www.payamewatan.com
     
 

پوهانددوکتورمجاوراحمدزیار
اکسفور، سپتیمبر۲۰۰۶


 

دکتور نجیب الله دشهادت

دلسم تلین په نمانځنه کې
 

   هغه بیګناه وینی  چی پرسیند واوښتی

    دانه کومه تشه توره سیاسی انګروزه ده او نه یو هسی تبلیغاتی نندارمه، بلکی زموږ د رښتینو پرمخیونو، وګړمینو او ولس مینو روښاندو او چپی جنګیالیو او فرهنګیالیو ملی-افغانی پازه اودنده ده چی نن سره دغلته راټول شوی یواودارواښاد دوکتورنجیب الله دشهادت لسم تلین نمانځو. داپه رښتینه دمیلیونونو جنګ وجهل ځپلو  چوپوخولو افغانانو دارمانژلوهیلواوغوښتنو انګازه اوغبرګون دی.  هسی خودلمرپه څیرګردوته څرګنده ده چی هغه ملی اتل شهید دنوروګوندی مشرانو په توپیرهیڅ کومه ډله ټپله اوفرکسیون نه درلود اوپه دی ډول ورسره پرموږهم څوک دداسی کومی اړوندی توروتورانه شی راتپلی .که په رښتیاسره ډیرافغان ولس همدانن دتور ی ـ سپینی ټلوالی په ولکه کی راښکیل نه وای اودغه غوڼډه موورته هملته دهیوادپه زړه کی رابللی وای ، له څومره شوروځوږاوولولو به یی راسره بدرګه کړی وه  .

   هغوی یی ترهرڅه له مخ په دی ارمانی چی دهغه له ګوښه کیدنی سره پری سم له سمونی څه هستی سوزی لمبی بلی شوی اوڅومره ملی اوځانګړی توکیزی اومانیزی شتمنی یی ورسره خاوری ایری شوی اوداهوبهو هماغه څه وه چی هغه یی ورته مخکی له مخکی وړاندوینه کړی وه . هغوی په  خپلو سروسرامنوسترګوولیدل چی تش په نامه اسلامی مجاهدینوورته دپاکستان له پوځی پنډغالوڅخه له اورووینواوناورینونو پرته نورڅه راوړل هماغه غلچکی اوړانده توغندی چی کلونه کلونه یی ورباندی له څلویښت اوشپیته کیلومتری امنیتی ملاوستنیوراورول ، نورترکوڅواوکورونوراورسیدل اوهمداسی یی لوټ تالان ، بی عزتی ،بی ناموسی ، ترهګری تروښګری اونوری اسلامی ضد اوانسانی ضد بوږنوړی ناخوالی اوبخولی درواخله چی که له مخه یی دورنډی منډی یاخرپ وترپ په ترڅ کی ترسره کولی ، نوریی ورته دچاخبره ددولتی واک وځواک دننه قانونی بڼه ورکړه .

   ویرژلی هیوادوال ددوکتورنجیب الله هغه ټولی سوله ییزی اوسولیزی کړنی اوکړنلاری ارمانی ، په هماغه خوراسخت مهالپیرکی یی چی یوخوادځانپلورلیو اورپکو او دهغوی دسیمه یییزواونړیوالوملاتړیو دپرله پسی پوځی اوتروریستی تیریو اوهمدارازدبیلارواوبی ایمانوګوندیانو دپټواوښکاره دسیسو اوکودتاووپروړاندی، بی له شوروی یاکوم بل بهرنی پوځی ملاتړه دملی واکمنی ، خپلواکی اوخمکنی بشپړتیاهیواد اوهیوادوالو ددفاع اوخوندیینی لپاره خپله سینه سپرکړی وه اوپه پای کی ورته ، دولتی څوکی لاڅه چی ان له خپل ژوند ه هم تیرشو ، بلخوایی له ګردواقتصادی تنګسیاوو سره سره تروروستی شیبی دهغوی دژوند ورځنی اړتیاوی هم له یاده نه ایستی اووړیا کوپونی توکی یی ترخوراک وپوښاک اولوښیو لرګیو پوری وربرابرول

ــ دپرمختللی اوولسواک افغانی غورځنګ اوټول اسکیرلی ولس وهیواد دژغورودفاع لپاره یی دځان بلهاری تربریده خپلی هاندوهڅی اومنډی  ترنډی له لاسه ورنه کړی. هغه دسیاسی واک ووځواک دتشی او ورسره دتړلیو پایلو دمخنیوی په موخه ترپخوانی پاچااوجهادی ګوندونو پوری ټولو سیاسی ډلو ټپلو ته ددولتی واک وځواک دسوله ییزی لیږدونی او ورسپارنی څه لاری چاری نه وی چی رامنخته یی نه کړی ، ترڅو یی دملکروملتوپه  منځګړیتوب دښکیلوخواوو شپږویشت کسیږ کمیسیون دجوړیدولاره هواره کړه . داچی کورنیو اوبهرنیو دښمنانویی څنګه دغه سترملی  ـ افغانی ارمان له مرګه پاتی کړ، ټول کړیدلی اوکړیدونکی افغانان پری پوره خبر دی .

