www.payamewatan.com
     
 

  د شهید ډاکتر نجیب الله لسم تلین په مناسبت علمی -سیاسی کنفرانس ته
 د محترم  انجینیر  نظر محمد وینا چې د ښاغلي کبیر کمال لخوا
د کنفرانس کډون کوونکو ته واورول شوه.

  

د خدای بخښلی دوکتور نجیب الله  دشهادت دلسم تلین په مناسبت

- ځنی ضروری څرګندونی -
 

   شاید دسیاسی بصیرت خاوندان زماددی خبری تردید ونه کړی چه ووایم ارواښاد دوکتورنجیب الله دافغانستان په سیاسی  تاریخ کی دځلانده استعداد خاوند، باتدبیره، زړوراومتفکر سیاسی شخصیت واودهغوموثرواقداماتوپه نتیجه کی چی دخپلی واکمنی په وخت کی یی ترسره کړل دافغانستان ددردیدلواوجګړه ځپلو خلکو په زړونوکی ځای پیداکړی واودامینه دهری ورځی په تیریدوسره نوره هم زیاتیده ، دافغانستان اکثریت خلکو داسی انګیرله او پدی باوری ؤ چه دهیواد دلارورکی بهیر لارښوونه یوازی اویوازی دهغوی (نجیب الله) په وجودکی ممکنه ده اوبس، اوکه ژوندی پاتی شوی وای په باوری توګه یی ددی توانمندی درلوده چی دخلکو دغوهیلو اوامیدونوته مثبت ځواب ووایی . خدای بخښلی دخپلی زمامداری په شپږکلن دوران کی دخپلوځنواسلافو پرخلاف دافغانستان دمسئلی دسیاسی حل په هکله داسی ارزښتناک عملی ګامونه اوچت کړل چه په نتیجه کی یی دژینوتوافقات لاسلیک، دپخواني شوروی اتحاد وسله وال ځواکونه په بشپړه توګه دافغانستان څخه ووتل ، دملی روغی جوړی سیاست اعلان او دوطن ګوند په کړنلاره کی داسی اساسی اوبنیادی بدلون رامنځته شو چه دووخت دشرایطواوملی روغی جوړی دسیاست سره یی بشپړسمون درلود. دخدای بخښلی شخصیت ته توجه اودرناوی نورهم هغه وخت زیات شو چه دواک دګدی څخه دګوښه کیدواماده ګی یی دملګروملتونو دوخت دسرمنشی په غوښتنه اوضمانت اوهمدارنګه په هیوادکی دننه د دری ګونو ( قضاییه ، مقننه ، اجراییه) ارګانونودرهبری هییتونو ، دوطن ګوند دمشرتابه هیاءت ، دسیاسی اوټولنیزو سازمانونو درهبری هیاآتونواوځانګړوملی ، ټولنیزواوروحانی شخصیتونو سره دسلااومشوری نه وروسته دهیواد دلوړوګټودخوندی ساتلو په منظوروښوده اوداآماده ګے دیوی اعلامیی په ترڅ کی چه دافغانستان دجمهورریس اعلامیه بلل کیده دافغانستان دخلکواونړیوالو غوږونوته ورسول شوه. 

