www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 

اسدالله پیام
ډنمارک

د افغانستان دملی مشر اوپخوانی جمهور رئیس
ډاکترنجیب الله دشهادت  دلسم تلین په مناسبت

  اړینه یادونه:

زما دالاندېنۍ لنډه لیکنه دډاکتر نجیب الله د شهادت تر لسم تلین پوری دخپرېدو لپاره تیاره وه.  خو کله چه موږ د وطن گوند د غړو د انسجام په موقتو تشکیلاتو کښی په گډه دا پرېکړه وکړه چه په همدې مناسبت ښائی چه په ملی کچه یو علمی -سیاسی کنفرانس جوړشی نوماد خپلې همدغې لیکنې خپرول یوه بل مناسب وخت ته ځکه وځڼډول چه دکنفرانس پر جریان ناوړه اغېزه ونکړی.  او اوس چه یو څو ورځې وروسته په بهر کښی دوطن گوند دغړو دانسجام دموقتې شورا پراخه غونډه رابلل شوېده ددې لیکنې خپرېدل (له ټولو ادبی او سیاسی نیمگړتیاوو سره سره) راته اړین او گټور  برېښی.

د لیکنې  په هکله ما د هیچا او هیڅ مرجع  سره (دوطن گونددغړو د انسجام دموقتوتشکیلاتو دمشرتابه په شمول چه زه ئې غړی هم یم) ځکه سلا او پوهاوی ندی کړی چه مسئولیت ئې یواځې او یواځی زما په غاړه وي.  د لېکنې موخه نه غچ اخیستنه، نه دچا سپکول، نه د زړه د بړاس ایستل، نه چاته ټوکماری او نه هم دځان سپینول، ښکارول او پړسول دي بلکه زما دملی ژمنو یوه برخه ده.  په لیکنه کښی ما ځینو ټکو ته مازی گوته نیولې ده د همدغو ټکو او ځینو نورو ملی  مسئلو په هکله د ویلو داسی  یو څه  لرم چه ما له ځان سره هوډ کړی وو هغه د وطن گوند په دوهمه کنگره او دشهید ډاکتر نجیب الله په محضر   کښی ووایم.  خو اوس چه له بده مرغه هغه جسماً نشته زه به خپل هوډ او ژمنه لدې سره سره چه په بیه اومکافاتو ئې ښه پوهېږم تر سره کړم.  (پدې شرط چه کنگره د هېواد په  دننه کښی دایره شی.  آن که زه کنگرې ته هم ونه  ټاکل شم اویا تر کنگرې پورې ماته د ژوند   چانس  پاتی نشي زه به په ډاډه لاس خپله دغه ژمنه پوره  کړم.)
 

_______________________

 

دوطن گوند  دغړیو، دملی روغې  جوړې  دپلویانو او
 ددموکراتیکی بیا رغونې له مېنه والو سره یوڅو خبرې

       دادی د هغې افغان سوځونکی ملی غمیزې چه پایله ئې  د پرخپل ولس مین او وطنپاله ملی لارښود، دهېواد جمهوررئیس اودوطن گوند درئیس ډاکتر نجیب الله  شهادت او له جهادیانو اوپاکستانی څارگرئ څخه دزېږېدلیو طالبانو و تورو منگولو ته دولکې ور سپارل وو لس کاله پوره شول. په دې هکله په سلهاؤو افغانی اونړیوالو لیکوالو، سیاسی څېړونکو، ژورنالیستانواو څېړنیزو مرکزونو  لیکنې، څېړنې، ارزونې اوخپرونې کړېدی.  د افغان ولس بېلابېلو پرگنو،سیاسی سازمانو او نړیوالو کړیو له ویر او کرکې څخه ډک غبرگون ښولی او دا لړۍ دډاکترنجیب الله له سپیندروبی شخصیت او دهغه له پېژندل شوی سیاست سره په زیاتیدونکی مینه او پیوستون لا  تر اوسه دوام لری.  په همدې لړئ کښی دوطن گوند دمؤقتو تشکیلاتو په نوښت هم دیوه افغانی گډ کمیسون له بلنې سره سم  په دې پدې وروستیو وختو کښی د آلمان دفدرالی جمهوریت د هامبورگ په پوهنتون کښی یو علمی -سیاسی کنفرانس چه د ډاکتر نجیب الله د شخصیت او سیاست د بېلابېلو اړخونو څېړنې او ارزونې په کښی تر سره کېدلې جوړشوی وو.په کنفرانس کښی په افغانی بیلابیلوتوکمونو او سیاسی بهیرونو پوری تړلی دآند او گروې نامتو خاوندانو او وتلی سیاست  پوهانو نېغه په نېغه گډون کړی وو او ځینو په لېری واټن کښی مېشتو مخورو شخصیتونو بیا خپلې لیکلې ویناوی اوپیغامونه دکنفرانس  ناستون ته استولی وو .   ډېره طبېعی ده چه هم په همدې کنفرانس اوهم په نورو لیکنو، غبرگون  او ارزونوکی هر څوک د خپل لر لید،پوهې اوموخې سره سم دخپل دریځ او گروې انځورنه او څرگندونه  کوی خو  دپاملرنې، ستاینې او ویاړنې ټکی ئې دادی چه د افغانی بېلا بېلو  پرگنو غوڅ ډېرکی او د هغوی سترگور روڼ آندی ډاکتر نجیب الله ته له شهادت څخه یوه لسیزه وروسته هم لا دخپل  منلی او ویاړلی ولسپاله ملی  مشر په سترگه گوری او سیاسی کړنلاره ئې د بې بدیله بېلگې  په توگه د پالنې او ودې وړ بولی.   زه په داسی حال کی چه د هامبورگ نوموړی علمی او  سوچه افغانی کنفرانس یو اړین، سممهاله، گټور، پرځای او دقدر  وړ اقدام گڼم هیله من یم چه دغه گام دهېواد په د ننه کښی هم دگډ کار او دلاژورو څېړنو اوکره کتنو لړۍ پرانیزی.

    ماته  له شهید ډاکتر او د هغه له سیاسی لرلید سره رښتینی مینه نه سیاسی دوکان ښکاری، نه هم مداحی او نه هم تعبد، بلکه یو سپېڅلی ملی او انسانی سیاسی ژمنتوب دی چه نه دځان غوښتنې په دود بلکه دځان تېرېدنې په بیه ښائی د عمل په سیاسی ډگر کښی ترسره شی،کټ مټ د نجیب الله په شان چه زموږ دلرغونی او اوسمهاله تاریخ د کابو  ټولو واکمنانو پر خلاف ئې دځانی واک لپاره نه بلکه دخپل ولس تر ښېگڼو ځان جار کړ.   ډاکتر ته درناوی ماته دیو څو اوښکو که څه هم دتمساح  هم نه وی په تویولوکښی نه بلکه د ملیونونو ملیونو افغانی اوښکو په وچولوکښی برېښی.  زه د ډاکترنجیب الله د سترتوب او تلپاتی پایښت راز  په ملی روغې جوړې نه کمپرومایز او نه هم یواځی ملی پخلا ینه یا دده په هغه ستر نوښت او بې بدیله ستراتیژی نه هم تاکتیککښی وینم چه همدا اوس اوس او دبیا رغونې ددوران په ټولو اوږدو کښی د چلښت وړ ده.   ډاکتر نجیب اله ته رښتینی او تر  ټولوڅخه لوړ درناوی اوپه عین حال کی دوطن  ستر ملی چوپړ هم ماته په همدې کښی ښکاری چه دهغه په لاس بله شوې سیاسی ډېوه چه دتېرو څوارلسو کلو طوفانو مړواندې  کړې ده  بیا بله شی او وځلیږی.  یعنی داچه دافغانستان په سیاسی ډگر کښی دوطن گوند رغنده،باکیفیته او قانونی سیاسی - تشکیلاتی بیا حضور  په خورا اړین کار باندی بې له ځڼډه پیل وشی.  نو ځکه هم ما خپله اوسنۍ خورا لڼډه لیکنه همدې آړ ته ځانگړې کړېده.   په لیکنه کښی به زما دخپلې خوښې هڅه دا وی چه دخپل اند او گروې د سپیناوی لپاره د چا لیکلې او نالیکلې خبرې لدې کبله راونه لیکم چه له یوې خوا دخپلې گروې او یاادعا مسئو لیت پر خپل ځان ومنم او له بلې خواداړتیا په حالت کښی دگوند و راتلونکی کنگرې او یابلې واکمنې دموکراتیکی ملی مرجع ته دهغوی دسپیناوی ژمنتوب پر غاړه واخلم.  که د لیکنې په ترڅ کښی د چا دنامه داخستلو اړتیا وه په بشپړ ډاډ او د مسئولیت په لوړ احساس به  دا په ډاگه کړم چه زما ځانی خوښه، کرکه او یا ترهه به پکښی هیڅ ډول اغېزه ونلری.

