بې تقديره شېبې خداېه دا ستا داېتونو تفسير څنګه کيږي اسمانه ستا په وېش کې دا زمونږ قسمت څنګه دی ؟! نن مې د کلي د سهار د سپينو پرخو په څېر له پرهرونو ډک دی سينه د دود له تنفسه ستړې باغ مې ټپي ، ټپي دی چينه کې ساه وچه ده او ، د پسرلي په هديره کې شمال پر وچو څانګو باندې لوبې کوي خداېه دا ستا دخلقتونو انځور څرنګه دی ښکلا دسترګو په قاموس کې بې مفهومه مانا مينه د زړه غوټه کې ېوه بې قيمته سودا وفا په دام کې دشېطان نښتې روح د ګناه پر پړو باندې زندي لاسونه هسې د تبره لاستي دي پرې ويشل کيږي د قسمت جنازې * * * دغه کوډګرې بې تقديرې شپې پای نه لري دحقيقت او ، د باور لفظونه د سوداګرو په نرخونو کې هېڅ ځای نه لري زمان هغسې پر بې لارو باندې لاره نغاړي * * * زه له هرڅه نه ستړی زه له اسمانه ستړی زه له هندارې ستړی زه د کوڅې له تښتېدلې څېرې ستړی ېمه له دريڅې ستړی ېم چې په دروغجنه ژبه د سپېدې ژمنه کوي ېوه بې دروغو ورځ به کله راشي ؟!
|