حنیف بکتاش
دشعراوادب له ګلبڼ نه دلته تاسوته دیوه ځوان شاعر په باب لنډ معلومات دده دشعرله نمونوسره وړاندی کوو:
ای
زمانې د حادثو بهيره
کومې
دنېاپه لورې لار باسې ؟
په دې
چوپتېا کې دې بېا څه کرلي ؟
دکومې
لوبې انتظار باسې ؟
حنیف بکتاش په ۱۳۴۱ هجری لمریز کال په میدان ښارکی نړی ته سترګی پرانیستی دی ، همالته یی لومړنی زده کړی کړی اولوړتحصیلات یی په کابل کی ترسره کړی اوبیایی په ماسکوکی دنړی په معاصر تاریخ کی دډاکتری دیپلوم اخیستی دی .
په ډیره ځوانی کی یی په شعرویلو پیل کړی . په ۱۳۵۴ کال کی یی دافغانستان په سطح دشعرجایزه ګټلی ، خودژوندمشغولتیا ورته فرصت نه دی ورکړی چی دالاره لانوره ونغاړی . څوکتابونه اودهیواد په مطبوعاتو کی یی په سلګونومقالی چاپ شوی دی .
دافغانستان معاصر شاعر سلیمان لایق دی دیوه انڅورګراوپرښکلامین شاعر په توګه پیژنی ، ډاکتر پوهاند مجاوراحمد زیاردده پرشعرونو نیوکی کوی خوشاعر صدیق کاوون توفانی بیا ده ته دیوه نوښتګر اوخوږژبی شاعر په سترګه ګوری . شاعر اوځیړونکی استاد لطیف ناظمی دی خپل نژدی فرهنګی دوست ګڼی ، کیسه لیکونکی اودادبیاتوڅیړونکی عبداله محک دده په هکله وایی : دده په شعرونوکی انڅورونه ، دده څانګړی انڅورونه دی . شاعراودادبیاتوڅیړونکی استادشهسوارسنګروال دده په هکله ویلی چی : دده په ازادوشعرونو کی دشاعرانه تخیل لوړه هستی پرته ده . دافغانستان دادبیاتو د ستورو دکتاب لیکونکی داودوفا په داسی حال کی چی دده پرشعرونویی کره کتنه کړی اوپه خپل کتاب کی یی دبیلګی په توګه دده څلورشعرونه هم چاپ کړی دی ، دی دژورفکراوغزیدلی انځورشاعرګڼی اولیکی چی دی ډیرلږلیکی خوښه یی لیکی .
حنیف بکتاش په لندن کی ژوند کوی اودشعرونونوی ټولګه به یی په ډیرنژدی راتلونکی کی خپره شی .