  خدای بخښلی دوکتورنجیب الله چه همیشه یی دهیواد اوخلکوګټی دځان اوخپل ګوند ترګټولوړی بللی دواک دپری ښودو داماده ګے په اعلان سره یی دمخالفینو ټولی پلمی اوبهانی پای ته ورسولی اوهمدارازدارواښاد دغه اعلان په عملی توګه دملګروملتونو دوخت د سرمنشی جلالتمآب هاویر پریزدوکویاردپنځه فقره ایزه پلان په چوکاټ کی چه دافغانانو داکثریت حمایت اونړی والی ټولنی ملاتړورسره وویوی بی طرفی واکمنی شورای ته دواک دلیږدعملی زمینه برابره کړه . دغه پلان دافغانستان دکړکیچ دسیاسی حل دپاره ځانګړی اهمیت درلود ، داځکه چه هغه وخت لا په هیوادکی دسولی، ملی خپلواکی، ملی واکمنی، ځمکنی بشپړتیااوملی یووالی دتا مین اوټینګښت ټول ضروری اواساسی بنیادونه موجود وو.خومتاسفانه چه دغه پلان دځنی کورنیواوبهرنیو عواملوپه اساس سبوتازاوعملی کیدوته پری نه ښودل شو.دتوجه وړټکی دادی چه پلان پداسی وخت کی سبوتازشوچه یوازی څوورځی وروسته (۱۵) کسیزه بی پری ( بی طرفه) شورای چه په ترکیب یی لادمخه دافغانستان ددولتی حاکمیت اومخالفینوترمنځ موافقه شویوه دملګروملتودځانګړی استازی بنین سیوان په ملګرتیاکابل ته راروانه وه اوپه نظرکی وو چه دغه شورای به دوخت دملګروملتونو دسرمنشی دپلان اودافغانستان ددولتی حاکمیت ( جمهورریس ) دژمنی مطابق دواک دلیږدعملی زمینه برابروی ، جمهورریس نجیب الله په همدی مناسبت دهیواد خلکوته دخطاب وینابرابره کړی اوپه څوورځوکی به یے دجمعی ارتباط دوسایلوله لاری خپروله خوبی خبرله دی چه دمخالیفیوسره دده دیوشمیرنږدی ملګرواوهمکارانودپراخ او وطن دښمنه سازش په نتیجه کی به نه یوازی دپلان دتطبیق مخه نیول کیږی بلکی پخپله دوکتورنجیب الله به هم دی ته اړایستل کیږی چه په کابل کی دملګروملتونودفترته پناه یوسی . دیادونی وړخبره داده چه که د۱۳۶۸ ه ش کال ناکامی کودتا دولتی حاکمیت کمزوری اودهغه اعتبارته یی زیان ورساوو خو د۱۳۷۱ ه ش کال کودتانه یوازی دولتی حاکمیت ونړاوو او دوطن ګوند تشکیلاتی جوړښت یی وران کړ ، بلکی ورسره ورسره دهیواد په کچه ددی سازش منفی اوناوړه اغیزی داشوی چه دخلکوکلونو کلونو اوږدی هیلی اوآرزوګانی یی دخاوروسره برابری کړی ، دهیواد په مرکزاومحلاتوکی ددولتی حاکمیت واحداداری سیستم اونوردولتی اوټولنیز نهادونه له منځه یوړل شول، داکثرودولتی ، خصوصی ،تولیدی اوخدماتی موسسو لوازم اوتجهیزات اومواددغنیمت په نامه لوټ اوتالان شول ، دافغانستان پیاوړی وسله وال پوځ چه دسولی ، ملی خپلواکے اوملی یووالی دساتنی عمده عامل بلل کیده تجزیه اوړنګ شو، دپوځی قطعاتوټوله وسله ، مهمات اوپوځی زیرمی دجګړه ماروډلوپه واسطه لوټ شوی ، په لس ګونوزره ملکی ، پوځی فنی اومجرب کادرونه بی کاره اووطن پری ښودوته اړکړل شول ، دهیواد لرغونی ښارونه په تیره بیادکابل ښکلی اوتاریخی ښارچه د افغانانو دسیاسی، اقتصادی، علمی اوفرهنګی ویاړونو اوحماسی یادونو سترمرکزؤ، دجګړوداورپه لمبوکی دخاوروسره برابرشو، دهیواد ملی تاریخی ارزښتونه اودخلکوشخصی مالونه اوجایدادونه لوټ تالان اوغصب شول، دبشر په حقونو په تیره بیادښځوپه حقونو بی ساری تیری وشو، زموږپه لس ګونوزروهیواوالودجګړی داورپه لمبوکی یاخپل خوږژوند له لاسه ورکړ اویامعیوب شول اوپه سل ګونو زره نوریی دوطن پریښودوته اړشول . برسیره پردی زموږواحداویوموټی افغانستان دبهرنیولاس وهنو اومرکزی حکومت دنشته والی په نتیجه کی په بیلو بیلوپوځی ساحواوجګړه سالاری وویشل شو چه یوی یی هم دهیواد په ټولوسیمودواک دټینګولواوسولی اوثبات دتامینولو وړتیا اوځواک نه درلود .