 _______________________

دافغانستان په سیاسی ډگر کښی دوطن گوند مخامخ او
قانونی بیا حضور یوه ملی اړتیا او زمونږ بېړنۍ دنده ده

دوطن گوند له لومړنۍ مجمع (د همدې گوندبنسټ اېښودونکی کنگرې) څخه راپدې خوادادی څه د باندی شپاړس کاله تېر شویدی. په دې موده کښی هم زمونږ د هېواد، هم د سیمې او هم د نړۍ مخ په بشپړه توگه په  دابله اوښتی دی چه ما دډاکتر نجیب الله د شهادت داوومې تلنې په مناسبت په خپلې یوې ورته لیکنې کښی دهغه عامه او ځغلنده انځورنه او ارزونه وړاندی کړې وه نو ځکه ئې تکرار اړین نه ښکاری. خوپه دغو اوښتو او رااوښتو کښی ځنی بدلونونه اویوه لړۍ پراختیاوې (چه هم مثبت او هم منفی اړخونه لری) همدا اوس اوس دځانگړی اهمیت اوژور غور وړ دی چه په موءجزه توگه  ورته اشاره کوم :
- افغانستان یو ځل بیا د سیمه ایزو اونړیوالو ستراتیژیکو پروژو او دنوې پېړۍ دنوې سترې لوبې په جیو پولیتیکو معادلوکښی په داسی حال کښې چه لوبغاړی په بشپړه توگه بدل شویدی برخلیک ټاکونکی اهمیت موندلی دی.  دهمدغه اهمیت  له مخې  د سناریوموخه او تکل دادی چه دځواکمن نړیوال شتون ترنېغی اغېزې لاندی دیوې داسی نوې سیاسی - اقتصادی هډانې بنسټونه کیښودل شی  چه له یوې خوا دهمدغو پروژو  او معادلو له راتلونکو موخو سره هملوری وی او له بلې خوا دډاډمنې ولسواکی او د چټکې بیا رغونې شونې په ځان کښی ولری.   دبهرنی فکتور په توگه دملگرو ملتو د سازمان تر چتر لاندی د امریکې د متحده ایالاتو او اروپا ځواکمن پوځی-سیاسی حضور، د بن، توکیو، برلین او لندن کنفرانسونه، دبیارغونې په هوډ دستراتیژیکو مالی او تخنیکی مرستو پیل او دافغانستان په دننه کښی د اساسی قانون پروژه، دټول ټاکلې دولتی دستگاه د هډانې را مینځته کیدل، د سیاسی گوندونود جوړیدو لاره هوارول، دډله ایزو رسنیو و دموکراتیکی ودې ته داسانتیاوو برابرول، دبانکی او مالی سیستم دعصری کولو په لوری د لمړنیو ریفورمونو پیل ، دښوونې او روزنې په بیا پیل شوی بهیر کښی دولس د بېلابېلو پرگنو د گډون لا ره هواریدل او د هیواد د یوشمېرلویو مواصلاتی اومخابراتی کرښو بیا رغونه  هغه لمړنی خو لا نیمگړی گامونه دی چه په همدې موخه تردااوسه اخستل شویدی.   که د همدغو آړونو اوږد مهاله پایلې زموږ له ستراتیژیکو ملی ښېگڼو سره په اړوند کښی وارزول شی بې له شکه چه له ورایه او وړاندې هملورېتوب او نژدېوالی پکښې  لیدل کیږی خو په دې شرط چه :
دامریکې متحده آیالات او اروپا دخپلو سیمه ایزو حیاتی گټو د ترلاسه کولواو دخپلې سترې لوبې او  سوبو دموخو دپلی کولو لپاره دافغانستان ملی  گټې او ښېگڼې له پامه ونه غورځوی اویو  ځل بیا لدې ویرځپلی هېواد څخه د قربانی دگډی په توگه کار وانخستل شی.  (دکسپین دسمندرگی او منځنۍ اسیا دنفتودزېرمو پر سر را پیل شوې لوبه، دستر منځنی ختیځ سوبه، له ایران سره اتمی لانجه، دعراق جگړه، داتوم لرونکی پاکستان او هند  سره په اړوند نړۍ واله نوې ستراتیژی... ټولې هغه مسئلې دی چه زموږ د هېواد له برخلیک سره په یوه  یا بل شکل پیوند لری) په تیره بیاکه د افغانستان په ملی خپلواکی   او د ځمکې  پر تاریخی بشپړتیامعامله وشی نه یواځې زموږ هېواد او سیمی ته بلکه پخپله سوداگرو ته به هم پر خورا لوړه بیه تمامه شی.

 وامنیت، سولې،ثبات اواستقرارته درسیدواود بیا رغونې د پروسې د بریالیتوب لمړنۍ اړتیا اوبنسټیز فکتور د گاوڼډیو هېوادونو د دولتونواوسیاسی کړیو دهر ډول لاس وهنې او لاس غزونې ډاډمن مخنیوی دی چه په همدغه تاریخی شېبه کښی د ملگرو ملتو د سازمان  دامنیت د شورااودآیساف او دناتو دځواکونو سیاسی اوپوځی مسئولیت بلل کیږی.

        لکه چه په ډاگه شوېده که زمونږ په هېواد کښی دآیساف اوناتود پوځی شتون اودااوسنۍ جگړې موخه دتلپاتی سولې او ټېکاوی تامین، له دموکراتیکی بیارغونې سره مرسته او د بنسټپالنې او ترهگرۍ د جرړواېستل وی (چه هم دملگرو ملتو سازمان او هم د لویدیځ ډېرکی دولتونو ته دخپلو تېرو تېروتنو په وجه داډول سیاسی او اخلاقی ژمنتوب ورلغاړی دی) نوبیاخواړین او منل شوی پرنسېب دادی چه دبیا رغونې په ټول اوږدمهاله پړاو باندی دولسواکی پلوه ځواکونو اوهېوادپاله نوښتگرو عناصرو له ډاډمن برلاسی او قانونمندې ولکې سره مرسته وشی، دتلپاتی او ریښتینی دموکراسی په وړاندې د هغو ټولو ذهنی اوحقوقی خڼډونو په لېری کولو کی اکتیفه وڼډه واخلی کوم چه د جهادی تنظیمونو او طالبانو دولکې په مهال را مینځته شویدی او همدارنگه په کابل او ولایاتو کښی دواکمنی او سیاست له ډگر څخه د هغو گوندونو، سیاسی ډلو ،ملېشائی گروپونو او ځانگړی کسانو په گوښه کولو کښی له مرکزی دولتونو سره همکاری وکړی کوم چه  همدا اوس اوس اویاهم په راتلونکی کښی له وسلې او یا دینی بنسټپالنې څخه د دموکراتیکوبدلونونو اومدنی رغونې پر خلاف کار اخلی.  اقتصادی بیا رغونه (چه ستنې ئې پر ټولنیز عدالت ولاړې اوافغان جگړې ځپلی ولس له یوه پلوه د بېوزلی او جنگی مافیا له ولکې څخه وژغوری او له بله پلوه د کنډواله شوی هېواد درڼه اوانسانی مستقبل بنسټ ورباندی کښېښودل شی) هغه ستراو بنسټیز ژمنتوب خو په عین وخت کښی ستر گواښ  دی چه هم د ملگرو ملتو سازمان ،هم اوه دېرش ملتیزه ټلواله اوهم دناتو سازمان دخپل موجودیت په اوږدو کښی ورسره مخامخ ده.  له تنظیمی او غیر تنظیمی ملېشو او ټوپکیانو څخه په بشپړه توگه دیوه فارغ اومدرن  ملی وسله وال پوځ (ملی پوځ،ملی پولیس او ملی څارگری) په جوړښت، روزنه او تخنیکی سمبالتیا کښی رغنده وڼده واخلی اوله دې سره بلوددبشپړې  بېوسلې کولو پروسه په چټکتیا سره پای ته ورسوی.

     د هر افغان وگړی  دحقوقو او مکلفیتونو د اصل پر بنسټ (نه دتوکمیزې جیره بندی پر بنسټ) په سیاسی، ټولنیزی او اقتصادی واکمنی کښی دملی مشارکت ،ملت او دولت جوړونې او همدارنگه دملی یووالی له پېچلی بهیر سره رغنده او ریالیستیکه مرسته وکړی.

- پردې برسېره زموږ په گاوڼډ کښې هم نوی جیوپولیتیک چاپېریال رامینځ ته شوی چه دنوې سیمه ایزی اونړیوالې ملی ستراتیژی غوښتونکی دی (دشوروی اتحاد ړنگېدل، په منځنۍ اسیا کښی دخپلواکو نویو هېوادو جوړښت، دشانگهای دتړون پر بنسټ نوی سیمه ایز ټلوالی او د هند او امریکې په اړیکو کښی دنوی ستراتېژیک پړاو پیل کیدل). 

