www.payamewatan.com
     
 

 

.

د جرمنی د هامبرګ په ښار کې د افغانستان د خوږ ژبي شاعر عبدلباری جهانی د مشاعرې راپور
 

د ۲۰۰۶ کال د مارچ د میاشتې په ۱۹ نیټه د هامبورګ په ښار کې د ښاغلي عبدلباری جهانی د شاعرئ غونډه جوړه شوه.  په غونډه کې د هامبورګ په ښار کې اوسیندونکو افغانانو برسیره د جرمني د نور ښارونو او همداشان د اروپا د هیوادونو څخه زیات شمیر افغانانو ګډون کړی وو چې شمیر کې نږدی ۴۵۰ تنو ته رسیده.

په پیل کې ښاغلي ډاکتر اضغر خیل منګل د غونډې ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او غونډه د لوی او بښونکي خدای په نامه پیل شوه.

په غونډه کې د ښاغلي جهانی پرته زموږ د هیواد نورو  پیاړو شاعرانو لکه علی ګل پیوند، عبدلوهاب سرتیر او نصیر احمد ملتهب  هم ګډون درلود.  په غونډه کې لومړی ځینو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل او بیا ښاغلي جهانی د خپلو پخوانیو او نیویو شعرونو په لوستلو د حاضرینو مینه ماته کړه.  د غونډې په دویمه برخه کې د عمر خیام شعرونه چې په خپله جهانی په پښتو ژباړلي دي د ښاغلي ملتهب لخوا د دغو شعرونو فارسي متن او جهانی یې پښتو ژباړه شوی متن ولوست چې د حاضرینو لپاره ډیر په زړه پورې وو.   همدا شان په غونډه کې ښاغلي روښان احمدزی هم د جهانی ګڼ شمیر ښکلي شعرونه له کاغذه پرته  له یاده دکلمه کړل او د حاضرینو د لا خوشحالئ سبب وګرځید. 

د غونډې په ورستنۍ برخه کې د هیواد ځوان سندرغاړي ښاغلي شهنا په زړه پورې کنسرت د غونډې ښکلا لا سینګار کړه.

په غونډه کې د ښاغلي ډاکتر اصغرخیل منګل، چې د غونډې د جوړیدو مسئولیت یې هم په غاړه وو، پرانیستونکې وینا وکړه چې متن یې د غونډې د یو شمیر انځورنه سره غبرګ دا دی  د وطن پیغام درنو لوستونکو ته وړاندې کؤو.

********
 

د لوی او بښونکي خدای (ج)  په نامه

درنو دوستانو، ګرانو حاضرینو، خویندو او ورڼو!

تر هر څه د مخه اجازه راکړئ په نننئ ادبی غونډه او مشاعره کې ستاسو د ګډون په ویاړ تاسو ټولو ته د ځان او نننئ  غونډې  د جوړونکی جرګه ګۍ لخوا د زړه له کومی ښه راغلاست ووایم.  او دا دی غونډه د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل کوؤ.

*****

درنو دوستانو!

په نننئ ادبي غونډه او مشاعره کې د هامبورګ په ښار کې د اوسیدونکو افغانانو داسې شاعران میلمانه دي چې د هیواد په شعری بهیر کې د اوچت هنري مقام خاوندان دي او هر یو یې ځانته ځانګړی ځای لري.

د نن شپې د شاعرۍ ګډون کوونکو شاعرانو تل په خپلو شعرونو نه یوازې د مجلو، جرایدو او اخبارونو مخونه ښکلي کړي دي بلکه زیات شمیر کتابونه یې لیکلی دي او ډیرو مشاعرو ته یې په زړه پورې ښکلا ورپه برخه کړی ده.  او نن دلته میشته افغانان او د نورو ښارونو او هیوادونو څخه راغلي میلمانه د دې ویاړ لري چې د لومړی ځل لپاره د هامبورګ په ښار کې زموږ د تکړه او خوږ ژبو شاعرانو ښاغلو علی ګل پیوند، عبدالوهاب سرتیر، محمد طاهر رحیمی،او نصیر احمد ملتهب او دریم ځل لپاره د مشر میلمه شاعر عبدلباری جهانی د شعرونو په اوریدلو خپله تنده ماته کړي.

