|

فريدريشس
دورف
د ۲۰۰۳ دمارچ اوهمه
د مینې بقا
شاعر له
شمعې پوښتي
ولې،
دڅه دپاره،
مئین پنگ
سوزوي؟
شمعې
د اوښکو د بهير په ليكو
دا یې را
وکښل چه :
شاعره !
گِرموی
مې
څله
زه د بدن
په ويلی
شوي ذری
د عشق محفل
تودوم
او،
پتنگان را
بولم
خپله سوزم،
محفل ته
نور وركوم
نور په ځان
نه پوهیږم
*
* *
پتنگ د حال
په ژبه
د سوزيدو
په درشل
دا یې را
وويل چه :
شاعره !
دا
می
باور وو
او باور
می
دی
اوس
چه :
د خپلی
مینې د وفا په ثبوت
د ځان سيزل
شرط دي
دادی
چه زه هم سوزم
شاعر !
مئین یې ته
هم
شاعره !
ته هم سوزې.
* * *
د پاکې
مینې د بقأ په خاطر
شمعه هم سوزي
پتنگ سوزي
او،
شاعر هم سوزي.
 |