www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:07.05.2009

د۱۳۸۸ کال
دوري دمیاشتې ۱۵ مه
کابل افغانستان

بسم الله الرحمن الرحیم

دانتخاباتو دمسالې په اړوند
دوطن ګوند دغړو دانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتودریځ

دملي پخلاینې سیاست د وطن ګوند ستراتیژیک سیاست وو چه اوس دذکرشوی ګوند په ادامه دوطن ګوند دغړو دانسجام دلنډ مهاله تشکیلات دنوموړی مفکورې دفعالو سیاسي متشکلو ملاتړوپه توګه په یوه واحد سراسري سیاسي جوړښت کې دوطن ګوند دغړو اودهغه دنورو پلویانو دمجدد تشکل اودوطن ګوند دکنګرې دجوړیدو پرلورهڅه کوي ٬ دوطن ګوند دغړو دانسجام لنډمهاله تشکیلات دټولنیزو اقتصادي ژوروکیفي بدلونونوپلویان دي خود هغوتر لاسه کول دنظامي اقدام٬ زور٬تاوتریخوالی٬ دقدرت دانحصار اودذهني کلیشو پرلور دټولنې دجبري سوقونې له لیارې مردود ګڼي او په دې عقیده دي چه ژور کیفي ټولنیز او اقتصادي بدلونونوپه موخه دمیلونونو انسانانو دګدون په پایله کې اوسنئ نامطلوبې وضعې ته بدلون ورکول٬ ترقي٬ ټولنیزعدالت او عامه هوساینې ته رسیدل دیوه اوږده تاریخي بهیر په اوږدو کې پلی کیدونکی دی٬ په همدې وجه لنډمهاله تشکیلات دټولنیزې او اقتصادی ودې او پرمختیا او دملي فرهنګ دزرغونتیا دپروسې سرته رسونه دمیلونونو وطنوالوداګاهانه او داطلبانه ګډون اودهغې دتدریجي اوسوله ایز خصلت پلوي کوي٬ لنډمهاله تشکیلات نوموړواصولوته په کتو سره اودهیواد دنافذه اساسي قانون ددموکراتیکو اومدني اصولوپه اتکا هڅه کوي څودخلکوسیاسي خوځښت ترقی خوښونکوافکارواونظریودیوه همیشني مبلغ اوترویجونکی په توګه دخپل رول په درلودنې سره پیاوړی کړي او هغو ته داوسنې وضعې دبدلیدو٬ انساني اوملي موخوته درسیدوپه لور سمت ورکړي ۰ ټاکنې چه نوموړوموخوته درسیدو یوه غوره طریقه ګنله کیږي دوطن ګوند دلنډمهاله تشکیلاتوله نظره ددموکراسئ اوټولنیزعدالت پربنسټ دنظام جوړونې او هغه ته دغوره بڼې وربښنې غوره لیار ده چه پخپل نفس کې هغه یوه دموکراتیکه عملیه هم حسابیدای شي٬ دهمدې سټې په پام کې نیوو سره نه شو کولای په سادګئ هغه له نظره وغورځوو اویا هم دسیاسي لوبوپه دود هغه تحریم او یا دسیاسي معاملو په کچه ورسره چلند ترسره شي ۰

همدارنګه ټاکنې په اوسني حالت کې په یوازې توګه ددموکراسئ مظهر اوانځورنه دی بلکه هغه ددموکراسئ اوتولنیز عدالت اودهغو دنهادینه کولویو پراخ اواوږمهاله بهیر دی چه دهغې په بها ګڼ شمیرفاکتورونه اوکړنې خپلې اغیزې ښندي او دولسونو دپراخ ګډون اوملاتړپه پایله کې نه ستړی کیدونکې خوخښت رامنځته کیږي۰

دې حقیقت ته په کتو سره چه دهروټاکنوڅخه ترلاسه شوې پایلې ددموکراسئ په راتلو پای ته نه رسیږي (داځکه چه په هرډول ټاکنیزوپایلو دپاسه یوشمیرفاکټورونه له هغې   جملې څخه دټولنې اقتصادي٬ سیاسي اوټولنیزه پرمختیاددموکراسئ دجوړښتونواو انستیتونووضعیت٬ مذهبي فاکتورونه او بهرنئ لاسوهنې پرهغوی دخپل رول اواغیز ښندونکي دي چه افغانستان هم په دې تړاو یوه استثنا نده) خو په ټاکنیز بهیر کې ګډون کول یوسنجول شوی٬ اصولي اوهدفمند عمل دی۰

