www.payamewatan.com
     
 

میرمن کوکۍ

دوه په وطن میئن زړونه
دوه په وطن شهید وروڼه

   زموږ د ولس د تاریخ په ترڅ کې ډیر ځلي داسې لیدل شوي او یا څرګندیږي چې د دی وطن نه په دفاع کې ډیرو شاځلمیانو او اتلانو خپل ځانونه قربای کړي او  نه هیردونکې خاطرې او د افتخاراتو او غرور نه  ډک یادونه او مثالونه یې هست کړي.  دا هغه کسان ول  چې د خپلو خلکو او د دی وطن د آزادۍ او خپلواکۍ  د ساتلو د پاره یې  په خپلو مورچلونو کې په مردۍ او شرف سره دریدلي او د انسان او انسانیت نه یې په ټیګه سره دفاه کړی ده، او هیڅکله یې وطن او د وطن  د مظلومو خلکو ګټې ندي هیری کړي او د خپل انسانی ستر مقاومت  په نتیجه کې یې د اجتماعی تحولاتو د راوستلو په لاره کې په سر لوړي او پرتمین غرور سره پر مخ دانګلي.   څومره خوندور حالت او احساس ایجادیږي چې انسان په غوڅه توګه د خپلو انسان دوستی او مردم دوستی د ایډیالونو او آرمانونو په خاطر وځوریږي اما بیا هم د خپل  دریځونو نه تیر  ونه وځي او په ټول شهامت او زړورتیا سره د شپې د ټپې تورې تیارې په بستر کې د سباوون د رڼایي د راتلو په امید خپلو تکلونوته ادامه ورکړي.

   د ویاړ ځای دی چې زموږ د ولسي پاڅون د تاریخ په پاڼو کې داسې سرښندونکي ځوانانو برخه اخیستې او ګډون ته یې ګوته نیول کیږي کوم چې د افغانستان د ملی حیثیت او غرور د ساتلو د پاره یې  بی ساری قربانی ورکړی او د خپل ولس د راتلونکو نسلونو د پاره یې خپل د عظمت او دروندوالی نه ډک نومونه پری ایښي.

   په دغه برخه  کې موږ کولای شو چې د هغه دوو شهیدو وروڼو چې په وطن باندې خپل زړونه میئن کړي وو نومونه واخلو چې نن یې انګازې په ټول هیواد کې خپرې دي او د افغانستان د خلکو د ریښتیني بچیانو په توګه یې د خپل ولس او خلکو نه په دفاع کې  د مقاومت او زړورتیا په سنګرونو مبدل شول او د تل د پاره یې خپلې هستونکې څیرې یې د تاریخ په ځلانده پاڼو کې راویستلې او د ابدیت جامه یې ورته واغوستله.

   د اهغه زړور قهرمان او وتلې ملي قائد وو چې د خپل هیواد د ملي  ګټو او ملی حاکمیت د ساتلو به خاطر د پردیو د ټولو دسیسو او توطئو په مقابل کې لکه د غره په شان ودرید او هماغه طوفاني شیبو او لحظاتو کې په زغرده د وطن او د خلکو د آزادۍ او خپلواکۍ آواز یې د نړي د ټولو ولسونو غوږونو ته ورساوه او د خپلې هوښیارۍ او بی مثاله پوهې سره د وطن او د وطن د خلکو د ژوندانه انځورونه یې په ټوله هنرمندۍ سره د یو بحرانی حالت نه د راوتلو د پاره ترسیم کړل .

   د افغانستان عالیقدره زوی دوکتور نجیب الله وو چې په ټول  مسئوولیت سره د خپل وطن د ژغورلو دپاره د افغانستان د سیاسی تاریخ په ډیره طوفانی پړاو کې راووت او د خپل ولس او هیواد دپاره یې نجات ورکونکي وړاندیزونه ټولو ته مخکې کړل .   په دغه انسانی مبارزې کې، چې پکې د سبا د ژوندانه د رغونې په خاطر تکل کیده، یو بل زړور، وتلی او پوخ اتل یې په څنګ کې ودرید او د ده انساني مبارزې ته یې نور هم قوت  ورکړ، دا د افغانستان د خلکو میړانې بچې احمدزی وو چې بی له ډاره په ټول ایمان او وفادارۍ سره یې هماغسې چې په ژوندانه کې د خپل ورور ملاتړلې وه د ده د ابهت او جلال نه ډکې مړینې نه  یې هم ملاتړ وکړو او د یو نر ورور په شان یې د ده په مرګ کې  هم برخه  واخیسته او خپله د میړانې نه ډکه ذمه دارۍ  یې تر سره کړه او خپلو خلکو ته یې  وښودله چې زموږ قائد یواځې ندې، نن که زه ورسره  مرم سبا به په میلیونو نور زما ځای ډک کړي او زما ځخه به درس اخیستلو سره د خلکو د ګټو نه په دفاع کې وردیږي لکه  چې زه مې د ورور په  څنګ کې د خپل هیواد او خلکو د مینی په خاطر ودریدم.

      هیڅ کله به هغه اتلان او قهرمانان چې د خپل وطن او خلکو په خاطر قربان شوي له یاده ولاړ نشي، دوی د همیشه دپاره ژوندي  دي او د تل د پاره به ژوندي پاتې شي، لکه چې دوه وروڼه.

دوه په وطن شهید وروڼه
دا دوه په وطن میئن زړونه ژوندي پاتې شول.

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<