   ارواښاد دوکتورنجیب الله چی څه دپاسه څلورکاله دملګروملتونوپه دفترکی پناه اخستی وه اودسیاسی پناه په دی ټوله موده کی په مطالعه  بوخت ؤدخپلوخاطراتوکتاب یی لیکه، دافغانستان ، سیمی اونړی حالات یی دخبری آژانسونواوجمعی ارتباط دوسایلوله لاری په دقیقه او همیشنی  توګه تعقیبول ، نړیوال هیئتونه چه کابل ته په سفر تلل اکثروبه ورسره لیدل اوحتی ځنی هیئتونوبه دده د نظریاتو  څخه دافغانستان دکشالی دسیاسی حل په خاطرګټه اخسته ، داخبره نه یوازی دهغه ډاډ له مخی کوم چه دنوموړی خپلوانوراته کړیده، بلکی دهغی لیدنی په ترڅ کی هم راته شویده چه په ۱۹۹۴ میلادی کال کی می دافغانستان اوپاکستان دپاره دملګروملتونودخاص استازی دمرستیال ستوریس میسوریس سره په اسلام آبادکی درلوده ، پدغه لیدنه کی چه زماسره دسیمی دیوی سیاسی پارټی مشراودهغه مرستیال هم ملګر و، ښاغلی میسوریس دنورومسایلوترڅنګ د هغو خبرواترودنتیجوپه هکله چه نوموړی په کابل کی دجهادی مشرانو سره د دوکتورنجیب الله دخلاصون اوخوندی ځای ته دهغه دانتقال په هکله کړی وی موږته معلومات راکړل اودخپلوخبروپه پای کی ئی په زغرده دیوه هیوادنوم واخست چه نه غواړی دوکتورنجیب الله دبند څخه آزادشی .په همدی رابطه پرځای ګڼم ووایم چه دوکتورنجیب الله دیولوی وطن دښمنه پلان په نتیجه کی چه ابعادئی ډیرپراخ او څو اړخیزه  دی، په شهادت رسیدلی اوزه پدی پوره باورلرم چه دوخت په تیریدوسره به ددی غم لړلی پیښی ټول اړخونه اوڅرنګوالی نورهم روښانه شی .

  دهیواد نامتو ملی اوفرهنګی شخصیت او د وخت دجمهور رئیس لومړي مرستیال محترم عبدالرحیم هاتف په خپل یولیک کی چه په حقیقت کی زما دلیک په ځواب کی ئی له هندوستان څخه رالیږلی ؤ دخدای بخښلی دوکتورنجیب الله د  شهادت په هکله داسې یادونه  کړی وه:

    دهیوادپه سیاسی تاریخ کې دا لومړی ځل ندی چه خلک دیوی داسی سانحی سره مخامخ کیږی، خو ددی ضایعی ځانګړتیا پدی کی ده چه له بده مرغه په موږ داسی څوک چه دمخ ور اوښتلو ارزش ولري دستی نه لیدل کیږي، نوځکه هم ددښمن دغه ګزار ډیرنادوده اوملاماتوونکی بلل کیدای شی، دښمن په کمپیوټري حساب پرخورامهم هدف دداسی چا پلاس مرګونی ګزار وکړ چه پخپل نفس کی دبازپرس اوحساب ارزش هم نه لري .

 محترم هاتف صاحب دهمدی لیک په یوه بله برخه کی په همدی رابطه داسی وایي:

دداکترنجیب الله پرضدغشی د ډیر لری څخه وارشوی او دداسی کسانو په واسطه په هدف ولګیده چه شاید دخپلوکړو په ښواوبدولاتر اوسه هم نه وي پوهیدلي. 

   باید وویل شی چه دمحترم هاتف صاحب تحلیل اوارزونه کټه مټه دهغو څرګندونوسره ډه ډه لګوی کومی چه دملګروملتونودځان ګړی استازی مرستیال په اسلام آباد کی وکړی اوهمداراز هغوڅرګندونوته هم ورته دی چه پدی وروستیوکی دملګروملتونو یولوړرتبه کارمند  فلیپ کاروین (Philip Carwin) چه په ۱۹۹۲ میلادی کال کی دبینین سیوان ترمشرتابه لاندی دملګروملتونو دهیئت غړی ؤ، دخپل کتاب ( دافغانستان غم لړلی سرګذشت ) په یوه برخه کی چه په دری ژبه ژباړل شویدی ورته داسی اشاره کړیده :  په هم هاغه شپه بی له ځنډه پدی وپوهیدو چه دکابل څخه دنجیب الله دوتلوناکامی دډیراهمیت وړده، اودغی معاملی دافغانستان دسرحداتوڅخه ډیر لری شکل نیولی اودکل په توګه دملګروملتونودسولی په پلان پوری اړه پیداکوی.

    واقعیت دادی چی ددښمنانو دارادی له مخی دوکتورنجیب الله باید لاډیر دمخه وژل شوی وای، دټولوملی اونړیوالونورمونو په خلاف کوم چاچه په وطن کی دملی روغی جوړی داسی یوسیاست چه لاتراوسه پوری ئی هم بل بدیل ندی پیدا کړی اعلان کړی ، بهرنی ځواکونه ئی دخاوری څخه ایستلی اودملګروملتونو دپلان په چوکاټ کی ئی دهیواد دملی ګټودخونددی توب په خاطر دواک څخه دځان دګوښه کیدواماده ګی ښودلی او دیوی بی پری ( بی طرفه ) واک لرونکی شورای درامنځته کیدوزمینه برابره کړی وی دکوم منطق له مخی باید بندی وساتل شی، دټولودپاره دی عمومی بخښنه اعلان شی خوهغه دی ددی بخښنی څخه مستثنی وی . حقیقت دادی چه هغه پدی جرم چه دخپل هیواداوخلکودپاره په راتلونکی کی هم دهغوی دهیلواوآرزوګانو په مرکزبدلیدلای شوای نوځکه هم لومړی دټولونورمونو خلاف بندی اوبیاورته دمحاکمی نه پرته دغیر انساني ، غیر اسلامی او غیرافغاني مرګ سزاورکړشوه. په هغه اندازه چه دوطن خلکو د ارواښاد  دوکتورنجیب الله په وجود کی دخپل روښانه راتلونکی آرمانونه لیدل په هم هاغه اندازه دهغه دښمنان چه په حقیقت کی دهیواد د خلکودښمنان دی ، پدی پوره پوهیدل چی هغوی د دوکتور نجیب الله په فزیکی موجودیت کی خپل شوم اووطن دښمنه پلانونه نشی عملی کولای نوځکه هم داتصادفی نه وه چی دهغه پرضد ئی ناولی پلان طرحه اوعملی کړ.

