دریڅه

نن مې ،

زړه نیولی

او په رګونو کې مې

د وینو پر ځای

بڅرکې جاري دي

نن مې روح ستومانه دی

او د خپګان پر مفهوم ښه پوهېږم

 

نن حتی،

د هغې پانې پر نهیلۍ پوهېږم

چې ، له څانګې لویږي

او لاره ویان پرې

بی پروا تېریږي

زړه مې ،

د غوټیو پر تښتېدلو څېرو سوځي

چې ، له ډنګرو پښو نه یې

د ایمان مزي تښتي

زه ،

د بڼ له تنهایۍ وېرېږم

چې ، مرغیو ترې نه کډه کړې

سین ته خپه یم

چې ، په څپو کې یې

د اوښتلوشیمه پاتې نه ده

او ، کبانوته

چې ، رګونوکې یې

وینې کنګل شوې دي.

 

زما پر کوڅې ، زړه سوځي

چې د بې کسۍ اوږده شپه یې مخ کې ده

او له دروازونه یې

د باور رنګ الوزي

 

زه ،

د صفر په څېر

د حقیقت او باور تر منځ نړېدلی یم

او ، آسمان مې هره شېبه

پر سر را ټیټیږي.

 

شېبې ټمبلې دي

او د دریڅې نړۍ تنګه ده

او ته یواځې په کې

د رنګونو د اعدام مراسم وینې

او یو سپین کفن

چې له تا ،

د سا ایستلو ، حقیقت پټوي.

آه ،

کاشکې چې ،

                 د حقیقت په مفهوم نه پوهېدی

کاشکې چې ، مفهوم

د هستۍ پر پاڼه نه زېږېدی

او وجدان ،

یوه صندوقچه وای

چې ، تشه کړی دې وای

او بیا دې ،

د یوه ماشوم ،

پر متیازو مینځلې وای

 

موږ د میزونو پر سر

او د کاغذونو پر مخ

خپلې ، هیلې کرو

موږ ،

د پلاستیک جوړولو به کارخانه کې

د پسرلي لمړۍ ورځ لمانځو

موږ ، کاڼه شوي

موږ ، هر څه هیروو

موږ ، سرګردانه

خدازده څه لټوو ؟

آه ،

څه نیکمرغي ده ؟!

هغوی چې باید خپلې څېرې

د ډنډونو پر ولاړو او ورستو اوبو

وویني

او د خپلو دروازو پرسر

د بدکاره ښځو لوحې ووهي

هغوی چې

د هرې دروازې مخې ته

پر یوځي

او ، پر هر خره زین وهي

زموږ د پېغلو د هندارو ،

غوره مېلمانه دي.

څومره مې زړه غواړي

چې ، خپلې سترګې او غوږونه وتړم

کله چې اورم یو پلار

د ږیرې پر چاړه باندې

د یوې ماشومې نجلۍ ، نس څیروي

څو،

یوه بدغرمه نطفه وباسي ترې

او رسوايي یې

د خپل غرور ، په هدیره کې خښ کړي.

 

څنګه مې له سیوري ونه شرمېږم ؟

څنګه ،

د ضدلۍ پر مخ فلسفه ولولم ؟

څنګه غره ته وګورم ؟

چې زه ترې تاریخ او جغرافیه زده کوم

کله چې وینم

زموږ ،

د عقل او پوهې مدعیان

چې ځانونه ، جامع الکمالات

او قاضی القضات ګني

او خدای ورته

پر دغو فضایلو برسیره

د لیکلو همت هم ورکړی

د خپلو کتابونو وزن

د مړو پر سرونو

او د شمال او جنوب ،

پر تیږو تلي.

 

زه د تاریخ پر پاڼو

چې د رسولانو د مشق تختې دي

د ځمکې د بدمرغۍ

او د روح د ورستېدو

انځور وینم.

 

زما ځواني ، چې د باغ

لوڅېدوته پاتې کیږي

د انتظار او مینې

پر شېبو تړل شوې

او کوټه مې ،

 چې دیوالونه یې ،

شېبه ، په شېبه را نږدې کیږي

ماته ،

د وروستۍ پوښتنې ځواب وایي.

زه ، پر مرګ باور نه لرم

خو آیا ،

ژوند په خپله ،

هغه هټۍ نه ده چې

موږ ،

هره ورځ ترې

د ځان د پانسۍ کولو

رسۍ رانیسو ؟!

دا کوڅه څه نومیږي ؟

چې پر تړلې دروازې ختمیږي

او یواځې پرې

د تېرېدو په محال

زموږ ، په ذهن کې

د ژوند احساس تکراروي ،

او زموږ د موجودیت مفهوم

د تیږو پر ذهن لیکي.

 

افسوس چې تیږې ،

ژبه نه لري

او همیشه غلې دي

او یواځې دې ته جوړیږي

چې د چا سر

او یا زما د کوټې

دریڅه پرې ،

په نښه شي .

 

(کله چې لمر د خدای ایتونه لولي)
حنیف بکتاش - کابل