www.payamewatan.com
     
 

 

د شهید ډاکتر نجیب الله لسم تلین په مناسبت علمی - سیاسی کنفرانس ته

 د ملي دریځ ګوند رئیس، ښاغلي حبیب الله جانبدار  د وینا متن

 

اعوذ بالله من الشيطن الرجيم

بسم الله الرحمن الرحيم

 

درنو دوستانو، له خپله هېواده بهر مېشتو افغانانو !

    په پېل کې غواړم چې د افغانستان ملي دريځ  ګوند لخوا  د وطن ګوند د مؤقتو تشکيلاتو مشرتابه هيئت او په ځانګړي توګه  ښاغلي پېوستون صېب  ته له دې کبله چې زمونږ  د ګران هېواد  افغانستان  د نومېالي اتل ډاکټر  نجيب الله  د شهادت  د لسم تلين په اړوند ئې  د کنفرانس په جوړېدو کې تر ټولو زېاتې  هڅې کړي،  د  درناوي  او  مننې  مراتب څرګند کړم٠

    بې ځاېه به نه وي  چې  په  کنفرانس  کې  د  ملي  دريځ  ګوند دهيئت غړي چې له ماسره ېوځای  راغلي  درو پېژنم  : 

             ١ -  ښاغلی  بهاؤالدين احمدزی ،  د ګوند د مالي چارو د څانګې مشر

            ٢ -   ښاغلی کنشکا بارز،  د ګوند دځلمېانو د څانګې مشر

           ٣ -   ښاغلی  خليل الله جانبدار،  په  المان کې د ګوندي چارو مشر

           ٤ -  ښاغلی  قدرت  الله امرخېل،  د المان ګوندي  کميټې  مرستېال

           ٥ -  ښاغلی  نور اقا،  د المان  د ګوندي کميټې  غړی٠

   څرنګه چې زما د وېنا سرليک  له وړاندې ټاکل شوی او عبارت دی  له ((  د افغانستان د پخواني ولسمشر شهيد ډاکټر نجيب الله  سياستونه  او  زمونږ  په هېواد کې ملي معېارونه او ارزشونه)) ،  ښکاره ده چې د دې سرليک  په اړوند وېنا ډېره اوږدېدیدلی شي او  ان  د کتاب کچې ته هم رسېدلی شي، ليکن په دې ليکنه کې  خورا په لنډه توګه ورته کتنه شوې٠

   داهم باېد وايم چې ستاسو لپاره  به ډېرې خبرې تکرار وي خو باور لرم چې پاېلې به ئې نوې وي،  همداراز د ډېموکراسي د پلوېانو ،  ازادي غوښتونکو او  هېوادپالو د غورځنګ  لپاره به د نږدېوالي  او ځواکمنتېا د بنسټ په پېاوړتېا کې خپل اغېز ولري٠

