www.payamewatan.com
     
 


دسپتمبر د میاشتی د٢٣ نیټی علمی
  کنفرانس په
اړوند

 د وطن گوند د غړو د موقتو تشکیلاتو  د شورا غونډه
 ٢٣/٨/٢٠٠٦

 

   د سپتمبر د میاشتی په ٢٣ نیټه د افغانستان دپخوانی جمهور رئیس او د وطن گوند د مرکزی شورا د رئیس  شهید ډاکتر نجیب الله د شهادت د لسم تلین په مناسبت جوړیدونکی علمی کنفرانس کې د وطن گوند د غړو د انسجام  موقتو تشکیلاتو د ونډی اخیستلو د څرنگوالی په هکله د اگست د میاشتی په ٢٦ نیټه د دی تشکیلاتو د شورا غونډه د آلما ن فدرالی جمهوریت د هامبورگ په ښار کې د دی شورا د اجرائیوی کمیټی  ویاند محترم عبدالبشیر پیوستون په مشري جوړه شوه.

   په غونډه کې لومړی د تر سره شوی کار جاج واخیستی شو  او ددی تشکیلاتو د بیلا بیلو شوراگانو څخه پر رسیدلو وړاندیزونو او هغه دندو چی په راتلونکي کې باید تر سره شي کره کتنه او لازمی پریکړی وشوی.  شورا دخپلی خوا یو کمسیون ته دنده وسپارله چې د سپتمبر د میاشتی د٢٣ نیټی د علمی کنفرانس د کار د تنظیم لپاره د جوړیدونکي گډ پراخ ملی کمیسون سره د کار د سمبالښت په اړوند پراخه ونډه واخلي.

   په همدی ډول شورا د کنفرانس په غونډه کې د وطن د گوند د غړو د انسجام د موقتو تشکیلاتو د وینا په اساسي کرښو د غور او بحث نه ورسته ددی شورا اجراییوي کمیټې ته دنده و سپارله چې په منل شوي چوکاټ کې دا وینا لا پسی شتمنه کړی.

   په دی غونډه کې چې د شپی تر لس نیمو بجو پورې یې دوام وکړ د وطن گوند د موقتو تشکیلاتو د هامبورگ مسئول  محترم مسجدی هیوادمل او ددی شورا ځني نور مسئولین او د وطن پیغام د سایټ چلونکی محترم ایمل پیروز هم د رابلل شویو میلمنو په ډول گډون درلود.

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<