- که د ملگرو ملتو دسازمان د لمړنی پنځه فقره ایز پلان دپلی کېدو د مخنیوی لپاره افغان دښمنه سیمه ایزه او داخلی  توطئه او دهغې د پایلې په توگه دجهادی تنظیمو او طالبانو توره واکمنی مثتثنی  کړو پورته نومول شوې کابو ټولې بنسټیزې اوښتنې په خپل ځان کښی خورا ډېری مثبتې شونتیاوی لری چه نه یواځی د افغانستان د ډاډ منې بیارغونې لپاره بلکه دافغانی، عامه هوساینی ددولت د هډانې د بنسټیزو ستنو ددرولو لپاره هم چه دملی روغې جوړې دستراتیژی دپلی کونکو او له هغه جملې وطن گوندته د غائی هدف په توگه مطرح دی هم ورڅخه گټه اخستل کېدلای شی خو اړین شرط ئې دادی چه د همدې بهیر لاروښونه او پالنه هم د افغانستان په دولتی دستگاه اوهم له هغه څخه په بهرافغانی سیاسی چاپېریال کښی دداسی خپلواکو، ملی، سترلمنو او پیاوړیو سیاسی ځواکونو له خوا ترسره شی چه هم پر دموکراسی باور ولری، هم خپل راتلونکی برخلیک له ولسواکی سره تړلی بولی او هم د خورا لوړی کچې سیاسی وړتیااوزړورتیاولری.

- خوددې پراختیاوو او بدلونونو د مثبتو شونتیاوو تر څنگ دوروستیو پنځه کلنود پراختیاوو بهیر او پایلوداهم جوته کړه چه له بده مرغه  په خوراډېرو ډگرونو کښی داسی منفی فکتورونه را مینځته شویدی چه نه دنوموړې سناریو له اټکل شوې موخې سره سر لگوی او نه هم دافغان ولس له غوښتنو او هیلو سره په انډول کښی دی دهغو له جملې :

- له هماغه لمړنی پیل څخه داسی سترې تېروتنې وشوې چه ناوړه اغېزې ئې لا تر اوسه هم ددرملنې او تلافی وړ نده.  د بن تړون یا په بل عبارت دملگرو ملتو د سازمان دوهم پلان چه دمینځمهاله او ورله پوری منتخبی دورې بنسټیزی ستنې پرې ولاړې دی دافغان ولس د هیلو او ښېگڼو پر خلاف دافغانی ټولنې دکابو ټولو دموکراسی پلوه ځواکونوپه بشپړ غیابت کښی هغه هم په خورا نیمگړې توگه تیار او دپلی کیدو دنده ئې هم عمدتاً د هغو ډلو او تنظیمونو په غاړه ور واچول شوه چه دملگروملتو د سازمان دلمړنی پنځه فقره ایزپلان په شڼډولو کښی ئې لوی لاس درلود، د خپل شته والی په ټوله موده کښی له دموکراسی ،پرمختگ اومدنی اساساتو سره نه پخلا کیدونکی پاتی شویدی اوپه فساد او بې کفایتی کښی دسقاوی دورې له نه میاشتنی ولکې څخه را پدې خوا ساری نه لری.دنوموړو ډلو ټپلو ولکه او زورواکی نه یواځی داچه مهار شوې نده بلکه په ځنو ډگرو کښی ئې نوی بعدونه غوره کړیدی.

- دامریکی ترمشری لاندی نړیوال ټلوالی او ورسره دآیساف ځواکونو له ترهگروسره په مقابله کښی د سیمی په  دولتونو  او څارگری سازمانونو او دهغو له جملې په پاکستان ستراتیژیکه ډډه ولگوله چه په خپله د ترهگرۍ زانگو،ځاله او پالنتون دی، د افغانستان د تېرودیرش کلنو لاسوهنو گرمه ئې په غاړه پرته ده اولاتراوسه هم زموږ هېواد ته دخپل ستراتېژیک عمق په سترگه گوری. حتی داسی نښې کله کله را څرگندیږی چه داټلواله په ځنی مواردو کښی دپاکستان دپلان او وړاندیز سره سم عمل کوی.دژورې اندیښنې وړ خو لا داده چه زموږ په هېواد کښی مېشت د ناتو ځواکونو هم لا تر اوسه ددې سترې تیروتنې دسمونې لپاره کوم بنسټیز عملی گام ندی اخیستی.  دپاکستان په اړوند د ځانگړې پاملرنې ټکی دادی چه دمتحده مجلس عمل بنسټپال ټلوالی ته د ایالتی ولکې ورسپارل دټولټاکنو پایله نه بلکه د پاکستان دڅارگری،پوځ او سیاسی چارواکو دستراتیژیکی نوې لوبې هغه اساسی برخه ده چه زموږ په هیواد کی د خپلې اوږدمهاله اغېزې د بیا را ژوندی کولو په موخه هم د امریکا، هم د افغانستان له دولت او هم د ناتو تر مشرۍ لاندی له نړیوال ټلوالی سره د چنو وهلو دیوې اغیزمنې وسلې په توگه ئې پکاروی.له طالبانو سره د ای اس ای وروستنی په اصطلاح دسولې تړون (دطالبانی ادارې دبیاراژوندی کولوهڅه)او دپنجابی کرایه شوی جنرال وروستنۍ دمکۍ او اعترافات ددې پټو لوبو یوه ښکاره شوې بېلگه ده.  دغه او په لسهاوونورې ورته پروژې چه عمداپه امریکائی لېبل پوښل کیږی دژورې پاملرنې او غور وړ دی.که په همدې ډگر کښی دپاکستان په وړاندی دامریکې او ناتواوورسره جوخت دافغانستان ددولت ستراتیژی په بنسټیزه او بېړنۍ توگه بدله نشی پایلی به ئی نه یواځی زموږ هېواد ته بلکه دهمدغو هېوادو سیمه ایزو ښېگڼو اوامنیت ته جدی گواښونه رامینځ کړی.

- د جورج بوش او له ده سره دتړلی واکمن ټیم تر ټولو ورانه او لېونتوب ته ورته ستراتیژیکه تېروتنه چه دافغانستان پرداخلی اوبهرنیو ټولو معادلو او ستراتیژیکو اوبرخلیک ټاکونکوفکتورو باندی ئی خورا ژوره منفی اغېزه وښیندله هماغه پر عراق باندی ناروا وسله وال یرغل او زموږ د هېواد رښتینی گواښونو ته نیمځانه پاملرنه وه هغه هم په داسی مهال کښی چه دلته دامریکې، نړیوال ټلوالی او آییساف کابو ټولې ژمنې او دندی لا نیمگړې اویا ناکړې پاتی وې.داچه دغه لېونتوب به امریکې ته په کومه بیه تمام شی زما ددې لڼډې لیکنې له زغم څخه وتلې موضوع ده خو زموږ په ویر لړلی او په سرو لمبو او تورو لوخړو کښی وریت شوی هېواد ته ئې یوځل بیا د تورو لوخړو او سرو اورو کړکۍ را پرانیستلې. همداوس اوس ددې ناسمې کړنلارې پایله داده چه د دې پرځای چه امریکا او ورسره ټلوالی خپله راوستې القاعده او دهغې توره طالبی بدرگه دتل لپاره بې قاعدې کړی او یا کم له کمه موږ ورڅخه بېغمه کړی دادی یو ځل بیائی زموږ هېواد دداسی تروریستی نړیوالې جگړې پر ډگر بدل  کړ چه لمن ئی له کلیو څخه ښار اوله ښارو څخه وکلیو ته د پراخیدو په درشل کښی ده.امنیت، سوله او استقرار له جدی گواښ سره مخامخ دی، بیارغونه او دیمکراتیکی اوښتنې کابو په ټپه دریدلې اودولس پرگنې دناهیلی او بی باوری په لورپه لوی لاس ټېل وهل کیږی.

- دافغانستان بیا رغونه اونوې روغونه چه د لمړنیو اټکلونو له مخې دوه سوه ملیارده لگښت غواړی او د ملگرو ملتو دسازمان، نړیوالې ټلوالی او د افغانی دولت گډه بنسټیزه ژمنه او دنده ده یاخو په ټپه ولاړه ده او یا هم په خورا نا اغېزمنه توگه دداسی لنډمهاله تبلیغاتی پروژو په څېر تر سره کیږی چه دولس او هېواد بېړنیو او بنسټیزو اړتیاوو او غوښتنو ته ځواب نشی ورکولای. همدا اوس اوس کم تر کمه زموږ کابو لس ملیونه هیوادوال یا په بشپړه بېوزلی کښی او یاهم دبېوزلیتوب تر خط لا د لاندی شپې سبا کوی . که په پاکستان او ایران کښی مېشت افغانی کډوال چه ډیرکی ئې په ورته حالت کښی ژوند کوی پر دې ور واچول شی نو له بده مرغه دهیواد بیوزلې شوی خلک زموږ د سرشمېرنې نیمائی ته رسیږی.که دراروانې وچکالی نژدې او اوږدمهالې اغېزې په پام کښی ونیول شی دراتلونکو کلونو دبېوزلی کچه به نوره هم اوچته شی.   دغه بهیراو لدې سره هممهاله دافغانی دولت بې کفائتی او فساد  زموږ هیوادوال دومره ناهیلی او بې باوره کړیدی چه دادی یو ځل بیائې له خپل ټاټوبی او هیواد څخه د ډله ایزی کډوالی نامرغې پدیدې ته مخه کړېده.

