www.payamewatan.com
 

 

 
 

ایمل پیروز

تا د سولې مشال بل کړ!

د جنګنونو په تور تم کې
په خوره بیدیا د غم کې
دناتار  په پیچ و خم کې
چې هر کور پروت وو ماتم کې
                  تا د سولې مشال بل کړ!

تا د سولې غږ کړ پورته
غږ دی خپور هم شو هر لور ته
زیرې ورسید هر کور ته:
چې جنګ درومي کور د ګور ته
                 افغانان به ټول پخلا شي!

خو افسوس هسې ونه شوه
هیله ستا لا پوره نه شوه
د جګړو بلا مړه نه شوه
دا لمبه هیڅ سړه نه شوه
                لا یې خیږي سرې لوخړې

ستا یاران د نیمو لارو
ستا د خپلې لار بی لارو
پیښې وکړی د غدارو
شول هملاري د خونکارو
               وطن ډوب سو بد مرغۍ کې

ته دجنګ درد  ته دوا وی
ته استازې د سبا وی
مفکوره کې ځوان آشنا وی
په تدبیر کې لوی بابا وی
              ستا عظمت ته زموږ سلام دی

ستا په لارو به قدم ځي
هر قدم به دم په دم ځي
کله کوږ کله به خم ځي
خو هرو مرو به سم ځي
              ځکه بله لاره نشته!

*****

په هغو لارو چې ته تلې موږ پرې هم ځو
له سرکښو ارادو سره به سم ځو
د وطن مینه په زړه کې دم په دم ، ځو
د بد خوا په خوله شه خاورې،  ښه خرم ځو
                   موږ د سولې لارویان  یو

   

بیرته شاته