www.payamewatan.com
     
 


هموطنان عزیز، خوانندگان گرانقدر!
سایت پیام وطن نظر به پالسی نشراتی خویش همه مطالبی را که در مورد قطع جنگ، تأمین صلح، حفظ و تحکیم استقلال افغانستان، تأمین وفاق ملی، دموکراسی، عمران مجدد، ایجاد جامعۀ مدنی و ترقی افغانستان واصلت نماید ـ به نشر آن اقدام مینماید.  از جمله بعضی از نوشته های وارده در مورد علل و عوامل افتراق و انقطاب موجود سیاسی ـ اجتماعی و راهنمایی بیرون رفت از وضع می باشد.

مصاحبۀ ذیل را یکی از مطالعه کننده گان سایت ما (پیام وطن) از مجلۀ بنام وطن منتشرۀ صوبه سرحد پاکستان اخذ و غرض نشر مجدد به ما فرستاده.  ضمن تشکر از این دوست محترم یاد آور میشویم که مجلۀ وطن از زاویۀ دید خود به کرکتر و شخصیت سیاسی جناب نصیر الله بابر نگریسته است.  با احترام به کرامت انسانی جناب بابر دیدگاه ما با دیدگاهی مجلۀ وطن در تقابل قرار دارد.  ما بابر را شخصیت مؤثر و سازماندهی مداخلات و توطیه های حکومات پاکستان در کشور خود میدانیم و به همین جهت به نشر مجدد این مصاحبه که اعترافات دست اول است علاقمند شدیم.

 پیام وطن
 

 

 

د افغانستان تراژیدی دا ده چې کله د غوڅو اوسیی فیصلو وخت راغلی په پاکستان کېحکومت بدل شوې
 دلته له چرسونه تیل ایستلکیدل، دا د پوډرو کار و بار سي. آی. ای.
(CIA)
 شروع کړ

 بابر ډیر عادی ژوند لري. کورته د تلو په لار کې یې زموږ د مشرانو په څیر نظامي یا امنیتی پاټکونه نشته، کوریې پهره دار نلری، حتی دروازه یی زنگ نلري، ځکه چې هغه د هر چا پر مخ خلاصه ده، خو هغه عادي سړی ندی؛ نشاندار جنرال، فاتح قوماندان او بالاخره د پاکستان داخله وزیر دی.

   د جنرال نصیرالله بابر نیکونه افغانان او په خټه بابړ دی. او دی خپله په ۱۹۲۸ کې په پیښور کې زیږیدلی، خپلې زده کړې یې په سرحد او په هندوستان کی پای ته رسولي دي. بابر په ۱۹۴۷ کې د هند د تقسیم پر وخت د هندوانو لخوا د مسلمانانو قتل عام په سترګولیدلی، د هند او پاکستان په درې واړوجګړوکې بابرپه میړانه جنګیدلې او د بهادری د جرئت ستوری یې ګټلی دی.  نوموړی په ۱۹۷۲ په نومبر کې د فرنټیر کور F.C ( قړل اردوی سرحد) مشر وټاکل شو چې د ټولو سرحداتو د ساتنې مسؤلیت ورپه غاړه و. په کال ۱۹۷۳ کې د پیښور په بالاحصار کې یی له انجینر حبیب الرحمن مرحوم سره وکتل او د افغانستان د استبدادي رژیم خلاف یې د یوې هستی اساس کیښود.  بابر صاحب د اسلامي نهضت نورو غړو لکه حکمتیار، احمدشاه مسعود، استاذ ربانی او نورو ته پاکستان ته د هجرت زمینه مساعده کړه.  میجر جنرال بابر په ۱۹۷۶ کې د سرحد صوبې ګورنرشو.  په کال ۱۹۷۷ کې رسما ً له پیپل پارټی سره یو ځای شو.  بابر د ۱۹۹۳ کال په انتخاباتو کې د نوښار په حوزه کې اجمل خټک ته شکست ورکړ او پارلمان ته راعی او په همدی کال د بینظیربوټو په حکومت کې ورته د کورنیو چارو وزارت وسپارل شو.  بابر په کال ۱۹۹۵ کې د پاکستان لوړ میډال  دشجاعت هلال تر لاسه کړ. بابر ته ډیر افغانان د طالبانو د پلار په سترګه ګوري، لکن دی خپله دا لقب نه خوښوي. جنرال بابر په یوازې تن پوځي بلکه سیاسي ژوندی تاریخ دی او هیله ده له وطن سره خاصه مرکه یې لوستونکو ته څه نا څه خوندوره وي.

اداره (د وطن مجله)

*****

   پوښتنه - جنرال صاحب! اوس افغانستان یوی نوی مرحلی ته داخل شوی، د سیمی سیاسی څیری مخ په بدلیدو ښکاري، پاکستان په افغانستان کې خپل نژدې ملګري (طالبان) له لاسه ورکړي، او شمالي ټلواله قدرت ته رسیدلی ده، امریکا یی هم ملاتړ کوي، او ظاهرشاه هم راغلی دی، تاسو دی تحولاتو ته څنګه ګورئ ؟

   ځواب- زما په خیال د انګریزانو هغه مقوله چی وایی Too many cooks Spoil the food چې قصابان ډیر شي غوا مرداره شي د اوسنی وضعی په هکله صدق کوي.  که د افغانستان تاریخی پس منظر ته وګورو، د افغانستان نسلی ترکیب پراقوامو مبنی دی او متأسفانه په اوسنیو تحولاتو کې هیچا هم په پام کې نه ده نیولی.  له یوی خوا اخضر ابراهیمی لږ زیاتی کړی، ځکه چې دی مخکی هم راغلی و او د سولی له پاره یی دلته ‌ډیری ناکامه هلی ځلی کړی دي او بیرته لدی ځایه خفه تللی.  دا ځل یی (داسی وکړل) چی څه کسان یی په بن کی راټول کړل او داسی فیصلی یې پری وکړی چې چندان قابل عمل نه ښکاري، مثلا ً که تاسو وګورئ نو کرزی صاحب غریب هم قیدی دی او شمالی اتحاد بالکل آزاد پریښودل شوی او څه پابندي هم پری نشته، ټول اهم پوستونه هم د دوی شوی دي.  او پښتون چې له مخکی نه هم ورک وو دا دی یو ځل بیا ورک شو. 

   د امریکا په هکله باید ووایم چې امریکا خپل مقاصد لري، او دا طالبان هسې یوه بهانه وو. د امریکا له هغه اتحاد څخه ویره کیده چې د چین، روس او ایران تر مینځ د جوړیدو په حال و. ویل کیږي چې په راتلونکی پیړۍ کې به چین ډیر مضبوط قدرت وي، د  لمړي ځل لپاره امریکا محسوسه کړی ده چې هغوی ته  به  د پسفیک (اوقیانوس آرام- یعنی چین او...) سایډ نه خطره متوجه کیږي. او که په پورتني اتحاد کې کوریا،  جاپان او نور اتینک ګروپونه شامل شي (چې امریکا ورته یلو ترور زیړه ترهګری وایي نو دا به د امریکا لپاره تر ټولو ستر خطر او ګواښ وي.  د امریکا لپاره د دوی په خلاف بیسس Bases يا پایګاه وی، نه وي، امریکا په ځانګړې توګه په پسفیک (اقیانوس آرام) کې مرکزونه نه درلودل، هغوی مزایل استعمالولای شوای، لکن داسې سیمې یې نه لرلې چې هلته هر اړخیزه مرکزونه ولري او بیا له هماغه ځایه چین او په بل عبارت هماغه جوړیدونکی اتحاد کنترول کړای شي.  ایران هم د امریکا لپاره په یو خطر بدلیدو ځکه چې تیل لري او دا ډیر مهم فکتور دی، تاسو وګوری له کال ۱۹۷۵ نه د دوی یوه پالیسې پیل شوی وه، هغه وخت کې امریکا ویل چې د تیلو ثقلت او اهمیت به د نیکاراګوا له خلیج څخه د فارس خلیج ته انتقال کیږي یعنی چې له مکسیکو او سنټرل امریکا به د فارس خلیج ته انتقالیږي.  اوس دوی پوه شوي چې که په تیلو کمی او د مکسیکو او خلیج تیل د دوی طلب پوره نشي کړای نو دوی ته پکار ده چې نور استراتیژیک ریزرف (ذخیره) ځایونه باید په لاس راوړي او دغه ریزرف ځایونه یواځې او یواځې د آسیا په مرکزي هیوادوو کې موجود دي. بله خبره دا چې د بوش په حکومت او کورنۍ کې ټول واړه او غټ منصبداران د تیلو د کمپنیو په کارو بار بوخت خلک دي.