   ټولنپوهنه مونږ ته دا راښئي چې  د اخلاقي او حقوقي ارونو  او معېارونو او  ټولنيزو ارزښتونو په  را منځته کېدو کې  د هرې ټولنې د مؤلده قواوو د پرمختګ  څرنګوالی، جغرافېائي موقعېت او همداراز د ګاونډېو فرهنګونو او ان  د هغو ښکېلاکګرو  کړه وړه  چې د نوموړو ټولنو سيمو ته ورننوتي ستر اغېز لرلی دی٠  له دې کبله  چې  د هرې  ټولنې  د مؤلده قواوو جوړښت  او  د پرمختګ  کچه او جغرافېائي حالت ېو له بله  توپير لري،  نو ټولنيز،  اخلاقي  معېارونه او  ارزښتونه  ئې  هم  ېو له بله توپير  پېدا کوي٠  افغانستان  چې  د  نړۍ  له پخوانېو مدنېتونو  برخمن هېواد دی،  د لرغون پوهانو له نظره       (٥٠٠٠) کلن  تاريخ  لري٠  د مرحوم  غلام  محمد غبار په قول  \'\'  د ١٩٦٥  عيسوي کال د اق کپرک او د کندهار د منډ يګک  له  کيندنو لاسته راغلو اثارو په استناد،  د امريکائي څېړونکي لوئي دوپرې  څېړنو ښودلې دي د دې سيمې اوسيدونکو ډېر پخوا د توليد وساېل پېژندل او څاروي ئې اهلي کړي وو٠  د ټولنيز جوړښت له پلوه پلارواکي وه،  هرې عشيرې او طاېفې خپل مشران درلودل  او  د قبيلې مشر به د طاېفو د مشرانو له لوري په ازاده توګه ټاکل کېده،  پر دې بنسټ وئېلی شو چې د جرګې او مرکې دود لومړنی څرک له همغه وخته د را څرګندېدو په حال کې ؤ٠  په نوموړې سيمه کې د زرتشت دين  په رامنځته کېدو  او د اوستا موجودېت  چې په تخميني توګه درې زره کاله  پخوا ئې رواج درلود او ېوه نسخه ئې اوس هم د ډنمارک  په پلازمېنه کې  خوندي ده چې د \'\'پندار نېک، ګفتار نېک، کردار نېک\'\'  مشهور شعارونه ئې دسيمې د ټولنيزو او اخلاقي معېارونوښه بېلګه بلل کېدای شي٠  دهغه مهال د وګړو لپاره د ظالمانو او تيري کوونکو سره مقابله د سړيتوب، مېړانې او وېاړ ټولنيز معېار وو، ځکه هم د ضحاک په مقابل کې د ېما د جګړو ستاېنو او افسانو تر ډېرو دوام درلود٠  په دې ترتيب وئېلی شو چې زمړنږ په ګران هېواد افغانستان کې  د عدالت او ازادي غوښتنې لپاره هلې ځلې ژورې تاريخي ريښې لري او را وروسته بېا د اسلام سپېڅلي دين په رڼا کې  دا هلې ځلې نورې هم پېاوړې شوې٠  څرنګه چې اقتصاد،  دين او دود،  د اخلاقي او حقوقي  ارونو او ارزښتونو په انکشاف  او بدلون کې  د پر له پسې بهير په توګه خپل اغېز ته پراختېا ورکوله، دولتي جوړښتونه، پولې او  د واک سيمې څرګندېدلې،  د راکړې ورکړې  او د محصولاتو لېږد را لېږد  تر پخوا زېات چټکوالی  موندلي وو، چې  د ېارلسمې ميلادي پېړۍ په اوله نيمائي کې  د چنګيز خونړي او وحشي لښکر د افغانستان لور ته  را وخوځېده او په دې توګه دسيمې په ډېموګرافي کې  ژور او پراخ بدلونونه رامنځته شول٠ ليکن د ازادۍ او عدالت لپاره دې سيمې مبارزه و نه درېده او په ترتيب سره  د مغولو په مقابل کې  دروښانېانو نهضت، د خټکو غورځنګ او بېا د ګورګين په مقابل کې  د هوتکېانو غورځنګ  د ېاد وړ دي، وروستی ئې چې د ميروېس خان   هوتک په مشري د جرګې له عنعنوي معېاره په ګټه اخيستنه پېل شو،  زمونږ د هېواد د ازادۍ او عدالت غوښتنې د مبارزو په تاريخ کې  دوېاړ وړ څپرکې جوړوي٠ همدا راز ېو بې پرې ليکوال چې ګنداسنګ  نوميږي او خپل د شلو کالو هڅو په پايله کې ئې د احمدشاه دراني په نامه تاريخي اثر ليکلی ،  د ستر احمدشاه بابا په اړه داسې څرګندوي  : \'\' په دې سيمه کې دا لومړی واکمن و چې په خپل دربار کې ئې د خپلو اتباعو خم خم کېدل منع کړل او زېاتره مهال به له تخت نه را پورته شو او له خلکو سره به په ځمکه کېناسته \'\'٠ احمدشاه بابا د جرګو او مرکو له لارې پرېکړې کولې او چارې ئې په مشوره پر مخ بيولې، پدې توګه ګورو، هر هغه واکمن چې د افغاني ټولنېاخلاقي او حقوقي ارونه  او ارزښتونه لکه جرګه، مرکه، مشوره، تقوی، تواضع، زړورتېا، وفا په عهد، ازادي غوښتنه او عدالت غوښتنه ،پاللي او لرلې، نه ېوازې  خپل ولس او خلکو ورته درناوی کړي ان بهرنېو بې پرې ليکوالو ئې هم ستاينه کړې ده٠ پدې ترتيب مونږ د خپلو ملي معېارونو او ارزښتونو د تکوين او بشپړتېا بهير ته  ځغلنده  کتنه وکړه، او دې پاېلې ته رسيږو چې  :

   لومړی  -  دپخواني ولسمشر شهيد ډاکټر نجيب الله  سېاستونه  د پورته ارونو او معېارونو په انډول کې وه،  داچې څرنګه هغه وتوانېد د خلکواو  ولس  دقضاوت په کچ برابر سېاستونه مطرح کړي لږ به ورته تم شو٠  ښکاره ده چې ستر شخصېتونه  د خپلو  ولسونو سرګردانه بېړېو ته د فانوس حېثېت لري٠

   روسي عالم بيلېاېف وائي  \'\' چې انساني شخصېت نيم د چاپېرېال او نيم نور  د وراثت  د اغېز محصول دی٠\'\' پدې توګه د دې عمومي قاعدې په پام کې نيولو سره باېد واېم چې شهيد ډاکټر نجيب الله د داسې ېو هېواد او ولس په غېږ کې ، چې دتاريخ هره پاڼه ئې  د عدالت غوښتونکو او ازادي پلوو غورځنګونو په کارنامو او حماسو رنګينه ده  زېږېدلی او رالوی شوی و، همداراز د خپل استعداد په ځواک او د هېواد له تاريخي او جغرافېائي واقعېتونو نه  د خبرتېا او پو هې له برکته دمعقولو پرېکړوجوګه و، خو تر دې هم بنسټيز توکی د هغه په پرېکړو کې د ښه نېت او ارادې لرل وه ;  که  سالمه اراده او ښه نېت موجود نه وي  هېڅکله به د بشري عواطفو د ښکلا ائينه  پاکه و نه ساتلای شي٠  تاسي ته معلومه ده چې زمونږ ولس  اوس هم تر ېوې معينې کچې د خپل قبيلوي وېش  فورم ساتلی  او اوس هم  خپل زېاتره مدني پرابلمونه  په دوديزه توګه حل او فصل کوي،  په کلېو او بانډو کې ېو نوع خودګرداني وجود لري او د اړينو پرېکړولپاره پېژندل شوي مشران را بلل  کيږي، زېاتره داسې ربړې چې د ېوې سيمې د جرګې له لوري حل نشي نو بېا وائي چې احمدزي مرکه چېان دې راوبلل شي، دا داحمدزېو د قبيلوي زور او اقتصادي ځواک  له کبله نده، بلکه د هغوی د اخلاقي باور او دجرګې په نرخونو د پوهېدلو پر بنسټ اتکا لري٠  ان وئېلی شو چې  دهېواد په ځينو برخو کې احمدزي  دعنعنوي قاضېانو دنده تر سره کوي او د شهيد ډاکټر نجيب الله پلار مرحوم اخترمحمد خان او د دوی نورمشران د احمدزېو په منځ کې له  نېک شهرت نه برخمن وو،  نو ځکه دی په جرګه او مرکه کې  خورا پېاوړی و٠  همدا  شان هغه مهال چې پلار ئې مرحوم اخترمحمدخان احمدزی په پېښور کې د افغانستان د حکومت له لوري رسمي دنده درلوده ، شهيد ډاکټر نجيب الله  په خپل ځلميتوب کې د خدائي خدمتګار د غورځنګ مظاهرې او جلسې ، اعتصابونه  او مارشونه  په خپلو سترګو ليدل، څرنګه چې دی  د ويښ وجدان  او پېاوړې ارادې خاوند و، نو ځکه ئې د عادلانه سياست  او مبارزې لار غوره کړه او د هېوادپالنې، عدالت او ازادي غوښتنې لپاره د ژوند تر پاېه  د دار تر کرښې استوار او سرلوړی پاتې شو٠ باېد واېم چې ملي اخلاقي او حقوقي ارزښتونو ته  د هغه پام   په برکت  د خلق ديموکراتيک ګوند له دروغجن ديموکراتيک جوړښت نه ،  د وطن ګوند په رښتيني ديموکراتيک ګوند بدل شو٠  ګوندي او فردي ديکتاتوري پای ته ورسول شوه  او د بېان ازادي ئې را منځته کړه، د خپلو پلرو او نيکو په دود ئې  د پرېکړو مشروعيت لپاره ستره دوديزه حقوقي لار بېا پرانستله  او دجرګې مرکې له لارې ئې  د خپل ولس زړونه او فکرونه ځان ته راواړول او د ملي روغې جوړې بهير ئې پېل کړ٠  هغه مهال  هر هغه  افغان  چې  دافغانستان  پاېښت او  ولس ته سوله ايز ژوند غوښت د ملي روغې جوړې له پروګرامه ئې ملاتړ څرګند کړ٠  زه هم د دې وېاړ لرم چې د نوموړي سېاست له پېله د هغه ملاتړی پاتې شوی ېم٠

