www.payamewatan.com
     
 

حسن مسرور

د وطن نومیالي

چې د ستار تړي بسیار دي
د دستار سړي په شمار دي

میرویس نیکه، لوي احمد شاه، غازي امان الله، شهید نجیب الله ( ګډي هیلي، ګډهدفونه، ګډی وجهی)

   زمونږ هیواد افغانستان ډیر ویاړلی مګر د غم لړلو پیښو ډک تاریخ لري، دغه ټاټوبی د تاریخ په اوږدو کښي دسترو مدنیتونو زانګو او د پیاوړو نومیالیو او ملی شخصیتونو مور او روزونکي پاتي شویدي.  په همدغه اساس په سیمه او نړی کښی دویاړولو مبارزو، نوښتونو او اوښتونو د الهام منبع ګڼل کیږي.  زمونږ خلک د هیواد د حساس ستراتیژیک او تاریخي موقعیت او په اقتصادی لحاظ د زړو او بیرته پاتی مناسباتو په درلودلو سره او طبعي زیرمواو شتمنیو ته دلاس نه رسیدو په علت دسیاسي او اجتماعي درک په ډیره ټیټه سطح کښی ایثار پاتي شوي دی چې د ملت دښمنانو د همدغو او ګڼو نورو عواملو څخه په استفادي سره په ښکاره او پټه توګه د یرغل او لاس وهنی لپاره لار پرانستي ده خو د وطن ز ړورو بچیانو د خارجي دښمنانو په مقابله کښې سنګر خالي نه دي پری ایښي د دغو ترخو او خوږو پیښو په اوږدو کښي ډیرو څیرو، مشرانو، پیشوایانو، امیرانو، پاچاهانو، ملي او ضد ملي عناصرو سرونه راپورته کړي دي چې د هر چا کارنامو د تاریخ په بیلابیلو څپرکیو کښي انعکاس موندلي دي.

   مونږنه غواړو چې په دغه اوږده منزل کښي د هغو ټولو کسانو نومونه او د هغوي کارنامي وڅیړو کومو چې د تاریخی پیښو په بهیر کښې ئي مثبت یا منفی رول لوبولي دی خو د خبري اصلي زړی دا دی چې په دغه منزل کښې ډیر نومیالي او په وطن مین وتلي میړني راپورته شویدي چې هیڅوک وس نه لري چې د پیښو په انکشاف او سمت ورکولو کښې د هغوي نقش او رول د تاریخ له حافظي راوباسي.  د دغو وتلو شخصیتونو په ډ‌له کښې د ګوتو په شمیر کسان موجود دي چې د هغوی ارمانونه، اهداف، او عملونه سره ګډی وجهی او ګډ خصلتونه لري او همدغه ګډی وجهې دوي ته ځانګړې مقام وربخښي.  لکه څنګه چې شخصیونه د ټولنې زیږنده دي او د هغوې نقش د ټولنې په سمت ورکولو کښې بې تاثیره نشي پاتې کیدای نو هیڅ تاریخي شخصیت د ټولنې او په هغه کښې د جاري حوادثو څخه جلا نشي پیژندل کیدای. لازمي ده چې د پورته یادوشوو نومیالیو د شخصیتونو د څیړلو لپاره د هیواد د روان او معاصر تاریخ بیل بیل پړاونه او په هغو کښې د پیښو د انکشاف او حرکت لوري او همدارنګه متقابله تاثیرات په لنډه توګه وڅیړو.  دا څیړنه مو دی ته هڅوي چې دغه تریخ او زورونکې واقعیت له نظره ونه غورځوو چې زمونږ هیواد څرنګه په غوښتونکی او یا نا غوښتونکي ډول په سیمه کښي د سیاسی، اقتصادي، اجتماعي او سیمه ایزو کشالو، دلویو او ځواکمنو هیوادو د ګټو او لاسوهنو په مرکز او محور بدل شوی او د هغو سره په تړاو کښې د وطن نومیالو بچو د خپل هیواد د خلاصون لپاره څنګه ارزښتناکې سرښندنې کړي دي.

   که ډیر لرې لاړ نشو او د هیواد نژدي تاریخي پیښی وڅیړو دا به په ‌ډاګه شي چې د وطن ریښتني بچیانو په ډیرو کړکیچنو حالاتو کښې د هیواد د ژغورنې لپاره ځانونه وقف کړي او په میړانه ئي د دښمنانو خولې او پښتی ورماتي کړي دي.

   میرویس نیکه: په شپاړلسمه پیړی کښي کوم وخت چې خراسان د صفویانو او مغلانو په منځ کښې وویشل شو صفویانو د دغې پیړۍ په منځنیو کښې پر هرات برید وکړ او هغه ئی ونیو او مغلیانو د هیواد په ختیځ او جنوبي سیمو باندې سترګي سری کړې.  په لویدیځو سیمو کښې د وطن نومیالي بچي میرویس خان د صفویانو د وروستي حکمران ګرګین پر ضد یو ستر پا څون پیل کړ او د ګرګین تر وژل کیدو وروسته ئی د وطنپالنې د احساس پربنا د پردیو لاسونه لنډ کړل او د لمړي ځل لپاره یې په ولسي توګه د یو ملي دولت د جوړیدو د بنسټ ډبره کیښوده څرنکه چې د میرویس خان اساسي هدف په هیواد کښې د یو داسې ملی دولت جوړول و چې د ملي وحدت پر بنسټ ولاړ وي.  دغه هدف ته رسیدو لپاره یې ډ‌یرې هلي ځلې وکړې او ډیر کړاونه یې وزغمل خو صفوي ځواک ته په ګونډو نه شو. هغه د ټولو قومونو اوقبائلو د پیوستون په نتیجه کښې د داسې دولت بنسټ ډبره کیښوده چې وروسته ټولو ملي لیډرانو ته د الهام ستره منبع وګرځیده.

   همداډول کله چې مغلانو د اولسمې پیړۍ په دویمه نیمایي کښې زمونږ د هیواد په ختیځو سیمو، دسلیمان دغره او دخیبر د دری په څنډو برید وکړ په دغه سیمه کښې آزادي بخښونکي استعماري ضد غورځنګ د پیاوړي شخصیت پیر روښان په مشری د کلک مقاومت سره مخامخ شو چې دغه بهیر بیا وروسته د نومیالي وطنپالونکي شاعر خوشحال خان خټک په وسیله دوام وموند چې.  د سیمې په تاریخ کښې ددغه غورځنګ ژورې اغیزې د ځانګړي ځیړنې غوښتنه کوي.

   لوی احمد شاه:  په اتلسمه پیړۍ کښې کله چې نادر افشار ووژل شو ابدالي احمد شاه په ۱۷۴۷ کال کښې د افغانستان په نامه د یو ستر او غښتلي دولت بنسټ کیښود، لوی احمد شاه په هغه درایت او فکري پوخوالي سره چې ئي درلوده د هیواد تیت و پرک قومونه او ولسونه سره راټول کړل او په هغو کښې ئې د ملي یووالي کړۍ ټینکې کړې، احمد شاه بابا په حقیقت کښې د افغاني مستقل دولت په جوړولو سره افغانانو ته هویت وروبخښه.

   مسلمه ده چې دغه ستر هدف ته رسیدل څې اسانه او ساده کار نه ؤ.  که چیرې احمد شاه بابا د افغانستان خپلواک او مستقل هیواد نه وای جوړکړې په یقین سره به نن د نړی په نقشه کې د افغانستان په نامه کوم هیواد موجود نه وای.  د لوی احمدشاه د وطن پالنې احساس دهغه د لاندني شعر څخه ښه څرګندیږي:

دډهلي تخت هیرومه چه را یاد کړم
ستا د ښکلي پښتونخوا دغرو سرونه

   وطنپالنه، تواضع، د ملي یووالي لپاره هاند، د یو مستقل او خپلواک دولت د جوړولو په خاطر هڅې او د هیواد د ترقۍ او انکشاف په لار کښې تلاش دلوي احمد شاه د ذاتي او سیاسي خصلت څرګندویه ده چې ددی هیواد زریني پاڼې جوړوي او دوطن بچو ته د یووالي او وطنپالنې دری ورکوي.