   موږ هم چې په کال ۱۹۹۴ کې افغانستان او مرکزي آسیا ته لاړو، او  هلته په افغانستان کې طالبان راغلو نو مقصد مو دا و چې مرکزي آسیا ته چې قسما ً سیاسی او معاشی (اقتصادی) آزادي ورته ملاو شوی وه ځان ورسوو.   موږ عقیده درلوده که د دی سیمی تیلو ته ځان ورسوو او له هغه هیواده پر افغانستان ترانزیتي سړک جوړ کړو، او تر ګوادر پورې لاره جوړه شي نو موږ ټولو ته به فایده وي. که دغه پلان عملي شوی وای نو هندوستان هم دغه لاری ته ضرورت درلود او له پاکستان سره یې تجارتي راکړه ورکړه زیاتیدای شوی بیا نو د کشمیر مسئلی ته د پاکستان په ګټه حل راوتلای شوای.

   د همدی مرکزی آسیا د تیلو په اړه موږ له بریداس سره خبری وکړی، دا د ارجنتین او سعودی ګډه کمپنی ده.  دوی (امریکا) وویل چې تاسي یې یو نوکال ته ورکړی. موږ ورته وویل، طالبانو هم ورته وویل او ترکمنستان هم ورته وویل چې موږ لاپخوا تعهد له بریداس سره کړی، د همدی خبرې په سر  زموږ حکومت هم ولاړ، او ختم یې کړو، بیا که ستاسو یاد وي د طالبانو څه لیډران یې د امریکا بوستون ته وغوښتل او هغوی ته یې وویل چې یونوکال ته د تیلو دغه قرارداد ورکړئ موږ به تاسو ته سیاسي او اقتصادي امتیازات هم درکړو، خو طالبانو ځان پوه نکړ او چندان دلچسپي یې ونه ښودله.  امریکا له هماغه ورځې فیصله وکړه چې نور نو په دی سیمې کې موږ ته پکار دي چې بیس ( قرارګاه) ولرو.  تر څو د تیلو د قبضې تر څنګ څنګ پر چین، ایران او روسی کنترول هم ولرو.  (امریکا تخمین کړی وچې لس کاله پس به چین ته کم له کمه له دی علاقی څخه ۲۰٪ تیل ضرورت کیږي، نو که تیل امریکا قابو کړي، چین د دوی په ګوتو کې راځي.

 پوښتنه - د اسامه او طالبانو په هکله د امریکا دښمني له کله پیل شوه او دا څومره حقیقي وه؟

 ځواب- دوی (امریکا) خپل استراتیژیک اهداف لري، او طالبان هسې یوه بهانه وه، ځکه چې تر کال ۱۹۹۶ پورې زموږ حکومت و، امریکا هیڅکله د طالبانو مخالفت ونکړ... او طالبان هم داسې بلا نه وه چې امریکا ورنه وویریږي.

    د اسامه خبری ته تاسو اشاره وکړه، تیر کال په اپریل یا می کې ماته د امریکا د سټیټ دیپارټمنټ (د امریکا خارجه وزارت) یو سړی را روان وو، تصادفا ً (!!) په همدې ورځو کې عبدالوکیل متوکل هم په اسلام آباد کې و، نو ما متوکل ته احوال ورکړ او هغه ماته دلته دشپی مهال راغې، ما ورنه پوښتنه وکړه چې هغه د لبیا د لاکربی خبره څه شوه؟  نو په دی طرز باندې تاسو د اسامه خبره ولی نه خلاصوی؟ هغه راته وویل چې خبره ډیره ښه ده، یو قاضي به پکې زموږه کښیني، یو به د سعودي عرب وي ځکه چې اسامه د هغه ملک سړی دی او دوه نور قاضیان دی د نورو اسلامي هیوادونو څخه واخلي او اسامه دې محکمه کړي، لیکن هغوی (امریکایان) چې سبا راغلو، نو دا خبره یې رد کړه او ویې ویل چې څوک پوهیږي چې اسامه ته به سزا ورکول کیږي که نه؟ نو ما ورته وویل چې کوم عدالت تاسو ته مخکې له مخکې دا اطمینان ورکولای شي چې سزا به ورته حتما ً ملاویږي.

  خو امریکا اصلا ً خپله اجندا درلوده او پر دی خبرو پسی نه ګرځیده.

 پوښتنه - د اسامه په حصه کې تاسو مخکې اشاره وکړه، زما سوال دادی چې آیا اسامه په رښتیا دومره لویه بلا وه چې نیویارک او واشنګتن والوزوی، دا له کومه راغی او چا دومره غټ کړ؟ څنګه مطرح شو؟

 ځواب- اسامه په می ۱۹۹۶ کې په سودان کې و، هغه وخت په کابل کې د استاد ربانی حکومت و، او حاجی قدیر دلته په ننګرهار کې ګورنر  و.  استاد ربانی اجازه ورکړه چې افغانستان ته راشي.

   بله دا چې ما امریکا ته همدا وویل چې ستاسو انتلیجنس (استخبارات) هغه وخت چیرته و چې هغه له سودان نه افغانستان ته راتو؟ په جهاز کې راغی، ستاسو جاسوسان چیرته و؟ ولی مو هلته اقدام نه کاوه؟ موږ خو اسامه نه پیژاندو له هغه څخه خو امریکا انترنشنل فیګور (شخصیت) جوړ کړ.  هغه یوازې محلی لیډر و خو دوی د ټولی اسلامي نړۍ لیډر ترینه جوړکړ.

بله خبره دا ده چې اسامه له افغانستان څخه وتلو، طالبانو شورا راوغوښته او یوه ورځ یې اوږده کړه تر څو ده ته وخت ملاو شي چې دی ووزی. ما امریکایانو ته د اسامه په اړه وویل چې هغه په هماغو ورځو کې چې د طالبانو د علماوو شورا  روانه وه  له افغانستان څخه وتلی ده، بدخشان کې ربانی ناست و، ما دا هم ورته وویل چې   تاسو (امریکا) سره خو ستلایت شته، تاسو وګوری د اسامه دوه غوجلی وی، یوه په جلال آباد کې وه او بله په کندهارکې او په هغوی کی به اسپې (اسان) ولاړی وي.  تاسو وګورئ په همدی ورځو کې چې په کابل کې د طالبانو غونډه وه، هغې نه وروسته هغه اسپی څه شوی؟  ما امریکا ته په هماغو ورځو کې وښودل چې اسامه هغه فلانی ځای ته تللی دی، خو دوی نه منله، خبره یې ولی نه منله؟  کیدای شي د دوی مفادات به داسې وو چې هسې یوه بهانه جوړه کړي.  اسامه که هر شی و خو هغه سره داسې امکانات نه وو، دومره اطلاعاتی او جاسوسي معلومات ورسره نه وو چې داسې عملیات تر سره کړي.  دا مسایل به ورو ورو راڅرګندیږي.  او حقیقت به روښانه کیږي. دوی  (FBI) وایی چې موږ صدر بوش ته ویلی وه له مخکی نه چې د داسې عملیاتو بندوبست روان دی، پدی هکله کتاب هم لیکل شوی.  چې دا کار به CIA په خپله کړی وي. کیدای شي موساد کړی وی.

   امریکا د اسامه په اړه زما معلومات نه منل. له هغې نه مخکی یې له متوکل سره د اسامه پرموضوع هم توافق نه کاوه.  د دوی نور مقاصد وو او خپل اهداف یې درلودل.  زه وایم چې اسامه امریکا جوړ کړی ده.   د اسامه او طالبانو د مشکل د حل ډ‌یری لاری چاری وی لیکن امریکا نه منلی. ما پخوا څو څو ځله امریکایانوته ویلي چې تاسو په افغانستان کې د بیا رغاونی کارونه پیل کړی، تر څو په افغانستان کې خلکو ته کار میسر شي، او چې هلته په افغانستان کې کار او آبادي وي نو له پاکستان څخه به مهاجر بیرته لاړ شي اوس خو چې مهاجر ته وایې وطن ته لاړ شه نو ویل به یې یاره هلته مرګ ته لاړ شم... هلته خو روزی نشته، پیسه نشته، کار نشته، خوراک نشته او ... که په افغانستان کې مکتبونه وی، سوله او ترقي وی، شفاخانی وی، سړکونه وی، د سوکاله ژوند وسایل وی نو خلک دلته په دی دوزخ کې څه کوي؟ مطلب امریکایانو له دی لاری په ډ‌یره اسانی سره بدلون راوستلی شوای چې کار او روزګار پیل شوی وای نو خلک له طالبانو سره نه دریدل، بیا چا جګړه نه کوله.  غرب هر څه کولی شوای خو...

    موږ غوښتل چې همداسې تدریجی بدلونونه راولو د تلیفون لینونه مو په کابل، هرات، قندهار او نورو سرحدی سیمو کې فعال کړل.  تر څو د طالبانو له نوری دنیا سره تماس قایم شي، بانکونه موهلته پرانیستل چې د تجارت په کاروبار کې رونق راشي، په غرب کې د پرتو افغانانو له پاره مو ډیر ښه چانسونه مهیا کړل چې بیرته وطن ته راشي، د PIA سره مو خبری وکړی چې د افغانستان د هوایي ډګرونو د مرمت کار پیل کړي او له دوی سره مو قراردادونه هم وکړل، د خپل واپډا (د اوبو او بریښنا وزارت) کسان مو ولیږل تر څو د هلمند پروژی بیرته فعالی کړي، بیا مو د آریانا هوایي شرکت والا راوغوښتل د هغوی مرکزیت په هند کې و هغوی ته مو د تخنیکي او فني مرستو کورسونه او د لوازمو په هکله قراردادونه وکړل.  موږ  په اسلام آباد کې ورته ځای ورکړ، د سمنټو فابریکی مو هلته فعالولی، د قندهار د بجلی پروژه مو شروع کړه او ... موږ امریکا ته همدا مشوره ورکوله چې دلته عمرانی کارونه پیل کړی.  ما امریکا ته ویل چې مصرف ورکوی هغه طالبانو ته وکړئ، موږ به طالبانو ته ووایو چې یوه فتوا ورکړي چې بس افیون بند!!  همدا د مخدراتو ضد مصارف راکړئ چې اوس خو پری د عمران کار پیل کړو.