    داکومه خیالی جوړه شوی کیسه افسانه نه ده ، په هماغولومړیو کی چی کله دملګروملتوپازوالو ارمانژلی اورنځیدلی دوکتورنجیب الله دپښتورګودکتنی درملنی لپاره روغتون ته لیږدولی وو، ترنرس وډاکتراوناروغ وپایوازه پوری ورباندی ټول راتوی شوی ول اولاس وپښی یی ورښکلولی . لکه څنګه چی لیکوال دکابل په یوه ګزارش کی یاده کړی ، ټول هیوادوال اوبیا په ځانګړی توګه کابل ښاریان یی دغازی امان اله غوندی دیوه رښتینی ملی سرغندوی په توګه ستایی ، عکسونه یی لکه تاویزونه په جیبونو کی ګرځوی اوپه کورونوکی یی هم چوکاټ کړی پردیوالونوځړولی دی . دابه پرځای پریږدو چی په خپل ټاټوبی کی یی پرارامځای د شهید پاچا په نامه سری جنډی درول شوی اوتورسری یی زیارت ته ورځی  .

   دهمدغه سږنی زیږدی کال په سرکی چی کله یوافغان ـ امریکایی سرانجنیر دیوه ګډ پلاوی په مشری دیوی بروژی دپلټنی لپاره بلخ ته تللی وو  اوله خلکویی اښتنی پوښتنی کولی : داسړک، پول، ویاله یا ښوونځی کتنځی ...  کله جوړ شوی ؟   ټولو به په یوه خوله راغبرګوله :

 ــ دډاکترصاحب نجیب په وخت کی، نودانجینیرصاحب له خولی هم ناببره ووته : ــ راځی ، لاسونه پورته کړواوډاکترنجیب اله ته دعاوکړو : وای چی دانرجی وزیر اسماعیل خان ترګردو له مخه لاسونه پورته کړل ، هماغه پوخ سوګند خوړلی مجاهد چی دهغه شهید له ډاره یی کلونه کلونه په درست هرات کی دپښی ایښوونی ځای موندلای نه شو، اوپرمختللی روښاندی افغانان اوپه تیره چپیان ، په بله وینا ، دا.خ .د.ګ رښتینی هیوادپال پاتوړی یی په دی ارمان چی :

 ــ په بشپړه ځان باوری اوافغانی هوډ ومیړانه یی سری لښکری زیږندویه ( خلاقانه ) توګه تس نس کړشوی ګوندی لیکی سره دخپلواکی دفاع لپاره پریوه سنګرراغونډی کړی اوپه همدی نوښتګرانه کارکړن یی له وړانویینی سره سم پرننګرهارباندی دکورګډومجاهدینو اوپنجابی کالوایانو خونړی ترین جنګ له دفاع څخه بریالی اومخسوری راووت . دایوه داسی غاښماتی دفاع وه چی ان نړیوال کالخوایان یی هم هک پک پاتی اوورنهیله کړل.  !

ــ دسره لښکرتربیرته ستنولووروسته یی، نه یوازی دپاکستان له خوادننګرهاردراتپلی خونړی تیری پروړاندی له خپلو رښتینوسرتیرواوځان تیروګوندی اتلانواونوروهیوادمینوجنګیالانو سره لکه غرهسی ودرید ، بلکی سم له سمونی یی ورپسی دهیواپلوری تڼی کودتاترنامه لاندی دهماغه تاریخی ګاونډی دښمن دویم بی شرمانه تیری هم په خپلواکه توګه داسی شنډ کړ چی تراوسه یی داړوندو کالخوایانوورزړونودغچوګروم داغونه پاتی دی اوپه همدی ځانونه غولوی چی ګوندی هغه جهادی ناکامی اوهیلی به په طالبی تروریستی سکینده کاندی.  !

ــ  ترهغوپرله پسی زیاتیدونکوکورنیو اوبهرنیو فشارونواوګواښونو لاندی چی دشوروی اته کلن پوخی ملاتړاوبیایی دراپرځیدوپه درشل کی له منځته کیدونکو پایلو اواړونو ( شرایطو ) دی تاریخی واقعیت اومسوولیت ته ورترغاړی ایست چی دهیواد اواستازګرچپی غورځنګ ددفاع په موخه دوه ګامه پرشااویوګام پرمخ غوره وګڼی اودملی پوخلاینی، سولی اوپراخ بنسټه حکومت ترڅنګه مارکسیستی ګوند هم پر وطن ګوند واړوی .

 ــ دلویی جرګی رابلنه یی یوه بله نوښتګرانه تاریخی هڅه وه چی دسراسری ملی سولی اوپوخلاینی دسیاست رښتیاینه یی رانغښته اوپه حکومت کی یی دناګوندیانوراګډونه اوله بشپړډیری سره یی دانتخاب له لاری دجمهوری پوړی په راپه خپلولو دولتی واکمنی نوره هم ملی اوولسوا که کړه . دولتی نوم یی بیرته دافغانستان جمهوری دولت کړ اوپخوانی ( تور، سور، زرغون ) بیرغ یی دسره هغه ځایناستی. . هغه لویه جرګه په پرتلیزه توګه بی له شکه د داودخان د۱۳۵۶ کال او راوروسته ترغبرګواوسنیوامریکایی ـ جهادی هغوډیره ملی اودیموکراتیکه وه اوقانونی ـ حقوقی ارزښت واعتباریی پوره جوت او اوچت وو.

    دافغانی چپی غورځنګ اوټول اسکیرلی افغان ولس وهیواد دژغورودفاع لپاره یی دبلهاری تربریده خپلی هاندوهڅی اومنډی تنډی له لاسه ورنه کړی اوپه پای کی یی تری خپل ځان هم ځارولهارکړ. که نه پرنړیوال کچ هم هغه دومره پت وپرستیژراخپل کړی وو چی له هنده ترسویسه ورته دسیاسی پناه ژمنه شوی وه اوکولای یی شول ، له هره پلوه له خپلی کورنی سره یوځای هوسا اوبسیاژوند پرمخ یوسی .
 

دمشرتابه ( لیډرشیپ) ځانګرتیاوی

   دوکتورنجیب الله پرهیوادنی اوجهانی کچ دمشرتابه یالډرشیپ دارونو اومعیارونود درلودنی له پلوه له دروتیروتش په نامه انقلابی سروالانو سره هڅ دپرتلی وړنه وواو په ټوله مانا انقلاب له لوغړن ځوګلن څخه ، لکه پولاد  مخسور راوتی وو. څه ناڅه دیرش کلن ویاړلی ګوندی ـ سیاسی ژوند، دځوانانو سازمان له شپوورځورانیولی ، دلوړوطبی اوورپسی پوځی زده کړواوچوپړ ، بیلابیلو ګوندی پازواوبیاپه لومړی انقلابی پړاوکی سفارتی چارواوپه دویم پړاوکی دسخترینی اوکړګیچنترینی امنیتی شپږکلنی دندی اوبیاترټولو وروسته په بدترینو کورنیو اوبهرنیو اړونواوشرایطو کی دشپږکلنی ګوندی اودولتی پازوالی په اوږدوکی یی بیساروبریواوبریاوو هغه ګردی ځانګړتیاوی پرزباد رسولی وی . په ځانګړی توګه یی دامین ـ سروری پیردبدنامی خونړی اکسا اوبیایی کام ځایناستی  خاد ګړ سره پریوه داسی رښتینی قانونی نیاوتون واړاوه چی له جهادی  بولندویانو ( قوماندانانو) نیولی دخپل وخت نړیوال بښنی سازمان مشر فلیپ ارماکوراپوری یی دهغه منښته کوله.