په همدې اساس موږ په دې نظریوچه دټاکنو څخه باید دچټکوبنسټیزوبدلونونودتعمیل په موخه دکومې معجزې په تمه نه اوسو خوهغه دسیاسي ټیکاو او دسرپه اقتدار بلاک ترمنځ دجګړو دکچې دراولیدو پر لوري یو پیلودونکی خوځښت دی ۰

دهمدې کبله دوطن ګوند لنډمهاله تشکیلات همدې موخې ته درسیدو په هیله او پرهمدې باور لرلوسره په ټاکنو کې فعاله ونډه اخستنه خپل تاریخي اوملي مسولیت ګڼي۰ خوداهم اړینه ده وویل شي چې په همدې بهیر کې دبرخې اخستنې اوګډون کولو دمخه ددې پوښتنې ځواب ترلاسه کړوچه دټاکنو په بهیر کې دچا او دڅه لپاره ملاتړ کوو؟؟؟ زموږ په اند داپوښتنه کوم میکانیکي ځواب نه لري ٬ ښه به داوي  وویل شی چه زموږ دپاره دکاندید سیاسي موخې٬ اوهغو ته درسیدو لاری چاری ٬ موخو ته درسیدو په لار کې دکاندید شونتیاوې او ځواکمني ټاکونکی اهمیت لري٬ موږ په دې باور یو چه دموخوپه ټاکنو او دهغو په پلی کولو کې دشخصیتونو درول واقعیت په پام کې نیول ځانګړی ځای او اهمیت لری ۰

   په هیواد کې داوسني اقتصادي٬ سیاسي٬ نظامي او امنیتي ناورین ریښې په افغانستان کې دسولې او سیاسي ټیکاو او دهیواد دپرمختک دریښتني سیاست (ملي پخلاینه) سره مخالفت کې دځینوهیوادونو٬ سترو او اغیزمنو موسسو٬ دګاونډیانودناسمو اوپرلاسوهنو ولاړو سیاستونواو دهغو دناروا موخوته درسیدو په خاطر دبنسټپالنې په تاکتیک کارونې او دبن دکنفرانس دپریکړو په ګڼوتیروتنو کې لټولای شو٬ چه دچا خبره نړیوالې ټولنې لاتراوسه دپورتنو نیمګړتیاوو اوتیروتنو څخه لازمې تجربې ندي ترلاسه کړی اولازم درس یې ندی ځینې اخستی ۰

دافغنستان کشاله څواړخیز بهیر دی چه نه یوازی یې دخلکو دژوندانه بیلابیل اړخونه پخپل ماحول کې رانیولی چې تر زیاتې کچې په همدې برخه کې دلوبغاړو هیوادونودکثرت په وجه دهغو متضادې ګتې دنوموړې کشالې پیچلتیا پخپل نفس کې ضربوي۰ دوطن ګوند لنډمهاله تشکیلات پورتنیو ټکو ته په کتو سره له هغو تدبیرونو څځه خپل ملاتړپه ډاګه کوي چې دهیوادبهرنی سیاست دمعاصرې نړئ دنوو ابعادو له مخې داسې تنظیم کړي څو په پایله کې دبشریت پایښت٬ دنړیوالوربړو٬ سیمه ایزوکشالو او دهیوادونو ترمنځ کړکیچونه سیاسي اوسوله ایزه اواري تامین کړي ٬ ددې په څنګ کې دیوه داسې دولت دمنځته راوړلو په اړه مرسته اوملاتړ دلومړني ګام په توګه اړین ښکاري چې هغه دنړیوالې ټولنې درواګټو او دافغانستان دخلکو دګټو ترمنځ دانډول راوستنې ځواک اوتوان ولري٬ خو دداډول دولت جوړول نه دبنسټپالئ سره په معامله کې بلکې دولسواکئ اوټولنیز عدالت پر سټه دنظام جوړونې له لارې شونی دی٬ درست موږ دهمدې فرضیې له مخې دهغو موخو اوشخصیتونو ملاتړکولای شوچې پورتني خوځښت ته دسا ور پو کولواوبري ته درسولوتوان ولري ۰

