www.payamewatan.com
     
 

ډاکتر م. پکتیاوال

 

   زه ډاکتر م. پکتیا وال د شهید ډاکتر نجیب الله دشهادت د لسم تلین د نماځلو محترم کمیسون ته خورا درنا وې، له صوفیه بلغاریا څخه، وړاندې کوم چې  تاسو دهغی په نما ځلو کې په ۲۳ د سپتامبر د همت ملا تړلی دۍ ۰

   زه د لوې ملی، متر قی، دمو کرات، خپلواک، ولس او ګران هیواد افغانستان پرست ته د مینی او اخلاص ګیډۍ - ګیډۍ ګلونه وړا ندې کوم۰  موږ د وطن د شهید داکټر نجیب الله، ملی، مترقی مبارزې، د خپلواکۍ، ترقۍ، سولی او ملی رو غی، جوړې تګ لاره خپل مشعل بولو، او  دغه  تګ لا ره خپله دنده ګڼو۰

   اروا ښاد شهید ډاکتر نجیب الله ته  دافغانستان ټول ولس درنا وې لري  او ما ډکتر م. پکتیاوال دغه ملی شهید له نژدې ډیر ښه پیژانده.  دغه ملی خپلواک شهید خپل ځان د افغانستان د سوکالی، ټولنیزو، اقتصادې، سیاسی اود امنیتی چارو، رغونی او پرمختګ ته وقف کړۍ وو تر څو چې ګران افغانستان د نورو پر مختلیو هیوادو نو په لیکه کې ودر یږې۰  

   شهید دا کټرنجیب الله چې زیات ولس پرست وو، د ملی اتحاد  د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ په هکله یی ناپیلې سیاست ته دوام ورکاوه  ترڅو چې په افغانستان کې روغه او جوړه راسي او د افغانستان ټول ولس او زیار کښان له غربت څخه خلاص او د ښه پرمختګ څښتنان او بسیا سي۰ 

   د شهید داکتر نجیب الله رو ح دی ښاد وي.  موږ د هغه تګ لاره د هر افغان  لپاره غوره او رښتینې تګ لاره ګڼو۰

 په خورا در نا وۍ سره
 ډاکتر م. پکتیا وال 

۱۳۸۵/۴/۳۱=۲۰۰۶/۷/۲۲

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<