دمنصور د مکتب پلار ته!

 

لا پر زړه دزمانې پروت لوی پرهار ده

چې ولیدلی مو دکور دمخ چنار ده

چې اغزی وه دغلیم دسترګو تورته

ځړیدلې داشمله ځکه په دار ده

عجیب نده که یې سور سیلاب پرتن ځي

د فرهادسره همداسې مرګ پکار ده

دسرونو ورکول څه هوس نده

 قرباني ده دا بیلګه دلوی خمار ده

جګ سرونه تل غوڅیږی دامتل دی

دخپل کور تلتک کې مړ کله سردار ده

دازمونږ دزمانې یاغي بد مسته

منصور نده دمنصور دمکتب پلار ده

 خو ا تله !                                                                                              

داوبو پرځای چې وینې دې خپل ورکړې

په اور سوی اوس هغه دستا ګلزار ده

خیر که شمعه نه بلیږی زمونږ کورکې

هغه شمعه بله نن ستا په مزار ده

ها، ګمراه چې میخانو نه یې توبه وه

پورته کړی یې نن ستا په افتخار ده

تاچې بنده دروازه دخپل دیدار کړه

دروازه راوازه شوې دناتار ده

چې دې تن پرې ورکولو په ساتلو

کنډواله دزمانو دکابل ښار ده

ماجامونه وه ساتلی ته رانغلې

له ساقي پرته لا چا کړی بنډار ده

چې دې سر دخپل سنګر په بدل ورکړ

د کمال هزار درود پدې ایثار ده