www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:07.05.2009

بسم الله الرحمن الرحیم

دوطن ګوند دلنډ مهالو تشکیلاتو دمرکزي شورا
ددوهم اجلاس مصوبه

نیټه: د۱۳۸۸ کال دوري دمیاشتې ۲۸ مه

زموږ ګران هیواد افغانستان د اسیا په زړه کې دتاریخ دلوړو او ژورو٬ دتودو اوسړو له بټئ څخه سر رااوچت کړی٬ چې دژوندانه ددباو هر ډول ناخوالې یې په سړه سینه زغملی دي٬ دغه هیواد وروستیو دریو لسیزوپه اوږدو کې دکورنیو ستونزو او بهرنیو تو طیو له امله په کنډواله اوښتی٬ ولسونویې دژوندانه دډیرو ترخو شیبو لکه بیوزلي٬ مړینې٬ دربدرئ او وینې تویونې دتورې ترږمئ په تورو شيو کې خپل ډیر څه دلاسه ورکړي دي ۰

   زموږ دویاړلی هیواد افغانستان په تاریخ کې دروڼ انده غورخنګ دبهیر دپیاوړتیا ستر عامل (وطن ګوند) چه دګوندي لارښود ستر شهید ډاکتر نجیب الله په ابتکار رامنځته شو٬ بورتنیو ناخوالو سره دمقابلې په موخه په هیواد کې دملي روغې جوړې رغنده انساني سیاست اعلام کړ ٬ دنوموړي سیاست داصولو پر بنیاد  دوطن ګوند وکولای شو څو په هیواد کې دسوله خوښونکو ځواکونو دسر سالار ځواک په توګه را څرګند او دنوموړو ځواکونو دیو موټي کولو دځلانده راتلونکی دپیل ستره حماسه رامینځ ته کړي ٬ خوپه خواشینئ سره ویلای شوچه ددې غورځنګ ستر ځواک( دوطن ګوند) او دوخت دولتي حاکمیت دځینو داخلي اوبهرنیو غرضي کړیو دلاسوهنې او ورانکارئ په وجه دیو لړ ستونزو سره مخ کړ شو ٬ په پایله کې هیواد ددولتي حاکمیت دتشې په ډنډ کې ورګډ او دباتورو افغانانو ټاټوبی دنړئ والو تروریستو ډلو پر ځالې واړول شو ۰

دسپتمبرد (اا- مې ) له ناورین وروسته ٬ دافغانستان دستونزې اوارئ ته دنړئ والو پام راوګرځید٬ څو په پایله کې دملګرو ملتونو دسازمان دامیت دشورا دپریکړې پر بنیاد په افغانستان کې په افغنستان کې دتروریزم او القاعدې سره دمبارزې دپروګرام تر نامه لاندې ځواکونه پلی کړل شول٬ دادی همدا لړئ تر ننه ادامه لري ۰

اوس چې دوطن ګوند دغړو دانسجام لنډمهاله تشکیلات دتیر کال دلیندئ دمیاشتې داتمې دفعالینو دغونډې دپریکړو پر سټه دوطن ګوند په دوام په یو واحد سراسري ګوندي جوړښت کې دوطن ګوند غړو او دهغه دنورو پلویانو دمجدد تشکل او دوطن ګوند دکنګرې دجوړیدو پر لور هڅه کوي ٬ دهیواد دنافذه اساسي قانون دموکراتیکو او مدني اصولو ته په کتو سره٬ دخلکو سیاسي خوځښت دخپلو ترقي خوښونکو افکارو او نظریو دیوه همیشني مبلغ او ترویجونکي په توګه٬ پیاوړی کوي او هغو ته داوسنئ وضعې دبدلیدنې۲ انساني او ملي موخو ته درسیدنې په لورسمت ورکوي ۰

پورتنیو ټکو ته په کتو سره دوطن ګوند دغړو دانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتو مرکزي شورا تصوییوي

