www.payamewatan.com
     
 

اسداله زمرې 

                          

د حمزه شینواري د
«چې دې زلفو ته نظرکړم لیوني خوبونه وینم
چې د ووینمه سترګې غرڅني خوبونه وینم»   په اقتفا 


یاغي خوبونه
 

چې   دې    وګورمه   سترګې   لیوني   خوبونه  وینم
چې   دې زلفو بوی دې راشی غرڅني  خوبونه  وینم

د  غربت   په    ترږمو   کې   د   تیارې   بلا   اوریږي
چې بریښنا دې دې غاښو شي توفاني خوبونه وینم

ستا د کلي  په کوڅوکې   که   ځای نه   شوه زما مېنه
د    جنون   په   ځنځیرو   کې  ساراني  خوبونه   وینم

نن   په داسې    اور   ولاړ   دی چې قدم د سبا   سوځي
د   لمبو  کلي   ته      ګورم  ،پروني       خوبونه     وینم

د   زمان   د   لوبو   پای   ته    ،  د نظر  سر    نه  رسیږي
دې   ملنډو    ته     ژړا    کې    ، خندني   خوبونه    وینم

مات    تندي   ته    د   تقدیر   مې  نا هیلیو ماته ورکړه
د یو   ووړ    امید     له تورې    میړنی    خوبونه    وینم

د زمري دسترګو کنج کې لا د اوښکو څاڅکي ښکاري

ددې    ستورو     له ځلا نه    ، څه   یاغي   خوبونه وینم

 

۲۰۰۲.۱۱.۱۷