  پوښتنه   تاسو د یو نظامي او سیاسي تجربه کار شخصیت په صفت د امریکا موجودیت په دی سیمه کې د پاکستان او افغانستان له پاره ګټور بولئ که خطرناک؟  دی سیمې ته به امن او ترقي راولي که به په سیمه کې نوره هم بی امني زیاته شي؟

 ځواب - مامخکی هم وویل چې امریکا خپل مفادات لري او د هغوې پخاطر دلته راغلي دي، که سبا له چین سره یا روس سره څه کوی نو هم موږ پکې سهیم یو، او که له ایران سره یې کوي هم به پکې شریک یو.  ځکه چې ټول همسایه یو او په یوه سیمه کې پراته یو.  طبعی ده چې که امریکا د دوی په خلاف دا خاوره (پاکستان او افغانستان) استعمالوی نو زموږ خو به له دی ملکونو سره دښمنی برقراره وي. 

    بله خبره دا ده چې دوی وعده کړی وه چې له موږ سره به مرسته کوي، موږ طالبانو ته هم بار بار همدا ویل چې تاسو خو قرباني ورکړه، وینه مو وبیوله نو لازمه ده چې د افغانستان د مارشال پلان لپاره هم څه کار وکړی. بیا مو امریکا ته هم وویل چې پکارده چې د یوروپ په شان یو مارشال پلان جوړ کړي چې دا ملک بیرته ودان او سمسور شي. ما ورته وویل چې روسان له افغانستان څخه لاړل تاسو افغانستان یواځې پریښود.  افغانانو ستاسو په خاطر ډیر څه وکړل، سره امپراطوري یې له مینځه یوړه.   خو تاسو د دوی د ملک په بیا ودانولو کې هیڅ ونډه وانخیستله.  طالبان مو راوستل او بیرته مو ختم کړل، مجاهدین مو راوستل او بیرته مو ختم کړل او اوس نو دوی وعده راکړه چې دا ځل راځو نو داسې یې نه پریږدو، او ضرور به عمراني او انکشافي کارونه کوو.   لیکن تاسو وګورئ دا ده نهه میاشتې تیری شوی چیرته څه آبادي او عمراني کار شوی؟  چیرته څه پیسه راغلی؟  آیا هغه د پیسو او د کُمک ژمنه چا عملي کړی ده؟

    امریکا صادقه نده، کله چې طالبان راغلو، نو موږ ورته وویل چې بهایې دا پوډر، هیروین او دا نور شیان ختم کړئ. امریکایانو ته مې هم وویل چې دا کار د طالبانو په یوه فتوا سره ختمیږي، دوی ویل وبه ګورو، نو کله چې طالبانو فتوا ورکړه او تریاک او هروین یې بند کړل، امریکا د تقدیر پر ځای پر هغوی سنګین بندیزونه نافذ کړل.  اوس چې طالبان تللی نو د افیون کر بیرته شروع شوی، په ننګرهار، په هلمند، په بدخشان او... کې او نوی حکومت یې د کنترول توان نلري.

   ماته همدا اوس پکه اطلاع شته چې د افیون په زراعت او محصول کې زیاتره د CIA لاس دی، د هغوې په هوایي جهازونو یوې  بلی خواته وړل کیږي.  دا کار پخوا نه کیدو.  هغه شان چې د ایران کانترا وو، هلته CIA ولا کوکاین وړل او په پیسو به یې ایران ته په پټه وسلی اخیستلې.  دلته هم CIA همدا کار کوي، سمګلنګ (قاچاق) کوي او له انترنیشنل (نړیوال) مارکیت څخه په همغه پیسو باندې وسلی اخلي.
 

 پوښتنه: - ستاسو مطلب دا دی چې د افیونو په قاچاق کې CIA لکه د ایران کانترا په شان لاس لرلو او پر هغو پیسو به یې افغانانو ته وسلی اخیستلې؟

 ځواب :- هو! زما د لا په زمانه کې (پخوا) دلته پوډ‌ر نه و، زه تر کال ۱۹۷۷ پوری دلته ګورنر وم.  هغه وخت پورې دلته له چرسونه تیل ایستل کیدل، دا د پوډرو کار CIA شروع کړ.  د دی کار دوه هدفه وو یو د روسانو د خرابولو او بل دا چې د انکم ( ګټی) له لحاظ ډیر ښه توکی و.  په افغانستان کې اوس بیا امریکا ناسته ده خو د مخدراتو مخه نه نیسي، دوی خپلو مفاداتو ته زیاته توجه کوي... دا او په دی اړه ګڼی نورې کیسی یوه فرانسوی ژورنالست په کتاب کې هم لیکلي دي. حتی په کتاب کې دا هم راغلي چې بوش د ‍‍۱۱ سپتمبر له پیښو خبر وو چونکه دوی خپل مقاصد درلودل نو یې...

پوښتنه:- پاکستان د سپتمبر له ۱۱ نه وروسته ۱۸۰ درجی تغییر وکړ، له هغه نه مخکې به یې د طالبانو کلک حمایت کاوه.  مشرف  صاحب خو لا دا هم ویل چې طالبان د پاکستان استراتیژیک ملګری دي او داسې نور... لیکن بیا له طالبانو څخه لاس پرسر شو، د دی علت څه بولئ؟

 ځواب:-  یوه خبره د قومی مفاد یا نشنل انترست (ملی کټه) ده، لیکن پخوانیو حکومتونو خو پدی وجه له افغانستان سره تعاون کړی وو چې زموږ  وینه یوه ده، جامه یوه ده، خلک مو یو دي، او که سبا په موږ باندې سخت وخت راشي نو دوی به موږ سره باقاعده ولاړ وي. ما ته په خپله ذاتي ‌ډول دا ویل شوی وو (د افغانستان د مشرانو لخوا او هم د طالبانو لخوا) چې کم از کم یو لک افغانان به تاسو ته تیار ناست وي که هندوستان تیری وکړي.

  اوس دا یو پوځي حکومت دی، دوی خو نه د عوامو تائید اخلي او نه د هغوې رایو ته ګوري. دوی سره همدا مطلب وي چې څنګه د خپل حکومت عمر اوږد کړي او بس.

     د ضیاءالحق نظامی حکومت هم همداسې  و.

 پوښتنه:-  لکن بابر صاحب ستاسو حکومت (د ذولفقار علی بوټو حکومت) خو همدا کؤل او هغه کسان چې د اسلامی نهضت تهداب یې په افغانستان کې ایښې وو او تاسو ته راغلی وو او تاسو ټرننګ کول، د هغوی پرسر مو هم معامله کوله؟ داسې نه وه؟ ستاسو د پیپل پارټي او نظامي حکومتونو د پالیسئ تر مینځ څه فرق و؟

 ځواب: -   دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کې انجیینر حبیب الرحمن او بیا حکمتیار، احمدشاه مسعود او وروسته ربانی او نور دلته ټول راغلل، هغوې ته موږ ټرننګ شروع کړو په دی چې موږ ته معلومیده چې د روس (شوروی اتحاد) له خوا موږ ته خطرات دي او باید د هغې له پاره تیاري وتړل شي. خو هغې سره سره موږ بیا دا وکړو چې د کال ۱۹۷۴ په نومبر کې موږ دوی نه دوه کسه واخیستل، یو وکیل عظم خان شینواری او بل یونس خوګیاڼی چې د هغوی په ذاتي طور سره د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه سره رابطه وه.  دوی مو روم ته ولیږل چې اعلیحصرت واپس کابل ته ولاړ شي او دا خبره حل شي، له رباني او حکمتیار او نورو سره مو خبری وکړی دوی وویل چې ټیک ده، دا موږ ته قبوله ده؛ دی به آئیني سربراه یا پاچا وي خو په هغه آئین باندې چې موسی شفیق لیکلی و.

یعنی موږ دا اسره کوله چې ټیک دی، دوی تیار کړئ، د سبا لپاره، ځکه چې خطره روس څخه شته.  په دی چې هلته خو مخکیني ایدیالوګ و، بریژنیف وغیره، له کال ۱۹۱۷ څخه د ګریټ ویل لویه آواز- وه او کرار کرار یې مرکزي آسیا مکلونه ونیول نوموږ وویریدوچې روسان دا کوشش ونکړي چې پرموږهم حمله وکړي ځکه چې حالت اوس سازګار دی.

