غزل
زاهده رخصت
راکړه څو جامونه تشوم
ساقي را
تښتیدلی یم په خم کې پناه راکړه
ژوندون پخپل
بدل کې څو تصویره پلاس راکړل
منګولې مې که
یو ځل ستا تر غاړې رسیدلې
مجنون سره مې
شپې دي دفرهاد سره اشنا یم
دخیام کوڅې ته
ځمه نن پرې ځان میلمه کومه
شیخه مه راځه
په مخه چې ګستاخ او بې پروایم
ماپریږدۍ څه
ارامه دکوچي ژوند جهنم کې
ژوندونه څه
تلوار کړې قدمونه ټکني کړه
دخیال په سمندر
کې مې لامبو وهي «کماله»
|