- دولتی دستگاه (بې له توپیره هم حکومت ،هم پارلمان او هم قضاءچه که څه هم د انتخاباتی سناریو له مخی را مینځ ته شوې) د فساد، بېکفایتی او خوساینې ویوې داسی کچې ته رسېدلې ده چه هم د افغان ولس او هم د ذیدخله مرستیالو دولتونواوسازمانونو خورا ژورې اندېښنې ئې را پارولې دی. دهغو ټولوپرحقه هیلواوتوقعاتوسره سره چه زموږولس اونړیوالو لرلې اودهغوټولوانتخاباتی ژمنو پرخلاف چه ښاغلی حامد کرزی دهغو پربنسټ مشروط مشروعیت ترلاسه کړ دهېواددری گونی دولتی ځواک لکه دپخوا په شان د یوڅوازمویل شویو رټلی جهادی تنظیمواوملېشائی ټوپکیانو دنارواگټوله مخې ووېشل شو،سیمه ایزځواک هم عمدتا دورته ټوپکماروپه ولکه کښی چه په لسهاوو مزیو له مافیااوتروریستی شبکو سره تړلی دی پاتی دی، دنژدې او پوله ترمینځ گاوڼډیانو پټ اوښکاره لاسپوڅی په مرکزی او سیمه ایز ځواک کښی لاهم برلاسه دی، هغه جهادی مشران چه کم له کمه د هېواد دوروستنۍ لسیزی د سترملی ناورین مسئولین اود سلهاوو ملیاردوافغانیو اختلاس اولوټماری په تور تورن او همدااوس اوس هم دافغان ولس دوچو شوووینو په پلورلو او پېرودلو بوخت دی دپوښتنې اوترټنې پرځای د خاصو امتیازاتو، شخصی پوځونو،ځانگړیوځېلونو اوناروالورېینو څخه برخمند دی، دملت بابه او دهغه ملت چور زمبوریانو ته دملت دهډوکودخرڅلاو او له ولس څخه دغچ اخېستنې لاره هواره شوېده،په خپله جمهوررئیس له خپل ټول ښه نیت اووطنی احساس سره سره زموږ دځینوانقلابی لېډرانو په شان لاهم د مقدسجهادپه افتخاراتو کښی ډوب اودائتلافی جهادی وروڼو تربرمتې لاندی دارگ دانگړ په د ننه کښی کلابنددی.  تر هغه حده چه دکرایه شوی جنرال مشرف پېغور ئې کور ته راته راوړ.

- دپارلمان (چه دسیاسی سواد او وړتیا دټیټی کچې له مخې زموږ د شوراگانو په تاریخ کی ساری نه لری) لمړنی او یواځنی شاهکار داوو چه دجهاداومقاومت اجر او بیه لا پدې دنیا تر لاسه کړی.دوی ځانو ته دومره تنخواه او امتیازات وټاکل (دمیاشتی له دوه نیمو تر درۍ نیمو زرو ډالره) چه دنړۍ دډېرو بډایو او پرمختللی هېوادو دپارلمان خورا بااهله غړی همدومره نه اخلی په داسی حال کښی چه  دځنی همدغو هېوادو د یوه کس کلنی منځنی عائد له دېرش زرو تر څلوراویا زره ډالره او د افغانستان یواځی دوه سوه او اویا ډالره دی دمقاومت !!! ستر اتل یونس قانونی لا په دې هم قانع ندی.   دتېرکال  کلنۍ بودجه ئې د کارمندانو د تنخواه د زیاتېدو په پلمه پنځه میاشتی وځنډوله اوپه پای کښی ئې بیا په یوه شرمونکی رقم یعنی د دریو او پنځو ډالرو په زیاتوب قناعت وکړ.  که دگوتو په شمار یو څو استازی اودښځووڼډه مثتثنی شی له بده مرغه زموږ دپارلمان د دواړو مجلسونو (ولسی جرگې او مشرانو جرگې) یواځنی مثبت ټکی دادی چه دپارلمان موجودیت تمثیلوی.

- قضاء او څارنوالی خو لاتر دې هم ناهیله کونکې ده.  له ټولو ډنډورو سره سره چه ددې ادارو د بدلونونو او له فساد سره دجهاد په هکله وهل کیږی دیوه خوارگوټی ښاروال او ولسوال د تور د سپیناوی وس نلری قوماندانان، والیان، رئیسان، وزیران، جهادی معزز مشران، دملېشوسروالان،مافیائی ښاماران او بهرنیان خو لا پر ځای پرېږدئ.خو دولس د خوارو پرگنو په هکله بیا لکه د ربانی-طالب د حل او عقد دشورا په څېر عمل کوی.

- د پولیسو، څارگری کارمندانو،د پوځ د افسرانو او د ملکی دائرو د کارمندانو حالت هم همداسی بوگنونکی دی چه ښائی پر لسهاوو پاڼې پرې ولیکل شی خو لدې کبله چه زما ددې لیکنې موخه همدا اوس اوس ددې ستونځو انځورول ندی دغه موضوع یوه بل مناسب وخت ته پرېږدم.

- سیاسی گوندونه،نیمه سیاسی ټولنیزسازمانونه او ډله ایزې رسنۍ  د بلې هرې پدیدې په پرتله (له بدو سترگو دی په امان وی!!!) په خورا بېړه او چټکتیایو بل ته سره ورته مینځ ته راځی چه کم له کمه د یوې بدوی او نیمگړې دیموکراسی او که اړتیا وی د یوې مدنی ټولنې تمثیل وکړی.  ځینو تنظیمونو چه دخپل تاسیس له همهغه لمړنی دم څخه له دیموکراسی سره ددښمنی په موخه د پوځی او ترهگروسازمانو او مفرزو په څېر را مینځ ته او تل همداسی پاته شوی ووهم له همدې موکې څخه گټه اخیستی او ځانو ته ئې له خپلې ټولې پخوانۍ هډانې سره ددیموکراسی د پلویانو او مدافعینو د لیکوپه مخه مخه کښی ځای ریزرف کړیدی.دوطن گوند له هډانې څخه ځنی څڅېدلی او دخلک دموکراتیک گوند پاتې شوې ټوټې هم له همدې سیالی څخه بې برخې ندی پاتې شوې اودکاپی شویو او یا سفارش شویو کړنلارو په وړاندی کولو سره ئې دهمدې گوندونواویانویو گوندونو د لیکو شاته په نوېو نومونو ځانونه ځای کړیدی.  ډله ایزې رسنۍ چه په اوسمهاله نړۍ کی د څلورمې قوې په توگه پېژندل شوېدی له نېکه مرغه زموږ په هېواد کښی هم په راسپړلو اوغوړېدلو پیل کړیدی.دانترنیت، راډیوگانو اوتلویزیون نادولتی شبکودبیان اوگروې دازادی درواجولوپه لورځانگړی مثبت رول ادا کوی.ورځپاڼې، اونیزې اومیاشتنۍ خپرونې په وروورو دهېواد دننی اودباندې روڼ اندو پاملرنه د بیارغونې په اوږدمهاله پروسه کښی دژوندۍ وڼډې اخیستنې په لور رااړوی او ځنوئې خو لا د ملی پوهاوی او ملی پخلاینې له پیاوړتیا سره هم دپاملرنې وړ مرسته کړېده.  خو دسیاسی گوندونواوسازمانونوچه دهېواد په دننه او بهر کښی ئې شمېر ترسلو هم اوړی،مدنی او ټولنیزو موسساتو او دډله ایزو رسنیو اغېزه یواځی همدومره ده چه دسیاسی تشکل ، د بشری بنسټیزو حقوقودپالنې او دبیان دازادی دشتون تمثیل وکړی په داسی حال کښی چه ټولنه او هېواد هم د لېږدونې او انتقال او هم ددموکراتیکې بیا روغونې د بهیر په ټوله موده کښی تمثیل او سپارښت شوی نمایش ته نه بلکه د خپلواکو، دموکراتو، سرتاسری، ځواکمنوموخه لرونکو او ملی گوندونو او د مدنی ټولنې دنورو نهادونو مخامخ، رغنده، اغېزه ښندونکی او لارښوونکی وڼډې اخیستنې او زړورو سیاسی هلوځلو ته تالنده او بېړنۍ اړتیا لری چه دغه اوسنی راجستر شوی گوندونه اوموسسات له بده مرغه یواځی همدااوس نه بلکه په نژدې راتلونکی کښی هم دا ډول ځواک او وړتیا نلری.دا خولاڅه چه په خپله د ناوسی له ټول لمنې بنبست سره لاس او گرېوان دی.