     بیا په افغانستان داودخان راغی، د روسانو ښه ملګری و، د داود له راتګ سره روس ته دا موقع ملاو شوه چې د افغانستان او بیا ورو ورو د انډیا په طرف وړاندې شي.  خو د روس د توسیع خطر موږ ته هم متوجه و.   د دی خطر په وجه موږ د افغانستان د اسلامی نهضت غړوته ټرننګ پیل کړ.  خو ورسره ورسره له داود خان سره مو هم خبری روانی وی.  بیا په ۱۹۷۷ کې دلته داغی چې ډیورند په کرښه خبری وکړي او داود د ستخط (لاسلیک) ونکړ.

   زموږ د پالیسی دوه ټکی وو، یو یونیټی (یو والی) او بل انټګریټی (بشپړتیا)، دا دوه ټکي مو د افغانستان لپاره ګټور ګڼل.  ځکه که دا دوه شیان ګډوډ شوی وای نو دافغانستان امن به ورسره ختمیدو.  او چې په افغانستان کې امن نه وي نو موږ به په هیڅ صورت کې په امن کې نشوای پاتې کیدلی ځکه چې بیا خو روسانو ته زموږ په لور راتګ هیڅ نه وه.  ډیرو دلته په پاکستان کې دا خبره کوله چې د پاکستان مفادات تر هندوکش پوری دي.  دا خبره په اوسنیو وختو کې هم ډیرو کوله خو زموږ باور وو چې تر څو په افغانستان کې امن او مسلط نظام نه وي دلته په پاکستان کې هم امن نشي راتلای.

   موږ په کال ۱۹۹۴ کې (د مجاهدینو د حکومت په دوران کې) افغانستان او له هغه ځایه ترکمنستان ته لاړو او له ځان سره مو ډیر غربي ديپلوماتان هم بیولي وو، هغوې ته مو وویل چې دا ملک آباد کړي، په افغانستان کې مې ټولو (ربانی، اسمعیل خان، دوستم او مرحوم مسعود صاحب) ته وویل چې ګورئ بهایې دا خلک ستاسو ملک آبادوي او دلته به یوه لویه لاره جوړه کړي. خو دوی شک کاوه، ایران او هند هم نه غوښتل دلته لاری جوړی شي او آبادي راشي.  کله چې موږ یو کاروان روان کړو نو په قندهار کې هغه وخت دوی بند کړ، او بیا طالبان راغلو کاروان یې آزاد کړ.

   د طالبانو هر چا صفت کاوه، دوی امن راوستی و، په سړ کونویې ‌ډاکې او شوکي ختمې شوی او کامل امن وو.  نو موږ  ویل چې یو وار امن راشي بیا به ډیر کارونه وشي.

   ګورئ طالبان په ۱۹۹۶ کې د سپتمبر په میاشت کابل ته ننوتل، نو په اکتوبر کې زموږ او د دوی او شمالی اتحاد تر مینځ په مزار کې خبرې شروع شوی، اول لاړو کابل ته د طالبانو له شورا سره مو خبری وکړی بیا له هغه ځایه قندهار ته لاړو او له ملا عمر سره مو خبره وکړه، هغه بیا ملاغوث راسره کړو بیا ولاړو مزار ته. دوستم سره مو خبری وکړی.   دوستم هم زموږ د طرحی ملاتړ وکړ.   یوه مسوده جوړه شوه چی پنځه پراګراف یا بندونه یې درلودل.   لومړی بند یې دا و چې د ملل متحد او اسلامی کنفرانس تر اشراف لاندی ټولی پریکړی منو.   دوهم دا چې اوربند به وي او بندیان او د مړو جسدونه به یو بل ته ورکول کیږي.  خو پنځمه فقره دا وه چې داسی یوه سیاسی اداره باید جوړه شي چې په هغوی کې به د ټولو ولایتونو نمایندګي د نفوس د تناسب په بناراځي.  پدی مسودی کې د فیدرال خبره هم وه چې د دوستم تر څنګ طالبان هم پری راضی وو هغه وخت زما وظیفه دلته په اسلام آباد کې وه (داخله وزیر) د مسودی ټول بندونه تیار وو، او زه بیرته مزارته روان وم. ماته د امریکا سفیر سایمن جونیر ویل چې درسره ګورم، ده ماته په ملاقات کې وویل چې ته ډاکټر هول هم له ځان سره بوزه ډاکټر هول د جرمني و او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی خاص استازی و. ما ورته وویل چې هغه خو زموږ سره ده ځکه چې د قرار داد یا اتفاق نامی په اول بند کې لیکل شوی دي چې د ملل متحد او اسلامی کنفرانس تر اشرف لاندې به یوه طرحه جوړوو، خو زه چې کله مزار ته ورسیدم نو لیدل مې چی ډاکټر هول له مانه مخکې هلته رسیدلی وو.    دوستم که څه هم زموږ سره پخوا خبری کړی وی خو ما ورته وویل چې اوس هول راغلی ده نو پکار ده چې د هغه په حضور کې یو ځل بیا هماغه خبرې تکرار کړو. ‌ډاکټر هول اول ډیر اوږد تقریر وکړ خو دا یې هم وویل چې زه پر دی مسودی د ستخط (لاسلیک) اختیار نلرم. بیا د ډوډ‌ی وخت شو، هول وویل چې دا خو عجیبه کار شوی ټولی خواوی پری راضی دي، نو زه به له نیویارک سره خبرې وکړم، نو هغه بلی کوټی ته ولاړ او په ستلایټ تلیفون یې هلته په نیویارک کې چا سره خبرې وکړی، بیا یې له ما سره خبرې وکړی، نو ما ګمان کاوه چې کیدای شي اجازت به ورته ملاو شوی وي. پدی ضمن کې ما برګیډ‌ر مجید (په هغه وخت کې د اسلام آباد سفیر په تاجکستان کې) ته وویل چې مسوده ټایپ کړي چې امضاګانو ته تیاره وي.  دوستم راته وویل چې شپږ کسان به زه درته معرفی کړم، شپږ کسان به د طالبانو شي، دوستم ویل چې ددی توافق غونډه به په کابل کې اعلانیږي او زه په خپله هم کابل ته درځم، پدی ټولو توافق وشو، ډاکټر هول راغې نو قلم یې راواخیست او دا پنځم یې رد کړ، په دی کار دوستم خفه شو، په هغه ورځ خو موږ بیرته پاکستان ته راغلو خو دوستم بیا پیغامونه شروع کړل او زارۍ یې کولی چې یوځل دلته راشئ.  بیا دلته ایوان صدر کې میټنګ وشو، په هغې کې صدرفاروق لغاري، بینظیربوټو، چیف آف آرمي (د پوځ لوی درستیز) سټاف، د  ISI ډایرکټر جنرال (عمومی رئیس)، وزیر خارجه او زه هم... وم نو دوی ماته وویل چی بله ورځ ( د نومبر په پنځمه) مزار ته لاړشه او دستخطونه وکړه... لیکن د نومبر په څلورم زموږ حکومت ړنګ شو. اوهغه مسوده او توافقات همداسې نیمګړي پاتې شول.

  بیا د رابن رادرافیل فعالیت شروع شو.  هغه راغی د ډسمبر ۱۹۹۶ کې ... ده د طالبانو ډیر صفت کاوه.  بیا په ۱۹۹۷ کې له طالبانو سره خبرې پیل شوی، لیکن هیڅ نتایج یې ورنکړل.  خو دومره ویلی شم چې زموږ د حکومت په دور کې هر څه سم او صفا روان وو، له هغه وروسته هم چې له طالبانو سره څومره تماسونه شوي زما په ذریعه شوي دي.  دا ګلبدین حکمتیار هم ماته په تلیفون کې وویل چې زه د طالبانو خلاف جنګ پیل کوم، ما وویل طالبان پریږده.  بیا د هغه قوماندانانو ما سره خبرې وکړی او ټولو له جنګ نه انکار وکړ. حکتیار ویل چې زه کابل ته ځم، ما ویل مه ځه.

  مطلب دا که زموږ حکومت پاتې شوی وای نو د افغانستان مسئله به هم یو معقول حل ته رسیدلی وه.  حتی چې په ۱۹۷۶ کې موږ له ظاهرشاه سره تماس نیولی و او حاضر وو چې دوباره اقتدار ته ورسي، بیا په ۱۹۸۸ کې شورا مشورتی جوړه شوه، د ISI والو راته وویل چې دغه حکومت په رسمیت وپیژني، موږ ورته وویل چې تاسو لږ صبر وکړئ، دغه حکومت دی ځانته یو رسمی او بین المللی شخصیت جوړ کړي او هغه د حکومت پنځه شروط چې یو حکومت یی باید ولري، دی پوره کړي نو موږ به یې هم په رسمیت وپیژنو.  بیا هم د دوهم ځل له پاره موږ په کال ۱۹۸۹ کې (وکیل عظم او یونس خوګیاڼی) راوغوښتل او اعلیحضرت ظاهرشاه ته مو ورولیږل، خو هغه غاړه کینښوده.  ظاهرشاه وویل زه مشوره کوم بیا پاکستان ته راځم، او هغه ځل هم په جولای کې ۱۹۸۹ کې زموږ حکومت ختم شو.  بیا مې په دریم ځل چې زموږ حکومت راغې په ۱۹۹۳ نو ظاهرشاه ته مو سوال ځواب ولیږو داځل مې بینظیر بوټو د دفتر مشر (اقبال صاحب) ظاهرشاه ته ورولیږو چې راشي او دلته دا افغانانو سره یوه ځولۍ کړي خو هغه انکار کاوه، ده له هغه خوا سردار عبدالولی راولیږو (د ظاهرشاه زوم)، د هغه شخصیت کمزوری و ... نو موږ ورته ویل چې ته خو راشه یو ځل پدې کمپونو او... باندې راوګرځه له خپلو عوامو خبر  واخله دا به ستاسو شخصیت ته ډیره ګټه ورسوي.  زماله اول نه عقیده دا وه چې که ظاهرشاه راشي نو هغه به ډ‌یر اهم رول ولوبوي. که نور څه نه وي نو افغانان خو پری متحد کیدلی شي.