   غازي امان الله: له هغې زمانې را پدې خوا چې د افغانانو ټاټوبې د یو خپلواک هیواد په توګه زمونږ د دښمنانو د سترګو اغزی وګرځید.  د سیمی او نړی د وخت قوتونو ( روسانو او انګریزانو) په پرله پسې توګه زمونږ هیواد ته د مداخلې لاسونه اوږده کړي او کوښښ ئې وکړ چې خپل لاس پوڅې حکومت د قدرت په ګدی کښینوي او لااقل خپلې ناروا ګټې د خپلو ګوډاګیانو په وسیله خوندي وساتي په همدې اساس د احمدشاه بابا د زمانې څخه بیا د امیر حبیب الله تر وخته پورې څوڅوځلي زمونږ هیواد ته د مداخلې لاسونه راغزیدلي دي.  د تاریخ په لړیو دا غم لړلې جریان دهیڅ وطنپالونکي افغان لپاره د زغم وړ نه ؤ نو له همدې کبله د امیر حبیب الله په دوره کښې پر وطن مینو ځواکونو پیاوړې ملي غورځنګ پیل کړ او ځوان شهزاده امان الله د دغه غورځنګ مشري په غاړه واخیسته، په همدغه اساس د امیر حبیب الله د مړینی وروسته امان الله سیاسي قدرت ته ورسید، د قدرت تر نیولو په لومړۍ ورځ دیو مدبر او وطن پالونکي شخصیت په توګه د پرګنو د ملي او آزادي غوښتونکو احساساتو په اتکا ئي په هیواد کښې د خپلواکۍ بیرق پورته کړ، په پرګنو او ولسونو کښې ئې دملي یووالي او استعماري ضد روحیه راژوندۍ کړه.  هغه د هیواد د بیا رغونې په خاطر ډیر اصلاحي پروګرامونه پلي کړل، د وطن د پرمختیا او هوساینې لپاره ئې بې ثاري زیارونه و ګالل. د امان الله لس کلنه دوره د تاریخ ځلانده برخه جوړوي.  زمونږ د هیواد خپلواکي د غازي امان الله د نامه سره تړلې ده.  که څومره کلونه د وطن له آزادۍ څخه تیریږي د دغه نومیالي نوم د تلپاتې اتل په حیث یادیږي د شاه امان الله د ارمانونو اساسي ټکي د هیواد سیاسي خپلواکۍ، د ملي یووالي ټینګښت، د وطن پرمختګ او د خلکو هوساینه وه.  هغه به تل ویل:

دست از طلب ندارم تا کام من برآید
یا دست رسد به جانان یا جان ز تن برآید

   لکه څنګه چې تاریخ ثابته کړې ده ملي لیډران تل د ملي دښمنانو د سترګو اغزي دي نو ځکه انګریزانو د ترقی او پرمختګ هغه بهیر چې د غازي امان الله خان له خوا په افغانستان کښې پیل شوې ؤ هیڅ کله هم نشو زغملې نو د هغه وطنپالونکي پاچا پر ضد ئې د تورو دسیسو لومې وغوړولې څو د هغه پرځای خپل ګوډاګي د قدرت پرګدی کښینوي نو ځکه ئې دغه نهضت شنډ کړ خو د ټولو د سیسو سره سره آزادي پلوه بهیر په ټپه ونه درید او د ملي شورا د انتخاباتو په اوومه دوره کښې ملي جنبش یو ځل بیا سر راپورته کړ چې په ښکاره ډ‌ول د حاکمې دستګاه د تریخ غبرګون سره مخامخ شو دغه پاڅون که له یوې خوا د خلکو د بیدارۍ د عامل په حیث د ولسي واکمنۍ لپاره زمینه برابره کړه، له بلې خوا ئې په سیمه او نړۍ کښې د وطن دښمنه او ترقي دښمنه عناصرو سخته غوصه راوپاروله چې په وطن کښې د هجري شمسي کال د څلویښتمو او پنځوسمو کلونو انکشافات او مخصوصاً د ۱۳۵۷ کال د ثور د میاشتې تحول او دهغه څخه را وروسته حوادث ئې روښانه بیلگه ده.  له بهر څخه بربنډې لاس وهنې پیل شوې، ورانکارانو په داسې ورانکاریو لاس پورې کړ چې د روسانو د لښکرو د یرغل لپاره بهانه په لاس ورکړه دغه، پیښو په هیواد کښې ستر ناورین را منځ ته کړ، د جګړې او ورور وژنې اور په هیواد کښې بل شو چې د هیواد خلک ئې په لمبو کښې سوزول، د دغه غم لړلي مصیبت دوام د هیڅ افغان لپاره د زغملو وړ نه ؤ نو ځکه د دغې خونړۍ جګړې لپاره پراخی هڅې پيل شوې د دی هڅو زړي د هغو سالمو قوتونو تشکل ؤ چې د وطن ګوند په زړه کښې رامنځ ته شو.  د دغه سالم بهیر مشري د وطن د نومیالي بچي ډاکټر نجیب الله په غاړه واخیسته.  دا غور ځنګ په دی وتوانید چې د ګوند او دولت چارې په لاس کښې ونیسي.  ډاکتر نجیب الله د وطن د پوه او هوښیار مشر په حیث د جنګ او ورور وژنې د ختمولو لپاره په ‌ډیره میړانه او زړورتیا په لومړي ځل د ملی پخلاینې سیاست اعلان کړ.  دغه سیاست په چټکې سره د هیواد په دننه او بهر کښې د خلکو زړونو ته لیار پرانیسته.  د دغه بریالي سیاست په نتیجه کښې او شخصا ً د ډاکتر نجیب الله په هوډ د شوروي اتحاد لښکرو ته د وتلو موقع برابره شوه.  د وطن ملي لارښود د خپل ملي کرکتر په اساس د پردیو قوتونو پرځاې په خپلو خلکو اتکاء وکړه لکه څنګه چې ئې د سرو لښکرو د وتلو په بهیر کښې ئې وویل: 
که موږ د شوروي لښکرو د بیرته تګ لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځ ته کولو لپاره زیار او کوښښ وکړ، ناوړه کار مو ندې کړی ځکه مونږ په خپلو خلکو او وسله والو قوتونو تکیه لرو ځکه دا زموږ ملي غرور دی او د ملي غرور او ملي حیثیت ساتنه زموږ وظیفه ده.

