ستړي خیالونو

لږ رانه لرې ولاړشۍ

زما ستومانه فکرو

څه مې ارام ته پریږدۍ

دپردیسۍ پر حجرو

ماددې تور، ددې خیرن قفس نه

لږ څه بهر ته پریږدۍ

زما راتړلي په زنځیر خیالونه

لږڅه صحرا، لږ څه پرواز ته پریږدۍ

زما دزړه داشلې،ماتې پښې

دیار کوڅه کې یو قدم ته پریږدۍ

پریږدۍ چې وښوریږم

پریږدۍ چې وخوځیږم

***

لږ په رڼو سترګو شاو خوا وګورۍ

کاروان له واړو ولاړه

ځۍ چې ورمنډه کړو لا لرې ندی

ځۍ چې ځان سیال کړو دسیالانو سره

ځۍ چې پخپلو خلاصو٬ خلاصو وزرو

لږ څه پرواز دهسک پر لوری وکړو

***

ترڅوبه ژاړو هدیرې دمړو

وینو کې لیتې جنازې دمړو

ترڅوبه توره دبابا یادوو

ترڅو شمله به دنیکونو ستایو

دسوزیدلی ګلستان پرانګړ

بس ددود شوی نرګس غم کې کښینو
 

***

راځۍ چې بل کړو یو بل نوی پانوس

بیا دتیارو زړه ته رڼا ډالۍ کړو

راځۍ ددې خوسا٬ بې خونده ژوند نه

دځان خلاصون په تکل

دزمانې په خونړي ګرداب کې

څو بې پروا مستې غوټې ووهو

***

راشۍ رندانو ته ترخو ستونو کې

یو څو قطرې دشاتو وڅڅوو

راشۍ ساړه ډولونه بیا ګرم کړو

راشۍ تارونه درباب نرم کړو

 راشۍ تاوده کړو خپل ساړه نغري

 راشۍ تازه کړو پروني پسرلي

***

راځۍ دژونده څخه کام واخلو

دناکامیو انتقام واخلو

ساقي ولاړ دی ترینه جام واخلو

ترینه خوندونه دخیام واخلو

نو:

 ای زما دژوندون ستړو خیالو

راځۍ چې وپتیو

دژوندانه په واټ کې

دیار دوصل تر ښار

یوبل ته لاس او ډاډګیرنه ورکړو

چې تنهایي د بربادۍ نښه ده