  ما د ضیاءالحق د مارشالا په دور کې هم هغه ته ویلي دی چې ظاهرشاه راوغواړي، خو ضیاءالحق به ویل دا بوډا به څه وکړای شي؟ که ستاسو په یاد وي په اتیاومه لسیزه کې دلته په پیښور کې یو کنفرانس جوړ شو، قاضی محمد امین وقار او دا نورو ویل چې ظاهر شاه راولو.  ما ورته ویل رایې ولئ ولو که مړ هم شي، د هغه به مقبره وی، زیارت به پری جوړ شي.

 ستا د پخوانی سوال ځواب   کې  دا هم  وایم  چې،  ضیاءالحق  هم د  خپل ځان  مفاد  ملي  مفاد  ګڼلو.  هغه به  دا  ویل (Last bullet last afghan)  آخري مرمۍ آخري افغان مطلب دا چې تر څو یو کس افغان هم پاتې وی زه به مرمۍ ورکوم چې وجنګیږي.

 زما مطلب دا دی چې کله سیاسی حکومت راشي، هغه سیاسی فکر لري، خلک پیژني، رابطی وی او ... او د پوځي حکومت خو له عوامو سره رابطه نه وي. یعنی ځیني خلکوته نشنل انتریست (ملی کټې) هغه ښکاری چې کوم کرکټر (شخصیتونه) په حکومت کې دي.  د هغوې ګټې ملي ګټی دی.  خو په حقیقت کې د ولسونو ګټی ملی ګټی دی نه د افرادو.

 بوښتنه: - له طالبانو سره د امریکا د مستقیم یا غیر مستقیم مرستو په حصه کې تاسو څه معلومات ورکولای شئ. تاسو د طالبانو ډیر نژدې دوست پاته شوي یاست.  امریکا د طالبانو حمایت کاوه او که نه؟ او که یې حمایت کاوه نو علت یې څه وو؟

 ځواب:- موږ د طالبانو په دور کې یو کاروان (زما خپل) له موادو ترکمنستان ته ولیږه او اوس واپس بیرته سم سلامت راغی.  بیا زه د امریکا سفیر ته ورغلم ورسره مې د یوروپ او جاپان سفیر هم تر لاس ونیو اول مې هرات ته بوتل هغې نه پس مې کندهار او نورو علاقو ته بوتلل تر څو په خپلو سترګو هغوی ته وښیم چې دلته پوره امن او امان دی او دلته د ګیس پایپ لاین، ریلوی  (اورګاډی لاره) او نورو پروژو لپاره زمینه مساعده ده او دوی ته هم پته ولګیږی چې دوی هر چیرته په امن او امان کې تلای راتلای شي. او طالبانو امن راوستی دی.

   لیکن ماته نه ده معلومه چې مستقیماً امریکا له طالبانو سره مرسته کوله که نه.  خو طالبانو ډیرو پیسو ته ضرورت نه درلود.  تور غونډۍ کې ډیره لویه ذخیره له اسماعیل خان څخه پاتې شوې وه.  اما د خوراک او د تیلو ضرورت خو موجود و او زما چې څومره فکر دی دا ضروری مواد په بشپړه توګه زموږ له لوري ورکیدل.  زه درته یوه کیسه کوم.  زه چې اول کابل ته لاړم، په تنور باندې روټی ګرانه وه، چې تپوس مې وکړ ویل یې چې اوړه نشته چې بیرته پاکستان ته راغلم ما جهانګیر کرامت لوی درستیز ته تلیفون وکړ، ورته مې وویل چې تاسو سره چې په پیښور کې د پوځ لپاره کوم سټاک (ذخیره) شته، هماغه د شپږ، میاشتو سهمیه د پوځ په نوم واخله او نوره د NLC  (نشنل لوجستک کارپوریشن) کابل ته واستوه... دوه ورځې وروسته په کابل کې د روټی قیمت راپریوت... یوه بله ورځ راپور راغې چې په جلال آباد کې روټۍ نشته او له دی ځایه پخه روټۍ ځي. ما خپل جیپ راوخیست او یوازې سیده جلال آباد ته لاړم، هلته چې ورسیدم هر څه مې وکتل ټیک ټاک وو...

 هو! دا ضرورتونه موږ په خپله رفع کول، دا زموږ پلان وو چې ریلوی جوړه شي او پایپ لاین وغځیږي.  له هسپانیې څخه مو پیسې او د سټلایټ په واسطه مو سروی وکړه، برایداس کمپنی یو کس راکړ، د افغاننانو جامی مو ورواچولې، بیا مې له طالبانو سره ولیږو تر څو د ځمکې له لاری هم تصدیق او سروی وکړي.

  ترکمنستان سره مو خبرې وکړی بیا مو د لارو پلان جوړ کړ چې دا یوه لاره به له اوزبکستان او ترکمنستان په قندهار او په فراه باندې راتیریږي.   بل لاره به په قزاقستان، چین او په ګجرات راځي... همداسې یو پروتوکول لاسلیک هم شو.  اوزبکستان راته وویل چې موږ د ترکمنستان په لاری نه راځو، نو موږ ورته وویل چې تاسو له شبرغان څخه مستقیما ً هرات ته خپله لاره جوړه کړئ، د هرات به هم پدی کې حق جوړ شي او سهم به ورورسیږي.  له هغه ځایه ایران ته هم تلای شی، او پاکستان ته هم راتلای شي او که ترکمنستان ته تلی نو هم لاره شته.

   زموږ پکی لوی لالچ دا وو چې په کراچي کې همیشه زموږ مشکل پیښیږي، نو ګوادر به په کار واچوو چې دا بندر هم ترقي وکړي.  څه خلک به د کاروبار لپاره ګوادر ته ولاړشي.

  بله لویه خبره دا ده چې دا لوی چیز (پایپ لاین) جوړ شي او ملتان ته راورسیږي، نو هند به غواړي چې ما ته هم تیل او ګیس راکړي، تاسو وګورئ چې انډسټري (صنعت) ټول په انډیا کې دي خو مارکیټ په مرکزي آسیا کې، نو دا به یو له بل سره تړون خوري او دا ټولې منطقې ته ګټه ده.

  اوس ایران دا هر څه سپلایی (تهیه) کوي.  ایران یې نشي کولاې. ایران دا نه غوښتل چې دا لار (چی مخکی مو ورته اشاره وکړه) پرانیستل شي.  په دی چې د ایران له بندر عباس نه واخله ترکمنستان پوری لار ۳۲۰۰ کیلو متره ده او سخته لاره ده.  زموږ پلان شوی لار ۱۵۰۰ کیلو متره ده، ۸۰۰ کیلو متره تر چمن پورې جوړه روغه او تیاره لار ده.  او بیا تر هراته پورې ۸۰۰ کیلو متره، سړک مات ګوډ شته لیکن موږ خو پلان درلود چې ریلوی لاین به غزول کیږي، موږ  ویل چې له تور غونډۍ تر هرات به ریلوی لاین راولو.  هرات به مرکز شي، ځکه چې زموږ او ترکمنستان ګیچ مختلف دی.  تر هراته به د ترکمنستان په ګیچ راځي او له هرات نه به زموږ په ګیچ راځي.

   دا زموږ په لاره ټولې سیمې ته پکې فایده رسیده، دلته هندوستان ته هم فایده وه، د کشمیر مسئله هم د همدې اقتصادي راکړی ورکړی له لاری، چې اټکل شوې وه قایمیږي به، حل کیدای شوه.

   له هندوستان سره به درې لارې فعالیدلی، یوه به په لاهور راتله بله به په کوکرپارد او دریمه په واګه.  نو دلته چې د ریلوی تیار سړک موجود و له دی لارو له انډیا او له هغه لارې بنګلادیش، برما، مالیزیا او اندونیزیا سره دا ټولې سیمې سره تړل کیدلی او ګټه به پکې د ټولو وه.  بیا نو په یو بس سړی کولی شوای دا ټول هیوادونه راوغواړی، مرکزی آسیا هر څه ته اړتیا لري ځکه چې روسانو همداسې تش پریښی دی.  افغانستان کانسټرکشن (رغونې) ته ضرورت لري، سمنټ ته ضرورت لري، سمنټ په مرکزی آسیا کې ‌ډیر ارزانه دي، نو کیدای شي چې په هرات، قندهار، غزني او شمال کې د سمنټ عمده مرکز جوړشي.  غنم هلته په مرکز آسیا کې ډیر ارزانه دي، بیا به په همدې توګه د تیلو تجارت، د ګیس تجارت، د نورو شیانو تجارت د وچې میوی تجارت د لاسی صنعت کاروبار  د قالینو کاروبار او ... دا ټول د دی هیواد تر مینځ انکشاف کولی شي.

