www.payamewatan.com
     
 

ک. کمال

 

دشهید نجیب الله دویاړه ډک شهادت

لسمې کلیزې ته ډالۍ.

 

 

دابیا مې دنیشو په ګناه څه نیسې زاهده

ساقي لاړه منصور شو اوساغر دسبا مات شو

مونږ وړ درڼا نه یو تښتیدلو وریځو راشی

رهبر دسبا نشته دی٬ لښکر دسبا مات شو

 

 

   دنن نه نږدې لس کاله دوړاندې، دتلې دمیاشې ۵\۶ نیټه په توره شپه کې، دافغانستان دخپلواکۍ، ځمکنۍ بشيړتیا، دهیواد دبیا رغونې اوپه افغانستان کې دسولې، ولسواکۍ، او دهیواد دورونو ملیتونو ترمنځ دورور ګلویزې په فضا کې دژوند دښمنانو، یو لوی، هیواد اوهیواد والو ته دسرلوړۍ نه دهیلو ډک زړه له حرکته وغورزاوه، داستر زړه او دهغه ستر خاوند، دا زمونږ دهیلو دکاروان سالار، دازمونږ دعصر په وینو لړلی منصور، دا زمونږ دهیواد په لرغوني تاریخ کې زیرک سیاست پوه، او دجګړې په ډګر کې زړه ور قوماندان  او دا زمونږ دټولنېنجیب انسان شهید ډاکتر نجیب الله دی.

      

     لس کاله دیوه هیواد په تاریخ او دخلکو په برخلیک کې ډیره لنډه موده کڼل کیږي، اودیوه ملت اویا دیوه ملي شخص په اړوند دیوه تاریخي قضاوت دپاره ډیر عاجل او کم وخت دی.  خو دډاکتر نجیب الله په هکله هر څه بل ډول ښکاري، زمونږ دهیواد تاریخ او ټولنې دده په اړوند خپل ډیر ژر او عادلانه قضاوت وکړ.  کله چې هغه (۱۳۷۱) کال دوري دمیاشتې په اخرو ورځوکې دشمال دملي ضد بغاوت او د وطن ګوند په دننه کې دهیواد دملي ګتو دلیکې نه وتلو څو دګوتو په شمار کسانو دیوې سنجول شوې ارامې کودتاه په پای کې په مرګ تهدید شو  او په کابل کې دملګرو ملتونو دنمایندګۍ دفتر ته  په پناه وړلو اړ شو او په پای کې پر هیواد دداړه مارانو واکمنۍ خپره شوه، نوهیواد والو دډاکتر نجیب الله په شخصیت او عظمت دافسوس ګوتې په غاښ کړې، ناببره نه وه چې د بي، بي، سي  راډیو خبریال دداړه مارانو دواکمنۍ په همغه لومړنیو شپو او ورځوکې دډاکتر نجیب الله پر شخصیت دیوې سیاسي تبصرې په ترځ کې وویل: که چیرې ډاکتر نجیب الله په کابل کې دملګرو ملتو نو له انګړ څخه راووځي، نو دکابل خلک به یې پر اوږو سپور ارګ ته بوځي..

    همدا راز دملګرو ملتونو یو لوړ پوړی مامور دډاکتر نجیب الله په هکله چې هغه کله په کابل کې دملګرو ملتونو په انګړ کې ژوند کاوه داسې لیکلي که چیرې سبا په افغانستان کې ازادې ټاکنې راشي، ددې ټاکنو یواځینی بې سیاله وړونکی نجیب الله دی او بس.

 

   اوریدلي مې دي چې کله یې دډاکتر په وینو لړلی تن وینځه، نو یوه سپین ږیری پداسې حال کې چې له سترګو یې داوښکو رود جاري وه زمونږ دشهید  جسد ته ویلي وه: ته دخپل دسر دلاسه ووژل شو ې، داسې سرونه دلته څوک ژوندي نه پریږدي.  اوبیا یې دا متل ویلې  وه چې:  جګ سرونه تل غوڅیږي.

     

     دافغانستان خلکو پدې وروستۍ اوږدې جګړې کې ډیر شیان دلاسه ورکړل ، خو دنجیب الله په شان دستر انسان دلاسه ورکول دهیواد پدې ژړه وونکې غمیزه کې ځانګړې غمیزه ده.

 

یونیم کار چې په یوه شي په سل نشي

نه پوهیږم داخبر ده رښتیا څومره؟

په پښتو کې خو دا هسې لوی متل دی

سل دې ومره خو دسلو سر دې مه مره

 

      شهید نجیب الله په یو ګوند، یو ملیت، یوې ژبې او یا یوې سیمې کې نشی محدودیدلای، هغه دټول افغانستان وه اوپه دقیقه توګه دخپلواک، ولسواک، یو موټي،  سوله ایز او پر مختللي افغانستان ارمانجن شهید دی، هغه په تورتم وهلی او جګړه ځپلي افغانستان کې درڼایۍ، سولې اوپخلاینې تلپاتې او ځلانده ستوری دی.

 

     دا لاندې څو پښتو لنډۍ او دخوشحال بابادشعر یو بیت به دډاکتر نجیب الله دنامه سره تل یادیږي.

 

مینه په تلو راتلو زیاتیږي
کله راځه کله به زه درځم مینه

****

څانګه به نن سبا کې ګل شي
ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلې دینه

****

په لاره ځم ټوله شرنګیږم

ستا دتهمت زنځیر په غاړه کرځومه

   او:

څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه

په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه.

 

     دادی زمونږ دملي اتل دمظلومانه شهادت نه لس کاله وروسته خونړیو پیښو وښودله چې: څوک، څوک وه او حق دچا په لوري وه، دمجاهدینو، دظاهر شاه، په وطن ګوند کې دبې لارو شوو کودتا چیانو او دهغوی دبهرنیو سپوټ ګرانو په لوري او که دوطن ګوند او دهغه دشهید لار ښود ډاکتر نجیب الله په لوري ؟!!!

 

   اوس خو په نړۍ کې هغه دچا خبره دنوي نظم دپلي کولو مخکښانو هم پدې حقیقت داعتراف خولې پرانستې او په ډاګه یې وویل چې دافغانستان څخه دروسانو له وتلو وروسته ددې هیواد یوازې پریښودل یوه تیر وتنه وه.

 

     زمونږ مظلومو خلکو خو هسې هم لس کاله وړاندې دانصافه ډک دا قضاوت کړی وه چې، دډاکتر نجیب الله دملي روغې جوړې تګلاره دناتار څخه دهیواد دخلاصون یواځینۍ بیړۍ وه، هغه دپردیو ګټې پر خپلو ګټو لوړې ونه ګڼلې او په همدې لار کې یې له ویاړه ډک مرګ ته هم د وطن یا کفن شعار په خوله هرکلی ووایه.

 

ماپه دار کړۍ چې منصور خلکو ته یاد شي

مودې وشوې څوک په دار ندي ختلي

 

   دیوه ملي اتل نورې کومې ځانګړتیاوې وي چې زمونږ منصور نجیب الله پوره کړې وای؟!!!  چاته چې هیواد،  دین، خپلواکي، خلک، دافغانانو تر منځ وروري او پخلاینه، قانونیت، ملي واکمني، فردي ازادي، دبشر دحقونو خوندي کیدل، ولسواکي، دهیواد بیا رغونه او جوړونه او ... داسې نور دفکر او عمل معیار وي او پدې لار کې هیڅ کورني او بهرني فشار ته سر ټیټ نکړي له شکه پرته ملي اتل دی.

 

لکه ونه مستقیم پخپل مکان یم

که خزان را باندې راشي که بهار

 

    پداسې حال کې چې دملي روغې جوړې، دهیواد دبیا رغونې او جوړونې تګلاره چې دهر چا او هرې سیاسي ډلې لخوا په هیواد کې دملي یووالي دټنګښت او ټولنیز پر مختګ دپاره پلې کیږي دوطن ګوند غړي به یې خامخا ملاتړ کوي خو دوطن دګوند دغړو او پلویانو تاریخي دنده بلل کیږي چې دډاکتر نجیب الله سیاسي میراث  په پام کې نیولوسره په هیواد کې دسولې، پخلاینې، ملي یووالي اوولسواکۍ په لار کې دخپلو خلکو او دهیواد چوپړ ته ورودانګي، خپلې لیکې سره یو مو ټی او له ځان غوښتنې پرته دهیواد لوړې ملي ګټې چې دشهید نجیب الله ارمان وه په پام کې ونیسي او دهیواد سیاسی ډګر ته یو موټي او سر لوړي راووځي.

    دډاکتر نجیب الله سیاسي میراث ته په بیا مخ ورګرځیدلو ټینګار سبا ته مخ کول دي نه پرون ته.

یوازې دډاکتر نجیب الله سیاسي میراث ته په مخ ګرځولو دافغانستان په ننني اوپه راتلونکي سیاست کې زمونږ لاره پرانستل کیږي...  راتلونکې دروازه یوه کیلي لري اودا کیلي زمونږ په لاس کې ده : ملي روغه جوړه.

 

اوس نو زر لالي دنورو ترینه زار کړې

چې مې ځوړند خپل لالی پر سر ددار دی.
 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<