www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:

بسم اللۀ الرحمان الرحیم

    دافغانستان د ملي دریځ ګوند د رسمي فعاليت د دوهم کال دنمانځنې له کبله د جون په ١٧نيټه  په لندن کې  دملي دريځ ګوند غړو او يو شمير بې پری ليکوالانو، شاعرانو اود ځينو سياسي نهادونو د استازو په ګډ ون غونډه جوړه شوه٠ په نوموړې غونډه کې  د ملي  دريځ  ګوند دغړيو او مشرتابه له خوا ځېنې وړانديزونه مطرح شول چې دافغانستان د اسلامي جمهوري د ولسمشرد پاملرنۍ  لپاره په لندن کې دافغانستان سفير محترم شيرزوی او ځينو انترنيت پاڼو ته په درناوۍ سره په دې ډ ول سپارل کيږې:

   څرنګه چې هيوادوال خبر دې  د افغانستان ملي  دريځ   ګوند د عدم تشدد پرنسيپ ته  په ژمن والي ، په هيواد کې دسولې، ديموکراسي، بيا رغونې او ټولنيز عدالت  دبسيا کولو لپاره  له کال ١٩٩٧ راپدیخوا خپلو سوله ايزو هلو ځلو ته په بشپړ ريښتينوالي  ادامه ورکړې  او دولسمشرۍ په ټول ټاکنو کې يي د محترم کرزي  په پلوي دخپلې خوښیې  کمپاين کې پراخه برخه لرله او همدا راز ولسي جرګې ته په ټاکنوکې يي خپل کانديدان  معرفي کړل چې په تاسف سره له تنويري وسايلونه د بې برخې والی  اومالي ستونزو  له کبله زمونږ کانديدان بريالۍ نشول٠ خو له دی سره سره موږ  دګوندی کار اود دريځ  مهالنۍ جريدې او د انترنيت  پاڼو  له  لارې  دهيواد  دپيښو او سياسی پرمختګ په اړه خپل دريځ څرګند کړی دی٠  ځينې  نظريات مو يوشمير نړيوالو مرا جعوته  او اروپائی هيوادو ته هم  ليږلي چی دهغود ترلاسه کولو اطمينان يې هم راکړی٠ په هره توګه بايد څرګنده کړو چی زموږ په  هيواد کې ربړې او کړ کيچونه دويښ وجدان افغانانو او د سوله خو ښونکو نړيوالو د انديښنی وړ دی .

 پردی  بنسټ وړاند يز کوو چې:

  • لومړۍ - په هيواد کې روان کړ کيچ دبهرنيولاسوهنو له کبله رامنځته شوی اومخ په زياتيدو  دی، ځکه دمخنيوۍ لپاره يې په چار دی چې  محترم  ولسمشر حامد  کرزی  دامنيت  شورا  او  ګاونډ يو هيوادودګډې غونډې غوښتونکې شي، په افغانستان کې  دلاس وهنو  دمخنيوی او دافغانی امنيتي ځواکونود چټکې پياوړتيا لپاره دی ځانګړی تدابير او  اقدامات وغواړي٠  که امنيت شورا دا ورسره نه مني خپل ملت ته دې مراجعه وکړي او دناتو ځواکونو نيت او موجوديت دې تر پوښتنې لاندی راولي٠
  •   دويم -  دنړيوالو مرستو په وخت تر لاسه کولو او مناسب کارولودڅارنې لپاره،له متخصيصو  اوپرهېزګارو شخصيتو ملي کمسيون جوړاوملت ته په ځواب ويلو مکلف شي٠
  • دريم -  هغه سياسي ګوندو نه او اجتماعي سازمانونه چی ملي ، اسلامي او متمدن پروګرام او  دعمل کړنلاره لري او په هيواد کې درياستي او پياوړي مرکزي حکومت ټينګښت غواړي ،  په فکري او عملی توګه ديموکراسي ته ژمن وي ،دولسمشر له لورې دې وهڅول  شی چې د پوهاوي او ګډ سياسي دريځ  شورای رامنځته کړي چې لږ تر لږه د منحرفو سياسي  خوځښتونو دمخنيوي لپاره په زړورتوب او بصيرت کار وکړي٠
  • څلورم -   دملي روغې جوړې کميسون ته دې ځواکمن ،موثر ،مدبر ،پرهيزګار او فعال  غړې معرفي او دکار پوره امکانات دی ورکړشي تر څو دحکومت د وسله والو مخالفتيؤ  سره  دخبرو او پوهاوي له لارې دسولې او ملي يوالې په بسيا کولو کې عملي ګامونه پورته کړي٠
  • پنځم -  داداري دسپلين دپياوړتيا، دفساد دمخنيوي  او همداراز دبيکارانو په کارګمارلو لپاره  د چټکو ځانګړو اقداماتو تدابير دې مطرح کړی او ولسمشردې دهرې ورځې په پای کې دهغه دتطبيق  پوښتنه وکړی٠
  • شپږم - زموږ له له نظر ه  دسياسې ډلو سوله ايز فعاليت په هيواد کې يو سالم پرمختګ دی، خو که اهداف يې ويشونکې، ويجاړونکې او دهيواد هويت او تاريخ ته خطر پيښوي نو دمخنيوي روا لارې چاريې بايد ولټول شي٠ دملي جبهې او دهغوی ورستی وړانديز چې ديو نوې دولتي شورا دجوړيدو غوښتونکې دي په هيڅ صورت دثبات لپاره ګټه نلري  اوصرف ځينوغيرمستحقو اشخاصو ته دامتيازاتودترلاسه کولو وسيله کيدای شی، نوځکه دولسمشر له خوا بايد دنو موړی شورا جوړيدل رد شي٠
  • اووم دايساف (ISF) او ناتو ځواکونو دپه خپل سر عملياتو ا و بی باکۍ  له کبله دبی ګناه افغانانودوژني لړی ته بايد پای ورکړ شي او ټولو هغو کورنيو ته چې د نوموړو ځواکونو  له خواورته  ضرر رسيدلی په معيار برابر تاوان ورکړي، همداشان د ملي پخلاينې  دکميسون له خوا دې نوموړو کورنيوته په ځانګړي او افغاناني دود مراجعه وشي او دهغوی دپخلاينې او رضايت لپاره د ې  دا سې تدابير پلي کړي چی پدی ټوګه دهغو  زلميان دغچ اخيستنې داور له کبله ځان وژنې ته دتروريستي شبکو تراثر لاندی را نشی٠
  •  اتم - دپا کستان له حکومت او ولس سره داړيکو دښه والې په منظور دی روښانه کړنلاره  جوړه او دبشري حقونو او ټولنيزو دلائلو پر بنسټ دی د ديورند په کرښه داغزن سيم دغزولو  دمخنيوی لپاره دنړيوالو په مرسته پر له پسی او نه ستړيدونکی هلې ځلې وشي چی پدې توګه  ديوې کورنی او يوه قوم دويشنې او بيلونې مخنيوی وشي٠
  • نهم - له محترم ولسمشر حامد کرزي نه په ځانګړی توګه هيله کوو چې دعصر داقتضا  سره  سم افغاني فزيک پوهان او داتومی انرژی دظرفيت دايجادولو ټيم دې ترروزني لاندې ونيول شی دامريکا متحدو ايلاتو اوياکوم  بل متمدن دوست هېواد مرسته دې وغوښتل شي چې درا تلو نکو لسيزو دانرژی دبحران مخنيوی وشي، څنګه چی په اروپا کې اتومی انرژی  دسولې او ثبات څرګنده وسيله شوه که دپاک خدای رضا وه افغانستان به  داتومی  ظرفيت په لرلو سره و کولی شي چې په سيمه کې ډېر ښه او هر اړخيز توازن  رامنځ ته کړی٠

په درنښت

حبیب الله جانبدار

د افغا نستان ملي درېځ ګوند مشر

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<