www.payamewatan.com
     
 


      اجمل خټک     

ليونۍ

ليونۍ باندې مور پلار ګلدسته نوم ايښودی دی - او په رنګ ، جوثه او قواره رښتيا چې ګلدسته ده - خو دلته په ليونۍ مشهوره ده - ليونۍ نه ده - دومره ترخه ده - چې په لږ څه خبره ځان داسې غصه او ببر کړي چې ليونۍ شي - ترخه هم نه ده - په خبرو او خوۍ دومره خوږه ده چې چا سره خبرې کوي نو هغه يې په مجلس نه مړيږي - خو چې د چا په کږه سترګه پوهـ شي نو بيا دومره ترخه شي چې څه ورسره وي هغه ټول اوغورځوي ، د ترخ نه چاړۀ رااوباسي او که دريم ګړی مينځ ته نه شي نو د سړي کولمې به ډيران کړي- چاړه هم ورسره داسې هسې نه ده - دا وايي چې د پيغلی حيا يا ورور يا ميړه ساتي او يا ښه زبردسته وسله- نو ماسره خو نه دلته ورور شته، نه ميړه - نو ځکه دا چاړه ساتم او تشه يې ساتي - او را اوباسي يې هم نه -يو سړی يې پرې داسې وهلی وو چې هغه خو د مرګ نه بچ دی خو د زخم نه نيغ نشي ګرځيدلی -او د هغې يو ګوزار چاړه هم ازاده کړله -او خلک يی هم داسې ويرول چې څوک ورسره د ويری بې ځايه خبره نه شي کولی

دا خبره داسې وه چې د يو وډيره (سندهي جاګيردار) منشي ورته دومره قدری اوويل چې کابلۍ! در په در ولې ګرځې؟ پنډوکی دې په سر وي - څيزونه خوڅوې - ما سره شه - چې ښه د ارام نوکري درکړم - دا په دې خبره غصه شوه او هغه ته يې وينا شورو کړه - کابلۍ به دی مور وي ، کابلۍ به دی خور وي ، کابلۍ به دې لور وي ، کابلۍ به دې ماندينه وي - زه د بت خاک احمد زۍ يم - اودريږه چې نوکري درته اوښايم - له دی سره يې د ترخ (تخرګ ) نه چاړه را اويسته او په هغه ورغوټه شوه - هغه يې په تشي کې داسې اوهلو چې په هغه ځايې راپريوتو - او دا خلکو اونيوله - لويه لانجه جوړه شوه - هلته پوليسو کې يو يوسفزی پښتون افسر وو - هغه ددی کيس په خپل لاس کې واخستو او اخر نتيجه دا شوه چې هغه منشي ځان ملامته اوګڼلو - عدالت دا ازاده پريښودله - او هغه پښتون افسر دی ته کاغذ يا پرمټ ورکړيدی چې په هغې ددی چاړه ازاده ده - او هر وخت يی د ځان سره ګرځولی شي -

دا خبره په ښار کې دومره مشهوره شوه چې کابلۍ سوداګره ليونۍ مهاجره شوه -هر کور ته چې لاړه شي نو هغوۍ يې قدر هم کوي او عزت هم - سودا هم تری اخلي او هيڅوک ورته څه نشي ويلی - البته اوس دا هم بلده شويده او د ښار خلک هم بلد شول - نو کله نا کله چې يی څوک تنګوي - نو اواز ورکړي - کابلۍ! او دا غصه شي - ليونۍ شي - او ورته بد رد وايي - دا سندهيان پر دې خبره نه پوهيږي چې دا په کابلي نوم ولې بد ګڼي؟ او ولی ليونۍ شي؟ خو اوس ټول واقف خلک په دی خبره پوهـ شول او هر مهاجر افغان ته کابلی نه وايي - دا د ګلدستی د ليونتوب برکت دی -