    دافغنستان دورونو ولسونو ترمنځ دنه پوهاوي٬ پلان شوو ژبنیو٬ نژادي٬ مذهبي توپیرونو او تعصبونو رواجول په هیواد کې دبهرنیانو دشتون او لاسوهنې بنسټیز لاملونه جوړوي٬ موږ له هغو سیاستونو او شخصیتونو ملاتړ کوو چې دافغانانو تر منځ دخپل منځي پوهاوي پلوي کوی اودهغه په راوستو کې اغیزمن رول لوبولای شي۰

دوطن دګوند دغړو دانسجام لنډمهاله تشکیلات دسولې دپروسې دسولې دټینګښت٬ دهغې دساتنې اومنځته راتلو په لار کې دهیواد دټولو اتنیکي ګروپونو٬ مذهبي ډلواو دهیواد دبیلابیلو سیموښځواو نارینه وو اوسیدونکو په ګدون له تعصبه پرته برخه اخستنه٬ دولسواکئ دآرونو مراعتول٬ سیاسي پلورالیزم اوهغه ته پراختیاورکول٬ دازادو٬ نیغ په نیغه٬ پټو٬ برابرو او دموکراتیکو انتخاباتو تر سره کول دلومړنیو ټاکونکو ګامونو په توګه ارزوي۰ دعامه هوساینې پربنیاد دبیارغونې٬ اقتصادي٬ فرهنګي او ټولنیزې پرمختیا په کار کې دبریاوو تر لاسه کول  دمدني ټولنې دازدو اوبرابرو حقونوددرلودونکو وګړوچه هغوی ته دژوندانه په ټولوسیاسي٬ ټولنیزو٬ اقتصادي اوفرهنګي ډګرونو کې پرحقوقي سټو په یوه ولسواک سیاسي رامنځته شوی جوړښت کې تړاو ورکړای شي دخپلې خوښې په کړنو کې لیدای شو موږ دهغه شخصیت څخه ملاتړ ته تیار یو چې دهمدې فکر خاوند وي او دترهګرئ دروزنیزو مرکزونوپر درلودونکو٬ وسله وال کونکو او افغانستان ته دهغو پر رالیږونکو دعملي دباو دراوستو په لار کې خپله ژمنتیاپه ډاګه کړی او دهغې پر پالنې ترپایه ژمن پاتې شي۰

   دښځو دمسالې سره چلند دپراخې٬ ژورې او مسولانه پاملرنې وړ مساله ده ۰ ښځه نه یوازې دنورو افغانانو په څیر دنورو ناخوالو لکه جګړه٬ لوږه٬ بې قانوني اوداسې نورو ورته مصیبتونوڅخه ځوریږي بلکه په عین حال کې له وروسته پاتو کرغیړنو ټولنیزو دودونو اواړیکو په وجه دمضاعف ستم لاندې ژوند تیروي چه له هغې ډلې څخه جبري ودونه٬ په کچنیوالي کې دهغو ودول٬ پر کونډو دمریتیا دنظام پلي کول او داسې نور خورا له تاوتریخوالی ډکې بیلګو ته ګوته نیولای شو٬ پردولتي مقامونو دښځو په سمبولیکه توګه ګومارل اویا دې ته ورته اقدامات دنوموړو ستونزو اوتعصبونو مخه نه شی ډپ کولای٬ له همدې کبله موږ  دښځوپر وړاندی په ټولو ډګرونو کې دتبعیض دله منځه وړلو پلوي کوو۰

