www.payamewatan.com
     
 


بسم الله الرحمن الرحیم

   د آلمان د هیسن ( Hessen ) په ایالت کی د وطن ګوند د غړو د انسجام د موقتو تشکیلاتو یو شمیر غړو د روان کال د اګست میاشتی په ۱۹ نیټه غونډه وکړه، پدی غونډ‌ه کې د نورو موضوعاتو تر ځنګ د وطن پیغام په انترتیټ پاڼه باندی هر اړخیزه خبری وشوی، پریکړه وشوه چه ددی پاڼی خدمتونه دی وستایل شي او د پاڼی چلونکي محترم ښاغلی ایمل جانپیروز او نورو قلمی همکارانو ته دی د زیاتو بریاو په هیله په لاندی ډول د مبارکۍ مراتب وړاندي شی:

  

د آلمان د هیسن Hessen په ایالت کې د وطن گوند د غړو د انسجام
     د موقتو تشکیلاتو د یو شمیر غړو لخوا د مبارکۍ پیغام

   دا چې د وطن پیغام  په نامه پاڼه د انترنیټ په څپو کې په ښکلی او منلی شکل د سولی د سپینی کوتری د وزرو په رپیدو سره د یو شمیر دوستانو په نوښت او د ډیر خواږه ځوان ښاغلی ایمل جان پیروز په همت او بی ساري زیار سره راښکاره او وځلیده، ستاسو دوستانو او په ځانګړی توګه ګران ایمل جان ته د زړه له کومی مبارکي وړاندی کوو او وایو چې پدی ملی او انسانی حرکت مو تل برکت واوسه.

   که موږ د تاریخ په اوږدو کی د ځمکی پر مخ د ټولنیز ژوند ټولو اړخونو ته ځیر شو نو دا به منو چې له کورنی، کهول، کلی او قومه څخه نیولی بیا په نړی کی د سیمو او هیوادونو تر منځ تربګنی او کړکیچونه موجود ؤو او دی چې له ځانه سره یې خپل منځی جنګونه، انسانی ناورینونه او تباهی درلودلی او لری یې چې نه یوازی د هواری کومه لاره یې د ځانه سره نه درلوده او یا هم نلری ولی لانوریې د سیمی او هیوادونو حالات پیچلی ګړل چه همدا اوس ئی گران هیواد افغانستان او د سیمې نور هیوادونه ژوندی مثالونه دی چې بی له شکه د هواری لار به یې بی له خپل منځی پوهاوی او ملی پخلاینی څخه بله نه وی او دا هغه اصیل او منل شوی اصل دی چې د وطن گوند چه مشری یې نومیالی او ملی شخصیت شهید دوکتور نجیب الله کوله، ستراتیژی او د هغی د فکری جوړښت لوری تشکیلوی.

   هغه څوک چې له دی مسئلې او رښتینی اصل څخه منکر او یا هم د شک په سترګه ورته وګوري نو دا به ددی معنی ولري چې دوی د ژوند واقعیتونو ته جدی پاملرنې  سره نه گوری او بی له شکه به یې ژوند د تردد او یا هم د جدی اشتباهاتو او بالاخره د تباهی سره مل وی.

   ښاغلی پیروز صاحب موږ چې پدی پاڼه کې د یو شمیر دوستانو لیکنی ولوستلی زیاتی په زړه پوری وی.  خو باید و ویل شی چی د بشر طبعیت نه یوازی ځان منونکی او کبرجن دی بلکه پر خپل مهال کینه کش او تنگ نظره هم دی، نو که هر څومره په لیکنو کی د بیځایه راپارولو، کنایو او پیغور څخه ډډه وشي هغومره به یې د عقل تله درنده او اغیزمنه وي.

   یو عالم وایی چې د بشری طبعیت د پیژنګلوی ډیره ښه لاره د خلکو سره د سپیڅلو اړیکو ساتل دي او د سړیتوب د غوښتلتیا لپاره باید په ځان باور، په خپله لوی او درنښت ډاډګیرنه او له نورو سره مینه ولری، ځان باید روږدی کړی چی هر چا ته په درنه او د  ګرانښت په سترګه وګوری.  که دغه ډول خوی دی ورو ورو په ځان کې وروزلو ګام په ګام به د داسی ځواک او اغیزې څښتن شی چې څوک به دی په وړاندی نشي دریدلی.

   په همدی مینه چی مخ په وړاندی د وطن د فوق العاده کنګری په لوری د وطن پیغام انټرنیټ پاڼی د زیاتو بریاوو په هیله یو او وایو چی گرانه ایمل جانه تل دی خدای پخپله خوشحاله کورنی کی خوشحاله او شخصی او سیاسی ژوند کی پیروزه لره.

   په خورا درنښت

 د نورو په استازیتوب جان خان صبری

فرانکفورت -آلمان
۲۰۰۶ کال د آګست ۱۹ نیټه

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<