- پخپله وطن گوندچه د خلک دیموکراتیک گوند اوبنسټپاله جهادی گوندونودترخو تېروتنو څخه د ژورې درس اخیستنې پر بنسټ دهمدغسی یوه اوږدمهاله ملی بهیر دلور ورکونې اولارښونې په موخه او تکل دیوه نوی او سترسیاسی ملی ځواک په توگه رامینځ ته شود 1992دشومې اوهېواددښمنه کودتا او له هغې څخه درازېږېدلی جهادی-طالبی ناورین اوهمدارنگه د تپل شوې جلاوطنی تر اغېزې لاندی دهډانې له دړې دړې کېدو سره مخامخ شو ی او دبشپړې هډانې  په توگه ئې لا تراوسه د ملی روغې جوړې او بیا روغونې د آړونود پلی کېدو په ملی بهیر کښی چه په خپله ئې نوښتگر هم دی رسما په ډاگه شوې وڼډه نده اخیستی .دگونددمشرتابه یو شمېر غړو چه دملی روغې جوړې دسیاست او د افغانستان دمسلې د سیاسی هواری په بریالیتوب کښی ځانونه لاهوشوی گڼل د بهرنۍ نسخې سره سم دوطن گوند او د افغانستان دجمهوری دولت له برخلیک څخه خپل برخلیک بېل او له شمالی ټلوالی سره ئې یوځای دملگرو ملتو د سازمان د سولې د پلان او جمهوریت پر خلاف داسې کودتا وکړه چه د اورپه لمبو کښی ئی داورلگیت د خلیو په څېر دوی هم وسوځېدل.دغه لیږکی ددې پرځای چه له خپلو تېرو ترخو تېروتنو څخه د عبرت درس واخلی اوس هم  له هماغه بهرنۍ نسخې اوسپارښتنې سره سم په بېلابېلو نومونو او تر ډول ډول ماسکونو لاندی (دکاغذپه مخ نهضتونه،غورځنگونه،متحداونامتحدگوندونه اومجمع گانې او شرمېدلې جبهې) هڅه کوی چه له یوې خوادبیاروغونې اودولس اوهېوادپه چوپړکښی  دوطن گوند د رغنده سیاسی ملی دندې دترسره کولو مخه ونیسی اوله بلې خواپر هغو سترو جرائمو خاورې واړوی چه په وروستیو دریو لسیزو کښی ددوی په لارښونه او یا ددوی په گډون تر سره شویدی .ددوی یو شمېر پدې وروستیو کښی د سیاسی رنځورتیااو افلاس ویوې داسی کچې ته رسېدلی چه دنړیخواره امپریالیسم د خیراتی سموکینگپرسر ئې یوځل بیاخوړینی اوبوینېپرچمی -خلقی چپنې پدې تمه او تبه راکش کړیدی چه گوندی درفقای سرسپرده و ارجمند اودانقلابی ملگرو دصداقت اوحماقت په برکت بیاراهبران شی او یاکم له کمه له هغو څخه دخپلو تېروتنو، گناهونو او بې کفایتیو د پټولو لپاره د سپر په توگه کار واخلی.  د گوند یو شمېرنور مشران او کادرونه یا د مهاجرت دډول ډول ستونځو تر اغېزې لاندی او یا هم دخپلې سیاسی بې وسی او جبن په وجه له سیاسی ډگر څخه وتلی او یاخو ئې هم د وروسته پاتې اتنیکی او قومی اړیکو غېږې ته پناه وروړېده.  هغه هڅې او هلې ځلې هم چه پدې وروستیو پنځو شپږو کلو کښی دوطن گوند دفعالو غړواوټاپوگانودراټولېدواوانسجام اودهمدې گوند د فوق العاده کنگرې د تدویر په موخه د هېواد په د ننه او له هېواد څخه بهر پیل شوېدی که څه هم د ستاینې او هیله مندی وړ دی خودهغه ستر ریزرف په پرتله چه د وطن گونددغړواوملی کادرونو په وجود کښی عملا شته اوهمدارنگه د هغې سترې او بېړنۍ اړتیا په پرتله چه هېواد ئې د خپلې بیاروغونې لپاره وهمداسی یوه ملی سرتاسری ځواک ته لری دا هلې ځلې په هیڅ توگه قانع کونکی، کافی اوانډولیزی ندی.

نوپه همدغسی یوه کړکېچن او ناهیلی کونکی حالت کښی چه له یوې خوا د افغانستان ددولت درۍ گونی ځواکونه،دهېواددموکراتیک او مدنی موسسات اوورسره نړیواله سیاسی.

-پوځی هډانه دخپلو تېروتنویا بېوسئ او یا هم دژور فساد دبرلاسی په وجه له سترو گواښونو سره لاس او گرېوان وی او له بلې خواداخلی او نړیواله بنسټپالنه، داخلی او سیمه ایزه مافیا، جگړه مار قوماندانان،ملېشائی ټوپکیان او ځنی افغان دښمنه گاوڼډیان د هېواد ننۍ اوسبانۍ ښېگڼې تر گواښ لاندی راولی دا یوه بېړنۍ ملی اړتیا او ځڼډ نه منونکی ملی ژمنتیاده چه وطن گوند له اوږده غیابت څخه راووزی اوله نورو ولسواکی پلوه ځواکونو سره اوږه په اوږه دیوه سرتاسری ملی سیاسی ځواک په توگه دخپل ولس او هېواد دننۍ او سبانیو ښېگڼودساتلو او خوندی کولوپه موخه خپل ستر ملی رسالت تر سره کړی.

_______________________

دټولو خورو-ورو ګوندي غړو او تشکیلاتو
او همدارنگه د ملی روغې جوړې دنورو پلویانو
د راټولېدو، یوموټی والی اودرښتونی سیاسی باور
 د راژوندی کولو یواځنی ډاډمن وریانت د وطن گونددی.