   دملګروملتونودفترته ددوکتورنجیب الله دپناه وړلو په رابطه یوشمیرمخالفینودواقعیت نه لری داسی آوازی خپری کړی چه ګواکی نجیب الله دهیوادڅخه په پټه دوتلوهڅه کوله خومخه ئی ونیول شوه . واقعیت دادی چه که چیری دوکتورنجیب الله غوښتلی وای چه دهیواد څخه بهرولاړشی دپیښوپه ډیرو ورستیوشپواوورځوکی چه ډیر څه دپیش بینی وړ ؤو نوموړی لاټول امکانات په اختیارکی درلودل چه کولای ئی شوای دهغو ی څخه په استفاده په مصئونه اوقانونمده توګه بهرته ولاړشی، په همدی رابطه پرځای بولم اشاره وکړم چه دپیښونه کابویوه اونی مخکی دهند دکانګرس آی  حاکم ګوند بلنلیک را ورسیده  اوپه هغه کی ددی کلکه غوښتنه شویوه چه هندی لوری به پدی ډیرخوښ وی چه دافغانستان جمهوررئس اودوطن ګوند رئیس دوکتورنجیب الله دکانګرس آی په عمومی غونډه (کنګره) کی دافغانی هئیت ریاست وکړی، بلنلیک دوطن ګوند داجرائیه هیئت په غونډه کی ترغوراوبحث لاندی ونیول شو، داجرائیه هیئت یوشمیرغړودهندی لوری دکلکی غوښتنی اوددی ټکی په پام کی درلودلوسره چه هند په همیشنی توګه دافغانستان دوست پاتی شوی اوزموږدهیوادسره زوری تاریخی اوکلتوری اړیکی لری داپرځای بلله چه  پخپله دوکتورنجیب الله دګوندی هیئت ریاست  وکړی خو په هیواکی دروان کړکیچن اوپیچلی حالت په پام کی لرلوسره چه مخالفین دسازش په نتیجه کی دشمال له خوادبګرام ترهوائی ډګر پوری رارسیدلی ؤپخپله دوکتورنجیب الله پدی خبره تاکیدوکړچه ښه به وی دګوندیولوړرتبه هیئت چه په ترکیب کی ئی دوطن ګوند اجرائیه هیئت غړی اومرستیالان هم شامل وی هند ته سفروکړی، اجرائیه هیئت  ما( ددی مطلی لیکونکی) اوفرید احمد مزدک ته دنده وسپارله ترڅو دنورهیئت سره په ګډه سفر وکړو. داجرائیه هیئت دپریکړی نه یوه ورځ وروسته دسهاردلسو بجوپه شاوخواکی دوکتورنجیب الله دتیلیفون له لاری راته وویل چه فرید احمد مزدک دکوموشخصی معا‌‌ذیروله کبله سفرته آماده ګی نه لری  نوتاسو (مادمطلب لیکونکی ته اشاره) دهیئت په راءس کی سفرته آماده ګی ونیسی چه ماهم د هدایت  سره سم داکاروکړ. دسفرلادری ورځی نه وی تیری شوی چه جمهور رئیس دی ته اړکړل شو ترڅو په کابل کی دملګروملتونوپه دفترکی پناه واخلی، ددی خبرپه آوریدوسره ماخپل سفر لنډ کړاوبیرته په بیړه کابل ته راستون  شوم، کابل ته په رارسیدوسره می ولیدل چه مخالف ځواکونو دکابل دهوائی ډګرکنترول هم پخپل  لاس کی اخستی دی ، دامنیت وزیر خدای بخښلی یعقوبی اودهغه مرستیال جنرال باقی وژل شوی اوپه همدی ورځ ئی جنازی خاوروته سپارل کیږی ، دوکتورنجیب الله نه پرته ټول دولتی اوګوندی مسئولین   په ظاهری بڼه پخپل ځای دی  چه دی حالت یوه اونی نورهم دوام وکړترڅومخالفین په بشپړه توګه کابل ته ننوتل اوخپل منځی جګړی ئی پیل کړی . 