   دوېم  -  د اتل شهيد ډاکټر نجيب الله  په سېاستونو کې د ترقي او  هېواد پالنې ارونه  د مذهبي او ديني  عقاېدو په رعاېت او درناوي سره نورهم پېاوړي شول٠ زمونږ ولس چې د اسلامي حقوقي سيستم لېواله وه  د (١٣٦٩) کال د غبرږولي د مېاشتې  د لوئې جرګې لخوا تعديل شوی  اساسي قانون  د دوېمې مادې په حکم چې باېد ټول قوانين د اسلامي اساساتو سره برابر وي، پدې توګه ئې د حکومت او خلکو تر منځ  د ېووالي حقوقي بنسټ نورهم ټينګ کړ، او وېناوې ئې ددې حديث شريف چې وائي ( کلم الناس علی قدر عقولهم) په رعايت خلکو ته د  پوهېدو  او علاقې وړ وګرځولې٠  رهبر باېد هم خپل د ولس له عقاېدو، ژبې او ادبېاتو پردی نه وي٠  همداشان  دنوموړي اساسي قانون پينځمه ماده کې د هېواد څو ګونديز سيستم  تضمين  شوی چې د ديموکراسي او د بېان د ازادي د ټينګښت ښه  وسيله  بلل کېدای شي٠  شهيد ډاکټر نجيب الله چې د خپل ولس سره د ګډې ژبې پېدا کولو کوم ميتود کاراوه له ده مخکې او وروسته  همپوړو ئې توان ، استعداد او حوصله نه درلوده ځکه نو د ده ځانګړتېا د هېواد په تاريخ کې  ځلانده ځای لري٠  پورتنی استدلال دا ښئي چې د هغه سېاستونه په ديني ارونو او معېارونو برابر وو او بشپړ مشروعېت ئې درلود٠