    له هسکی دنګی ونی اودرنی پرتمینی څیری سره میړانی اوزړورتیا، پاکزړی اورښتینولی، پرځان ویسااوباور، لوړ ذهنی استعداد وکارووړتیا، پوره علمی اوتیوریکی سمبالتیا، پیاوړی هوډ وویلاړ، بی کچه زغم وپیڅ، زړه سوی، لوروپیرزو، له همانداوناهماندوسره ټولمنلی ټولنیز اوانسانی چال چلند ، له ګردوګړنیو، ګړدودی او ادبی نازکیوسره پپرغبرګورسمی ژبو بشپړلاسبری ،ژبورتیا، ویاندی او ویناوالی، له انګریزی، روسی اواردوژبو سره پوره بلدتیا،پرګوندی ـ سازمانی اصولیت ټینګوالی ، له ډلوډلګیو ، ځانغوښتننی اوکیشپالنی سخت پرهیزوبیزاری ، پاک نفسی، له خپلپالنی، ټبرپالنی، سمتپالنی...سخته ځانژغورنه، له هرراز ژبنی ، نژادی اوبلی هری لنډاندی اوتعصبه لریوالی اوپاکوالی، دخپلی افغانی ټولنی ټولنیزرغښت وتړښت، ملی اکروکر، تاریخی ، فرهنګی اوسیاسی آګاهی اوبییا دبیلابیلولویو او وړوژبتوکمیزووګړډلوددینی، دودیزو، اخلاقی ارزښتونوپوره ځانخبری او پاملرنی ، پووځی پوهی اواوږدی ازماینی، دکورنی اوبهرنی سیاست په ډګرکی پوره پخوالی اوپیاوړتیااو داسی نورولوړوانسانی ځانګړتیاوو بی له شکه دهغه سترملی شهید دوکتورنجیب اله دویاړلی اند وژوند هډوانه رغولی وه.  ددغوټولوارونو اومعیارونو په سرسرکی یی بیا داستره کمپیښی بیلتیاچی په یوه ځان کی ویښیارتیا اوزړورتیادواړه سره غاړه غړی شوی ول ، په غلجی ټبرکی ترمیرویس نیکه راوروسته دملی ـ ټبرنی دریځ وپوړی یوبی بلونج (بدیله)  پاتوړی ګڼل کیدای شو. 

    هغه ګوندی کودتاچی دځانګړی غچ په پارپرده اورامنخته کړی پراخ بنسټه حکومت باندی وشوه،  له اره دټولیزی ملی واکمنی ، خپلواکی،  هیواد اوهیوادوالو اوبیا دپرمختګ وولسواکی چپی غورځنګ پروړاندی یوه ډیره ملی ضد خاینانه اوناسپیڅلی ټلواله وه . هغوی چی دپاړکیزی ـ مارکسیستی مبارزی ډبری پر سینو وهلی او دوکتور نجیب الله یی په دی ګرماوه چی ملی ـ پانګوالی لاریی پرمخ واخیسته، پخپله یی له ارتجاعی ترینو وروسته پاتی  ټبرنی (قبیلوی) اوبیادینی ـ سیکتاریستی ډلوټپلوسره یوی هسی شرمیدلی ټلوالی ته راودانګل، له ګلبدین سره یی دجوړجاړی اوملګرتیاپلمه هم دخپلی پزی پیزوان کړه اوهغه داچی کله ورته ( ماویست ـ اخوان ـ ستمی) مسعود توره بلاشواو خپل پنجشیری کاوک ومزدورک یی تری جلاکړل، هماغه ګلبیدین یی راټینګ کړ او( هماهنګی شورا) یی ورسره جوړه کړه .

   کله چی هغومذبوحانه لوڅوپوڅو اوهاندوهڅوهم څه ګټه وټه لاسته ورنه وسته ، نه یوازی یی دبیاواکمنی خوبونه ناسم وختل ، بلکی پژنی اوفیزیکی ژوند یی هم د تروریستی ټلوالواوپه سرسرکی دهماغو خپلوسوګند خوړلیویارانو له پرله پییلو ګواښونو اوتوربریښونوسره مخامخ شواودیوه ګڼ شمیرپوځیانو اوخادیستانو دمریو له پری کیدوسره یی توره تیښته اوځان ژغورنه غنیمت وګڼله ، داورته نوره بی توپیره وه چی کابل اوبیاټول هیوایی دورهڼیزوجلادانوداورووینو په خونړومنګولوکی ورپریښووه او بیایی هم پرهمدایوه بریاځانونه هوسااوبسیاونګیرل چی که دواکمنی ارمان یی ترسره نه شو،پرنجیب خویی هم ړنګه دنګړه کړه . هغو خوارکیوغوښتل، په بیاواکمنی سره دخپل واک ځواک تږی سروال هغه توره رټه وروسپیڅی چی دسره لښکرپراوږویی په راتلنه او سروالیدنه د شاه شجاع له نامه سره غوټه شوی وه . له دی ناخبره چی نوره یی هم پسی ورسخره اوتلپاتی کړه :
که خبره یوازی پرهمغه یوه ځانګړی غچ اخیستنه رالنډیدای شوای، نوافغان ولس به وربښلی وه.