   اقتصادي سیاست دټولو بشري ټولنو اوله هغې ډلې څخه دافغانستان دخلکو دپاره دټاکونکي اهمیت لرونکی دی داقتصاد دازاد بازار تر عنوان لاندې موجود جاري سیاست په اصل کې دګستاخ مثلث( نړیوال بانک٬ نړیوال وجهي صندوق اونفتي کنسرسیومونو) دانحصاري تسلط ځلانده بیلګه ده چه په اقتصادي ډګر کې یې شته بحران ته شدت وربخښلی دی۰ نوموړې تګلارې ددولت داقتصادي سیاست په تړاو بدلون راوستو اړتیا دځند نه منونکو دندو په لیکه کې دروي٬ ددولت داقتصادي سیاست په برخه کې بدلون باید چه دبډایو او دولس داکثریت دژوندانه په کچه کې دبیساري توپیر دکمیدو پرټکي متمرکزه شي او دپراخو ټولنیزوخدمتونو دعرضه کولودسیستمونو ایجادول لکه دخوراکه کوپوني توکو ویشل٬ دبې وزګارئ اونالوستئ سره مقابله٬ داشتغال دکچې لوړول٬ دروغتیایي٬ ښوونې او روزنې٬ اوبو او برښنا رسولو په برخه کې داسانتیاوو برابرول ٬ دمتقاعدینو٬ معیوبینو او دشهیدانو دکورنیو دمعیشت اومادي تامیناتو په تړاو دشته ستونزو اواري او دې ته ورته نورې کړنې دکاري دستور په سر کې ځای ولري ۰

   دوطن ګوند لنډ مهاله تشکیلات په داسې حال کې چه  دجګړه ځپلی هیواد افغانستان درغونې په موخه دبهرنیو مرستو اوزياتې پانګې راجلبول اړین بولی په هیواد کې دپانګې اچونې ټولو ډولونو څخه خپل ملاتړ په ډاګه کوي ٬ موږ تردې دمخه هم داقتصادي پراختیا او دبازار اقتصاد دپراخونې له لیارې دپراختیا او دپرمختیا پوښتنې ته په صراحت ځواب ویلی اونن هم دملي اقتصاد په بیلابیلو سکتورونو(دولتي٬ خصوصي٬ مختلط اوکويراتیفي) کې دپانګې اچونې له ټولو ډولونو څخه دبازار داقتصاد دټولنیزو اصولوپربنسټ دکرهڼي٬ مالدارئ٬ دکانونو داستخراج اوکاراخستنې او دترانسپورت په برخو کې دپرمختیایي پلانونو پر بنسټ دتولید او ملي عاید دکچې دلوړتیا اوبشري پرمختیا په موخه دکاراخستنې پخلی کوو ٬ دکانونواوتر ځمکې لاندې زیرمو٬ ځنګلونواوپر لرغونو اثارو دولتي ملکیت دتامینولو له لیارې دهغو داغیزمنتیا او ګتورتیا په بڼه دولسونو دژوندانه دکیفي کچې پر لوړیدوپرخپل پخواني دریځ ټینګار کوو خو د بازارداقتصاد له اوسني غلط تعبیر(دازاد اقتصاد بازار اوداقتصادي انارشیزم)سره مخالف یو له همدې کبله دافغانستان په اوسني اقتصادي حالت کې پربازار دملي اقتصاد په ګټه ددولت دقانوني اوروا لاسوهنې او تشبث پلوي کوو۰

له حاکمیت سره داړیکې په پام کې نیونه داهمیت لرونکو مسالوڅخه شمیرل کیږي دامساله ترزیاتې کچې دهغه سیاسي- تاریخي جوړښت اوموقعیت څخه سرچینه اخلي کومه چه نه یوازې هغه دداخلي تضادونوسره لاس اوګریوان ده بلکې پخپل نفس کې هغه دنوموړو تضادونویونامتجانس تبلور هم دی۰ په دې توګه دحاکمیت په دننه کې شته تضادونه یوه عارضه نه بلکې هغه دهغو په دننه کې دذاتي اړیکو یوانعکاس دی٬ خودابه دموضوع بشپړانځور نه وي دهغې بل اړخ به دموضوع احتمالي بدیل یعنې بنسټپال حاکمیت وي چه دټاکلیو بهرنیو کړیو له لوري دخپلو استراتیژیکواقتصادي- سیاسي ګټو په خاطراوبیا په ځانګړې توګه دعربو په شبه جزیره کې دترلاسه شوو تجربوپر بنیاد په غالب ګومان نه یوازې داچه دوی به دهغو له لست څخه ایستل شوی نه وي بلکې دځینوبهرنیو محافلو دمرجح انتخاب په توګه به لا په پام کې هم وي۰

په دې هکله به موږ دهغه کاندید ملاتړ وکړوچه هغه ددموکراسئ پرلور ددولت ددستګاه رغونه دخپلو پروګرامونوپه لومړیتوبونو کې مطرح کړي اود خپلو نږدې متحدینو سره یوځای دپرشاتلنې تمایلاتو سره په مبارزه کې دحاکمیت په اړوند پرهمدې روان بهیر له سره کتنه وکړي ۰

   دافغانانو ترمنځ خپلمنځي پوهاوی اوخبرې اترې یوه فوق ا لعاده حساسه اوحیاتي مساله ده چه دټاکنو په درشل کې مضاعف ارزښت ترلاسه کوي٬ داهم باید په ډاګه شې چه موږ نه یوازې دخبرواترو مخالف نه یو بلکې دهیواد دموجود سراسري بحران څخه دخلاصون یوازینئ لاره په سیاستونو کې شاملو ډلوتر منځ جوړجاړی اوپر یو واحد محور دهغو راتولیدنه بولو خو داراټولیدل اوجوړجاړی به یوازې هغه وخت بشپړه معنی خپله کړي چه داخبره څرګنده شي چه څنګه جوړجاړی اودڅه دپاره؟؟؟ ۰

  هغه روغه جوړه چه دوطن ګوند دشهید لارښود ډاکتر نجیب الله له لوري مطرح شوې ده هغه په ملي کچه اودملي ګټو پرپنسټ ولاړه ده داځکه چه دهغې پرته هرډول جوړجاړی اوراټولیدنه دهرچا په ګټه چه وی خو دافغانانو په ګټه به نه وي ٬ یعنې داچه پرځانګړو محورونو دځانګړو ډلو راټولول ترهرڅه ړومبی دنوموړو ډلودجنګولو په مانا ده ۰ موږ به له هغه کاندید څخه ملاتړ وکړوچه هغه دافغانانو ترمنځ دخبرواترو اوپوهاوي سره دیوې ملي مسلې په توګه چلند وکړي او هیڅ یوه ډله اوکس دخبرواترو له بهیره مستثنی نه کړی او په کلکه دخبرو دبهیر دایدیولوژیک کرځولو٬ ډلمنځي کیدو او دهغوپه سرله معامله ګریوڅخه ډډه وکړي۰

دوسله وال پوځ مساله ډیره حساسه او له اهمیته ډکه ده ٬ زموږ وسله وال پوځ باید جدآ غیرایدیولوژیک وي په دې هکله باید نړیوال اوافغان مشران  دپاکستان دایدیولوژیک وسله وال پوځ له بیلګې څخه پوره پند واخلي ۰ داځکه چه نوموړې اردو نه یوازې داچه دپاکستان سیاست په خپله ولکه کې راوستی بلکې له ډیرې اوږدې مودې راهیسې یې دسیمې سیاست اوحتی په سیمه کې یې دنړئ سیاستونه برمته کړي ۰ داردو اوپولیسو دپیاوړتیا په تړاو داړوندو مسالو اواري ددې  پر ځای چه دهغو دلیکو کمي پیاوړتیا دیوازینئ لارې په توګه په پام کې وی غوره به داوی چه دمسلکي کادرونو دځای پرځای کولو اوداغیزمن محاربوي تخنیک دکار اخستنې له لارې په پام کې ونیول شي څوپه پایله کې دهغو دتشکل معقوله بڼه رامنځته اودمحاربوي وړتیا په برخه کې یې دپام وړبدلون را شي٬ په اردوکې دمسلکي کادرونود نه شتون ستونزه داردو ګریوان په داسې حال کې دیوې علاج نه درلودونکې ناروغئ په څیر نیولی چه په زرګونو دلوړومسلکي زده کړوخاوندان اودجګړې په ډګرکې تجربه لرونکي افسران په لوی لاس دبیکارانو لیکو ته شړل شوی دي موږ به دهغه دولت اویا شخص څخه نه یوازې دټولټاکنو په بهیر کې ملاتړوکړو  بلکې دهغو به همیشني مرستندویان هم پاتې شو چه دنوموړې ستونزې داواریدو په برخه کې مسولانه هلې ځلې وکړي۰ له ډله ایزو اوایدیولوژیکي تمایلاتو څخه دخلاصې٬ دموکراسئ پلوې اومسلکي اردوپه جوړولوکې  ځان ژمن و بولي۰ زموږ ملي اردو اوپولیس باید په اوسنیو شرایطو کې دخورو ورو جګړو دله منځه وړلوپه موخه دچټک غبرګون اوکوماندویي ځواک په څیر سمبال اووروزل شي او ددې سره جوخت دهغو دکشفي سټې پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وشي٬ ددې خبرې یادونه هم اړینه بولو چه په دې اړوند دځینو چارواکو څرګندونې ددې مانا ورکوی چه ګواکې دافغانستان وسله وال پوځ اوپه ځانګړې توګه ملي اردو دپلو ډلګیو په بڼه دبهرنیو ځواکونو دمرستندوی ځواک په څیرو کارول شي موږ په کلکه ملي اردوته ددوهمې درجې مسولیت ورکولو مخالف یو٬ وسله وال پوځ باید دخلکو دځان٬ مال٬ استقلال٬ دخاورې بشپړتیا اوملی واکمنئ په ډادمن ساتونکي مورچل باندې واړول شي٬ هوایي اوزغره وال ځواکونه یې په مدرنه رزمي اودفاعي تجهیزاتو سمبال اولیکې یې په زړه ورو٬ پرهیواد مینو٬ پوهو اوسرښندونکو افسرانو په ګمارلوپیاوړې کړای شي ۰ داییتلاف نړیوال ځواکونه چه دملګرو ملتونو دسازمان دامنیت دشورا دپریکړو پر بنیاد افغانستان ته دترهګرئ اوالقاعدې سره دمبارزې دپروګرام په چوکاټ کې راغلي تردې دمه خپلو هغو موخو ته چه افغانستان ته دهغو دراتلو دمخه په پام کې نیول شوی وي٬ نه داچه ځان نه دي رسولی بلکې دافغانستان اود افغانستان شااوخوا سیموکې جګړه دهرې ورځې په تیریدو سره زور اخستی٬ تروریستي حملو٬ دنیشه اي توکو کښت٬ پروسس اوقاچاق زیاتوالی موندلی دی۰ دځینو ځانګړو اړیکو په چوکاټ کې دافغانستان دځینو ګاونډیانواو نورو اغیزمنو هیوادونو اومحورونو له لوری دځینو غرضي اطلاعاتوپربنسټ پخپلسره عملیاتو ترسره کول٬ دافغانستان دقلمرو په دننه کې دبهرنیو ځواکونو دقانون خلاف جیلونو شتون اوکله ناکله په افغانستان کې دحاضرو هیوادونو په ستراتیژیوکې توپیر ددې لامل ګرځیدلی څودهغو څخه ترلاسه شوی پایلې په افغانستان کې دملګروملتونو دسازمان له موخوسره په ټکر کې راوستلی شي٬ دنړیوال اییتلاف اوناتو دځواکونو نورې ټولې ارزښتناکې کړنې اوهمدا ډول دبنستپالنې دتسلط دمخنیوي په کار کې دهغوی اغیزمنتیاوې تر سیوري لاندې راولي٬ داحالت دنړیوالو خواکونوسره دافغانستان پر شته اړیکو اوهمدارنګه دهغو کړنو په حدودو اوثغورو دسره کتنې اړتیا دراتلونکی ولسمشر دمهمو دندو په لیکو کې راولي۰

په پای کې باید ووایو چه نه خو داځواکونه دتل دپاره کولای شي پاتې شي اونه هم افغانستان پرهمدې ځواکونو  دتل دپاره ډډه لګولی شي او ددې په څنګ کې داهم څرګنده ده چه دهیواد ددفاعی وړتیا دکچې هومره لوړتیا چه دګاونډیواو دسیمې دهیوادونوپوځي ځواکمنئ ته انډولیز ځواب وی په عمل کې داوس دپاره ناشونی ده ٬ ددې پارادوکس دحل دپاره دمعقول وریانت موندل دراتلونکي ولسمشر او دهغه دکاری ټیم پر وړاندې یوه مهمه مساله شمیرل کیږي٬ خو دیادونې وړ ده چه دختیځ او لویدیز سره یواړخیزه تړاو٬ نظامي تړونونوته دافغانستان ورټیل وهل او دافغانستان په قلمرو کې دنورو هیوادونو دنظامي اډو اوتړونونو ته غاړه ایښودل به په هیڅ ډول دپارادوکس ځواب نه وي ۰

په درناوئ

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی