www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

 

 

بســــــــم اللهِ الـــرحمن الـــرحیم 

په افغانستان کې دملي پخلاینې دتګلیارې درسمي اعلان دشلمې کالیزې په مناسبت

دوطن ګونددغړو او ټولو ملي او هیوادپالوځواکونو د انسجام دلنډمهاله کمسیون

اعــــــــــــلامیــــــــــــــه

نیټه:   ۲۱/ ۱۰ / ۱۳۸۵
 کابل   افغانستان
 

درنوهیوادوالو،خویندو او وروڼو!

دمرغومی دمیاشتی۲۵مه په هیواد کې دوطن ګوند او دوخت د دولتی حاکمیت له لوري دملي پخلاینې دانساني تګ لارې درسمي اعلان دورځې سره برابره ده، چه اوس دهغې نیټې راهیسې پوره شل کاله کیږي.

دغه تګلاره په هیواد کې دکورنۍ جګړی دپای ته رسولوپه موخه چې اصلي لامل یې بهرنی فاکتورجوړاوو دجمهوری دولت او دوطن دګوند له خوا په په رسمي ډول دیوې ستراتیژیکې کړنلیاری په توګه په یوه اړخیزه ډول اعلام  شوه چې د ولس د ارادی او غوښنې له مخی او د تیرو ناسموڅخه د رغنده انتقادي ارزونې پربنیاد نوی سیاسي-  فکري برجسته کرښه ترسیموي .

د تیرو ناسمو سمونه، له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، په هیواد کې د یوی تل پاتې عادلانه سراسري سولی ټینګښت، دملي وفاق تامین، بیارغونه، داسلام دمقدس دین او ملي غوره دودونو له مخی د معاصر ژوندانه پیل، دسیاسی پلورالیزم او آزاد اقتصادي بازار د اصولو پر بنیاد دملی ټولنیز سیاسي، اقتصادي نظام جوړښت، دبشر د حقونو د نړیوالو منل شویو نورمونو په پام کې نیونه او دملي ګټو پر بنا دګاونډ هیوادونو او ټولو دولتونو او سازمانونوسره د ګډې سولی خوښونی دژوندانه به طریقه د ګټورو اړیکو ټینګول د نوموړی پالیسۍ اساسي موخی جوړولی.

دهمدې تګلاری له مخی لیری او نږدی اهداف طرحه او ځنډ نه منونکی دندی، ګوندي اصول، سیاسی، اقتصادی او فرهنګي کړنلارې دکل په توګه تجدیدکړل شول.  په هیواد کې دسولی او ملي پخلاینې سیاست د افغانستان د جمهوري دولت او دوطن ګوند د تګلاری د اصلي جوهر او د جاری پالیسۍ دمرکزی زړی په څیر ومنل شو.  دسیاسي قدرت د انحصار څخه انصراف، دهیواد د استقلال، ملي حاکمیت او دځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع او دملت جوړونی د اصولو رعایت ددی کړنلاری داستقامتونو اهمه برخه جوړوله.  داقتصاد د آزاد بازار پالیسۍ دهیواد د اقتصادی ودی په کار کې دغوره اصل په توګه منل شوی چې له مخی یی دغیر دولتي ملکیتونو ټولو ډولونوته په اساسي قانون کې دتضمین او ګرانټۍ قید ورکړشوی وو.  په هیوادکې د پارلمان او نورو قانوني نهادونو دپیاوړتیا په تړاو پراخ اقدامات تر لاس لاندې ونیول شول.  د احزابو قانون او ګڼ شمیر نور قوانین لکه د مطبوعاتو قانون، دجزاقانون، دملکیتونو قانون، دتصدیوقانون، دکار قانون او داسې نور قوانین د نوی اساسي قانون په روحیه تصویب او نافذ کړل شول.  په هیواد کې دسیاسی پلورالیزم پالیسی ددولت او ګوند  له خواپه عمل کې پلی کړی شوه چې په نتیجه کې یې ګڼ شمیر سیاسي ګوندونه را منځ ته شول.  دجنګ دمقابل لوري سره خبری اومذاکری سرته رسیدلی او په هیواد کې داور بند، بی وسلی کولو، عبوري حکومت او ان د ټول ټاکنو تر پولی مقابل لوري ته دهر ډول اواری پراخ امکانات برابر کړل شول، چې دا ټولی لاس ته راوړنی د ملي پخلاینی دپالیسۍ له برکته میسری شوی دی.

خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د نوموړی پالیسی پر وړاندی یو شمیر ستونزی راوزیږیدې  چې په پایله کې یې په افغانستان کې دننه د معلوملحالو سیاسي- نظامي کړیو او جوړښتونو دخپل منځی ناسالمی سیالی پړاو خپل ځای د ترور او وحشت پړاوته پریښود او ددنیا له ګوټ ګوټ څخه اجیری تروریستي ډلی ټپلی زمونږ دګران هیواد پر لوری را و خوځیدی.  په افغانستان او بیا په خاصه توګه دهغه په زړه (کابل) کې دبین المللی تروریستو- استخباراتی ډلو په لارښونه محشر پیل شو او د افغانستان دمظلوم ولس د وینوسمندرګې د داخلی او بهرنیونهنګانو دلامبووهنی  دپاره دمستۍ او خوښۍ غوره ځای وګرځید.

هغوی چې یې په پرلپسی توګه دملي پخلاینې ددریځ او سترتیژی پربنا، زمونږ درښتنې او دزړه له کومی بلنې په مقابل کې غیر آفغاني ځواب وړاندې کړی، نن او حتی پرون هم په وار وار دا اعتراف کړی چې هغوی پر دی اړوند د ستری اشتباه مرتکب شوی دی.  لکه څرنګه چې دشپږوکلونو مخکی په حدودو کښی د BBC د رادیو له خوا دیوه نامتو مجاهد سیاستوال ځنی پوښتل شوی وو چې ستاسو په نظردملي پخلاینې د نه عملی کیدو او ناکامي لامل څه وو؟ هغه په ځواب کې وویل چې له هغې ورځې چې مونږ د دوکتور نجیب الله لاس له رد سره مخ کړی له هغې نیټی راهسې (زموږ) او (وطن) بربادی پیل شویده.

پورتنۍ وینا زموږ ددی خبری ثبوت جوړوي چې افغان ولس پردی پوهیږي چې د افغان وژنې لاملونه کوم چې یی په وجه پورتنۍ ناخوالی رامنځ ته کړی دی ،کومی وی او کومی دي؟!

خو دوطن د ګوند دغړو او ټولو ملی او هیواد پالو ځواکونو دانسجام لنډمهاله کمسیون پردی باوردی چې دنوموړو ناخوالو سره دمقابلی غوره لاره زمونږ دهیواد د ستر اتل او د وخت د جمهور رئیس شهید ډاکتر نجیب الله هغه فارموله ده چه یو وخت هغوی ویلي وو:

 ... دوطن دګونداو نورو موجودوسیاسي ځواکونو او دهغوې چې په راتلونکي کې به تبارز کوي، پر موجوده ستونزو او په هیواد کې دسولی دټینګښت په کار کې بری هله په برخه کیدای شي کله چې دهغوی تر منځ دپوهاوی ریښتنی هلې او ځلې پیل شي.

ددی خبری معنی دا ده چې زمونږ د ولس د اوسنیو او راتلونکو ستونزو د حل کلي دواقعی ملی پخلاینې سیاست په زړه کې ځای لري.  که د هیواد د اوسني دولتي اراکینو ګمان دا وي چې ملي پخلاینه یواځې له هغو سره چې وسله پر لاس جګړه پرمخ وړي  نو دوی دی پر دی ډاډه وي چې اشتباه کوي.  ځکه داچې دملي پخلاینې پروسه په لومړي سر کې باید له دوستانو، نږدې کسانو او هغوې سره چې دملي پخلاینې بهیر ته دعقیدې له مخی کتل کوي، پیل شي، څو د یوه واحد قوي ملی طاقت سره یو ځای دپخلاینې د عملي کولو په موخه په هغوې پسې چې له دښمن څخه دوطن د ولیو دغوڅولو تبر  ترلاسه کوي، برخوځښت راوستل شي.

دانسجام لنډمهاله کمسیون دپورتنۍ ارزونې او د ملی پخلاینې د شلمې کالیزې په تړاو اعلاموي :

   زمونږ  ټولنه اوس هم له دی سره سره چې تقریباً دنړۍ نیمایي زموږ په هیواد کې مستقیم یا غیر مستقیم حضور لري، دټوپک له بحران سره لاس په ګریوان ده.  دا ځکه چې د ټوپک غږ تر هر بل غږ لوړ اوریدل کیږي او باید وویل شي چې دا خو لا مونږ  د بحران دلومړنی پړاو په درشل کې قرار لرو چې دی بحران نه یوازې دحاکمیت د باندې ځواکونه او دهغه اپوزیسیون احتوا کړی بلکه په خپله حاکمیت او لااقل دافغانستان دمسئلی په تړاو د هغه بهرني ملاتړي هم د همدې بحران په تیارو کې راښکیل دي.  په همدی وجه د ملي پخلاینې دسیاست واقعي او عملي تګلارې هم په اوس کې دیوه جدي ضرورت په توګه تبارز کړی او هم به په راتلونکې کې د یوی واقعي مشی په توګه هغه خپل حقانیت ثابت کړی.  زمونږ ملګري د هیواد له دی ژور سیاسي- نظامي بحران څخه چې په تأسف سره هغه اوس هم ادامه لري، دوتو یواځنۍ لاره دهمدې بی بدیلی انسان دوستانه مشی یعنی دملی پخلاینی دمشی په کامل تحقق کې ویني.  

◙  دوطن ګوند تشکیلاتي پاشنی او دهیواد له سیاسي معادلاتو څخه د هغه دمتحدینو حذفونی په هیواد کې ستره تشه رامنځ ته کړی چې هغه یواځې دهغوی دبیا حضور په صورت کې جبرانیدای شي .  که څه هم  یو شمیر ګوندونه، سازمانونه، غورځنګونه او ورته نور جوړښتونه دوطن دګوند د پخوانیوغِړوڅخه رامنځ ته شوی دي او هڅه هم شوی څو په دی وسیله د وطن دګوند دتشکیلاتي پاشنې په وجه رامنځ ته شوی تشه جبران شي، خو په تأسف سره چه لا تر اوسه داسې کوم ځواک ندی رامنځ ته شوی چې دوطن ګوندعَوض کړي او یا هم لااقل دهغه دمعادلی او یا تقریباً معادلی اغیزمنتیا لرونکی شی.  په همدی وجه موږ دوطن ګوند د غړو او نورو ملی او وطن دوستو ځواکونو دګډی کنګری وړاندیز ددی لاندینۍ صراحت په زیاتونی سره یوځل بیا تکراروو:

مونږ لنډمهاله کمسیون او په هغه پورې اړونده دوطن ګوند غړي او نور ملي او هیواد پال ځواکونه او عناصرځانته دټول وطن ګوند وینی ادعا نه لرو بلکه د کل په توګه موږ ځان د ټولو رښتینوغړو انسجام ورکونکي ګڼو.  ددی په څنګ کې ویلای شو چې موږ له سیاسي نظریاتي پلوه دوطن ګوند سیاستونو او دهغه لارې ته خورا وفادار او معتقد یو جوړښت یو.

     له تاسو ټولو هغو ملګرو څخه چې افغان وطن پال ولس پرتاسي ویاړي، هیله لرو، غوښتنه کوو او بلنه درکوو! :  راځئ دمتحد وطن ګوندد بیرغ او چتولو ته ځان چمتو کړو، د هر ډول قید او شرط ځنې پرته په خپله کنګره کې د خپل سرنوشت، مقدراتو او نورومطروحه مسایلو په باب تصمیم ونیسو.  ددی په څنګ کې تاکید کوو چې دمتحدی ملي جبهی په چوکاټ کې له ټولو هیوادپالو او سوله خوښونکو ګوندونو، سازمانونو، غورځنګونو او سیاسی مستقلوشخصیتونو سره نژدیوالي ته چمتو یو.

بختوره دی وي دملي روغې- جوړې دتګلارې د اعلان شلمه کلیزه!

بریالۍ دی وي زموږ په جګړه ځپلي هیواد کې تل پاتې سوله او وروري!

سرلوړې دی وي زموږ ګران هیواد افغانستان!

 

ومن الله توفیق

دانسجام لنډمهاله کمسیون

دمرغومی-۲۱ - مه- کال ۱۳۸۵

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<