www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:21.07.2007

انجنر عبدالکبير کاکړ

 

دشاهزاده ويلهلم کليزه

شاهزاده  شو   د    پنځه   ويشتو   کلونو

 سل  کلن  دی   شي   په   ناز  او  نعمتونو

بختوره    دې    شي   دا    ښکلې    کليزه

 تل خوښي دې  وي  په  برخه ،  نه غميزه

خوښ اَرام دې وي تر پايه  په ژوندون کې

 بريالی  دې  وي  د چارو  په  سمون  کې

کوڅې  فرش  کړئ  د  وریښمو  په  قالينو

ميلې جوړی  کړئ  په  شپو شپو د سازونو

ميلمانه   له    دنيا    وغواړئ    لندن    ته

د َپرنس چارلس د مور او پلارنيکه وطن ته

د  ديانا   په     مزار    وشيندئ   ګلونه

احترام  لره  ئې  ټيټ  کړئ  خپل   سرونه

روغ صورت  د شاهزاده  له خدايه غواړم

مبارک   د   زړه   په   مينه   ورته    وايم

کوه نور  د الماس  تاج  ورته پر سر کړئ

آراسته ئې د شاهي  په  خاص زيور کړئ

مبارک    دې    وي    د    ټولو   کاوبايانو

د بوش ،  بلیر ،  د  ملکې او  انګریزانو

مبارک    شه  مالکي، طالباني    ته

ځينو  ځينو   تنظيمونو   او   کرزي    ته

ورته  وايم  په  اخلاص  په  عاجزۍ  کې

برکت دې شه  ای  ځوانه  په  ځوانۍ  کې

*****

واوره   اوس   له   مانه  حال   د   افغانانو

د    بد  بختو   ،   بينوا   ،     بد   نصيبا نو

چې اوسیږي دوی په خپل اصلي وطن  کې

هسې  نه  چې  په  لندن،  په واشنګتن  کې

کونډې  رنډې   يتيمان   پکی    پراته   دي

 لر او بر په  ټول هيواد  خواره  واره  دي

شونډی وچې رنګ الوتي  حق حيران  دي

پوندی چاودې لاس تڼاکی ټول خواران دي

درې  لسيزی  د  جنګ اور  دي  سوځولي

په     کلونو    نر    او     ښځې    ژړیدلي

چائې ځوی  ورته  وژلۍ ، چائې  پلار دۍ

چا تری  امن  دی  اخیستې،  چا  قرار دی

چا ئې کور دی خراب کړې، چا  ئې  کلې

چا   رټلې،   چا    په   غم   کې   کړولې

بی  ګناه  په  خپل  وطن  کی   وژل  کیږي

د  حيوان  په  سترګه  دوی  ته  کتل  کيږي

دا  خو  نه  ديموکراسي  او نه  وروري  ده

نه  ريښتينی  خواخوږي  او نه  دوستي  ده

چه  بمبارد  کوي  ټول ستاسو افسران  دي

لوی  واړه  چه  وژل  کيږي  افغانان   دي

وطن  وران  دې   نور  دی  نه   خرابوينه

ماشومان   دی   زمونږ   نور   نه   قتلوينه

آز مويلي    افغانان    تاسو    دری    واره

ځان  خبر کړه  د  تاريخ  له  زوړ  اسراره

بس  همدا   د  کاکړ  هيله   ده   ای  ځوانه

په ژوندون کی نور څه  نه غواړي له  تانه

 

انجنر عبدالکبير کاکړ

جرمني 07 .06 .24

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<