د شهید ډاکتر نجیب الله د روح آواز

تاته یاد دي؟

همدا زه وم چی د سرو لمبو د کور نه
درته رامی وړل د مینی سوغاتونه

چی دروړل مې ستا د کلي او کور لور ته
سؤزؤل مې په سکروټو تا گامونه

ما ویل راشه بلاگانې یو ځای مړې کړو
ته رانغلی انتظار وسؤل کلونه

ما منلی وی چی زور مې د بازو یې
د پلار زویه! خوشې تا کؤل نازونه

ما کولی ننواتی تا ویشتلم
تا ته نورو ؤ ښودلي شنه باغونه

تا لمبی په کور کرلې خیال دی نه ؤ
سؤزؤل دی پری گټل دی جنتونه

د وطن زوی ته می لاس کې کتاب و
رکړ
تا د لاس سره یې مات کړل قلمونه

ما په زړو کې د امید تخم شندلو
تا راوړل ورته تازه تازه زخمونه

ما ویل راشه چی هر څه سره تقسیم کړو
تا ویل نشته زموږ دین کی تقسیمونه

د ریا تسپی دی لاس کی وی ستومانه
پټ له خلکو دی تش کړی ؤ خمونه

ما اغزي د لار ریبل د مرورو
هسکؤل تا زموږ منځ کې دیوالونه

ما ساتل تا سؤزؤل د قهر اور کې
که وه پوله، که پټی ؤ، که باغونه

نه دی ورور ؤم نه دی زوی د کومه موره
نه دی خپل ؤم، راکؤل دی پیغورونه

راشه! کښینو د انصاف قاضي ته دواړه
چی راسپین مو کړی تیر شوي حسابونه

ته پخپله د هغو لومو کې گیر شوی
چی شکؤلی په تدبیر ؤو ما دامونه

اوس چی ته زموږ د کلي ذمه وار یی
نوی شته دي که هغه دی دي خیالونه؟