 پوښتنه:- نو امریکا بیا ولی د دومره اهمی پروژی سره دلچسپي نه اخیستله په دی کې د امریکایي شرکتونو او کمپنیو تر مینځ څه مشکل و که حکومت څه نوری ملاحظی درلودی؟ او که د ایران او نورو مزاحمت وو؟

 ځواب:- د امریکا هغه دا خیال نه وو چې دا پروژه به کامیابه شي، د هغه وخت حکومت ته ایران او چین هم دومره استراتیژیک اهمیت نه درلود.  خو له ټولو نه مهمه خبره دا ده چې هغوی د تیلو د کمپنیو خلک نه وو او د دی کار په ګټه ډیر نه وو، د بوش حکومت چې راغی نو دوی ټول د تیلو د انډسټري  خلک دي د دوی علاقه له افغانستان او دی پروژو سره زیاته ده.

  د ایران خبره دا وه چې موږ به افغانستان ته لاړو نو هلته به په مزار کې د بروجردي جهاز ولاړ و.  فهیم به په هند کې ناست و، او دوستم ته روس او ایران کمک کاوه، ما ته مالک ټولې خبرې کولی چې څوک کومک کوي.  نو شمالي اتحاد سره دوی کمک کولو.  بل دا چې شمالي اتحاد په خپل منځ کې هم متحد نه وو، او له موږ سره به یو ځای د ټولو نمایندګان ناست وو.

     مسعود دا غلطی وکړه چې کله یې کابل پریښود نو ټوله وسله یې پنجشیر ته یوړه او پلونه یې په ځان پسې بند کړل، بیا کله چې طالبان مات شول او مسعود شمال ته ولاړ نو له دوستم څخه به یې وسله اخیستله، دوستم ما ته ویل چې احمدشاه مسعود زما په موټي کې دی.  خو اصلا ً بی وقوفي د امریکایانو وه، اوس هم دوی بی وقوفي کوي.  ګورئ افغانستان تقسیموي.  له دوستم سره بیل کمک کوي، له اسمعیل خان سره بیل، پدی کې د افغانستان مفاد نشته.

  لیکن زموږ پالیسي د افغانستان یووالی و، زما هم له دوستم سره ‌ډیر ښه تعلقات و او له اسمعیل خان سره هم. خو تاسو وګورئ طالبان زموږ حکومت (د پیپل پارټی حکومت) په رسمیت ونه پیژندل، هغوی ته موږ ویل چې تاسو د پوره افغانستان نمایندګي نه کوئ، شمالی اتحادبیل دی. لیکن زموږ څخه وروسته نوازشریف راغی او هغه په رسمیت وپیژندل.

    مخکې هم تل زموږ کوشش دا و چې افغانان متحد وي، زموږ په اول دور کې (د ذولفقار علي بوټو په دورکې) موږ ټول مجاهدین متحد ساتلي وو.  خو کله چې ضیاءالحق راغې نو پر دوی یې پیسی بندی کړی او دوی څوک چیرته او څوک چیرته او چاته لاړو.  بیا چې کله زموږ حکومت په ۱۹۸۹ کې راغی بیا مو وویل چې د همدی ۷ ډلو څخه یو حکومت جوړ شي.  خو ISI او غلام اسحاق خان زموږ تائید نه کولو.  بیا زموږ نه وروسته نوازشریف راغې نو هغه ډ‌یرې ستری غلطۍ وکړی.  هغه د اسلام آباد معاهده وکړه او تر ټولو ضعیف او کمزوری سړی مجددي یې کابل ته ولیږو.   بیا یې د پیښور معاهده وکړه او رباني یې ولیږو، رباني بیا نو ځان په چوکۍ ټینګ کړ اود چوکۍ لپاره یې ټول وطن تباه کړ.

   ماته په کال ۱۹۹۲ کې هم د ISI جنرال ډایرکټر وویل چې له نجیب سره خبری کوو، ما نجیب ته احوال ولیږو چې خبری سره کوو، نجیب راته ویل چې چیرته وایی او په کومه کچه چې وایې زه تیار یم.   بیا دلته دوی ویل (د پاکستان مقاماتو) چې اول د انتلی جنس (استخباراتو) په سطحه خبری کوو، په ژنیو کې ځای وټاکل شو، نجیب له هغه ځای څخه یعقوبی  (د استخباراتو رئیس) او خپل سکرټر توخي راولیږو او ورسره فردوس هم وو (فردوس هغه کس دی چې د لومړی ځل لپاره یې حبیب الرحمن له پاکستان سره معرفی کړ او دلته یې بابر ته راوست، پدی وخت کې (۱۹۹۲ کې) فردوس له نجیب سره په کابل کې و، دی اصلا ً د کامی دی)  ما هم له نجیب سره د فردوس له لاری تماس نیولی و.   له دی ځای څخه د ISI جنرال ډایرکټر زه له ځان سره بوتلم، دا خبری کامیابه نشوی.  د نجیب پیغام دا و چې زه قدرت خوشی کوم، تاسو یو پلان جوړ کړئ، یوه اداره جوړه کړئ چې زه ورته قدرت وسپارم ترڅو د قدرت خلا پیدا نشي.

  خو د افغانستان تراژیدی دا ده چې کله د غوڅو او سیی فیصلو وخت راغلی په پاکستان کې حکومت بدل شوې.


 پوښتنه:- یو سوال تاسو ته مستقیما ً راجع ده، د افغانستان د مقاومت نظامي اړخ تقریبا ً له پاکستان څخه پیل شوی، هغه وخت تاسو د صوبه سرحد ګورنر وئ، که دا معلومات راکړئ چې د اسلامي نهضت کسان دلته د لمړی ځل لپاره په خپله راغلي وو، که ذولفقار علی بوټو دعوت کړي وو، او بیا څنګه د دوی د ټرننګ پروګرامونه جوړ شول؟  آیا دا د افغانستان په چاروکې مداخله نه وه؟

 ځواب:- خبره دا وه چې اول خوپه افغانستان کې یو قانونی سیستم او قانونی نظام روان و.  پادشاهیت و، یعنی که اعلیحضرت مړ شو زوی به یې پاچا وي او همداسې یو تسلسل به روان وي.   لیکن کله چې سردار داود خان کودتا وکړه نو هغه تسلسل مات شو.   زموږ دا اندازه وه چې له دی نه پس به ټول نا آشنا او نوی خلک راځي او بی امني به راځي.  چون موږ د افغانستان همسایه یو نو زموږ ګټی هم دا دي چې هلته امنیت وي.

  په اګست ۱۹۷۳ کې داود خان کودتا وکړه، نو د همدې کال په اکتوبر کې ما ته خدای دی اوس وبښی انجینر حبیب الرحمن راغی.  هغه ما سره خبره وکړه چې ما بوټو صاحب ته بوځه، ما له بوټو صاحب سره خبره وکړه.  زه هغه وخت کې بالاحصار (پیښور) کې برګیډیر وم.   نو ټول صوبه سرحد، بلوچستان او کشمیر ما سره وه.  دوی مهمندو ته د ناوګی له لاری راغلی وو، هغه وخت زه هم مهمندو ته تللی وم.  سړک مو جوړاوه، مرحوم حبیب الرحمن را ته د کابل حالت او د داودخان د حکومت وضعه بیان کړه او د کمک غوښتنه یې وکړه.  داود خان موږ ته معلوم و.  او خبری یې هم داسې کولی چې د خطری بوی ترینه راوتلو.  او روسان هم له داود سره جوړ ول، روسانو غوښتل چې کرار کرار ځان ګرمو اوبو ته راورسوي.  نو ما بوټو صاحب ته وویل (د هغه خو ډیره پراخه دیدګاه وه) چې دی خلکو سره څه کول پکاردي، هغه وویل چې ته دسیمی پوره جانچ (تفتیش) واخله او ټوله اوضاع ښه دقیقه مطالعه کړه.  موږ خپله سټډی (مطالعه) وکړه، موږ یقین درلود چې په چین کې چاو مړشونو مایو هم د مړینې په حال کې و، نو کوم نوی قیادت چې راځي له هغه سره خپل خاص پروګرامونه دي.  روس کې هم وروستي یو دوه ایدیالوک پاته وو.  او دی نه پس د نسل او قیادت یو تغییر راځي، د هغوی به خپل ډاینامکس وي.  ایران کې د شاه ګرد چاپیر درباریان دي او که شاه بیمار شي یا مړشي نو بیا دا درباریان حالت نشي کنترولولای.  هندوستان خو هسې هم زموږ لپاره خطره وه، موږ ته په څلور طرفه خطرات دي.  په افغانستان موږ نه غوښتل چې حالت دی خراب وي.  لویه خبره داوه چې کیدای شي روس له دی حالتونه فایده او چته کړي او افغانستان ته راننوزي.

