار اوسم .

  زه هم  بیرته کورته ستون شوم او له ميلمه سره په خبرو اخته شوم.  خبری چې هر څومره اوږديدلی زماناکراري زياتيده.  بيا کوڅی ته ووتم او ډاکټر صاحب ته مې وويل چې ميلمه خو وتلوخبره نه کوي، څه وکم، په کومه پلمه به یې له کوره وباسم ؟   ده په پوره زغم سره راته وويل :

    ملگری شفقيار !  ته دی خپلی اړيکی بايد له خپل نوی خيښ سره په دروغو او پلمو پيل اوخرابی نکړی، ته بايدهغه له کوره ونه باسی خير دی زه به انتظار وباسم .

    بيانوڅه کم دوه ساعته نور هم ميلمه زما په کورکې دروازی ته مخامخ په خبرو بوخت وواوشهيد نجيب الله په کوڅه کې په موټر کې دکوم کتاب په لوستلو تيرکړل.  کله چې ميلمه رخصت شو نو ډاکټرصاحب راته وويل :

   دادی ملگری شفقيار! دپلمی او دروغو په ځای لږ صبر اوحوصلی سره خبره حل شوه، باید دوستان،  خپلوان  اوخلک له ځانه لری نه کړوځکه زموږگوند بايد دخلکوگوندشي.

  اولدی خبرو وروسته په چټکی سره رانه جلاشو.  يوه بله خاطره دگوند د واکمنۍ د دوری ده، هاغه وخت چې گوندي مشران، دولتي مشران هم وو نو دهغو ليدنه او هغو سره  ناسته ولاړه ددولتی مراتبو او افغانی دولتی دسپلين له مخی ممکن و.  ډاکټرصاحب د دولتی امنيت مشر وو او زه د افغانستان د صنفی اتحاديو د مرکزي شورا د خپرونو د رياست مرستيال او د کار  جريدی مسؤل مدیر وم، دصنفی اتحاديو ميلمستون د پرانستلو لپاره زموږ د رياست له خوا چمتوشوی وو، ميلمستون بايد ديوه مشر له خوا د مراسمو په ترڅ کې پرانستل شوی وای.  د صنفی اتحاديوغټ غټ مشران د ډاکترصاحب راتلو ته د ميلمستون  په دروازه کې کتار ولاړ وو او زه   له کتاره لری يوه کنج کې ولاړوم، کتل مې چې ډاکټرصاحب راغی، له نوروسره له روغبړه وروسته کله چې پرمایې سترگی ولگيدی، کله چې  زما خواته راروان شو نو راته يی وويل :

 څنگه لری ولاړ یې، ملگری شفقيار!  لکه چې هغه زوړماشين دی له ياده وتلی ؟

- دډاکټرصاحب هدف له زاړه ماشين نه هماغه دگستدنر زوړ د چاپ ماشين وو چې ما دهغه په مرسته  څلور کاله دگوند اسناد او خپرونې چاپولی - ما چې ناببره دډاکټرصاحب له پوښتنی اوپاملرنی سره مخ شوی وم نو بی له سنجشه، پداسې حال کې چې له هغه سره مې روغبړکاوه، په ځواب کې مې وويل : نه له ياده مې ندي وتلی، ما فکرکاوه چې ستاسو به له ياده وتلي وي.      هغه  قدرمن ملگری راته په ځواب کې وويل :

   نه ملگری شفقيار ! ريښتينی ملگری هيڅکله اوپه هيڅ موقف کې يوبل نه هيروي !  اودوروستی خاطری په توگه : شهيد ډاکټرنجيب الله ددولتی امنيت په رياست سربيره په قبايلوکې دکار دکميسيون منشی هم ؤ، زه به هم دغه کميسيون ته کله ناکله د رسمي کارونولپاره ورتلم.  يوه ورځ دهمدې کميسيون په دفتر کې له ډاکټرصاحب سره ناست وم، هغه له چاسره په تيليفون کې خبری کولی، مقابل لوري ته یې ويل :

   ملگريه! ته هم د پکتيا اوهغه هم د پکتيا دی ښه به دا وي چې يو دری ژبی ملگری دغه کار  ته پيشنهاد کړی اوستا کانديدکه ډيرمستحق وي نو په همدې رياست کې یې يو بل مديريت  ته پيشنهاد کړه، هيله کوم دغه اصل تل په نظر کې وساتئ .

   داخبری شهيد ډاکټرنجيب الله هغه پکتياوال ملگري ته کولی چې غوښتل یې خپل بل پکتياوال ملگری دځان دمرستيال په توگه مقررکړي.

    زه ددغو نه هيريدونکوخاطرو په باب زياته تبصره نه کوم دومره وايم چې زموږ وياړمن ملگری شهيد ډاکټرنجيب الله يو ريښتينی وطنپال او دخلکو خدمتگار، له هر راز تعصب اوتبعيض پالنی  مبرا ملي شخصيت و. 

روح یې ښاد!  اونوم دی هميشه ياد  وي !

 بعد از  وفات، تربت ما در زمین مجو
 در سینه های مردم عارف نشان ماست
 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<