www.payamewatan.com
     
 

 

 

 

بسم الله الرحمن الرحيم

 

 درنو هيوادوالو دسولی او اخوت پلويانو!

    په دی وروستيوکې دافغانستان ملی دريځ ګوند دمشرتابه لخواخبرشوم چې دآلمان په اتحادی جمهوريت کې دهيواد پالو او منورو افغانانو لخوا د مرحوم ډاکترنجيب الله دمفکورواوسياست په اړه يو سيمنار جوړيږي٠  زه چې اوس د کانادا په هيواد کې د ژونددکهولت شپی اوورځی تيروم، يوه لحظه هم خپل هيواد افغانستان نشم هيرولی او غواړم ووايم هغه مشرانو چې د افغانستان لپاره یې په رښتيا هم سوله او سرلوړي غوښته دستاینې وړدي، له هغه جملی مرحوم ډاکترنجيب الله چې دسولی او ملی پخلاينی لپاره یې افغانی اواسلامی تګ لاره  غوره کړی وه، د افغانستان دمشکل دحل لپاره بهترينه لار وه اوده٠ پرته له سولی او دټولو افغانانو له ملي يوالي دهيوادپرمختګ او آبادی ممکن ندي٠ 

   زه ستاسولپاره د ملی يوالي او افغانی اتفاق په رامنځته کولوکې له متعال اوبښونکی خدای (ج) څخه برياليتوب غواړم ٠


په درناوی
 الحاج ډګرجنرال ميرزمان امرخيل
 دحرکت انقلاب اسلامی دعالی شورا پخوانی غړی

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<