  نو د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته ترننګ ورکولو، په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته و.  دوی به د کابل له کالج اویونیورسټي څخه هلکان راوستل او موږ به دلته ترننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل تر څو دوی هلته نورو ته درس ورکړي.  موږ دلته دوی هریو ته بیل بیل کارونه سپارل.   ربانی به شبنامی او داسې نور شیان لیکل او حکمتیار د ارتباط کارونه کؤل.

    لیکن په ۵ د جولای ۱۹۷۷ کې زموږ حکومت له مینځه ولاړ او ضیاء الحق بدبخته راغې او د هغه ځانله فکر و ، هغه پر دوی کمک بند کړ او ویل یې چې دا زما کارندې چې زه د افغانستان لپاره دلته خلک ټرننګ کړم، هغه هر څه بند کړل او چې بند یې کړل نو دوی څو تقسیمه شول.

  دلته اول انجینر حبیب الرحمن راغې، بیا ګلبدین حکمتیار راغې، بیا احمدشاه مسعود راغې وروسته بیا څلور پنځه کسان نور راغلل.  موږ ورته وویل چې تاسو له موږ غواړې چې دلته ټرننګ راکړی، خدای مو کامیابه کړه او که کامیابه شئ نو د ملک حالت به مو څوک قابو کوي، تاسو خو هلکان یې.  دوی ویل موږ سره سړی او کدرونه شته، موږ ویل تاسو سړی راته وښیې؟  دوی بیا د استاد ربانی نوم واخیست... نو دوی ټول د ربانی ګروپ وو.

    خو په جولای کې چی دا کومکونه بندشو، بیا په ۱۹۷۸ کی دوی ماته راغلو او ویل یی چی پیسی هم نشته او بل شی هم نشته، موږ په ډیر بد حال یو او خلک له موږ څخه طمعه کوی. نو ما دا وکړل چی اول می شاه، ایران ته پیغام ولیږو چی موږ دا خلک ټرننګ کړی وو، لکن ضیاءالحق هر ځه بند کړی نو ته له دوی سره مرسته وکړه. فکر کوم دسپتمبر که اکتوبر میاشت وه ماله بی بی سره ( نصرت بوټو) څه جلسی هم پدی هکله وکړی او شاه ایران راته وویل چی په دریو ورځو کی به ځواب درکړو. په همدی ورځو کی زه د مارشالا حکومت جیل ته ولیږلم، یو کال بندی وم، چی راووتم نو هغه وخت د ایران شاه له مینځه تللی و. نو د ایران خبره هم ونشوه. نو بیا ما دوی امریکایانو ته بوتلل.زه خو له صوبه سرحد څخه وتلی نه شوم، نو بیا زما یو دوست و په اسلام آباد کی هغه هم کور جوړاوه او ما هم، نو ما به دا مجاهدین د هغه کورته ورلیږل، خو په سفر کی به می خبره ورته کوله ، ورته ویل به می چی ګلکار درغی، او چی به می ورته وویل چی د بجلی ولا (برقی) درغی نو احمدشاه مسعود به ورغی. د امریکا سفارت په می ۱۹۷۹ کی له دوی سره کومک شروع کړ. ما ورته وویل چی تاسو خپله اجندا او پروګرام جوړ کړی او ماته یی وویل چی ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه.

  روس خو په دسمبر ۱۹۷۹ کی راغی. امریکا دوی سره په می کی کومک شروع کړ ( یعنی مالی کومکونه وغیره) ISI اوضیاءالحق په دی کارکی نه وو.

کله چی روسان راغلل نو امریکا په ضیاءالحق او ISI فشار واچاوه چی مجاهدینو ته کومک پیل کړی، بیانو ISI او ضیاء کومکونه شروع کړل.

  تاسو وګوری موږ په هغه وخت کی چی دوی ته تر ننګونه ورکول نو په عین وخت کی مو له داود خان سره هم خبری کولی او له اعلیحضرت سره مو هم خبری کولی چی په سیاسی طور دا مسئله حل شی. خو ضیاءالحق نه غوښتل دا مسئله په سیاسی طور حل شی، ځکه دا اعتقاد درلود چی تر څو په افغانستان کی جنګ وی ترهغو پوری به امریکایان دوی پر قدرت بریږدی.

  خوامریکایان داسی خلک دی چی تر څو یی پکار یی کاردرنه اخلی او چی کاریی پوره شی نو بیا دی ختموی. په اپریل کی ضیاءالحق ذولفقار علی بوټو پانسی کړ، خو په جون کی د امریکا یو مهم سړی ماته راغی او راته ویل یی چی تاسو له ضیاءالحق څخه خلاصوو. او چشتی یا سوار به راولو. په کویټه کی زموږ میټنګ وشو، بیګم بوټو وه، بیګم بوټو وه، محترمه ( بینظیر) وه، یحیی بختیار و، جنرال ټیکه خان و او زه وم. دوی ته می وویل چی یو امریکایی ماته وویل چی له ضیاءالحق څخه موخلاصوم... دوی راته وویل چی په یو جنرال او بل جنرال کی څه فرق دی لاړشه او امریکایی ته ووایه چی د دی کار ذمه واری په غاړه اخلی که نه؟ جنرال چشتی خو انکار وکړ او سوار خان هم وویل چی واړه واړه بچی می دی زه هم دا کار نشم کولی.

  که تاسو د دی پس منظرته وګوری نو په اګست ۱۹۷۹ کی ضیاءالحق پدی پوه شو چی امریکا می خلع سلاح کوی نو فورا ً برطرفه کړ... او دسمبر کی روسان راغلل. مطلب دا چی په سیاست کی منفعت طلبی ده، وګوره بوټو صاحب یی پری پانسی کړ، او په جون یا جولای کی یی ضیاءالحق ختموو خو په دسمبر کی بیا ضیاء د امریکا تر ټولو ښه دوست و.

  پکار خو دا وه چی د روسانو له راتګ سره امریکا او ضیاء الحق د مجاهدینو لپاره جلاوطنی حکومت جوړ کړی وای. همداسی کار انګلستان د دیګول لپاره وکړ په تبعید کی یی هغه ته حکومت جوړ کړ، همداسی کار د مارشال تیتو لپاره په یوګسلاویا کی شوی و. خو دوی دا کار نه کاوه او همدا یی خوښه وه چی مجاهدین بیل بیل وی.

پوښتنه:- تاسو د ضیاءالحق د اختلاف اچولو سیاست ته اشاره وکړه، خو ستا په عهد کی هم د مجاهدینو تر مینځ اختلاف وو. حتی هغه وخت چی څو محدود کسان تاسو په بالاحصار کی روزل. ددی علت څه و؟

ځواب:- د مسعود او حکمتیار په منځ اختلاف و. زه هغه وخت کی ګورنر وم. هغه اختلاف داسی و چی یوڅو شبنامی او څه نورشیان له دی ځایه افغانستان ته استول کیدی ( د مسعود د څو ملګرو په واسطه) نو هغه د غلطو خلکو ( د داود د حکومت) لاس ته ولیدلی. نو حکمتیار ویل چی دا کار قصدا ً شوی او دا خلک د حکومت سره لاس لری. چوم داوړه ( مسعود او حکمتیار) ځوانان وو نو له همدی ځایه اختلافات شروع شول. بیا شرعی محکمه جوړه شوه او قاضیانو د مسعود پدی ملګرو سزای موت(د مرګ سزا) صادر کړه. ما دوی ته وویل چی دا کار روایی به دلته نه کوی. نو ما مسعود بچ کړ.

  کله چی په ۱۹۷۷ کی زموږ حکومت ړنګ شو. نو مسعود له هغه نه پس فرانسی ته لاړ. فرانسویانو په خپل لاس کی ونیو او سبقونه یی ورته پیل کړل. هغی نه پس مسعود د فرانس پروټکټ ( تحت الحمایه) شو. بیا د فرانس په واسطه په افغانستان کی فعال شو. فرانس له روسانو سره هم تفاهم درلود. هغوی روسانو ته وویل چی تاسو مسعود مه وژنی. هغه به تاسو سره مفاهمت کوی... تاسو وګوری که سالنګ تونل بند شوی وای نو د روسی کاروانونه به څنګه پدی بریالی شوی وای چی خپل عملیات وکړی؟ ! که سالنګ بند وای د شوروی هیڅ رنګ کومک افغانستان ته نشوای رسیدلی. خو مسعود دا لاره د روسانو پر مخ پرانیستی پریښی وه.