   درېم  -  د کيڼ لاسو ترقي غوښتونکو رېاليستانو له سترګو هم باېد نوموړو سېاستو ته کتنه وشي، که هر کيڼ لاسی مبارز وپوښتل شي چې ستا د مبارزې موخه او مقصد څه دی؟  نو ېو ځواب درکوي  چې د خلکو لپاره ښه ژوند،  نو لومړی خو باېد د خلکو ژوند خوندي وي چې بېا ورته  د ښه والي  هڅې وشي٠  دتوپ او ټانک د اور لاندې به څنګه  د خلکو ژوند بهتر شي؟  بنائا د سولې تائمين او د مصئونېت  را منځته کېدل لومړنی سوال دی، که  هدف هر څومره ښکلی او انساني وي خو چې  وساېل او د  ورسېدو ميتودونه ئې په خشونت او تشدد متکي وي نه ېوازې  د ولس ملاتړ ورته نشي ترلاسه کېدی بلکه دهغو اهدافو حقانېت هم تر پوښتنې لاندې راتلای شي٠ له دې کبله د هدف او وسيلې انډول د سېاسي مبارزې د منطق زړی جوړوي، همدا ډول که د نړۍ  له هرفېلسوف او روڼ اندي ؤ پوښتې  چې  د درېم ورېانت په نشت کې د فېودالي استبداد او بورژوازي تر منځ کوم ېو ټاکې؟  نو بې له شکه به درته ووائي  چې  بورژوازي، ځکه لږ ترلږه د کار د خرڅلاو ازادي خو په کې شته او دا چې نن بېا اوسني سرمايه داري  خپلو خلکو ته د ټولنيزو بيمو او ډول  ډول سهولتونو په ورکولو سره کاملا بل ډول او له سره د کتو وړده٠ نو په داسې حال کې د شهيد ډاکټر نجيب الله  لخوا د ملګرو ملتو سره په مفاهمه کې  دنوموړي بورژوازي استازو ته په قانوني توګه د واک لېږد او دانساني حقونو د نړېوالې اعلامېې په رڼا کې دولس د وګړو د حقوقو د خوندي کولو په لور خوځښت  د ترقي او عدالت سره  بشپړسمون درلود، بېا نو د ملګرو ملتو د پروګرام د سبوتاژ کوونکو نه پوښتنه کيږي چې تاسو څنګه د ترقي او عدالت مدعېان ېاست چې له ډاکټر نجيب الله تېر شوئ او د فيودالي مناسباتو او د تيارې له استازو سره د ائتلافونو او جنګي شوراګانو په جوړولو لګېا شوئ٠  دا کوم عقل او وجدان منلی شي  چې هغو ته برائت ورکړی شي٠ د ملګرو ملتو د پروګرام سبوتاژ کوونکو نه ېوازې  دترقي او عدالت بهير ناکام کړ، بلکه د کيڼ لاسو په تاريخ کې ئې  د دروغجن والي او پردي پالنې  د بې ننګئ تور داغ هم وګاټه٠ په پورته ليکل شوېو کرښو کې د اتل شهيد ډاکټر نجيب الله سېاستونو او شخصېت ته د ملت له سترګو کتنه شوې، که له ېوه لوري د داسې ستر شخصېت  ېادول د هغه معنوي حق پر ځای کول دي خو له بلې خوا، هره ټولنه او هر ملت د خپلو تاريخي شخصېتونو او اتلانو په ېادولو او سرمشق ګرځولو خپل ملي وقار ساتي ، د افغانستان غليمان ځکه زمونږ د سترو ملي مشرانو په اړه منفي څرګندونې کوي چې ؤکړی شي زمونږ خلک په معنوي لحاظ بې ځواکه کړي او د خودکمبيني خوا ته ئې ټېل وهي، هغه ملتونه او شخصېتونه چې په خپل تاريخ وېاړي  د ارواپوهنې  له نظره با نشاطه او په ځان باوري وي٠  اتل شهيد ډاکټر نجيب الله به همېشه د عالي روحيې لرونکی و ځکه د خپل هېواد ګران افغانستان له غرونو او وېاړونو سره ئې ژوره مينه درلوده٠  د ده روح دې ښاد وي او ارمانونه دې کامېاب وي٠

ستاسو له پاملرنې ډېره مننه٠

                                       

په درناوي

حبيب  الله  جانبدار

د افغانستان د ملي دريځ  ګوند مشر

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<