هدايت الله هدايت
درنو
دوستانو او حقپاله وطنپالو افغانانو!
زموږ د غم ځپلي هېواد د سختو ورځو ملګری
او ملي لارښود
او زموږ د
ولس د په وينو لړلی لوی شهيد او ملي شخصيت ډاکټر نجيب الله د شهادت دلسمي
کليزي په مناسبت د افغانانو دارادت د تمثيل احساس چې دوطنپالو افغانانو د
انسجام د مؤقتي کميټې لخوا د علمي سيمنار په تدوير سره تر سره کيږي او بندو
بست يې د همدا اوسه څخه نيول کيږي، په واقعيت کې دا د هغه ملي او وطنپاله
افغانانو هڅه ده چې ټولو ته بلنه ورکوي د هېواد په دغه سرنوشت جوړوونکي
مرحله کې د شهيد ډاکټر نجيب الله د ملي او وطنپاله هڅو و عمق او معنی ته
ځير سي او دهغه دسولي او دملي او بنسټيز دولت د رامينځته کېدو هلو ځلو ته
چې کارونه يې د ملګرو ملتو تر څارني لاندي روان وه د ملي
يووالي
او افغاني مسؤليت په احساس سره وګوري. دهېواد په هغه تاريخي مرحله کې د
افغانستان د ملي حاکميت او ملي يو والی د پرنيسپونو اصل ته په پاملرني او
درناوی سره دهغه شهيد ځای او دهغوی د هلوځلو
ملي، افغاني او انساني
ماهيت په کښي پيدا کړي .
د سولې، ديموکراسۍ، ترقي او ملي مصالحې سياست چې د ډاکټرنجيب الله د نامه
سره نه شلېدونکی تړاو لري ټولوافغاني وطنپالو ته بلنه ورکوي چې د وطن د ملي
مصالحو او ګټو پر بنا د هغه شهيد ځغاستي او هلې ځلې د هېوادپه هغه
او اوسنۍ
بحراني حالت کې تحليل او تجزيه کړي او دهېواد د راتلونکو ښېګڼو دپاره دی د
وطنپالو افغانانو د انسجام او تحرک دپاره د يوه نوي پراخ بنسټه ملي او
مترقي بنياد خښته ورباندي کښېږدي
داسې
چې وکولای سي دټولو ملي اومترقي کړيو انسجام
او يووالي
ته الهام بخښونکې تحرک ورکړي او د سولې او ملي پخلاينې و بهير ته
يې
ممد واقع
کړي
.
نن زموږ حقپاله ولس ديوه سره د ډاکټر نجيب الله د ځغاستو او ملي پخلايني ته
د رسېدو دﻻرې د هوارولو هڅې
او ملي سياست
د هغوی په زړو کې ځای لري، وهغه ته درناوی کوي او هغه ته د سولې ديوه ملي
مکتب په حيث ګوري . زموږ د خلکو دغه ملي او باسپاسه احساس هيڅوک له
مينځه نسي وړلای . دغه ملي لاره بايد د وطن هر ملي، مترقي او وطنپاله
افغان
عنصر بايد پر مخ بوزي او هغه وسولې او ملي پخلاينې ته د ګران افغانستان
دښېرازې دپاره وکاروي .
پرېږدﺉ
چې د ډاکټر نجيب الله د شهادت لسمه کليزه د ټولو خواره واره وطنپرستانو
ديوون او اتحاد
د تحرک
محرک وګرزي او پر ستونزو باندې د هغوی دبري په کليزې باندې بدل سي .
په درناوي
هدايت الله هدايت
استرليا
۲۵/۸/۲۰۰۶