شرمېدلې سپېدې شېبې ستړې وې او پر مزله د سکون امر خپور و لمر، ځان په تور څادر کې، نغښتی و او کلونه مخکې، له بامه رغښتی و * * * باران د غم رنګ لاره د هيندارې پر مخ اوښکې بهېدې او کاڼو د وينو بوی ورکاوه * * * باغ پر خپلو لاسو ، د باغوان لاسونه غوڅ کړي و، د کلا له دروازې ، د حېا رنګ الوتی و او ، شپانه ، له خپلو شپېلېو تښتېدل ٠ * * * ستوري ړانده وو سپېدې له ورېځو شرمېدلې او شمال ، د ېوه کنګل فصل د رسېدو شګون لاره * * * هيندارې د مضحکو څېرو ، انځور اېسته ايمان ، په دار زړېده او له هيلو ېواځې ، تصويرونه پاتي وو * * * دجام پر شونډو ، د يوه ترخه سکوت انګار پروت و نجونو ، خپل تي، د کاله پر دسترخوان غوړولي وو ماشومانو ، د سکروټو ، له دريڅې نړۍ ته کتل ٠ اور ، پړی ، او نښته د ذهن پر تخته ، د غټو تورو مضمون وو ٠ * * * وېرې پر پرېړو پړو د ازادۍ لاسونه ، تړلي وو وجدان ، د بدکاره ښځو په څېر، خرڅېده د کوڅې ، رنګ ، الوتی و او د ملا غږ په غوږو بد لږېده * * * د زېتون څانګه ، د مينې په مانا نه پوهېده موسکا ځپلې شونډې ، ګنډلې وې او ، د رباب په تارونو کې عذاب غږېده ٠ * * * ځمکه درنه وه شېبې درنې تېرېدې تا وی سهاره پورې ېوه پېړۍتېره وه
لندن د سپتمبر ٢٦ تېټه
|