شړلې موسکا وطن مې ، لکه د وينو غوټۍ لکه د اوښکو څپه لکه له شونډو پر شا شوې موسکا لکه له زړه نه راوتلې سلګۍ د وير پر پاڼه باندې ؤ نړېده ٠ * * * وطن مې لکه زړه سندره لکه د کلي چنار لکه سرکښه مجنون لکه عيسی غوندې د مينې مفهوم لکه بودا غوندې تر تله مضمون پر هره کاڼه ، کاڼه د ېاد پر هره پاڼه و ليکل شو ٠ * * * وطن مې ، د ېاد ريښه ريښه کې د جفاګانو تصوير دسيند پر هره څپه د ماتېدلو بهير د زړه پر هره شېبه د اسوېلېو تقدير دا د ځنګله سترګو کې ېو انځور شوی اسير دا د قران پر پاڼو د دوزخونو تعبير * * * وطن مې ، د سرو او شنو غومبسو را ښورېدلې ځاله دا د چړو پر څوکو ېوه ليکل شوې کيسه دا د شېبو پر بهير ېوه تو کړې لاړه ٠ * * * زما د ګودر شونډو کې مينه مړه وه منګي کې نشته د خېالونو نړۍ چمن کې نشته د سندرو وېاله کټو کې وير خوټيږي او غم د ېاد فصله ته دام خوروي * * * دا زما د کلي د بزګر لاسونه چا تړلي ؟ پر دې وېالې کومه داړه راغلې ؟ چې په لښتېو کې موسکا نه خوځي او په پټېو کې د مينې پر ځای فصل اغزي زېږوي٠ * * * زمانه ولې داسې شنډه ښکاري مينې کې ولې اعتماد مړ شوی هنداره ولې تصوير نشي ښودای سبا کې ولې رڼا نه بهيږي اسمانه ړوند ئې ، ولې نه نړېږې ؟! * * * لاروېه لاره درنه ورکه نشي بېا پر بېلارو باندې پل کې نږدې نوې لار پرانيزه ، ېو نوی فصل نوي نېالګي ته اعتبار ورکړه بېا د غوټۍ شونډو ته مينه ، مينه بڼ ته شيمه د اقتدار ورکړه ٠ د جون ١٤ ، لندن ٢٠٠٤ کا
|