   دعینی شاهدانو په قول په هغه شپه یعنی سپتامبر ۲۷ نیټه چه خدای بخښلی دوکتورنجیب الله دملګرو ملتونو ددفترڅخه ایستل کیږی او په شهادت رسیږی، دوړلونه څوساعته مخکی پداسی حال کی چه د دفترپخوانی ساتونکی تښتیدلی دی ، دنجیب الله پخوانی ګوندی ملګری دفترته ورځی اودچای دخوړلو په جریان کی دهغوی هریوپه خپل واردهغواحتمالی خطرونوڅخه چه ممکن دوکتورنجیب الله ورسره مخامخ شی خپل خپل نظریات بیانوی اوپه شریکه داوړاندیزکوی چه هغه ( نجیب الله ) ددی فرصت څخه په ګټه اخستلوچه شاوخواطالب ځواکونه نه لیدل کیږی ددفترڅخه ووزی اوځان بل خوندی ځای ته ورسوی خوددغوشاهدانوپه قول نجیب الله په ډیره حوصله مندی پداسی حال کی چه په خوله ئی خنداوه دخپلو ملګروټولوپوښتنواووړاندیزونوته ځواب وایه اوورته ئی دراتلونکی په باب ډاډ ورکاوه.  داخبره چی هغه ( نجیب الله ) دی ددفترڅخه دباندی بل خوندی ځای ته ولاړشی ،نوموړی دډیربحث اودلایلوڅخه وروسته خپلوګوندی ملګروته داپوښتنه راجع اوورڅخه ئی وغوښتله چه ووایی آیا ددی دفترڅخه په غیر کوم بل ځای وینی چه ورشی ؟ هرچابیابیا خپل نظرڅرګند کړخوددوکتورنجیب الله منطق داؤ چه هغه کوم بل داسی ځای چه هغه دی پکی مصئون پاتی شی نه وینی . ددی خبروڅخه داسی انتباه هم اخستل کیږی  چه کیدای شی دوکتور نجیب الله هم دخپلوملګروپه شان اوحتی لازیاته پیمانه احتمالی خطرونه په جدی توګه احساسول خوکله چه هغه دخپل ځان دمصئونیت دپاره بل مناسب ځای نه وینی هدف به ئی اغلب ګمان یوازی خپل فزیکی مصئونیت نه بلکی سیاسی مصئونیت هم ورسره مطرح وی . داواقعیت دی  چه هغه نه غوښتل په فزیکی لحاظ دخپل مصئونیت په تاءمین سره دهیواد دخلکو اوتاریخ په وړاندی خپل مسئولیت هیرکړی اوشاید همداوجه وه چه نوموړی پداسی حال کی چه ورته پیښ احتمالی خطرونه په پوره ډول احساسول خووئی نه غوښتل پداسی لوری تصمیم ونیسی چه دده شخصیت ته ورپکی په سیاسی لحاظ ضرر متوجه شی .

دهمدی مطلب په رابطه اودجریاناتودیوعینی شاهد په توګه په خای بولم ووایم چه :

کابل ته دمخالفینودورتګ په لومړی کال دیوګاونډی هیواد دمشرتابه له خوا دوکتورنجیب الله ته ددی پیشنهادوشوچه که چیری هغه همدی ګاونډی هیوادته تګ منی نوهغوی حاضر دی چه نوموړی په مصئونه توګه دکابل څخه وباسی اوحتی دمصئون انتقال ضمانت ئی هم کړی وو، خوکله چه نجیب الله  ته دده دسیمی ددوستانوله خواداوړاندیزورسیده نوهغه ئی په ډیرشدت سره رد کړاووئی ویل چه تاریخ او خلک به زماپه باب څه قضاوت کوی چه څه ډول دی ته حاضرشوم چه کوم ګاونډی هیوادچه زمادوطن خلک ئی داوسنی ناورین سره مخامخ کړی اونیت ئی هم داوی چه ددی وطن هرڅه دی برباد کړی زه دی  پناه وروړم ، دنجیب الله ځواب ددی وړاندیز په مقابل کی داؤچه هغه په هیڅ صورت حاضر نه دی چه دی  ګاونډی هیوادته ولاړشی  ، مګردابه ومنی چه دیادشوی ګاونډی هیواد بل هردوست ملک ته سفروکړی . دنجیب الله دی ځواب که څه هم دده دسیمی دوستان یوڅه خواشینی کړل خوهغه دخپلی لومړنی خبری څخه  ونه ګرزیده . باید وویل شی که دوکتورنجیب الله دخپلی خبری دپاره خپل منطق درلود خودګاونډی  هیواد مشرتابه چه کوم وړاندیز کړی وو هغه دلوریینی اوپیرزویینی له مخی نه بلکی دهغه احتمالی خطر دویری څخه ؤ چه فکرئی کاوو ممکن دوکتورنجیب الله زریاوروسته ددی بند څخه آزاد اودسیمی په یو داسی ملک کی دیره شی چه دافغانستان سره ددوستی  زوری تاریخی اوفرهنګی اړیکی لری اودهمدی ګاونډی هیوادسره ددښمنی اوږده سابقه ، نوځکه هم غوښتل  ئی پدی واسطه ددی احتمالی خطرمخه ونیسی .