 پوښتنه:-  تاسو مسعود له مخکی هم دلته لیدلی و.  او تاسو سره یی ډیر ارتباط و.  آیا مخکې هم تاسو داسې شک درلود د هغه د شخصیت په هکله یا د هغه د ارتباطاتو په هکله؟

 ځواب:-  ګوره دا شیان او له روسانو سره د هغه پروتو کول، دا ټول ډیر وروسته شوی. هغه وخت زموږ حکومت تللی و.  لیکن د داوود په وخت کی موږ داسی وکړل چی غوښتل مو داود ته یو درس ورکړو. هغه وخت داوود زموږ مخالفین په افغانستان کی ساتلی و. لکه اجمل خټک، عظم هوتی او ... دوی به دلته په پاکستان کی بمونه خلاصول. نو موږ هم غوښتل چی داود ته یو پیغام ورکړو چی ګوره که ته څه کولای شی نو موږ یی هم کولای شو.   موږ احمدشاه مسعود پنجشیر ته ولیږو. موږ په پنجشیر کی په مسعود باندی عملیات وکړل ( په ۱۹۷۵ کی) تر څو معلومه کړو چی دا کسان څومره ټرننګ شوی دی. هغه عملیات داود ته پوره تاوان اړولی و، له هغه نه وروسته داود دلته راغی او په دیورند باندی یی خبری وکړی. ما هغه نه مخکی په ګلاب ننګرهاری باندی پر داود خان یو کتاب هم لیکلی و ( لیونی سردار) یی عنوان و. موږ دا هر څه کولو تر څو ظاهرشاه بیرته راشی.

پوښتنه:-   ښه! اوس خو اعلیحضرت راغلی دی. آیا تاسو فکر کوی چی هغه به ستاسو یا شمالی اتحاد یا امریکا لخوا چلینج نشی؟ تاسو د هغه اهمیت او نقش ته څنګه ګوری؟ آیا جرګه به کامیابه شی او ظاهرشاه به راولی؟

 ځواب:-  داسی ده، ماتاسوته مخکی هم اشاره وکړه. دهریو چیز یو وخت وی. هغه وخت چی موږ یی حمایت کوو، هغه وخت اعلیحضرت قابل قبول و، ربانی، حکمتیار او ټولو افغانانو ته هم قابل قبول و. لکن اوس ډیر وخت تیر شوی ده.

  که دی په ۱۹۸۴ کی وای نو افغان مهاجر به ټول له ده سره و، او بیا په ۱۹۹۳ کی موږ ترینه غوښتی و چی او ده سردار ولی راولیږو. او هغه ځکه کامیاب نه شو چی خلک بدل شوی و.

  ګوره په قبایلو کی تغییر راغی، ملا د قوم له مشر څخه مخکی شو. قبایلی او ملکی سیستم ختم شوی ده. یعنی قوت له تنظیم سره دی. او دوی ورته عاجز دی. پخوا خو قوت ملک درلود خو وروسته بیا تنظیم او قوماندان نشوای منلای. مطلب پخ نظر اوس هغه لویه جرګه خپل کردار نشی ادا کولای. دوی یوه کمیټی  (د نظارات شورا) جوړه کړی تر څو په لویی جرګی نظارات وکړی. د افغانستان هر قوم ګیله لری چی دا جرګه نا قصه ده. ترکمن وایی چی زموږ حقوق پکی کم دی. اوزبک وایی چی زموږ حق پکی په پام کی نده نیول شوی. پښتانه وایی چی زموږ سهم له نظره لویدلی ده او ... بل دا چی پدی جرګی کی کشر او مشر معلوم ندی. هر څوک چی په کومه سیمه کی نظامی او سیاسی قدرت په لاس کی لری نو د هغوی کسان په جرګی کی لاس لری. او بل موږ نه پوهیږو چی امریکا ولی هلته اسمعیل خان ساتلی دی، هلته یی دوستم سره بیل لین او ډین دی،،، او کرزی څه قوت لری؟ هغه په کابل کی هم پردی ناست دی، ټول اعتماد یی په بهرنی پوځ ده.

   خو بهتر دا وه چی داسی یو سیستم یی جوړ کړی وای چی ټول افغانان چی د هر قوم او هر نسب دی پری راضی شوی وای هر ولایت ته د هماغه ولایت د نفوس په تناسب باید نمایندګی ورکړل شوی وای، خو ښکاری چی په اوسنی لویه جرګه کی د ملت حقیقی نمایندګان ځای نلری. اعلیحضرت اوس ډیرزوړ دی کسان نلی. همکاری څوک نه ورسره کوی. دا فقط یوه ډرامه ده چی اخضر ابراهیمی په بن کی جوړه کړی ده. ده امریکا راوستله ، ظاهرشاه یی راوست. اوس دی نه امریکا تښتولی شی او نه ظاهرشاه. خو یوه لارشته هغه دا چی امریکا ته څوک مشوره ورکړی چی د خپلو ګټو ترڅنګ دی د افغانانو ګټی هم په پام کی ونیسی. ټولوته دی افغانانو ته دی په درنه سترګه وګوری فرق دی نه کوی. د ایران او نورو خلاف دی له دی ځایه تحریک نه چلوی.

 پوښتنه:- د قاضی حسین احمد یوه خبره می چیرته لیدلی وه چی ویل یی د افغانستان د اسلامی نهضت اساس ده ایښی دخ. او لومړنی کسان هم د ده په ارتباط پاکستان ته راغلی او تاسو ته معرفی شوی دی...؟

 ځواب:- ګوره دا ټول اخوان المسلمین ولا دی. خو هغه وخت د بوټو صاحب په وخت کی دوی دومره همت نه درلود چی دوی سره کومک وکړی. یو وخت د دوی یو پښتو فارسی ټیپ رایټر پکار شو... دا هم دو نشوای پیدا کولی هغه هم ما ورته واخیست. ما کابل ته یو کس ولیږو او نشنل پارټی په نوم له هغه ځایه دغه ټیپ رایټر مجاهدینو ته راوغوښت، جماعت دومره کار هم نشوای کولی. جماعت اسلامی د ضیاءالحق او امریکا په اشاره له مجاهدینو سره مرسته پیل کړه. دوی همیشه د امریکا د پالیسی تائید کوی.

 پوښتنه:- د پاکستان او هند تر مینځ وضعیت ډ‌یر حساس دی. په خط باندی کم له کمه یو میلیون پوځونه پراته دی. له بلی خوا امریکا له پاکستان څخه غوښتنه کوی چی پر افغان پوله هم پوځونه واچوی. او کشمیر داسی یو موضوع ده چی هره لحظه د اتمی جګړی د پیښیدو امکان لری. تاسو په دی فعلی شرایطو کی د جګړی د پیل احتمالات او نتایج څنګه څیړی؟ او امریکا به د چا خوا ونیسی؟

 ځواب:-  په دی کی دوه دری خبری دی، یوه دا چی د لمړی ځل لپاره په کال ۱۹۴۸ کی کشمیر ته جنګ ته ولاړم، له ما سره وزیرو او مسعود و لښکری وی، او حقیقت دا دی چی د کشمیر کومه علاقه چی اوس له پاکستان سره ده، دا همدی قبایلو او افغانانو فتح کړی. هغه وخت له پاکستان سره پوځ نه و. نو پاکستان د قبایلو او د افغانستان د خلکو ( ځدران، وزیر، سلیمان خیل، مسعود او ...) د مرستو منتبار دی. دوهمه خبره دا ده چی د کشمیر په مسئله له پاکستان سره دوه محاذه و، یو مشرقی پاکستان ( بنګلادیش) او بل مغربی، هغه هم له لاسه ولاړ. اوس انډیا کم له کمه شپږ اوه کله پوځ په کشمیر کی اچولی، لویه خبره دا ده چی هغوی په دومره پوځ ونشوای کړای چی کشمیر قابو کړی نو اوس به څه کولای شی؟

  دا به د هند لویه بی وقوفی وی چی ووایو په کشمیر کی به جنګ وکړو او په نور پاکستان کی به جنګ نه کیږی. زموږ هم په کال ۱۹۶۵ کی همدا خیال وچی په کشمیر کی به یوازی جنګ وکړو، لکن جنګ خور شو.

  دریمه خبره دا ده چی د هندوستان حکومت ‌ډیر کمزوری دی، یو. ائتلافی حکومت دی، او ټولی پارټی په جنګ قایلول څه اسانه خبره نده، دلته هم پوځی حکومت دی او هغه هم کمزوری دی، عوام ورسره نشته، لکن بیا هم که سخته راغله نو ټول قوم به ودریږی.

   تاسو د امریکا خبره وکړه، هغه خو غواړی چی په لمړی سرکی د القاعده خلاف جنګ وکړی، او اوس په افغانستان کی لګیا ده هغه هم شاید و نه غواړی چی د پاکستان توجه بلی خواته وګرځی. د پاکستان لوی مرکزونه لکه جیکپ آباد او داسی نور خو ټول له امریکایانو سره دی، نو هندوستان چی جنګ کوی نو کوم مرکزونه به ولی؟ په دی کی خو امریکن پراته دی، نو آیا هندوستان به پریږدی چی دا کارو کړی، زما اټکل دا دی چی کیدای شی جنګ ونشی، هسی دا د میدیا اوتی بوتی بیل شی دی خو واقعیتونه او حقیقتونه بیل شی دی، د جنګ خبری شته خو خپله جنګ نشته او نه هم کیدای شی.

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<