   دوی  دګوندی  کودتااوتورتړون له لاری دسوله ییزځواک لیږدلپاره له بینین سیوان سره ګډسوله ییز پلان په سبوتازاوله دی سره دیوه تاریخی هیواد ، ولس اوملی واکمنی له اړوندودولتی رغښتونواوپه سرسرکی پرله غِښتی پیاوړی ملی اردودتارومارونی او هغو ګردوناورینونو، بخولواوناخوالودنه بښل کیدونکی خیانت اوجنایت دپړی اومسؤولیت  رسی پرغاړه ګرځوی چی له هغه راهیسی ترننه داپنځلس کاله له نویونویو څانګو اوخرانګوسره دهیواد اوهیوادوالو برخلیک رامروړی . ښایی ، دوی دامرکا په سروالی اوسنی بهرنی سیاسی ـ پوځی نیواک هم دځان لپاره ګونګړوشګوم نیولی وی چی اړوندجنایکتاره ټلوال یی په ځواک کی ورګډکړی اوپه دی توګه دوی هم سم له لاسه پرهیوادنی اوجهانی کچ دمحاکمی له خطره په کوربه لویدیزوهیوادوکی خوندی پاتی دی !

    هغوکودتاچیانوپه پای کی پخپله رازباده کړه چی دوی له اره د دولتی واک وځواک لپاره د پاړکیز (طبقاتی ) مبارزی پرځای ژبتوکمیزه کړنلارپرمخ بیوله ، که نه ولی به یی ددوکتورنجیب اله پرضد تردی سیکتاریستی ـ ستمی شعارلاندی خپله کرغیړنه شمالی ټلواله رامنخته کوله  :

   به پیش برای سرنګونی آخرین نمایندهء حکام جباردونیم صدساله !

   هو، دوکتورنجیب اله دخپلی سولیزی اوسوله ییزی تګلاری اوخوندی ځواکلیږددرښتیاینی لپاره دځانبلهاری ترریسک مننی دملګروملتوپه منځګړتوب دښکیلوافغانی خواوو رغیدلی شپږویشت کسیز کمیسیون ترهوکی ورساوه ، خوله دی ناخبره چی خپل پرونی همسنګریی له شانه په خنجر وهی اوهماغه کانه وربانی کوی چی سترخوشال خټک تری دری نیمی پیړی پخواسرټکولی وو:

 په بل غشي ټوپک هیڅ ویشتلی نه یم

 که ویشتلی یم خوبیا په خپل ټوپک یم !

   که داسی نه وای، تازه راپرځیدلی شوروی اوپرمیدان پاتی نړیخورزبرځواک ته هم داپلمه پرلاس نه ورتله چی په دومره ناانسانی ډول یی دګډی اړی تړی له لاری دخپلمنځی پینځوس کلن ساړه جنګ دوروستنی بلهاری اودروږپه توګه له پیښوراوغورځوی اودګردوټولمنلیونړیوالوحقوقی ارونو اومعیارونوپرخلاف، هغه هم دنړیوال سازمان په پناه کی داړوندوجلادانوپه لاس کی ورکوی اوورباندی یی پرشهادت ورسوی !

   پردوکتورنجیب اله دګوندی کودتا او ناسپیڅلی ټلوالی نابریالی سربولندوی پخپله ددغه سترځانګړی اوورسره تړلی ملی خیانت اوجنایت په دی بولی پرځان زباد کړی دی :

بګذار، تاجزای عمل خودراببیند !

   نوآیا څنګه به دی دافغان ولس پروړاندی له خپلی فرکسیونی اواخوان ـ ستمی ټلوالی سره پخپله ددغه کړن اوورځنی دراټوکیدلو ملی اوانسانی بخولواوناورینونوله ګرمانی اومحاکمی براات وموندلای شی اودهغه رښتینی ملی اتل په ګډون دمیلیونونو بیګناه هیوادوال په وینوککړخونړی لاسونه یوازی پرترهګروطالبانواوپاکستانی کرنیلانو پاک کاندی ، دایوڅوڅاڅکی وینی نه وی چی دهغه نجیب انسان اوبیایی دوروروزارزهیری موراویاترورزی له شهادت سره توی شوی اوځای پرځای وچی شوی، بلکی هماغه وینی وی چی یی دنورومیلینونو بیګناهوهیوادوالو وینی ورسره دایوه نیمه لسیزه همغاړی شوی اوداسی سیندونه یی جوړکړل چی تراوسه یی دوچیدوڅه څرک نه لګی !

څنګه به پټ کړي شهادت مې قاتل

سور مې په وینو لا ټټر ځلیړي

     دافغان ولس ټولمنلی شهید دوکتورنجیب الله او نورو میلیونونو بیګناهو شهیدانو ارواوی دی  ښادی وي!

 
ستاسی داوریدوله زغمه ډیره مننه
 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<