www.payamewatan.com
     
 

د۲۰۰۶ میلادی کال
دسپتامبرمیاشت

                    

دشهید داکترنجیب الله دلسم تلین په مناسبت

دمحترم انجینیر نظرمحمد پیغام

 

   دفدرال آلمان دهامبورګ په ښارکی دارواښاد دوکتورنجیب الله دشهادت دلسم تلین دعلمی سیمینار( کنفرانس) قدرمنو برخه والو !

    اجازه راکړی ترهرڅه دمخه تاسوټولوته ددی تاریخی اوپرځای اقدام له امله چه  پتیلی موده دهیواد تاریخ په دی حساسو شیبوکی په خپلوعلمی ، تحلیلی څیړنو اوارزوونوسره دخدای بخښلی دوکتورنجیب الله دتل پاتی شخصیت اوکارناموپه هکله ټول اړخیزه رڼا واچوی مبارک باد ووایم اوخپلی نیکی هیلی اوپیرزوینی درته ډالی کړم .

  ارواښاد دوکتورنجیب الله چه دخپلو خلکو اووطن دلویوآرمانونو په خاطر کومه  قربانی ورکړیده هغه به دتل لپاره دتاریخ په زړونوکی په زرینو لیکو ٍثبت او وطنپال افغانان به همیشه دهغه یاد زوندی ساتی .

     میړونه مري خونومونه اوکارنامی یی پاتی کیږي .

خدای بخښلی دوکتورنجیب الله که په فزیکی لحاظ له دی نړی څخه سترګی پټی کړیدی خو په معنوی لحاظ هغه ژوندی دی اودخپل ولس په زړونوکی ځای لری ، هغه خپل ژوند ، وطن اوخلکوته وروباښه چه  دوطن اوخلکو په وړاندی یی ابدی ژوند وګاټه .

    دسیمینار( کنفرانس ) پتمنو برخه والو !

    باوری یم چه ستاسو دروان سیمینار شننی ( تحلیلونه ) اوڅرګندونی به نه یوازی دخدای بخښلی نجیب الله دشخصیت ټول اړخونه په پوره اوکره توګه روښانه کړی ، بلکی ورسره ورسره به دافغانستان دخلکو او په تیره بیا ځوان نسل سره دهیواد د سیاسسی تاریخ دیوی برخی په کره اودقیقه پیژندګلوی کی هم پوره مرسته وکړی .

 

ستاسو دبریاوو په هیله
انجینیر نظرمحمد

د الماتا ښار ـ قزاقستان  

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<