له دې سره سره چه وطن گوند دخلک دیموکراتیک گوند ددوهمې کنگرې دپرېکړی پر بنسټ رامینځته شویدی خو په خپله نه یواځې داچه په آندیز، سیاسی او تشکیلاتی ډگر کښی دنوموړی گوند دیالکتیکی نفی کونکی او نوی بدیل دی بلکه دافغانی سیاسی گوندونو او تنظیمونود وروستیو څلوېښتو کلونودتاریخ یوه نوې سیاسی او آندیزه پاڼه اوپه همدې لړۍ کښی په بشپړه توگه یو ځانگړی او نوی موډل هم دی.افغانی گټې، ملی روغه جوړه، ولسواکی او عامه هوساینه هغه بنسټیز ستراتیژیک مفاهیم دی چه ددې گوند لمړنۍ پېژندنه پرې کېدای شی.  دبهرنیو اړیکو په ډگر کښی هم وطن گوند د خپل سلف او همدارنگه د اخوانی گوندونو پر خلاف پر پرولتری انترناسیونالیزم،سویتیزم اوپان اسلامیزم نه بلکه د افغانی لوړو گټوپربنسټ په دوه اړخیزو یا څو اړخیزو مساوی الحقوقو او متقابلا گټورواړیکو ډډه لگوی.  وطن گونددخپل معرف او اندیز بنسټ په توگه د ملی روغې جوړې د ستراتیژی په منلواو خپلولو سره د خپل سلف داوږده سرطانی رنځ -چه مارکسبسم-لېنینیزم او سویتیزم ته د وفاداری په مسابقه کښی د خلقی اوپرچمی تربگنئ په بڼه را مینځته شوې وه-دبنسټیزی درملنې لاره هواره کړه.  دهمدغو ځانگړتیاوو په درلودلو سره گوند دخپلې زېږېدنې له هماغه لمړنیو شېبو څخه هم داړوند بهرنی ځواکونو ، هم دجگړې په حال کښی د جهادی بنسټپالو او هم دواکمنی او گوند په دننه کښی (تر خلقی -پرچمی پوښ لاندی د پټوگوندی تشکیلاتو اودولتی واکمنی په مشرانو کښی پر بهرنیو څارگریو پورې ځنی تړلی کسان) د مارکسیستی لېنینیستی انگېرنو او شوروی پالنې دپلویانو له مخالفت ،دسیسو،سبوتاژ او وسله والو ټکرونو سره لاس په گرېوان وو.دوه پټې او دوه لوڅی کودتاگانی،دملگرو ملتو د سازمان د سولې لمړنی پلان شڼډول،جهادی-طالبی ملی ناورین زموږ پرځورېدلی ولس تپل، په خپله دوطن گوند تشکیلاتی هډانه دړې وړې کېدل اوددیکتې شوی نهضتونو،غورځنگونواود پروژوی گوندونوجوړول اوړنگول،خلقی-پرچمی مسخه شویو نسخو ته مراجعه، د وحدت د کنگرې او د یورو کمونیسم دزړوترانو بیا غږول ددې بهیراونارواهڅو یوڅو بربڼډې شوې بېلگې دی.  خو ددې ټولو پټواو بربڼډودسیسو سره سره د وطن گوند او دهغه داندیز سیستم حقانیت او ضرورت نه یواځی داچه نفی شوی ندی بلکه د بیا رغونې د پیل کېدونکی اوږدمهاله ټول پړاودبرېمنی بې بدیله فکتور گڼل کیږی.  آن تردې کچې چه دادی اوس د ملی روغې جوړې ښی او کیڼ لاسه سوگند خوړلی دښمنان هم دخپلوتېرو ملی جرایمواو له بهرنیو معلومو څاریزوسازمانو سره د خپلو اړیکواوراتلونکو موخو د پټولو لپاره دهمدغه منل شوی حقیقت دمسخ شوې څېرې ترشا ځانونه پټوی.  (دشمالی ټلوالی سوچه روسی اړخ د ملی جبهې اودمصالحې د منشور ترنامه لاندی).  خوله بده مرغه په دې راوروستیو پنځلسو کلنو کښی هم د وطن گوند او هم د ملی روغې جوړې تر نامه لاندی ډېری ناروا سیاسی او سازمانی توطئې او لوبې ترسره او په دې ټولو لوبو کښی دوطن گونددغړوله لیکوڅخه سربازگیری شوېده.که څه هم ددې ناروا کړووړومسئولیت ځانگړوافرادوته چه دگوند د مشرتابه و لوړاومینځنی پوړ ته منسوب وومتوجه دی او گوندی راتلونکی کنگرې ته بایدځواب ورکړی خودگوندپه لیکو او سرتاسری جوړښت کښی ئې دباور ستر کړکېچ راوستی دی.  که په شمالی ټلواله کښی لتاړدهغه وخت دمشرتابه دځینوکسانو حساب، چه اوس یا مړه دی او یائې دنهضت فراگیر، جنبش ملی اسلامی او حزب متحدملی په مفرزو کښی له سره ځانونه سمبال کړیدی، له دې کبله بېل کړوچه نوموړې ټلواله دولس په وړاندی په ستر ملی جرم تورنه ده له بده مرغه ځینو نورو کسانو هم چه د شهید ډاکتر نجیب الله او ملی روغې جوړې دننگې ماسکونه ئې اغوستی دی د وهمی غیر مسئولانه لاملونو په پلمه تر بېلو بېلو نومونو لاندی دځانگړو سازمانی ډلو په ایجادولو سره ددې کړکېچ په ژورتیاکښی منفی رول ولوباوو.دوی له دې سره سره چه د خپل افلاس د کچې په ژورتیا اوس ښه پوهیږی ددې پر ځای چه خپلې تېروتنې ومنی لا هم په دې هڅه دې چه د وطن گوند د ترځان جارولو په بیه د یوه موهوم نوی سرتاسری سازمان تر شعار لاندی (هغه هم درهبر کېدو په تمه) دبې باوری کچه نوره هم اوچته کړی.  دوطن گوند د اجرائیه هیئت او مرکزی شورا پخوانی هغې ډله غړوهم چه دتوطیو، څاریزو سازمانو، او دنویو  پروژوی گوندو په پروسه کښی ښکېل ندی د گونداوولس د برخلیک په وړاندی خورا بې پروا او غیر مسئولانه چلند خپل کړیدی.ددوی یو شمېردپاسیف څاراوبې مسئولیته موعظې په مورچل کښی پدې پلمه ناست دی چه دراوتلو او تبارز وخت لاهم ندی رارسېدلی،یوشمېر دخپلو بې وسیو او سیاسی فقر د پټولو لپاره خلقی-پرچمی تربگنیو او یا توکمیزو سیالیو ته پناه وروړېده او نورو ته هم همدا لوری ورخوښوی، یو شمېر ددې لپاره څار کوی چه دمشرتابه او لارښونې لپاره به یو وخت نه یووخت غږ پرې وشی او یو شمېر د سیاست ډگر کرټ پرې ایښی دی.  دغه هم یو دودیز فکتور دی چه د بې باوری په پایښت کښی خپله ځانگړې اغېزه لری.  هغه گوندونه اوسیاسی ډلې چه دهېواد په دننه او بهر کښی د N.G.O گانو، مافیائې کړیو اویا بهرنیو څاری سازمانونودموخواو مرستې پر بنسټ او یاهم دځینو کسانودشهرت غوښتنې اویاهم د هغوی دجرمی کړووړو دپوښولو په موخه جوړ شویدی په خورا لڼډه موده کښی ئې یاواقعی څېرې بربڼډې او د ولس دپرگنو له خوا رټل شویدی او یا هم دسیاسی بېوسی اوناوړتیا په وجهه له بشپړافلاس سره مخامخ دی. چه دې بهیر د ټولو نویو او نا ازمویل شویو گوندو او سازمانوپه جوړېدو هم خلک او هم د رښتینی سیاست مینه وال بې باوره کړیدی.  پردې برسېره هغه خوځښت چه پدې وروستیو کلونو کښی دوطن گوند د کنگرې د جوړېدو په لور او د هېواددراتلونکی برخلیک ټاکنې په ملی بهیر کښی د همدې گوند دفعالی قانونی وڼډی اخیستنې په موخه دهېواد په د ننه او بهر کښی راپیل شوی دي اود ملی روغې جوړې، وطن گوند او ډاکتر نجیب الله درښتینی داعیې بیرغ ئې په ډاگیزه مېړانه اوچت ساتلی دی هم هیله مند،هم دننگې او ستاینې وړاوهم اړین او اصولی گام دی خو باید په ټول صداقت او د مسئولیت په منلو اعتراف وکړو چه دا خوځښت دمېږی په گام روان دی او د گوند او ټولنې له خورا پیاوړو او باکیفیته امکاناتو او سترو معنوی زېرمو څخه پکښی خورا کمزوری گټه اخستل شوېده.په نوموړی خوځښت کښی تفاهماتو ته چه ځینی ئې له هماغه پیل څخه بې پایلې برېښېدل ډېره افراطی پاملرنه وشوه په داسی حال کښی چه د په انتظاراوتمه ناست گوندی غړو انسجام او تشکل ته یا هیڅ او یا کم ارزښت ورکړل شویدی.  چه دا هرڅه په خپل وار د بې باوری او ناهېلۍ په بهیراودخوځښت پر سیاسی اغېزمنتوب او پرستېژ منفی اغېزه اچوی. 

نودې فکتورونوته په پاملرنې سره ودې پایلې ته رسېږوچه:

- وطن گوند یواځی دخلک دموکراتیک گوند سره په پرتله نه بلکه د پخوانیو او اوسنیو ټولو افغانی گوندونو اوتنظیمونوسره په مقایسه ماهیتاً‎یو نوی گوند دی،نه یواځې داچه د روان سیاسی بهیرله دموکراتیک، نوښتگراو رغنده ملی لورې سره همغاړی دی، پخپله د همدغسی یوه بهیرمبتکر او په هغه کښی دفعالی وڼډې اخیستنې په موخه جوړ شویدی.

- وطن گوندنه دخلک دموکراتیک گوندادامه او نه هم له هغه سره یو شان دی بلکه دخپل اندیز او کړنیز ماهیت له مخې دهغه قانونی نفی کونکی او په جوهری ټکو کښی دهغه مخالف سیاسی-تشکیلاتی جوړښت دی.

- وطن گوند دگوندونودقانون پر بنسټ مینځ ته راغلی او دسیاسی گوندونو د اوسنی قانون سره سم خپل سیاسی-تشکیلاتی فعالیت له سره پیل کولای شی.

- دملی روغې جوړې، ډکترنجیب الله اووطن گوندتر مینځ نه شلېدونکی پیوستون هغه ستر مساعد فکتور دی چه د خورو شویو گوندیانو او گوندی ټاپوگانواو دملی روغې جوړې دنورو پلویانو د راټولېدواو په یوه سرتاسری ملی گوند کښې د هغوی د ارگانیک غوټون شونتیا په ډاډمنه توگه تامینولای او دبې باوری راغلی کړکېچ له مینځه وړلای شی.

_______________________

 دبنسټیز سپیناوی او دستراتېژیکې برخلیک ټاکنې
پرېکړی یواځی اویواځی دوطن گوند دغړو دفوق العاده
هغې کنگرې (مجمع) واک دی چه په دموکراتیکه، قانونی
او بېړنی توگه د هېواد په دننی کښی دائرېږی

اوس کابو هم دگونددفعالو غړوغوڅ ډېرکی، هم دملی روغې جوړې پلویان اوهم دولس دپرگنوپه مینځ کښی دملی اوولسواکه سیاست مینه وال ودې باور ته رسېدلی دی چه دیوه سرتاسری، ولس پلوه او خپلواک گوند تشه یواځې او یواځې دوطن گوند ډکولای شی.  داباورنور هم ځکه پیاوړی کېږی چه سره لدې چه اوس ملی روغې جوړې له نېکه مرغه کابو ټوللمنی افغانی سیاسی باورخپل کړی دی خو له بده مرغه اوسنی افراز شویویوکسیز،یوکورنیز، یوپوړیزاو یوتوکمیزتش په نامه گوندونو او ددولتی واکمنی  رنځورې هډانې ددې وس، واک او وړتیا ونشوای ښودلای چه ددې سترې ملی ستراتیژی د پلی کېدو دنده په سالمه توگه ترسره کړی.  ددې ترخه واقعیت معنی داده چه دسیاست په وطنی ډگر کښی دوطن گوندمخامخ مجددحضور یوه ملی غوښتنه او تاریخی ژمنتوب دی.  نو ځکه زما په اند نورددې وخت رارسېدلی چه دتفاهماتو، اعلامیو، سقفی ناستو او غونډو، چنې وهلو، څار او گزولو د پړاو له پولوڅخه ورواوړو او د مساوی ژمنواوحقوقوداصل پر بنسټ افغانستان ته دمتعهدوگوندی غړو په توگه دهېواد په سیاسی ډگر کښی د خپل افغانشموله وطن گوند دمجدد، مخامخ، فعال، دموکراتیک اوقانونی حضورپر میکانیزم عملی کار پیل کړو.  ددې میکانیزم له څو وریانتونوڅخه هم یو دادی چه دوطن گوند داساسنامې د احکامو سره سم دگوند د مرکزی جرگې او یاهم دگوندی غړو ددوو ثلثوپه بلنه دگونددوهمه یا نوبتی کنگره دائره اودهغې د پرېکړو سره سم ورله پسې گامونه واخستل شی.   خودغه وریانت دلاندېنیولاملونوپه وجهه نه یواځې داچه شوونی ندی بلکه هم له گوندی اصولو اوهم دسیاسی گوندونوله نافذقانون سره په تقابل کښی یوه سرغړونه ده:

