www.payamewatan.com
     
 

... د شهيد ډاکټر صاحب قاتلانو په حقيقت کښې
 تاريخی افغانستان وژل او ورانول غوښتل


د
شهيد ډاکټر نجيب الله  د لسم تلين په مناسبت
  جوړې شوې غونډې ته د افراسياب خټک  وينا
 

ډېرو درنو او محترمو مشرانو، ملګرو، خوئېندو او وروڼو !

   ترټولو وړومبئی  دتاسو نه ېوه دنېا مننه کوم چې تاسو ما دپاره د دغې  ټليفوني وېنا په وسيله په دغه مهمه او درنده غونډه کښې  د ګډون زمينه برابره کړه٠ که څه هم ما ډېره علاقه لرله چې تاسو ښاغلو او مېرمنو سره مخامخ ووينم; خو د ځينو مشکلاتو له امله داسې و نه شوله٠

   عزيزانو; دا زما دپاره ډېره د وېاړ خبره ده چې د افغانستان د وطن ګوند رهبر او د افغانستان پخوانی جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله شهيد د شخصيت، فکر او د هغوی دسياسي مبارزې او سياسي ورثې په هکله يو څو لنډې خبرې وکړم; خو د هغې نه وړاندې غواړم چې د غه ستر شهيد د لسم تلين په مناسبت د ډاکټر صاحب محترمې کورنۍ ته، تاسو ته، ټولو افغانانو ته او په سولې او انساني کرامت عقيده لرونکو ټولو  خلکو ته تسليت وغواړم او د خدای پاک نه د شهيد ډاکټر صاحب د درجاتو د لوړوالی دعا وکړم٠

   تاسو ټولو دوستانو ته بهتره معلومه ده ډاکټر صاحب خپل وطن او وطنوالو سره يوه بې کچه او بې کرانه مينه لرله، د خپل هيواد سره د هغوی عشق د هغوی د نورو ټولو خوښېو او علاقه مندېو په پرتله زيات غالب ؤ٠ مونږ تاسو ټولو د سر په سترګو وکتل چې هغوی نه ېواځې خپل ټول ژوند د افغانستان او افغانانو د سرلوړۍ، خوشبختۍ، سمسورتېااو سعادت  د لاس ته راوړلو د پاره وقف کړی ؤ، بلکې د هم دغه مرام د حاصلولو د پاره د خپله سره هم تېر شولو د حمزه شينواري خبره چې  : 

شاېد چې په الفت کښې هم افغان پاتې کېدم

   درنو دوستانو !  د محترم ډاکټر نجيب الله سياسي شخصيت په داسې تاريخي او ټولنيزو شرايطو کښې وده کړې وه چې له ېوې خوا په افغانستان کښې دننه سياسي او ټولنيز بدلون خواهش او غوښتنه د ېوه قوی اتش فشان په شان په چاودلو وه او له بلې خوا په نړۍ کښې سوړ جنګ خپل اوج ته رسيدلی ؤ٠ تاسو ته ښه معلومه ده چې دشلمې پېړۍ په دوېمه نيمايۍ کښې د افغانستان نه چاپېره ټول هېوادونه او ټولنې د قبايلی دورې د شرايطو نه راوتلې وې او د تاريخی تکامل او انکشاف نوې مراحلو ته ورداخلې شوې وې; نو د قبايلی ټولنيز ژوند لرونکی افغانستان په ټولنيز او تاريخی مقياس د فشار په يوې داسې ټيټې نکتې بدل شوی وو، لکه چې د اتموسفېر     (atmosphere) ټيټه نکته وی، کومه چې د ځان په لور طوفانونه راکاږی;  نو که له يوې خوا دشديد نظامی، سياسی او ايډيالوجيکی انقطاب له امله ابرقدرتونه او د هغوی په څنګ کښې د ځينې تاريخی عواملوله مخې ګاونډی هېوادونه په افغانستان کښې مداخلت ته تېار ناست وو; نو دبلې غاړې نه، دپورته ذکرکړی شوی شرايطو په افغانستان کښې دمداخلت پذيرۍ د پاره زمينه مساعده کړې وه، نتيجه يې داشوه چې دشلمې پېړۍ په شپيتو او اوېاېمو کلونو کښې په افغانستان کښې سياسي جريانات د داخلی او خارجی عواملو د اغېزې له امله د سخت انقطاب ښکار وو او چې کوم سياسی جريانات په دغه موده کښې مينځ ته راغلل، هغو دچپ افراط او دښی افراط خصوصيات لرل ددې نه علاوه دغه جريانات په دې خبره ونه توانېدل چې ځانونه دبين المللی سياسی تربګنېو،  پرو جنبو او دښمنېو نه بېل وساتی; نو ځکه  چې کله د تصادم شرايط مينځ ته راغلل; نو په افغانستان کښې راتلونکی بدلونونو د چاودنو بڼه غوره کړه چې ډير ناوړه عواقب يې ولرل٠

   محترمو حاضرينو !  زه نه غواړم چې د افغانستان په سياسی تاريخ اوږدې خبرې وکړم او يا د سردار محمد داود خان په مشرۍ راغلی تحول نه نيولې تر د طالبانو د عروج او بيا د سيپتامبر د يوولسمې نېټې نه وروستو راتلونکی بدلونونو تفصيل بيان کړم ځکه چې تاسو ټول پوه ، باخبره او مجرب خلک ياست او نه يواځې د دغو ټولو حوادثو په هکله ژور معلومات لرئ، بلکې په ډېرو برخو کښې په مستقيم ډول شريک پاتې شوی يی٠ د دې نه وړاندې مو يو څو ټکی ځکه ستاسو په درانه خدمت کښې عرض کړل چې دغو حوادثو ته بايد د ېوه خاص  تاريخی او ټولنيز چوکاټ کښې د ننه وګورو او تش په مجرده او يا په ذهنی توګه د افرادو او يا جرياناتو په هکله قضاوت ونه کړو٠

   زه دا خبره په پوره ډاډ سره کوم چې د شهيد ډاکټرصاحب په شخصيت کښې د سياسی زعامت طبعی استعداد موجود ؤ ٠ د هغوی د سياسی درک ژورتيا، دهغوی دشخصيت انرژی، ډائنامزم او کرشمه هر هغه چاته دستی ورمعلوميده چې به ورته د ډاکټرصاحب سره د نژدې کېدو لږه شان موقع هم په لاس ورغله په پښتو او دری ژبو د هغوی قوی نطق چې په ادبياتو حاکم او دماهرانه صراحت نه ډک ؤ، عين د محاصلۍ د دوې نه جوت ؤ چې د وخت په تېرېدو پکښې لا زياته ځلا راغله٠ هغه د قوی ډسپلن په څنګ کښې د مينې او حرارت نه ډک زړه لرلو، هغه لکه چې څنګه ښه سپړول زده وو;  نو ورسره يې د هغې نه زيات ښه ګنډل هم زده وو٠ لنډه دا چې د هغوی په شخصيت کې د افغانی ټولنې د  سالم عنعنوی فرهنګ تکامل منونکی عناصرو او د پرمخ تللی ښاری ټولنې څخه سرچينه اخيستونکې پوهنې ېو ډېر مناسب او موزون ترکيب موندلی ؤ٠

عزيزانو !  په افغانستان کښې دروسانو د موجوديت په دوره کښې زه د ډاکټرصاحب د نقش په هکله د انګليسی ژبې دغه جمله وئيل غواړم چې  :

"He was the right man, but at the wrong place and wrong time"

يعنې هغه سم سړی ؤ; خو په ناسم وخت او ځای کښې واقع شوی ؤ ; خو لکه چې مو وړاندې ووئيل دغه عوامل د افرادو خوښې او ناخوښې نه بهروی او انسان مجبوروی چې په موجودو شرايطو کښې مزل وکړی٠ بهر حال تاسو غوندې باخبرو دوستانو په وړاندې ددې خبرې تفصيل وئيلو ضرورت نشته چې د ملی پخلاينې په جوړولو او تعقيبولو او د روسانو په ويستلو کښې د ډاکټرصاحب ،مړنی او سترګه ور شخصيت څومره مهم نقش لوبولی دی٠ دهغې نه پس هغه د ېو داسې مستقل افغانستان  په سمبول بدل شو چې دشرق او دغرب د فشارونو او مخالفتونو با وجودپه خپل ځای کلک ولاړ ؤ٠ د سيمه ايزې همکارۍ نظريه چې نن سبا يې ډېره غلغله ده ، ډاکټر صاحب عين په ١٩٩٠ کښې وړاندې کړې وه٠ د ډاکټرصاحب اصلی سياسی فکر او کردار هم په دغه وخت راڅرګندشو٠ د روغې جوړې د سياست په لاره کښې دهغوی نه ستړې کيدونکې هلوځلو بالاخره په افغانستان کښې د سياسی قدرت د سوله ايزانتقال دپاره ميکانيزم هم پېداکړو٠ دا بله خبره وه چې په داخل کښې کم نظره او کم ظرفه سياسی حريفانو او په بين المللی سوېه د لوېو ځواکونو د زاړه انقطاب خمار او دبعضې ګاونډی هيوادونوشومودسيسو دغه پروسه تخريب کړه، لکه چې ډاکټرصاحب په داهيانه توګه اخطار ورکړی ؤ، دوی کابل د وينو په حمام بدل کړو، افغانستان يې ټوټې ټوټې کړو او د ډاکټر صاحب د حکومت په ضد د نافرجامه کودتا نه څلورنيم کاله وروستو دپردېو له خوا جوړې شوې دسيسې له مخې د افغانستان دغه سترسياسی زعيم يې  د ملل متحد په حريم کښې په غير انسانی او وحشيانه توګه ووژلو٠ د شهيد ډاکټر صاحب قاتلانو په حقيقت کښې تاريخی افغانستان وژل او ورانول غوښتل، څنګه چې دهغوی د شهادت نه وروستوحوادثو دغه حقيقت په اثبات ورسولو، که نړېوالو د ډاکټرصاحب خبروته غوږ ايښی وی، نو نه به دافغانستان نه د تروريزم مرکز جوړېدو، نه به په امريکا کښې د ېوولسم سيپتامبر پېښې را مينځ ته کېدې او نه به هم په ټوله نړۍ کښې اوسنی الغاؤ تلغاؤ جوړېدو٠

   ګرانو خوئيندو او وروڼو !  زه د ستاسو دلطف او مهربانۍ په رڼا کښې چې زما په حصه کښې مو کړی ده او دشهيد ډاکټرصاحب ديوه عادی پېروکار په توګه ځان ته دا حق ورکوم چې دوه درې خبرې د روانو سياسی اوضاعو په هکله ستاسو په خدمت کښې وکړم اول دا چې د جهان په سياست کښې په عمومی توګه او زمونږ د سيمې په سياست په خصوصی توګه دښي اړخ او چپ اړخ په مينځ کې پخوانی سياسی انقطاب پای ته رسېدلی دی٠ اوس دسياسی قوتونو ېو نوی ارائيش ليدل کيږی چې په دې کښې ېوې خواته هغه کامپ دی کوم چې امن غواړی، په دموکراسۍ او دبشرپه حقوقو عقيده لری، د منځنی بهير سره سمه ټولنيزه او اقتصادی ترقی غواړی او د سيمه ايزې او جهانی همکارۍ طرفداره دی٠ بلې خوا ته بل رقم سياسی خلک دی څوک چې د مذهب په نوم خشونت او جنګ غواړی، دموکراسی يوه غربی پديده بولی، د بشر د حقوقو سره مخالفت لری، ځان د نړۍ نه بېلول غواړی او حتی چې دنړۍ يوې غټې برخې سره تصادم او جنګ کول غواړی٠ ټول سياسی افراد او ګوندونه بايد تصميم ونيسی چې هغوی کومې خواته ودرېدل غواړی٠  د ډاکټرصاحب د پلوېانو په توګه مونږدپاره مشکله نده چې خپل لوری وپېژنو اودسولې او دموکراسۍ په لور ودرېږو٠ بله خبره مو دا کول غوښته چې په افغانستان کښې اوس هم د ملی روغې جوړې سياست بديل نشته٠ نن هم که افغانستان کښې څوک سوله او ثبات غواړی ; نو باېد د ملی روغې جوړې سياست  تعقيب کړی او په هغه استقامت او شهامت سره يې تعقيب کړی کوم چې شهيد ډاکټرصاحب کړی ؤ٠ همدغه رنګه په ننی افغانستان کې ديوه ټول شمول ملی سياسی غورځنګ کمبود محسوس کيږی ، يوه سياسی خالی ګاه ليدل کيږی ; خو دا کار باېد د نن دزمان او مکان شرايطو سره په ملی بڼه او په نوې بڼه سرته ورسيږی چې د ډلو او فراکسيونونو په چوکاټ کښې دا کار نه شی کيدی.  په اخره کښې دا خبره کول غواړم چې شهيد ډاکټرصاحب د تاريخی افغانستان په يووالی ډېر کلک ايمان لرلو.  دافغانانو تاريخی کور بېا د سر نه  جوړول  د هغوی مرام  ؤ٠ په تاسف سره چې د افغانستان او افغانانو دښمنان په دې خبره ډېر ښه پوهيدلی وو، ځکه د هغوی وينې ته تږی ناست وو ; خو په مجموع کښې دډاکټر صاحب شهيد افکار په بشردوستی، سولې او د انصاف په ارزښتونو ولاړ وو، ځکه زه د هغوی په هکله خپلې خبرې د حمزه شينواری په دې شعر ختمول غواړم :

بوګنېږه ترې نه مه زما افکار اوراورکی دی

رڼا به درکوی خو سوځېدل به پکښې نه وی

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<