شهید رهبر
 

بیا د فلک له ظلمه چیغی وهم
بیا مې پر زړه ناسور زخمونه ژاړم
د ځوانیمرگو آرمانو په قبر
د یوی شومې شپې یادونه ژاړم

 

دلمر په کور د یو یرغل په خاطر
پورته له هسک نه سور باران راغی
وریځو چړې رڼا کې ښخی کړلې
د عدالت کور ته شیطان راغی

 

نن مې د زړه په کور لوی غم میلمه دی
ځکه دنیا راته یو تور ماښام ده
چی میکده زمونږ د ښار شاړه شوه
یتیم مو نن د هوسونو جام ده

 

د انجمن یارانو ښه یې واورئ
زمونږ امام د میخانی ې یادوم
ها د پرې او د سنگر ملگری
د کفنونو ترانې یادوم

 

هغه جرس د لارې ورکي کاروان
هغه زمونږ د پخلاینې رویبار
هغه ړندو هغه تیارو زړونو کی
د عشق او مینی د پالنې رویبار

 

یادوم هغه زورور کمزوری
هغه د سختو معرکو پهلوان
چې تیر په هیر یې ؤ د ورځې دستور
په رموز پوه د مرکو پهلوان

 

هغه عاشق چی یې د عشق په خطا
د گنهکار په نامه ونوماوه
زمونږ د قرن جنایي مشرانو
د خپل د تن په وینو ولمباوه

 

چی د ټوپک ژبه یې گونگه غوښته
هغه گډ کور کې د گډ ژوند آرمانگر
هغه منکر د بیلتانه له میو
هغه بی سیاله د سبا انځورگر

 

هغه لښکر هغه رهبر د سبا
هغه مشال د تور تمونو زړه کې
هغه وزر د وزرماتو مارغو
هغه امید د توپانونو زړه کې

 

د لویو لویو دریابو لامبوزن
وړو ویالو کې رغړیدو نه بیزار
هغه د خپل وخت یو ریښتینی یاغي
د اقتدار د زولنو نه بیزار

 

چې وی خبری یې د کاڼو کرښی
چې سیلاوونه یې د وینو ژړل
چی د کابل نصیب یې سوی لیده
وژل د وروڼو یې پر وروڼو ژړل

 

چې زاهدان یې د خدای کور ته بلل
څو د افغان په کور رڼا خپره شي
سوغات د امن یې په خیرات غوښتلو
څو په سپیرو شونډو خندا خپره شي

 

پر یرغلگرو یی لعنت وویل
پخلی یې وکړ د ملت د پاڅون
چی د خرسانو پښی سپکې شولې
په درناوی یی یاد کړه ورځ د خلاصون

 

چی راستانه شي د خپل مور غیږی ته
د مرورو یی عذرونه کؤل
د پردو کټ یی تر سهار نه باله
دمساپرو یې ویرونه کؤل

 

لا هدیرې په جنازو ډکې وې
لا چې تور مخو قسمونه خوړل
ډز یې د سولې په زنځیر و تاړه
لا اژدها د جنگ سرونه خوړل


د آهورا د مکتب لوی شاگرده

د اهریمن ژامی دی ماتې کړلې
سپینو کی پټ د ازلي شیطان دی
د فریبونو لړۍ ماتی کړلې

 

تا د ابلیس له اوږو ښکته کړله
د ریا ډکه او بوی ناکه چپن
هغه په بنه د جنت ټیکه دار
په زړه کې پټ د دین او خلکو دښمن

 

تا د موسکا په لور ورونه خلاص کړل
تا د ژړا په ښار لمبی پورې کړی
څه د یو ښه سبا خوږه نغمه شوې
د جنگ په کور دې زلزلې پورې کړی

 

تاته د خپل طبیب نسخه غوره وه
ماتی دې تنگی اډانۍ تیرې کړی
ړانده خیالونه دې په اور لاهو کړل
پردۍ زړی دی افسانې هیرې کړی

 

زمونږه ماته د خلاصون بیرۍ دې
د نهنگانو نه ساتلې غوښته
د توپاني څپو بریدونو سره
د سمندر څنډی ته تللې غوښته

 

که اور مو نه وای له لمن اخستی
که د لستوڼی د مار وار نه وای
زمونږ د هیلو د ارمان په گور به
دا خروارونه خاورې بار نه وای

 

څومره بی وخته مو بیلتون میلمه شو
ای د منصور او د فرهاد خپلوانه
د چا په مینه داسی مست مدهوش وی!؟
چی دې په سر گذار مانه هر چانه

 

څومره خمار وی د پیالو څښکلو ته
زمونږ سرمسته او بی باکه ساقي
پخپلو وینو کې د غسل لیوال
زمونږ سرکشه او خپلواکه ساقي

 

تا پخپل فصل خزانونه راوړل
د انسانیت د آرمانو شهیده
د حقیقت او صداقت هندارې
ای د نسلونو، زمانو شهیده

 

منو چې نور زمونږ په منځ کی نه یې
ولی یادونه دې ژوندي پاتی دي
ستا په قدم به قدمونه درځي
لا انگیر نې دې خوندي پاتی دي

 

لاره یوه ده خامخا به پرې ځو
په تجربو باندی پخه خبر ده
هغه د روغې او جوړې لار ده
په گوته کړی چې شهید رهبر ده

 

یادونه :
پورتنی شعر د داکتر نجیب الله د شهادت شپږم تلین ته ډالۍ شوی٠