* - دگونددمرکزی جرگې اجرائیه هیئت دگوند درئیس او د افغانستان دجمهور رئیس  اوولسی جرگې څخه  په پټه دمرکزی جرگې دیوه غړی دلارښونې سره سم، دافغانستان داساسی قانون او د وطن گوند داساسنامې داحکامو پر خلاف د یوزراودری سوه یواویاوم کال دوری په میاشت کښی داجرائیه هیئت دقرارگاه له جوړولو سره جوخت دولتی واک او دگوند دلارښونې ټولې چارې د یو څو کسانو ولکې ته سپارلې او دمرکزی جرگې یوڅوغړو اوداجرائیه هیئت یوهمستعفی غړی ددې قانونی سرغړونې په پلی کېدو کښی ورسره مساوی ونډه اخیستی ده.

- د مرکزی جرگې دهمدغه غړی په لارښونه داجرائیه هیئت اومرکزی جرگې ځینو غړودسیاسی گوندونو دوخت دقانون او دوطن گوندداصولوپرخلاف پټ سازمانیتشکیلات جوړکړی اوساتلی دی چه بیا همدغو تشکیلاتو دهمدوی په مستقیمه لارښونه اودشمالی ټلوالی دنورو تنظیمونو په گډون دملگروملتو دسازمان د سولې دپلان، دافغانستان د جمهوری دولت اودوطن گوند پر خلاف په هغه بغاوت او کودتا کښی باالفعل وتلې وڼډه واخیستله چه پایله ئې هماغه جهادی-طالبی ناورین وو چه لا تر اوسه افغان ولس پکښی سوځی او کړېږي.

- دهمدغه کال دوری دمیاشتې په پنځه ویشتمه نېټه داجرائیه هیئت اودمرکزی جرگې دځینو غړوپه لارښونه اوگډون دافغانستان دجمهوررئیس او دوطن گوند درئیس ډاکترنجیب الله، داجرائیه هیئت ددریوغړواو دمرکزی جرگې ددریوغړواودوو کسو پوځی لوړپوړوکادرونودقتل اوترور پروگرام پلان شویدی چه د هغو له جملې داجرائیه هیئت یو غړی،دمرکزی جرگې یوغړی اویو پوځی چارواکی له همدغه پلان سره سم په شهادت رسېدلی دی.

- دهمدغه کال دوری په شپږویشتمه د اجرائیه هیئت په غوښتنه دمرکزی جرگې د هغو غړو پلینوم چه په کابل کښی موجود وودډاکترنجیب الله، انجینر نظرمحمداواو غلام فاروق یعقوبی په غیاب کښی  پدې موخه راوبلل شو چه وکودتاته دمشروعیت پوښ ورواغوندی او ضمنا د یو چا پر سر د مشرتابه خولۍ هم کښېږدی.  سره له دې چه پلېنوم داجرائیه هیئت شرمونکی اوضد ملی طرحې په پرېکړونی اکثریت رد کړې، پر اجرائیه هیئت ئې د بې باوری څرگندونه ښکاره او دهیچا پر سرئې دمشرتابه !!! خولۍ!!! کښېنښودله خونه همدغه پلېنوم او نه هم دمرکزی جرگې کومې بلې رسمی اویا نارسمی غوڼډې تر دې گړۍ پورې چه پوره پنځلس کاله تېر شویدی دگوند د برخلیک په هکله هیڅ ډول دریځ ندی په ډاگه کړی نوځکه ئې هم د مشرتابه او هم د گوندی کنگرې درابللو واک له مینځه تللی دی.

* -  دوطن گونددغړو ددووثلثواصل هم دنوبتی یا بېړنۍ کنگرې درابللو لپاره ځکه د پلی کېدو وړندی چه:

ا- هم پخوانی مرکزی تشکېلات چه ددې دوو ثلثوڅرنگوالی وڅاری اوهم پخوانی سیمه ایز او لمړنی تشکیلات چه دغه کمیت پکښی تثبیت شی ړنگ شویدی.

ب - دگونددوروستنۍ رسمی شمېرنې سره سم دوسله وال پوځ په دریگونووزارتونو کښی دوه نوی زره گوندی غړی راجستر ووچه دادگوند دټول شمېردوه ثلثه جوړوی او هغوی د پوځی منسوبیت د ساتلو په صورت کښی د سیاسی گوندونو د قانون سره سم د وطن گوند په لیکو کښی د بیا شمول او فعالیتحق نلری.

ج - دگوند یو شمېر غړی د مختلفو لاملونو او انگېزوله مخې یا نورو گوندونو اوسیاسی ډلو ته تللی او یائې هم له سیاسی فعالیت څخه لاس اخیستی دی چه دبیامراجعې څخه پرته د وطن گوند غړی نه بلل کیږی.

    نو ځکه اوس باید د نوموړی میکانیزم د نوروعملی وریانتونوله مینځه په یوه غوره وریانت بې له ځڼډه کار پیل شی.  همدغه ډول یو وریانت کېدلای شی چه دهېواد په د ننی کښې د وطن گونددغړو د هغې نماینده فوق العاده کنگرې رابلل وی چه هم دمضمون اوهم دڅېرې له مخې د وطن گوند ددوهمې کنگرې (مجمع) دندهتر سره کړی اوهم دهېواد په دننی اوبهر کښی وطن گوند او ملی روغې جوړې ته د وفادارو ټولو خوروورو گوندی غړو او تشکیلاتودموکراتیک،باکیفیته، شفاف، پراخ لمنی او سوچه افغانی غوټون تامین کړای شی.  د همدې موخې دپلی کیدو لپاره به غوره داوی چه بې له ځڼډه په هېواد کښی دننه او  بهر د گوندی موجودو لڼډمهالو تشکیلاتو او گوندیانو له مینځه دکنگرې د تدارک داسی یوواحد کمیسیون انتخاب شی چه د لوړې وړتیا، پېژندنې او تجربې په لرلو سره وکولای شی چه هممهاله هم د کنگرې د تدارک اوهم د گوندی انسجام داړونده چارولارښونه په ډاډ منه توگه ترسره کړی.  زه دوطن گوند د یوه غړی په توگه ټولو گوندی غړو ته تاکیداً وړاندیز کوم چه دلارښونې وراتلونکوگوندی مقامونو ته دهرډول شبکوی ننوتو مخه ونیسی.په تېره بیا د ځانگړې پاملرنې وړده چه دگوند د ریاست د مقام اواجرائیه شورا دغړیتوب پر کاندیدانو آن له همدااوسه ژور سوچ او غور وشی.

* -  کېدای شی چه دمیکانیزم پر نورو بېړنیو بېلگو باندی هم غور وشی. 

خو د هېواد په سیاسی ډگر کښی د گوند دبیا حضور په هر میکانیزم او وریانت چه سلا وشی دوطن گوند ددوهمې کنگرې تدویراصولا الزامی دی.  داځکه چه هم تر لمړۍ کنگرې دمخه او هم تر هغې وروسته ډېرې ملی او گوندی مهمې مسئلې او سوالونه تردا اوسه ناحله او بې ځوابه پاته دی چه یواځې کنگره دهغو دحل، سپیناوی او ځواب واک او صلاحیت لری.  کومې مسئلې اوغوښتنې د راتلونکی کنگرې په وړاندی مطرح دی؟  زما په اند هم د راتلونکی کنگرې  او هم زمونږ دهر ځانگړی گوندی غړی په وړاندی  (چه هم دخلک دموکراتیک گوندغړی وو او هم د وطن گوندغړی یو) دا لاندې ځواب غوښتونکی مسئلې او  غوښتنې مطرح دی:

الف - ټولې هغه ملې او گوندی مهمې مسئلې چه دوطن گوند تر لمړۍ کنگرې د مخه لا ځوابه پاتې دی او یا د نوې شننې او دریځ غنښتونکی دی.  دهغوله مینځه:

  • د خلک دموکراتیک گوند بنسټیزه او ستره تېروتنه (ددې تېروتنې دروند مسئولیت مونږه ټولودهمهغه مهال گوندی غړو او مشرانو ته را له غاړې دی) دمارکسیزم -لینینیزم او سویتیزم پر آندیزو بنسټونوباور اودهغو پالنه وه چه دنوموړی گوند د واکمنی د مهال او تر هغه دمخه د کږو او رنځورو سیاستونو اوکړووړواصلی لامل گڼل کیږی.وطن گوند سره لدې چه په خپله لمړنۍ کنگره کښی   نوی اندیز دریځ غوره کړیدی خو د خپل ناانډوله ترکیب اود جگړه ایزحالت د ځانگړتیا اواړتیاوو له مخې ئې ونشوای کولای چه دنوموړی اندیز سیستم لوڅ انځور او بشپوړه شوې شننه وړاندی کړی.