دځنومعتبرو منابعو په حواله د دوکتور نجیب الله د شهادت څخه دوه ورځی دمخه د پخوانیو چارواکو ( نظارشوری) اصلی قوتونه دکابل څخه وتلي  ؤ پدی موده کې که څه هم په ظاهري بڼه داسې ښکاریده چه ګویا طالبی ځواکونه دکابل په اطراف کی دی اوکابل ته ندی ننوتلی، خو دغه منبع زیاتوی چه کابل ښار ته لاډیر دمخه په پټه توګه طالبان داخل شوی اوځای پرځای شوی وو.

   دارواښاد دوکتورنجیب الله دشهادت نه څوساعته دمخه دملکروملتونوددفترشاوخواکه څه هم بی وسلی کسان معلومیده خو همداخبری سرچینی وائی چه داکاردیومخکنی سنجول شوی پلان له مخی شویوو، هغه داچه کوم دښمن چه دنجیب الله دوژل کیدوپلان ئی لاډیردمخه طرحه کړیوو پدی پوره پوهیدل چه دملګروملتونو ددفترڅخه دهغه (نجیب الله) په زورایستل اووژل به ورته بد عواقب ولری نوځکه ئی هم لومړی ددی غولوونکی صحنی جوړولوته اقدام وکړ، وسله وال طالبان په پټه دملګرو ملتونوددفترشاوخواته ځای پر ځای شوی اوددفترشاوخوائی ترټینګ نظارت لاندی نیولی وه، هغوی دافکرکاوه چه ممکن دوکتورنجیب الله ددی فرصت څخه چه شاوخواپه ظاهری بڼه وسله وال کسان نه لیدل کیږی ددفترڅخه وتښتی جوړکړی خو کله چی ددفترڅخه راوزی  په کمین کی ناست کسان به ورباندی ډزی وکړی اوپړه به هم په هغه ( نجیب الله) ورواچوی چه  ګویا غوښتل ئی ددفترڅخه وتښتی اوپه لاره کی دنامعلومو وسله والو اودنوموړی دشخصی دښمنانوله خوا له منځه یووړل شو، خوکله چه دغه پلان نه عملی کیږی اودوکتورننجیب الله دخپلو ملکرودمشورواووړاندیزونوسره سره ددفترڅخه دوتلو تصمیم نه نیسی، دښمن دانتظارنه لری په ډیره سپین سترګی اودټولوملی اونړیوالونورمونو خلاف هغه (نجیب الله) دسپتامبر (۲۷) دشپی  به یوه نیمه بجه په زوراوتهدید سره ددفترڅخه راباسی اوارګ  ته په رسیدو دشاله خواورباندی بی دریغه  ډزی کوی، لومړی ئی په شهادت رسوی اوبیا دهغه مړی په ډیره بی حرمتی دآریانا  څلورلاری ته چیرته چه دوکتورنجیب الله دپخوانی شوروی دقواوو د وتلونه وروسته د هیواد دمستقلی دفاع تاریخ  وینا کړی وه، په دار ځړوی.  کله چه دښمنانو د ارواښاد دوکتور نجیب الله  په شهادت سره خپل ناولی پلان عملی کړ بیائی وسله وال کسان دهغه په ورور جنرال احمدزی پسی ولیږل اوهغه ئی هم دآریانا څلور لاری ته راووست ، په ډیره بیړه او بی رحمی سره ئی ددی خدای بخښلی ترڅنګ په داروځړاوو.

