په دی وروستیو کې په کابل د حنیف بکتاش د شعرونو نوې ټولګه خپره شوې ده. ددی کتاب د خپریدو نوښت د میوند خپرندویې ټولنې کړی دی. ددې ټولګې نوم کله چې لمر د خدای آیتونه لولي ایښودل شوی دی. اکاډمیسین سلیمان لایق دغه هنري اثر په ژوره ټوګه څیړلې او پر هغه یې لیکنه کړې چې د کتاب په پیل کې چاپ شوی ده. دا دی د ښاغلي لایق دغه کتنه لیکنه د هنر او ادبیاتو خوښوونکو ته وړاندې کیږي.

د بکتاش د شعر ښوونځی او ځانګړې سبک

- اکادمیسین سلیمان لایق -

بکتاش د تنکۍ ځوانۍ په پیل کې ، پوره هماغه وخت چې په هیواد کې د زاړه نظام تابوت د یاغي شویو بادونو تر شګو او پوټي لاندې خښېده ، د پاڅون فریاد واورېده او د توفان ستایونکو سندربولو سره یو ځای شو او ژبه یې د راختونکي لمر په ستاینه او هرکلي پرانیسته.

ما دی لمړی ځل په ۱۳۵۵ لمریز کال ، په خپل کورکې هغه مهال ولید چې لا  تنکی ځوان و . ده هغه وخت د هیواد په یوه ادبي کانکورکې د پښتو شعر جایزه ګټلې وه او ماته د ادبیاتو او شعر د یوه شوقمن زده کوونکي په ډول ، د مسلکي لارښوونې او مرستې د تر لاسه کولو په مقصد راغلی و. خو د کیڼ پلوه سیاسي افکارو دغه زلمی شاعر بیا ډېره زمانه ما ونه لید. وروسته په ۱۳۶۶ لمریز کال کې د ده د شعرونو لومړنۍ ټولګه چې د ځنګله سترګوکې نومول شوې وه خپره شوه. په دې ټولګه کې د زلمیتوب پر عاشقانه رمانس برسیره ، د قربانۍ لپاره لیوالتیا ، د مبارزې د ډګرونو پر لور بیړې او انقلابي آیدیالونو ته د رسیدو تلوسو ، څپې وهلې .

بکتاش لا  هماغه وخت پخپل لومړني اثر کې د دودیز شعر له انقیاد څخه چې ده د خپل پرمختګ لپاره هیله نشوه ورته کولای ، غاړه وایسته او د نویو خیالونو ، نویو فکري میدانونو او نویو قالبونو د پیدا کولو پر لور یې مخه وکړه.

انقلاب په مخه خوځیده ، ټولنه ، فرهنګ او هر څه یې له ځان سره بدلول. په دې لړ کې شعر هم خپل ډیر څه بدل کړل : فکري زېرمه ، فرهنګي سکښتونه ، د خیال انځورونه ، او په بڼه کې د نویو سمبولونو ، نویو هنري مقولو ، نا دودیزو وزنونو او د آزاد شعر نویو ډولونو لار پیدا کړه. په دې توفاني بهیر کې و چې د شعر داسې یوه نوښتګر ښوونځي سر را اوچت کړ او د پښتو ژبو  شاعرانو یو داسې ارمانجن نسل را منځ ته شو چې شعر ته یې د لفظ او معنا نوی سکښت ورکړ.

زلمی بکتاش د وطن په همدې ستونځمنو او خونړیو پېښوکې په دې معتقد شو چې کله انسان آزادي نه لري د هنر لاره داده چې ځان د آزادۍ خدمت ته وسپاري .

ده په هغه کلونوکې چې وطن یې د جګړه ایزو هڅو ، لویدو ، پاڅیدو د بریو او ماتو میدان و د شعر په اوښتګر ښوونځي کې د نوښتګر شعر تمرین بشپړ کړ او دیوه ځانګړي سبک خاوند شو. ادبي او فکري ښوونځیوته د وګړو انتساب دا معنا نلري چې ښوونځي ته ټول منسوب کسان د یوه واحد سبک ، یوې سویې او په ټولو هنري یا فکري سیمو کې سره ورته وي.