  •  د هېواد ټولو کودتائی هڅو او بهیر ته نوې او بې پرې کتنه)دسلطنتی رژیم پر ضد پنځه ناکامه او بریالۍ کودتائی هڅې،دسردار داوود درژیم په وړاندی شپږ ناکامه او بریالۍ کودتائی هڅې، دخلک دموکراتیک گوند د واکمنی پر ضد اویابدلون لپاره پنځه ناکامه او بریالۍ کودتائی هڅې او د شوروی پوځونو د وتلو په مهال او یا له هغه وروسته څلور ناکامه او بریالۍ کودتائی هڅې).

  •  دافغانستان د اسلامی بنسټپالنې، مائویستی ډلو او د تېرو څلورو لسیزو نورومطرح گوندونو بشپړه او بې پرې ارزونه.

  •  دشوروی اتحاد پوځی تېری ته نوې او لوڅه کتنه او د خلک دموکراتیک گوند او د هغه د واکمنی په دننه کښی له دې تېری سره د افرادو او اشخاصو تړاو.  له دې سره هممهاله دنورو ټولو بهرنیو لاسوهنو او تېریو اوله هغو سره د افغانی گوندونو او اشخاصو دتړاو لوڅ انځور وړاندی کول.

ب - دوطن گوند دلمړۍکنگرې څخه راپدېخوادریځ او ځواب غوښتونکی ملی او گوندی مهمې مسئلې او د هغو له جملې:

  •  د ملگرو ملتو د سولې دپلی کېدونکی لمړنی پنځه فقره ایز پلان او د افغانستان د جمهوری دولت پر ضد د کودتا او بغاوت او په هغو کښی د ټولو لتاړو افغانی او بهرنی خواوو او افرادودوڼډې او رول دڅرنگوالی په هکله یو روڼ،بېگروې، لوڅ اوریښتونی انځور وړاندی کول او دیوه زړور، غوڅ اوبامسئولیته تاریخی دریځ غوره کول.

  •  دجهادی-طالبی لس کلنې ولکې د بهیراو  دهغې د اړونده داخلی او بهرنیولاملونواواړخونو کره شننه.

  •  دبن دتړون څخه د راپدېخوابهیر د ټولو نړیوالو اوداخلی اړخونوژوره شننه اوددې بهیرپه ننی اوراتلونکی تگلوری کښی د وطن  گوند ځای او دریځ.

ج - وطن گوند د سبا په لوری:

  •  ملی روغه جوړه دگوند د بشپړېدونکی ستراتیژیک آندیزبنسټ په توگه.

  •  د گوند اوږدمهاله او لنډ مهاله تگلاره چه د هېوادله بودجوی شونتیاوواودټولټاکنودهرې دورې له ځانگړتیاوو سره انډول شوې وی.

  •  دگوند تشکیلاتی ستراتیژی.

  •  دمدنی ټولنې په افغانلمنې هډانه کښی دگوند ځای اودریځ.

  •  د سیمی او نړۍ له سیاسی گوندونو سره داړیکو تگلاره.


    دغو او ځینو نورو ملی او گوندی مسئلو ته - چه همدا اوس ئې په نښه کول گټور نه برېښی -  یواځی او یواځی دافغاستان په د ننی کښی زموږ یوه دموکراتیکه،نماینده  او قانونمنده مرجع چه هماغه د وطن گوند کنگره ده هم د حل  ریښتونی او پایښت لرونکی کړندود موندلای شی او هم ئې دسپیناوی واک لری.

     ددې لیکنې په پای کښی ماته دا اړینه برېښی چه هم دوطن گوند دسترگورو  فعالینو او هم په دولتی دستگاه کښی دننه او له هغې څخه بهر دولسواکی پلوه ملی وتلیو شخصیتونواو له هغې جملې :
ښاغلی رنگین دادفر سپنتا، ښاغلی عبدالرحیم  هاتف، اغلې فتانه نجیب، ښاغلی اشرف غنی احمدزی، اغلې شکریه بارکزی، ښاغلی اسمعیل اکبر، ښاغلی عبدالصمد حامد، ښاغلی انوارالحق احدی، ښاغلی رمضان  بشردوست، ښاغلی اکرم عثمان، ښاغلی انجینر  نظرمحمد، ښاغلی سروریورش، ښاغلی علی احمد جلالی، ښاغلی فاروق کارمند، ښاغلی عبدالمجید سر بلند، ښاغلی حمداله گران، ښاغلی عبدالحمیدمبارز، ښاغلی عبدالواحد فراهی، ښاغلی امین واکمن او دنورو سلهاوو وطنپالو او پر ولس مینو سیاستمدارانو پاملرنه دې ټکی ته راواړوم چه مسکو، تهران او اسلام اباد دادی دستر اتیژیکو گټو دخوندیتوب د دسیالیو په لویه لوبه کښی د خپلو وروستیو  افغانی سیاسی او څاریزو زېرموپه سمبالولو  پیل کړی دی چه موخه او پایله ئې په نهایت امر کښی دولسواکه او واحدافغانستان و ملی پیوستون اودموکراتیکی رغونې او  غوړېدنې ته په یوه جدی گواښ بدلېدلای شی.  دهمدغه گواښ او ددموکراتیکی بیا رغونې له نورو گواښونوسره دمقابلې لپاره چه همدااوس اوس زموږ کړېدلی ولس ورسره لاس او گرېوان دی  ودوی ټولو ته زمالدرناوی څخه ډک وړاندیز دادی چه له پاسیف ترصد او محافظه کارانه دریځونو سره مخه ښه وکړی او د دموکراتیکو ځواکونود فعال مشارکت، ځواکمنی اوپیوستون په موخه خپل نفوذ، ذاتی وړتیا او شونتیا نوره و نه سپموی،دسیاست په ملی ډگر کښې باالفعله رغنده گډون او دنورو له ورته هاند او هڅو سره رغنده مرسته وکړی.

    ماته ددې حقیقت څرگندول هم اړین  ښکاری چه د وطن گوند مجدد حضور نه یواځی داچه ملی  ځواکونوته کوم گواښ نه دی بلکه دخپل اندیز ماهیت له مخې به دهغوی د ځواکمنی او لاغوړېدنی لپاره یو ډاډمن ضامن هم وی.

     زه په همدې موکه دوطن گوند هغو پخوانیو غړو ته چه د ځینومعلوم الحالو سیاست بازانو پر فرېب او لافو ئې باور کړی وو او اوس ئې دهغوی ماهیت پېژندلی دی او د وطن گوند د اندیز بنسټ په رښتینولی قانع دی وړاندیز کوم چه هېواد او ولس ته ددوی د د ریښتینی چوپړننی او سبانی سیاسی سنگر همدغه دوطن گوند دی .په ډاگیز صراحت او لوړ سیاسی جرئت دی دخپل گوند لوئې غېږې ته بېرته ستانه اود کنگرې په رابللو کښی دی فعاله برخه واخلی.  همدا رنگه دخلک دموکراتیک گوند هغه غړی چه د ځان په هکله دکنگرې پرېکړی غیرعادلانه گڼی خو دکنگرې نوری پرېکړی منی کولای شی چه دکنگرې د تدارک دکمیسیون و غړو ته مراجعه او دخپل گوندی غړیتوب اوحقوقو د احیا غوښتنه دی کنگرې ته وړاندی کړی.

     د وطن گوند دمرکزی جرگې او اجرائیه هیئت هغوپخوانیو غړو ته  چه لا تراوسه له کومې توطئی اویا بل کوم سیاسی گوند سره ندی تللی زما وړاندیز دادی چه لا خو دی د گوندی غړو په اوسنیو هڅو او بهیر کښی رغنده ونډه واخلی او یا خو د ټولو سیاسی اخلاقو او اصولو د حکم له مخې دی د ډله ایزو رسنیو له لیاری خپله استعفی اعلان کړي.  لدې ماسوا به کنگره ددې حق ولری چه دنورو سرغړونکو په څېر ددوی په هکله هم د اخراج تر پولی پورې پرېکړه وکړي.

    د پای د ټکی په توگه زه پداسی حال کښی چه دوطن گوند د نظریاتی سیستم پر حقانیت او ضرورت پوره باور لرم پردې مهم ټکی هم اکیدآتاکید کوم چه که همدا اوس اوس ددې گوند ټوله فعاله هډانه دهېوادپر پر مختلونکی اوسنی بهیر کښی خپل مناسب ځای تثبیت نکړی سبا به بیا ډېر ناوخته وی.

لوی څښتن دی موږ ټولوته  د ښو  توفیق راکړی.

______________

 

یاداشت پیام وطن:
بنابر تقاضای و پیشنهادِ یک عده خواننده گان سایت پیام وطن، خواهشمندیم تا محترم اسد الله پیام در صورت امکان متن دری نوشتۀ فوق را نیز جهت نشر ارسال بدارند.
با عرض احترام
به نماینده گی هئیت کاری پیام وطن
 ایمل پیروز

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<