غزل
دعبث ژوندون دوکان کې، څه لعلونه دي خرڅیږي
داسمان
لویه لمن کې، بل څه نشته غیر دکاڼو
یومحرم
دساغر نشته، یو اشنا او دلبر نشته
زړونه ډک
دي له خبرو، چاته حال ویلی نشې
دخپل ځانه
خبر نشو، پټې سترګې پلورل شوی
رانه هیره
مې کعبه شوه دزاهد له برکته
دهرڅه نه
مې زړه تور دی، نن په هرچا بد ګومان یم
نور تړم
دباور خونه، نړوم داحساس کلی
«کمال»
وژړل په چیغو، دشهید ارمان په څلي
|