ښوونځی School په لویدیځ کې د لیکوالو یوې داسې ډلې ته وایي چې د اغیز د یوه ګروپ په ډول رامنځ ته شوی او پر یو لړ اصولو یې موافقه سره کړې وي . همداراز د یوې ځانګریې فلسفې یا هنري نظر یې یوې ډلې ته هم ښوونځی وایي . کله د یوه منفرد عالم یا استاد خواره شوي نظریات او معتقدات هم چې په یوه ډله یې اغیز کړې وي ښوونځی بلل کیږي او نور . خو د شاعرانو د ښوونځي یووالی د دوی تر منځ د سبک د یو والي په معنا نه دی. د هر چا سبک خپل دی او هر شاعر دخپل پیغام لپاره د خپل سبک په مرسته د حس وړ ځانګړي انځورونه رامنځ ته کوي.

د هنرمن سبک ځانګړی او د ده په ذات پورې تړلی وي . زما خپل نظر دا دی چې په شاعرانو کې د سبکونو توپیر کټ مټ هغسې دی لکه چې د دوی په بڼو ، آوازونو اود ژوند په ځانګړیو تګ توګو کې لیدل کیږي . د لون ګیزس دغه وجیزه د سبک په پیژندنه کې ډېره ژوره ده چې وایي : د هر چا سبک پخپله هغه شخص دی.

همداراز د بکتاش سبک یواځې په ده پورې ځانګړی دی کوم چې په دې سریځه کې په بشپړ ډول معرفی شوی دی.

خو اوس چې شاعر بکتاش د یوه خبیر ، کوټلي او د لوړې کچې د شاعر په مقام کې خپلې شاته ګوري لکه د روسیې په جګړه کې مات شوی ناپلیون ، سترګې یې د بایللي جنګ په میدان کې په مړو شویو سرتېرو ، ماتو شویو جنګي ګاډیو ، بې سېکه شویو زخمي افسرانو ، سویو کلیو او هغه لېوانو او داړونکو ځناورو باندې لوېږي چې د واورې په توفان کې د اوږدې لارې پر څنډو د وژل شویو قهرمانانو او د تباه شویو آسونو پر لاشونو بوخت دي . دی په همداسې یوه احساسی حالت کې د راپریوتي توفان د نا اټکل شویواو نا منتظره پېښو او د هغوی د پایلو به باره کې د هغو پوښتنو د ځوابولو په لټه کې دی چې کیدی شي دی او د ده مات شوی پوځ د قطعي نا هیلۍ د خپکۍ له منګولو څخه وژغوري . د همدې احساس تر اغیز لاندې داسې فکري ـ هنري سبک ته وده ورکوي چې هغو ټولو پوښتنوته ځواب پیدا کړي کوم چې شاعر پخپل اوږده او ستونځمن اوښتګر تمرین کې ورسر مخامخ شوی دی.

د هغو پوښتنو ځینې بېلګې دا دي:

۱ـ                          موږ

په ړندو سترګو

خونړۍ لارې نغاړو

موږ ،

پر کڼو غوږونو

د مینې غږ اورو

موږ ،

خپل پرون پیل کړ

په کرایي فکرونو

او خپله سبا مو

د خپل تاریخ ،

د قاتلانو پښوته پرېویستله

نن مې ،

د روح پر پردې

نغښتي دي ډیر سوالونه

خو ،

زموږ معلم ورته ځواب نه لري

(کرایي فکرونه مخ ۶۳)

۲ـ                         زه د کوڅې له تښتېدلې څېرې ستړی یمه

له دریڅې ستړی یم

چې په دروغجنه ژبه

د سپېدې ژمنه کوي

یوه بې دروغو ورځ به کله راشي ؟

(بې تقدیره شېبې مخ  ۳۰)

 

۳ـ                        له تا پوښتنه کوم

آیا ته

د دغو پوښتنو،

په ځواب پوهېږې ؟

له ما یې مه پټوه

که پرې پوهېږې راته نقل راکړه

چې څه نا څه

په دې مضمون کې هم

ناکامه نه شم

(د ستورو هدیره مخ ۹۱)

 

۴ـ                        لاره کې وینمه چې سیوري خوځي

له لرې ، لرې

تورې وریځې غواړي

سپوږمۍ مېلمه کړي

او پر سیورو باندې وخاندي

سیوري به ونه ژاړي ؟

ستوري به شرم نه

قبرونوته پناه یونسي ؟

او څراغ به ښکته نه شي

د تورې شپې

پښوته ؟!

(ستوري او سیوري مخ ۱۶۹)

 

۵ـ                        سبا به کله راشي ؟

او دا اوږده شپه به بیا کله

له دې باغه

شړل شوې وږمه

او د خزان په تاو کې   ښکېله

زیندۍ شوې غوټۍ

سپېدې ته وسپاري؟

زیندۍ شوې غوټۍ مخ۱۰۳

۶ـ                         ځمکه درنه ده

او وخت تېرېږي

کلونه ژاړي ، کلونه خاندي

سپېده چاودلې

خو رڼا نشته

نامرده وخت

پر ما ،

څه کاندي ؟

(وخت مخ ۱۱۰)

 

د دې احتمال شته دی چې د شاعر له دې استفهامي سبک څخه ځینې داسې کسان چې د شاعر د کار له فنی خصوصیاتو سره بلد نه وي داسې اټکل وکړي چې دغه د اوښتګر ښوونځي ارماني شاعر د کوم ایتوپیایي جنت په لټه کې ، د خیال په کوڅو کې سرګردان شوی دی.

زما په خیال د ده دغه استفهامي سبک ، دی د خپلو همځولو او هم تولو شاعرانو په کتار کې ممتاز کړی دی. ده د همدې تګ  توګې به غوره کولو کې ډېر بې ژبې تصورونه ژبور کړي او د پیغام د لېږدولو لنډه او بې ابهامه لار یې پیدا کړې ده . خو دی یواځې د پوښتنو ځوابونه نه پلټي بلکې توضیحي تګ ټوګې ، د حقیقت د موندلو لپاره د اصولي شکونو طرح کول او کله کله فلسفي ژبه او د خیالونو د اظهار نورې شېوې هم کاروي.

لکه په لاندنیو بېلګو کې:

۱ـ                          ښکلا ، ځواني او مسکا

د زړه په کورکې مساپر پراته دي

نن که سبا وي

دوی ،

له دغه ځایه

کډه کوي .

(د هیلو باغ کې مخ ۷۷)

۲ـ                         ستوری ړانده وه

سپېده له دریڅې شرمېده

او شمال د یوه کنګل فصل

د رسېدو شګون لاره

(شرمېدلې سپېده مخ۱۱۲)

۳ـ                        موږ له لمره تښتو

او د خپلو سیورو شاته

سرګردانه یو

د همدې لپاره

زموږ مخې ته

همېشه تیاره ده.

(سرګردانه سفر مخ۱۵۵)

 

۴ـ                        موږ ،

د شېبو پر اوږو خپلې جنازې بار کړي

کله چې شاته ګورو

وینو چې موږ

په زرهاوو ځله ،

خښ شوي یو .

(کله چې لمر د خدای آیتونه لولي مخ ۱۲۳)

 

د بکتاش د دغې ټولګې زیاتره شعرونه ښکلاییزو ځانګړونو، انساني مفکورو او د وطن مینې ته ځانګړي شوي دي. او د ده لوی کمال دا دی چې دی په خپلو هستونو کې تغزلي ښکلا او رزمي هیجان داسې سره اوبي چې د یوه پاخه شاعر پر زېږېدو شاهدي وایي.

بکتاش په شعر کې د تجد د او نوښت یو جدي پلوی دی. د شعر په دې دفتر کې د دودیزو شعرونو په نسبت نوي شعرونه هم د کیفیت او هم د کمیت له نظره ارجحیت لري.

دی حتی په دودیزو تغزلي  هستونوکې لکه غزل ، څلوریځې او د هغوی په نورو ډولونو کې د کلاسیکانو له منل شویو شعري کلمو څخه لکه : د وروځو توره ، د بڼو غشي ، د مخ سپوږمۍ ، زاهد ، ناصح ، محتسب ، خرابات ، رند ، او نورو نه کار نه اخلي او حتی هغه ترکیبونه ، مصطلحات او مقولې نه کاروي چې د دودیز شعر د خیالونو د انځورونو په جوړولو کې پېړۍ ، پېړۍ د ښکلا د نندارېینې لپاره کارول شوي دي لکه : د زلفو ماران ، مړې سترګې ، د نقطې غوندې تنګه خوله او د ویښته غوندې نرې ملا د ښځې لپاره هم هغه منفی صفات چې په دودیز شعر کې یې نمونې کمې نه دي لکه لولۍ ، هرجایي ، بیوفا، دروغجنه ، مکاره ، کوډګره او غولونکې پخپل کلام کې نه کاروي. حتی په هغو هستونوکې چې په دودیزو قالبونو کې یې وړاندې کوي نوي او له زمان سره وړ اصطلاحات اختراع کوي ، شعري روح ور بخښي او په دې توګه دودیز شعرته نوي تصویرونه ور ننه باسي او نوښت ورکوي:

 

زه د تیارې او د سپېدې تر منځه

د نښت پر ټکي لکه سات پاتې یم

پر شاو خوامې دي د غم لښکرې

لکه بې وسه باچا مات پاتې یم

هره خوا ګورم دیوالونه ښکاري

لکه چې ګور کې کرایي ناست یمه

روح رانه تښتي ، زړه یاري نه کوي

آسمان ته لاس په ګدایي ناست یمه

(د نښت پر ټکي مخ ۲۶)

دی په خپل فطرت کې نوښتګر کرکتر دی او پر مضمون او فورم برسېره حتی د کلماتو په شاعرانه کولوکې ابتکار کوي ، نویې مقولې ، نوي ترکیبونه او نوي اصطلاحات اختراع کوي لکه په همدې ټولګه کې لاند یني مقولې او ترکیبونه : زخمي باغ ، د هوس تبر ، نړېدلي موجونه ،ستړې شېبې ، د غرونو ایمان ، کرایي فکرونه ، شړلې مسکا ، د زړه هستوګن ، کوډګرې شېبې ، ستومانه ښار ، د یادونو هدیره ، اسیر فکرونه ، کرایی ګور ، د کیسو مانجه ، د چنارونو شملې ، د سندرو ویاله ، د ځنګله سترګې ، له غصو ډکې کوڅې ، د ورکو ترانو غږ ، د باغ د  بې وسۍ آواز او نور په لسهاوو شاعرانه ژبني ترکیبونه چې شعرته ښکلا او بډاینه وربخشي ، د خیال د انځورونو لمنه پراخوي او د پیغام رسول آسانوي.

شاعر هیڅکله دا له یاده نه باسي چې دود د شعر لومړنۍ او اصلي زمینه ده او نوښت د دود په سیمه کې یو بې توقفه بهیر دی. کله چې په ټولنه کې اقتصادي ـ ټولنیز بهیر ګړندی شي او نویې سیاسي غوښتنې رامنځ ته کړي ، انقلابي خوځښت پیدا کوي او د نویو طریقو او تګ توګو پراخېدوته مخه ورکوي.

د افغانستان د اوښتګر شعر د ښوونځي د لارویانو تر منځ یوه مشترکه ځانګړنه دا ده چې د نوښت د ډګر د پراخولو پر لوري زیاته لېوالتیا ښیي ، خو دودونه نه تحریموي حتی پالي یې. دا ځکه چې په دودکې د پېړیو ، پېړیو د هنري تمرین بډای تجارب زېرمه شوي دي او دا شونې نه ده چې پر هغو باندې دې د بطلان کرښه راکش شي.

دود زوړدی خو د شعر اصلي زمینه او بنیاد دی ، نوښت یو قانونمن ، اړین او ښکلی بهیر دی خو بنیاد او بنسټ ته محتاج دی ، بې له دوده پېژند پاڼه نشي پیدا کولای او د ټولنې د تایید وړ نه ګرزي . د نوي او زاړه تر منځ تړاو د یوه طبیعي تسلسل د بهیر په څېر دی ، په دې معنا چې هر زوړ یو وخت نوی و ، او هر نوی په راتلونکې سبا کې زوړ دی او بلااستثناء د خپلو زړو نسلونو په نسبت پر مختللی او متکامل دی.

د آلماني فیلسوف هیګل د نظر مطابق د زوړ او نوي تر منځ د تېز او انتي تېز رابطه بر قراره ده. زما خپل نظر د شعر د پرله پسې نسلونو په موردکې دا دی چې نوی شعر د دودیز شعر بې څراغه سمي ته لار نشي ایستلای او د دې په عکس په دود کې توقف کول او پر زړو زېرمو باندې څملاستل ، د سریښو په ډنډکې لامبو وهل دي. نوښتګرو شاعرانوته زما مشوره دا ده چې د دود او نوښت تر منځ د هنري اعتدال ضرورت له پامه ونه غورځوي . یعنې د نووښت د هر کلي په مهال دې د ټولنې آمادګي (د قبول ظرفیت) له نظره ونه غورځوي.

په شعر کې بله مسأله د هنر په باره کې له یوې جدي ، متنازع پوښتنې څخه راولاړیږي او هغه دا ده چې : آیا هنر د ژوند لپاره ؟ که هنر د هنر لپاره ؟ دي ته د شاعرانو او شعر دوستانو له لوري ځانګړي او راز راز ځوابونه ویل شوي دي. د افغانستان د شعر اوښتګر ښوونځی په دې مورد کې روښانه دریځ لري ، خو ځینې وتلي شاعران او په تېره بکتاش وایي چې شعر د ژوند انځور دی او داسې یو هنر وجود نلري چې په کې د ژوند انځور نه وي نغښتی.

زما خپل نظر دا دی چې شعر د خپل لومړني اصالت په اعتبار له عشقي کشش څخه را پیدا شوی دی. او عشق پخپله د انسان د ژوند لومړنۍ ډبره ده. دا څنګه کیدی شي چې عشق له شعره او شعر له ژوند څخه جلا شي. ما پخپله هیڅکله داسې شعر نه دی لیدلی چې د ژوند له سرچینو څخه نه وي اوبه شوی او یو پیغام ونه لري.

د بکتاش په ټولو آثاروکې ، که هغه ړومبني دي که وروستني ، زه داسې یو څه نه وینم چې له مجرد شعر سره (شعر د شعر لپاره) د ده فکري اړیکه وښیي.

د ده د شعر دغه دفتر او ټول نور سره او ناسره آثار د ژوند او انسان په باره کې لیکل شوي او په مینې ، مبارزې ، هوډونو او ارمانونو ډک شوي دي:

 

۱ـ                          دا زما د کلي د بزګر لاسونه چا تړلي ؟

پر دې ویالې کومه داړه راغلې ؟

چې په لښتیوکې مسکا نه خوځي

او په پټیو کې ،

د مینې پر ځای

فصل اغزي زیږوي !

زمانه ولې داسې شنډه ښکاري ؟

مینې کې ولې اعتماد مړ شوی ؟

هنداره ولې تصویرنه شي ښودی ؟

سبا کې ولې رڼا نه بهیږي

آسمانه ړوند یې ،

ولې نه نړیږې ؟ !

(شړلې مسکا مخ ۲۱)

 

۲ـ                         د مازدیګر لمنه سره په وینو

دا زموږ د لمر جنازه چېرې وړې ؟

منګي مات شوي د ګودر پر غاړه

د دې ګودر جنازه چېرې وړې؟

باغ مو زخمي شو د هوس پر تبر

د شنو فصلونو هدیره چېرې ده ؟

مینه له زړونو تښتېدلې چیرته ؟

زموږ د یادونو هدیره چېرې ده ؟

(زخمي باغ مخ  ۶۹)

 

۳ـ                        یې نجلۍ ، یې نجلۍ !

سترګې دې پرانیزه ، د ناز په وږمو

سر دې کړه پورته

د آسمان لوري ته

چې په آسمان کې ، دریڅه پرانیستې

څه ښایسته ، په جنتي رنګونو

که موږ له دغې دریڅې نه تېر شوو

زموږ د ایمان ،

او د ښکلا ، د باغ ګلونه به بیا

وغوړېږي

ګوره چې دغه ، شېبه تېره نه شي

ګوره چې تېره نه شي !

نرګس پاڼې مخ  ۹۹)

 

زما باور دا دی چې د بکتاش په شعر کې به د ده خپل ځانګړی استفهامي سبک نور هم پراخ او پوخ شي او دا به د پښتو په شعر کې یوه نوي هنري سکښت ته وده ورکړي او د مضموني بلاغت په برخه کې به نوې پراختیاته لاره پرانیزي.

زه د ډاکتر بکتاش دې هنري هڅې ته چې بې ویرې او تشویشه د ابتکار میدانونه پراخوي مبارکي وایم او د شعر مینانو په تېره د نوی شعر لارویانوته د بکتاش له هنري تجربې سره د آشنا کېدو بلنه ورکوم.

 

اکادمیسین سلیمان لایق

کابل د سپتمبر اتمه 2009 کا ل