دزولنو نښې دې
ستا په مسکا کي
دغو ټی دغوړيدو نښي دی
ګلان خوشحاله
شی دا ستا په راتګ ښکي باغ ته
زما زړ ګی
لکه لاله ګل راته داغ په زړه شو
د خيال دنيا
می د کا بل غوندی زخمی زخمی ده
چا چی د خپل
د و طن لعل او زمرد تالاکړل
د يورپ انجونی
ستا په لعل او زمرد سينګار دی
د بل په
ربل او ډالر باندی مغروره اشنا
د ليلی
دشتی ته په کومه سترګه وګورمه
په بد ما
شانو اوباشانو وطن چا جوړکړی
تا چی
کرزيه شا او خواته د ليوان ساتلی
مصلحت
پريږده ملی ګټو لره پام ولره
ابادی
نشته خو ورانی لره جبهی جوړيږی
دا نيم
بدن می راته اخلی په ټو ټو يی ويشی
د
پنجابيانو اخندانو د ملنډ و شوو مونږ
د ا چی
ګريوان می هميش لوند وی او پار ی پاری وی
زمونږ
باغ وران دی ګلان مړاوی دی بلبل خفه دی
د ملنګجان
په زړه په قبر کی چړی خښی شوی
دا ټول بدن
می راته بند په بند په بند کی ښکاری
سترګی
درپی خدای د خير کړی ای حفيظ ملياره
|