۱-په اوسني پړاو کې زموږ دکار اساسي لوری دګوند داستازې غونډې (کنګرې) دجوړولو په موخه ٬ دوطن ګوند دغړو دانسجام اونورو ټولو مترقي ٬ ملي او دموکراتو ځواکونو اوشخصیتونو سره دیووالي تر پولې دمتقابل پوهاوي پراصل ولاړ یو دبل دکره پیژندنې او نږدیوالي په تړاو اړینې هلې ځلې تشکیلوي٬ همدې موخې ته درسیدو په هیله او فرصت څخه په ګټې اخستنې سره دوطن ګوند دغړو دلنډ مهاله تشکیلات دوطن ګوند پرټولو خورو ورو غړو او پر هیواد مینو ټولو نورو مترقي٬ ملي او دموکراتو ځواکونو او شخصیتونو غږ کوي او په خورا درناوئ ورته بلنه ورکوي څوپه هیواد کې دیوه پیاوړی سراسري ګوندي سیاسي ځواک چه دمختلفو قومونو٬ قشرونو او دهیواد دټولو سیمو داوسیدونکو داستازي ګوند یو واقعی ممثل ودجوړیدو او دولس او هیواد دستونزو داواریدو په کار کې داوسنیو غوښتنو او ایجاباتو سره سم ګامونه اوچت کړي ۰

۲-دغونډې کاري رپوټ چه دتشکیلاتو دویاند محترم میرافغان باوري له لوري وړاندې شو تایید دی٬ ټولو دلنډ مهاله تشکیلاتو اړونده جوړښتونو ته دنده سپارل کیږي څودهغو نیمګړتیاوودلیرې کولو په موخه پراخ اوهراړخیزه ګامونه واخلي کوموته چه په وړاندې شوی رپوټ ورته ګوته نیول شوی وه ۰

۳-دتیرکال دلیندئ داتمئ دفعالینودغونډې دپریکړودغوره پلی کیدو په خاطردې دعمده ولایتونوپه مرکزونوکې دلنډ مهاله مرام اوطرزالعمل داساسي ټکو توضیحي غونډې جوړې کړی شي٬ دهمدې کار دغوره سرته رسونې په موخه دې دموقت مرام او طرزالعمل تکثیر شوی ټوکونه دمرکزي شورا دغړوپه واک کې ورکړشي ۰

۴-دلنډ مهاله تشکیلاتوهغه سند چې دانتخاباتو دمسالې په اړوند دوطن ګوند دغړو دانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتو ددریځ په هکله برابرکړی شوی تایید دی دراتلونکی ټاکنیزبهیر په کار کې دفعالې ونډې اخستنې په موخه دلنډ مهاله تشکیلاتوټول اړونده جوړښتونه دې دهغه سره سم اقدام وکړي٬ ددې دپاسه اجراییه کمیټې ته دنده ورکول کیږي څو دهمدې پروسې په وړاندې دکره اومسولانه چلند دغوره کولو په خاطر دهیواد په کچه یو کمیسیون جوړاو دهمدې کمیسیون له لوري دې دکاندیداتورانو سره د تماس لرنې اړونده چارې تنظیم اوپرمخ یووړلې شي٬ خودپام وړکاندید دتشخیص په خاطر دې په مساعد وخت کې دمرکزي شورا فوق العاده اجلاس راوغوښتل شي ۰

۵-دهیواد دننه اوبهر کښې دې دلنډ مهاله تشکیلاتوجوړښتونه دفعالینودپراخې اوفوق العاده غونډې دجوړیدو دمقدماتي تیارئ نیونې ټول شوني تدبیرونه په پام کې ونیسي او ددې کار دغوره انسجام په خاطر دې په ولایتونوکې ژرترژره ولایتي شوراګانې فعالې څودفعا لینو پراخې اوفوق العاده غوندې دجوړولو دچارو اړین شرایط مهیا شي ۰

۶-اجراییه کمیټې ته دنده سپارل کیږي څو دخپرونې دراوتو دقانوني پړاو وهنې په موخه اړین تدابیر ترلاس لاندې ونیسي۰

۷-دهیواد په دننه اوبهر کې دلنډ مهاله تشکیلاتي جوړښتونو مسولین دې ددې ټکي په پام کې نیولو سره٬ چه دمالي سټې غښتلتیا دسیاسي مبارزئ داغیزمنتیا په کار کې اهم رول لرلای شي٬ دګوندي غړواو دوستانو له لوري داعانو پرراټولونې اودهغو څخه داغیزمنې کارونې په برخه کې اغیزمن شوني تدابیرپه پام کې ونیسي۰

۸-دهمدې مصوبې دپلي کولو پهتړاو دې دلنډ مهاله تشکیلاتواجراییه کمیټه ځانګړي تدبیرونه وضع اوعملي کړي ۰

په درنښت

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی