www.payamewatan.com
       

 

 

حسن مسرور

د وطن شهید ته

د وطن مور به رانه وړي داسې ځوی بیا
چې یې نوم و خپل ولس ته افتخار شي

چې د رنځ په بالښت مري هغه څه سر دې
سر هغه دې چې د خپل وطن نه جار شي

فرق یې وګوره له ځملې تر آسمانه
یو لیډر په وطن مري  بل ترې فرار شي

د جنت حورې به ولې مستي نه کا
چې عدن د سرو کفنو مهمان دار شي

په ژوندو کې د ژوندیو قدر کیږي
خو په مړه ملت کې مړي قدر دار شي

زلزلې چې د قیامت ورباندې راشي
دا خوبجن ولس به هغه وخت بیدار شي

ډیر سرونه دي مورچل ته ورختلي
خو چې هسکې غاړې وړي هغه په شمار شي

د وطن شهید ته دومره فخر بس دې
چې قطار د شهیدانو کې سالار شي

جل وهلې ملک به هغه وخت ګلزار شي
چې خړوب د ستا د فکر له جویبار شي

ما قربان کړې له دغسې قهرمانه
چې آرمان یې په تاریخ کې ماندګار شي

ستا په څاڅکو څاڅکو وینو مې قسم دې
چې غدار به ستا په قبر سر په دار شي

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<