وایي شعر تر ټولو پخوانۍ پدیده ده، په پښتو ادبیاتو کې هم شعر د نورو ژانرونو څخه زیات اوږد عمر لري.  د پښتو شعر په دغه اوږده دوره کې د ډیرو لوړو او ژورو څخه راتیر شوی دی.  کله یې زموږ دولسونو د مبارزې غږ، کله یې زموږ د ولسونو تاریخ او کله  هم زموږ د ولسونو د زړونو ټکور ګرځیدلی او د دی تر څنګ یې ورځ په ورځ د خلکو په  زړونو کې ځای نیولی او خپل مینه وال یې خوښ ساتلي دي.

شعر راز دی، په راز باندې خبرې کول دي، په زړونو تجاوز دی او په روح باندې تیری دی.  شعر الهام دی، د زړه غږ دی او د وجدان پیغام دی.  نو ځکه شعرونه د ژوندانه رنګ اخلي او د ټولنې نبظ پکې اوریدل کیږي.  ځکه د شاعر نظر دقیق او تیز بین وي ظاهربین نه وي او ژوند د رنګونو برداشت په شعوری توګه بل ډول کوي او د ژوند په پیښو باندې د فن عملیه ترسره کوي او نا تراشلی او نا توږلی یې نه را اخلی بلکه  شاعر لکه عطار چې ګلونو نه عطرونه جوړوي او یا لکه د شاتو مچۍ چې د ګلونو څخه عسل جوړوي.  شاعران د هرې ټولنې ملی، علمی او ادبي کړۍ جوړوي.  هغه په یوه کورنۍ، یوه سیمه او یا یو قوم پورې اړه نلري.  هغوی د هر هیواد ملی او ادبي شتمنۍ ده.  او دا شتمنۍ تل پاتې دی ځکه د هغوی هنر او شعرونه په پیړیو پیړیو ژوندئ وي او کو په کور کلي په کلي او ښار په ښار ګرځي راګرځي.

شاعران د زمان او مکان د قیده آزاد وي او د خپل هنر په وسیله د حوادثو څخه پردې پورته کوی.  پرون د نن او نن د سبا سره نښلوي او د خپلی ټولنې د نبظ پیژندونکو او حکیمانو په توګه د ژوند د پیغام هنګامه توده ساتي.  شاعران یوازې د انسان او طبیعت په خداې ورکړی ښکلا خبرې نه کوي، بلکه ټولنه او ټولنیز اړیکې په ژوره څیړي، د خلاصون په لټه کې وي او د سمون لپاره یې غږ پورته کوي.  او پدې توګه د خپل غښتلی هنر په مرسته د ویښتیا او بیدارئ داسې غورځنګ جوړوي چې د ظلم، استبداد او ټولنیزو نابرابریو خلاف د الهام پیغام او فیام ډیوې بلې ساتي او د ملی احساس په روزلو او پراخولو کې د یوه لوې پاڅون رول لوبوي.  نو ځکه هم شاعران د نوښت، تمدن او پرمختګ په لاره کې تر هر چا زیاد انقلابی وي. 

شاعر د تخیل پر بنا د فیلسوف سره شباهت لري.  فیلسوف د تخیل په زور د کائناتو پردی شلوی او حقایق را څرګندوی او شاعر هم د تخیل په قوت د تحت الشعور پردی څیروي او د انسان روحي حقایق ښکاره کوي.  همدا وجه ده چې اکثراً فیلسوفان شاعران هم وو.  په مشرق کې ابو علی سینااو حکیم عمر خیام او په غرب کې ګویتی او نیچې هم شاعران وو او هم فیلسوفان.  او او س هم په نړۍ کې دیر داسې ژوندي مثالونه شته.

شعر د خدای داد دی.  طبیعی استعداد دی، کسبی او تعلمی ندی، نو له همدې کبله په هره ژبه کې لمړی شعرونه وئیل شوی دي او بیا هغه ته قوانین او قالبونه ټاکل شوی دی او د ادبی ښیګڼو لټون یې پیل شوی دی. 

ډیر کسان شته چې د ردیف، قافیی او ادبی فنونو لوی عالمان دي، څیړونکي او پلټونکي دي او حتی ټاکونکی دي، خو شاعران ندي او د شعر لورېینه نده پرې شوې.  البته توک بندی او د یو څو لفظونو نښلول دومره دروند کار ندی.   خو داسې څه ته بیا شعر نه وئیل کیږي او د شعر واقعی مقام نه شي تر لاسه کؤلای.  او داسې شعرونه هغو مصنوعی غمیو ته ورته وي چې  ځلک او بلک یې ډیر وي خو د الماسو بریښ، توان او ځلا پکې نه وي.

شعر د شاعر په ذهن کې په یوه خاص حالت کې غزونې کوي او که شاعر یې همغه وخت ونه لیکي نو د شعر دا ښکار یې له ذهن څخه الوزي او بل وخت دا توان ورسره نه وی چې هغه بیرته ووایي.  نو له همدې کبله شعر یو خاص کیفیت دی چې لاتر اوسه یې هم د تعبیر او پوره پیژندنی لپاره الفاظ نشته او ادبیان او ادبپوهان ندي توانیدلي چې د شعر لپاره یو ټاکلی تعریف او د دې لوړ کیفیت لپاره یو بیانونکی تعبیر پیذا کړي.  له همدې کبله د نقادانو، کره کتونکو او ادبپوهانو تر منځ په تودو بحثونو کې دا پوښتنه تل سطرح کیږي چې شعر د خوند لپاره او که شعر د ژوند لپاره؟

     زه فکر کؤم چې شعر یوازې د خوند لپاره کومه معنی نلري.  شعر د ژوند نه رنګ اخلي نو د ژوند لپاره یې خوند زیات دی.

 درنو حاضرینو!

زه نه غواړم  د حاضرو شاعرانو په ژوندلیک خبرې وکړم او یا د هغوې شعرونه د کره کتنې په زرینه تله کې وګورم.  ځکه باور لرم چې تاسو د دوې د ژوند او شعرونو سره پوره اشنایي لرئ او څوڅو ځله به مو د هغوی شعرونه لوستلي وي او خپل قضاوت به مو پرې کړی وي.  یوازې غواړم د امریکا څخه راغلي مشر میلمه شاعر جهانی صاحب په برخه کې د مبتکر او نوښتګر شاعر په توګه یو څو خبرې وکړم.

     که چا د جهانی شعرونه په دقت شعری ښکلا سره لوستي وي نو له ورایه به ورته څرګنده شوي وي چې ښکلا، تفکر، نوښت او یا غیتوب د هغه د شعر اصلی مضمون جوړوي.  تفکر د هغه د هنر ساده ده او ښکلا د هغه د شعر زړه دی.

     د جهانی په شعرونو کې داسې ښکازي چې د هغه په روح کې، د هغه د ژبی د ملت د پیړیو پیړیو نا پیژندل شویو ښکلاوو د معنویت نا پیژندل شوی سرګردان روح پروت دی.  او هغه ټول تفکر او د هغه د هنر ټول تقدیر د انسان له سرنوشت سره تړلی دی.

     د هغه فن د زاهد ریا او د هغه ریاکارانه انداز او تقدیر، تقدیر انځوروي، د ژوند د ښکلایزو اړخونو تصویرونه له تیارو او  زمان د ګردنو لاندې راباسي او د انسان د طبیعب د ښکلا انځور باسي.  هغه له ازله تسلیمي ته نه یوازې غاړه نه ږدي، بلکه د هغه سره ډغرې هم وهي.  نو کیدای شي ووایو چې  دهغه شعر د هغه چا لپاره چې پرې پوهیږي او خوند ترې اخلي د معنوي میراث ابدي پانګه او سرمایه ده.

     هو!  که دا ومنو چې هنري  تخلیق تل د استبداد په وړاندې دریدل  دي.  که هنر آزادي ده که هنر خپلواکي ده نو د جهانی شعر هماغه شان هنر نومیدای شي.  همداشان که هنر خوځون دی، که هنر د معنویت انځورؤل دي نو زموږ د شاعر شعر د دغه خوځون، د دغه معنویت یو پیاوړی انځور دی.  زموږ د وطن زیاتره شاعرانو د شعر د ښکلا په مرسته، انسانی نړۍ ته تیریدل غواړي او د هنر په مرسته اصلیت ته د انسان راستیندل بیانوي، او د داسې جهان په آبادولو لاس پورې کوي چې هلته د انسان عزت، آزادي، عظمت او سرلوړي تحقق موندلی وي.  او جهانی هم دا کار په بی ساري نوښت سره تر سره کوي.  د هغه په شعرونو کې زموږ د وطن او خلکو ښکلا، غیرت، مړانه، قیامونه او همدا شان د وطن غميزې، تراژیدي، بدمرغۍ، شر او فساد، ظلم او تیری ټول په ګډه پراته دي.

      دی که د یوې خوا په خپلو شعرونو کې د یتیمانو سرې  سترګې او د بورو میندو د توپاني اوښکو راڼه څاڅکي بیانوي، نو د بلې خوا د ګل د نازکو پاڼو د پاسه د شبنم مرغلین څاڅکي هم ندي هیر کړي.

     جهانی که د یوې خوا د ښایسته ساقي، سازونو، جامونو او خوږو یارانو او  رندانه محفلونو په یاد ساړه اسویلي ایستلي ديو نو د بلې خوایې زموږ په وطن کې د تپل شویو جګړو او د هغه سره جوخت د وطن وراني، وحشیانه استبداد او ظلمونو د لاسه تودې تودې  چیغې هم کړی دي.

      د جهانی صاحب د شعر بله څرګنده معما دا ده چې هغه وچ عقاید، وچ مذهبي وعظ او وچ ایدیالوژیک تبلیغ نه کوي.  هغه په ملی ارزښتونو کې په ښکلایز انداز کې تاریخ، ښکلا د انسانی روح هستي انځوروي.

      شاعر د سپیڅلي افغان په توګه د وطن هر ګوټ، د هغه ټول وګړي، قومونه خپل بولي او افغانیت د ملي یووالي هویت بولي او ډیر په زړه پورې یې انځوروي :

کندهار دی که لغمان دی وطن زما دی

که پنجشیر دی که واخان دی وطن زما دی

که تاجک دی که ازبک دی یو افغان دی

د دی خاورې هزاره او ترکمن زما دی

چې فکرونه د نفاق پالي په سر کې

امتیاز یې د وهلو کشتن زما دی

     جهانی په خپلو شعرونو کې د تاریخ دور بدلوي.  دی له ټولو یاغي شاعر دی او خپل یاغیتوب په خپل شعر کې په ډاګه بیانوي.  دی د وخت او بخت  ناپسندو ته غاړه نږدي او طبیعت یې ورته اجازه نه ورکوي چې آسمان ته هم سر کوز کړي او د سر لگولو نه ورته مات شوې سر غوره ښکاری.  نو همدا وجه ده چې د پښتو شعر د جهانی سره یو ځای قیام کوي.

بیلګه:

پیالې نسکوروم دې تشومه خو دې نه
نصیبه بدلوم دې قبلومه خو دې نه

تقدیره زولنې دې د جانان تر کوڅې وړمه
زندانه نړوم دې تیرومه خو دې نه

ازل مې لیونتوب دی له نامه سره کرلې
گریوانه څیروم دی ټولومه خو دې نه

د سر سودا منمه خو چې سر ټیټول غواړي
قاصده ستنوم دی ورلیږمه خو دې نه

خالق مې ککرۍ سجدی ته نه ده پیدا کړی
تندیه ماتوم دې لگومه خو دې نه

یاغي یم د فریاد دپاره نه یمه راغلې
آسمانه کڼوم دې ژرومه خو دې نه

د غره پر ژبه غواړم د شیرینی د نوم ذکر
جنونه پاروم دې ویدومه خو دې نه

زخمونه د حبیب دی د طبیب کوڅې ته نه ځم
پرهاره شړوم دې رغومه خو دې نه

چی هر محراب ته ځمه ستا جلوه پکې بلیږي
د یار د تصویر خاله هیرومه خو دې نه

چې شمیر د جهاني د گناهونو باندې کیږي
زاهده ړندوم دې خپلومه خو دې نه
 

     د ده شعر نه له چا ډاریږي، نه څوک ډاروي، بلکه کرار کرار خوځیږي، پخیږي او پدې توګه د یوه ادبي غوځنګ برخه جوړوي او قیام ته رسي. 

     که د رحمن بابا، حمید بابا او خوشحال بابا په شعرونو به خلکو کور په کور تنده ماتوله او ماتوي یې، باور لرم چې د جهانی شعر به د سولې، آزادۍ، ریښتنی دموکراسۍ او عدالت په فضا کې زموږ د خلکو ملي ترانې جوړې کړي، نو ځکه زه د شاعر سره همنوا یم چې وایي :

بیا به ناڅي په لاسو کې ګیلاسونه
هر ګل بوټې هر ه څانګه به سوما شي

بیا به مستې په شپیلۍ کې وي سندرې
مرور قسمت به بیرته را پخلا شي

 

ستاسو له پاملرنی څخه مننه