۱- ۲-
۳- ۴-۵-
۶-
۷- ۸ -۹-
۱۰-۱۱-۱۲-۱۳-۱۴-۱۵-۱۶-۱۷-۱۸-۱۹-۲۰-۲۱-۲۲-۲۳-۲۴-۲۵-۲۶
هرڅه جوړدي دځانګړي کار دپاره
توره وایي چې دجنګ دپاره ښه ده
چې په سوړه
لاس منډې نو ځان ډاډه کړه
تل په غوږ
کې دې ساته دغه خبره
نیک کارونه
وي دسترو انسانانو
ټولول
ددرمن ډیرې ستونزې غواړي
په های های
او په وای وای یې غلط نشۍ
ټول پوهیږی
پردی غم تر وارې سوړ وي
چې پخپله
مو څه وس او توان کې نه وي
چا چې لاپې
دسپرو سپرو دي کړی
خطر نشته
دماړه او زورور نه
وي بې رحمه
او چا لبازه چې کمزور وي
نه ویریږي
چې له تانه ٬ مه ویریږه
نصیحت له
هوښیارانو ده راپاتې
که په خوښه
دې روزګار درسره نکړي
ځینو٬ ځینو
خو لا داسې هم ویلي
هر٬ هر څوک
دخپل هم ناستي نه رنګ اخلي
څه ښه وایي
هسې غر هسې کربوړی
ای په نورو
دنیوکو اتلانو
څوک یې نه
ویني خپل عیب دولو منځ ده
ښه خو داده
چې هر څه پخپله وکړو
مګر څومره
به مو ډیر وي اوریدلی
ته چې ماته
دخپل نیت صفایی وایې
دهر چا
دلارې مل یې خپل عمل وي
یو نیم کار
چې په یوه شي په سل نشي
په پښتو کې
خو داهسې لوی متل دی
چې دعمر په
سهار دی څه ونکړل
تسپې اړوې
چې بیا به سهار راشي
دامید ښار
ته به خامخا رسیږي
په پښتو کې
دامتل ده چې تنها وي
ژوندانه کې
تل په ځان باندې تکیه کړه
سترګې وږې
دسترخوان دچا ته نکړې
اهنګر شه
ددرانده ګوزار دپاره
پدې پوه ده
که نن اوړ ده او که زوړ ده
رسوا کیږي
چې دوه مخی ریا کار وي
هسې نه چې
په خوله خوږ په زړه کې کوږ وې
فرق دخپل
او دپردي کول پکار دي
دبل چا په
بستر نشي تل خوبونه
چې یې
واوریدې نو ته هم ورته غوږ شه
تا به هم
زما په شان وي اوریدلی
که یو ځان
خولو کې ډوب کړي نور ویده وی
چې لاسونه
سره یو شي نو غږ جګ شي
چې سرشت او
په خلقت کې سره یو وي
په فطرت چې
سره یو وي بیل به نشي
محتکرده٬
رشوتخور ده یا خاین ده
درست عالم
ورته ایینه دخپل عمل وي
دچا څوک او
دچا څوک به دښمنان وي
اشنایي ده
نن دغوړ لستوڼي یاره
که اوښ جګ
ده دشیدو تمه ترې مکړه
دهر چانه
دکار تمه تر امکان شي
ژبه ښه ده
خو پستو خوږو وینا ته
چې هم ښه
ده او هم بده ځکه وایي
کښیناستلو
کې د دوو څه ضرر ده
پریمنځل
دوینو نشي وینو باندې
تل دې مه
بوله غونچې مړاوې دهیلو
میلمه تل
به دسختیو کاروان نه وي
لمسولی
غمازانو په بازار یې
پرې جرګه
شه اول پړ کړه بیایې مړ کړه
پرون تیر
شو نن دې ځان ترې رابهر کړه
هوښیاران
دغې ګړۍ نه ګټه اخلي
اوس پدې
خبره ډیرخلک پوهیږي
چې په توره
باندې هر سړی مړ کیږي
بد خویي کې
خپل دوستان هم پردی کیږي
سلوک ښه
کړه برده بار او منت بار شه
کړې نورو
خو زه هم یې درته وایم
خدای دپاره
ددوستانو نه پور ما اخلۍ
دګردون
قانون په شان لکه ارهډ ده
تل ډک ډک٬
خالي خالي نه پاته کیږي
چې پرې نه
پوهیږي ځکه نو سر جګ وړي
شرم٬ شرم
به هر چا وي اوریدلی
ته دې ناز
کوه چې ښه ښکارې په ناز کې
دیوې او د
دوه ورځو خبر نده
دانسان او
دحیوان تمیز پکار دی
ویښ ګیدړ
تر زمري ښه ده چې ویده وي
چې په نورو
کړي جنګونه خپله ناست وي
تل پخپل
همت او مټو باندې ویاړه
چې دې لاس
پښې پرې نه وې خوارې کړې
بې زحمته
چې راځي هغسې درومي
اور اوبه
سره جدا دي په خصلت کې
یو به نشي
چې په خوی سره یو نه وي
چادزړه نه
چې یوه خبر بهر کړه
پاوکی تل
نمونه دټول خروار وي
ډار پکار
نده دمست وحشي دریاب نه
حذر تل کوی
له دغو دوه شیانو
دمیږي په
قدمو٬ نه پوره کیږي
دټینګ عزم
سره ټینګ ګامونه ښایي
څوک چې خره
باندې مزه دمالګې ګوري
ځان یې
ستړی کړ پلاس به څه ورنشي
که دې زړی
داغزیو وي شیندلی
ځکه وایي
چې کرې هغه به ریبې
پټه خوله
اوسه په سترګو کې راز وایه
خوله خوړو
ته ده غوښتلو لره نده
مونږ له
سرو٬ نه ووپه ځغاسته خبر نه وو
وزې منډه
کړه لیوه نه چې ځان خلاص کړي
تشه خیټه
وی تل ډکه له فساد نه
دتش ګیډو
دغضب نه ډار پکار ده
په لیدلو
دجمال باندې عاشق شي
انتخاب
دزړه کې عقل هیڅ کاره شي
فرق ګران
شوی دعاقل اود جاهل دی
دانصاف
جنازه وتې ده له ښاره
سفرونه
دپیړیو په یو ورځ کړي
چې توان یې
دکرایي خر پرون نه وه
|