زه ديرش کالۀ پس سکهر ښار (سندهـ) ته د سياسي جلسی لپاره لاړم - نو وه مې ليدل چې سکهر ډير بدل شويدی - ولې بيا هم چې د سرک چوک ته اورسيدم نو پوهـ شوم چې دا کوم ځايی دی -د ښار په قبلۀ نمر خاته او لار ګودر مې سمی راغللو - او ددی سره راياد شول چې دا مخامخ کوڅه د صوفي  شرف خان کور او کارخانې ته تلې ده - په زړه مې را اووريدلو - د هغه د اوسيدلو د بالاخانې لاندې هغه ګيراج راته راياد شو چې په کې به د رنګ روغن نوي زاړه ډبلي او د کارخانې اوزار او سامانونه ډيری ډيری او امبار امبار پراتۀ وو -په يوه جولۍ غوندې کټ کې به زه پروت ووم - په رنګ روغن ککړ ټوول (ميز) به می چايی ډوډۍ کول  او په دی خسته حال ګيراج کې به ماسره د شيخ اياز (د سندهۍ ژبی لوږ قامي شاعر) او حسن حميدي ( د اردو ژبی لوړ ترقي پسند شاعر) نه واخلې د سندهـ صوبی او سکهر ښاريی سياستدانانان ، اديبان ، وکيلان ، پروفيسران ، معتبران راجمع کيدل- زه به چې کله د سندهـ په دوره ووم نو دلته به خامخا راتلم او دوه دری شپی به مې په دې خپل خدايي خدمتګار کليوال مشرف خان کولې- چی دلته په صوفي مشهور دی او د موټرو او ګاډو مستري او رنګ ساز وو-

ما دلته خپلو ملګرو ته وييل چې ماته خپل عزيز صوفي صيب او د هغه ګيراج راياد شو - زه ورځم چې هغه ځايې اووينم - او يادونه تازه کړم - هغوۍ راته وييل چې صوفي خو وفات شويدی - په کلي کې ښخ دی - او ټول ټبر يی دلته نه تلی دی - ما ورته وييل چې دا هر څه ما ته معلوم دي - خو زه هغه ځايې ګورم - له دې وينا سره موږ هغه ځايې ته روان شو -

هلته څه ګورم چې يو افغان مهاجره د يو کور نه را اووتله او په بل ننوتله - ما چې ورته اوکتل نو د ښځې په سر پنډوکی دی - يوه جولانګه يی يو ترخ ته او بل ترخ ته اچولې ده - او په دواړو لاسونو کی يې د ماشومانو د لوبوڅيزونه دي - او ګړندۍ ګړندۍ ګرځي -ما چې د هغې دا حالت اوليدو نو سوال راسره پيدا شو چې ددی تپوس اوکړم - چې دا څوک ده؟

هغه خو په يو کور ورننوتلۀ - خو زما ملګرو ماته ويل چې دا ليونۍ ده -ورسره د ښځو د زيب زينت او د ماشومانو د لوبو سامانونه وي او کور په کور ګرځي - خرڅوي يی - په دی معلوماتو مې نوره هم تلوسه سيوا شوه - چې ددی مهاجری نور حال احوال معلوم کړم -

ما د صوفي د کور مخکی ملګرو ته د صوفي صيب د خدايي خدمتګارۍ او بهادرۍ خبری کولې او بيا مو دعا کوله- په دې کی دا ليونۍ زموږ خوا ته راغله - چې موږ يې اوليدلو نو زموږ نه لږ په څنګ اودريدله او موږ ته ګوري -چې زما ورته پام شو نو اواز مې پری ورکړو- چې لوری! هغې ځواب راکړو - هن بابا!