   شهید ډاکتر نجیب الله په وطن کښې ځکه د ملي پخلایننې لاره غوره کړه چې هیواد د سیاسي کرغیړن کړکیچ څخه په چټکۍ سره راوباسي او د هیواد ملي خپلواکي، ملی یوالې او ولسي ورورولې چې د ښکاره خطر سره مخامخ وه په بیړه خوندي کړي.  هغه ویلي ؤ: 
زموږ لاره ریښتنې او په حق ده موږ به دغه سپیڅلې مبارزه د خپلو خلکو د سوکالې او امن د برقرارۍ لپاره پرمخ بوزو، او که زموږ د خلکو د سولې او آرامۍ د تأمین پوښتنه مطرح وي موږ به خپل ژوند هم په دغه لاره کې ونه سپموو.
 

دا دی د هیواد پالونکو نومیالیو د کرکتر ذاتي خصلت.

   له پورتني بحث څخه څرګندیږي چې د وطنپالنې، انسان دوستۍ، د سولې او ترقۍ او د ملي خپلواکۍ او ملي یواوالي لپاره ایثار هغه ګډ صفتونه، ګډې وجهې او ګډ خصوصیتونه دي چې یوازې د ملي وطنپالو په ذاتي خصلت او کړو وړو کښې ځلیږي.

   تاریخ یوځل ثابته کړه چې زمونږ د هیواد دښمنان هیڅکله هم د افغانستان پرمختګ او د دی ولس یووالې نشي زغملې. نو هماغه کورني او بهرني تور لاسونه بیا سره یو ځاې شول، د اماني دورې پیښې دا ځل په لا ډیر کړکیچن ډول په زاړه او نوي رنګ تکرار شوې، تور ځواکونه په دی وتوانیدل چې د وطن ژغورنې بهیر له ماتې سره مخامخ کړي.  په دننه کښې د خارجي استخباراتي شبکو لاس پوڅو زمونږ د ملي دښمنانو په لارښودنه خپله خائنانه دنده تر سره کړه او افغانستان ئې د سره اور په لمبو کښې وسوزاوه، د وطن ټوله مادي او معنوي پانګه لوټ او تالا شوه په نتیجه کښې د افغانانو تاریخی پت او حیثیت ته سخت تاوان ورسید او د وطن هغه ماته کشتۍ (بیړۍ) چې د شهید نجیب الله په مشرۍ ساحل ته نژدې شوې وه په لوی لاس ډوبه کړی شوه.  ښکاره حقیقت دی چې هیڅ ولسي لیډر او ملي شخصیت د خپلو ټولو ارمانونو په پوره کیدو بریالي شوي نه دي او د هیواد ریښتنې بچې ډاکتر نجیب الله هم خپل ارمان ته ونه رسید او هماغسې چې ئې ویلي ؤ د وطن په لاره کښې ځان قربان کړ او د میړنیو په قطار کښې په میړانه ودرید.

ځکه د وطن تاریخ او خلک ئي په نامه ویاړي.  خوشحال بابا پر ځاې ویلي دي، (چې ډاکتر نجیب الله به هم په تکرار وئیل):

په جهان د ننګیالي دي دا دوه کار
یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي

شهید نجیب الله که خپل سر له وطن جار کړ خو تاریخي ویاړیې وګاټه او د زړونو کامران شو.

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<