    ددښمنانو اصلی پلان داؤ چه دوکتورنجیب الله اودهغه دورورجسدونه تردریوورځو پوری ځوړند وساتی اوپدی کارسره ددوی په خپله عقیده دکابل اوهیواد نورخلک دځان څخه خوشحاله کړی ، خوبی خبرلدی چه دوکتورنجیب الله دهیواد دخلکوپه زړونو کی  ځای لری اوورته داحترام اودرناوی په سترګه ګوری اوداحقیقت هغه وخت دښمن ته روښانه کیږی  چه ددی دردوونکی  پیښی اوناورین آوازه خپریږی ، دکابل ښار په زرګونونر، ښځی ، ماشومان اوبوډاګان چه په دوی کی ډیردخپلو کورونو څخه په لوځو پښوراوتلی ؤ په یوه منډه ځانونه دآریانا څلورلاری ته رسوی اوکله چه هلته دارواښاد دوکتور نجیب الله په وینولړلی وجود چه کالی ئی شلیدلی دی اوپه ډیره بی حرمتی سره دټولوانسانی ، اسلامی اوافغانی اصولو اوروایتونو خلاف دخپل ورور احمدزی  سره یوځای په دارځړول شویدی وینی ټول هک پک پاتی کیږی اوپداسی  حال کی چه دټولوپه څیروکی دغوسی ، ویراوماتم نښی له ورایه معلومیږی اوسترګی ےئی  هم له اوښکوډکی دی ددی غم لړلی پیښی اوناورین په لیدلوسره دپیښی عاملینوته په چغواولوړآواز سره بدرد وائی .

  دآریانا په څلورلاری کی ګمارل شویووسله والو طالبانولومړی  ددی هڅه وکړه چه دوسلی په تهدید اووهلو ټکولو سره خلک وویروی او دخواشینی اوتاثردښکاره کولو څخه ئی منع کړی خوکله چه ئی ولیدل په ځپل دغه عمل سره دخلکو کرکه اوغوسه نوره هم زیاتوی نوئی نه یوازی ددی کارڅخه لاس واخست بلکی دخپل مخکنی تصمیم خلاف  دی ته اړشول چه د دوکتورنجیب الله  او دهغه د ورور احمد زی جسدونه دشپږساعته ځړول کیدو څخه وروسته خپلوانو او قومی مشرانو ته وسپارئ.

   قومی مشرانودهغه تهدیدسره سره چه دواکمنو طالبانو له خوارامنځته شویوودزرګونوخلکوپه ګډون اوبدرګه دخدای بخښلی دوکتور نجیب الله او دهغه دورورجنازی په پلرنی هدیره کی په پوره درناوی. خاوروته وسپارلی اوورته ئی ددوعاد لاسونو په  پورته کولوسره خپل وروستی احترام اداکړ. 

   ددی غم لړلی اوزړه بوګنونکی پیښی اصلی عاملینو چه فکر ئی کاوو ددوکتورنجیب الله په شهادت سره به ځان په اصطلاح دهغه دشر څخه دتل لپاره بی غمه کړی خوپه عمل کی ئی ولیدل چه هغه ددی وطن یو لوی انسان او دملینونو خلکو داحترام وړ شخصیت  ؤ  ، دوی ولیدل چه دهغه په شهادت دهیواد اکثریت خلک ویرجن شوی اوماتم ئی کړیدی ، دوی ولیدل چه په هیوادکی دننه اوبهردهغوی دفاتحی مراسم په ډیر برم سره ترسره شول، په پیښوراوکویټه کی دزرګونو خلکو په ګډون دغیابی جنازی لمنځونه وشول اوفاتحی واخستل شوی ، په مسکو، بن ، لندن ، نوی دهلی، تاشکند اودنړی دبیلوبیلو هیوادونو په لس ګونو ښارونو کی دوطن نه لری وطنپالوافغانانو ددی پیښی دعاملینو پر ضدمارشونه اواحتجاجی مظاهری وکړی او دملګرو ملتونودفترونوته ئی اعتراضیه یادداشتونه وسپارل .

   دادی دهم هاغی نیټی راوروسته هم هرکال ددی اتل دشهادت دتلین په مناسبت په هیواکی دننه اوبهروطنپال اوپه سوله مین افغانان دغونډوپه جورولواوتحلیلی لیکنواوارزونوسره نه یوازی دخدای بخښلی یادژوندی ساتی بلکی ځانونه هوډمن ګڼی ترڅودافغانی ټولنی ددی منلی شهید مشردانسانی اووطنی آرمانونو دپوره کیدوپه خاطر خپلی ټولی ځانګړی هلی ځلی په یوه واحد اونه ماتیدونکی قوت بدلی کړی .

پای

انجینیر نظرمحمد
آلماتا ـ قزاقستا ن

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<