ما ورته وييل چې شاباسې بهادری! هغې چې دا واوريدل نو موږ ته رانزدې شوه - او ماته يی اوويل چې ته اجمل بابا نه يی؟

ما ورته اوويل چې لورې! يم خو ته راته دا اووايه چې نور مهاجر خو اکثر ماته ځان نه ښايي ، ته ولې ما باندې ځان پيژنې او ما څنګه پيژنې؟

هغې ويل چې د هر چا خپله پښتو ده - زه هم چا ته خپل پوره ځان نه ښايم - بس دغه ليونۍ سوداګره او مهاجره يم - خو ستا نه ولې ځان پټ کړم؟ چې ته مې اوليدلې نو خپل پلار ، وروڼه ، کور کلی او هغه باغ راياد شو چې ته پکې زموږ کلي کې زما د پلار ميلمه وې- نو تاسره مې زړه خبرو ته اوشولو - او زه ستا نه ځان ولې پټ کړم؟ نه درنه څه غواړم او نه حاجت لرم - نه غلۀ يم نه د غلو ملۀ يم - سحر نه تر ماښامه خپله مزدوري کووم - ناجوړه مور ، بوډۍ ترور ته روزي پيدا کووم - سوچه احمدزۍ يم - د پلار نيکۀ او خونې عزت او پښتو ساتم - سر مې هسک ، سترګې پورته او مټې مې کلکې دي - دلته ما ددې د خلې خبره واخسته او ورته مې اوويل چې ستا خبرو په ما ډير اثر اوکړلو - زه دې ډير خپه کړم - که ته نه خپه کيږې نو ما ته به خپل حال اووايې - زه هم ستا بابا يم - ما سره هم د هغه سيلاب غم دې چې په هيواد راغلې دی -نور خو به څه کولې شو يا به اوکړو يا نه خو حال احوال به معلوم کړو- هغې وييل ، زما بابا يې - زما په پلار ګران دې - زما د ډګروال ورور استاذ وې - نور يې هم څه ويل خو د ليونۍ خلۀ غمونو ، دردونو او يادونو بنده کړه - زه ورنزدې شوم - په سر مې ورته لکه د پلار نيکۀ لاس کيښودو - تندې مې يې ښکل کړو - او دومره مې اوليدل ، زما ملګرو هم اوليدل چې د ليونۍ د تورو سترګو نه په ګلابي مخ يو څو غټې غټې اوښکې روانې وې -

څوک چې د سکهر ښار کې د ليونۍ د بهادرۍ ، کلکوالي او سنګينتوب نه خبر وو نو هغوۍ به ويل چې دا څه لوبۀ ده؟ دا بلا ليونۍ چې فولادي اعصاب او د زمرکټۍ زړه لري او خلکو تر اوسه د هغې په سترګو کې د هور بڅري ليدلي دي ، نن په اننګو دا اوښکې څنګه راغللې؟ ولې چې څوک په دې پوهيدلی شي چې د خوږو وختونو ، ترخو يادونو ، د مورنۍ او پلرنۍ مينې د زور او د عقيدت او اخلاص د تعلقات د ژورتيا د جذباتو جوش او تاؤ څومره زور دی ، کوم چې ددې هرڅه نه يو ځايې په پردي وطن کې د يو بل په ليدو راپيدا کيږي - نو هغوۍ ويلې شي چې دا اوښکې د کمزورۍ نه وې ، د پت او ننګ د ياد وې - ما ليونۍ ته اوويل چې لورې! ته هر ځايې چې اوسيږې نو زه به ستا د مور او ترور ليدو ته نن ماښام درځم -

هلته يو ملګري ويل چې مات ددوۍ کوټه معلومه ده - دوۍ د معموم صيب د مناری سره نزدی اوسيږي- ليونۍ چې دا واوريدل نو په خلۀ يې هيڅ اونه ويلی شول او سر يې اوخوځولو، معني يې داوه چې ښه ده راشه-

زه چې د خپلې پارټۍ د پروګرامونو نه ماښام فارغ شوم نو کوم ملګري ته چې د هغوۍ کور معلوم وو ، هغه راسره شو او د ليونۍ کوټې ته ورغللو -

د ديو سندهي معتبره د بنګلې لوۍ بلډنګ سره د هغوۍ د موټر اودرولو زوړ ګيراج وو ، بل ورسره جوخت يو زوړ مکان وو لکه د اسونو طويله يا د څارؤؤ غوجل وه - اوس دا  دواړه ځايونه خالي وو - په ګيراج کې په مزکه درۍ او د کجورو د پاڼو پوزی غوړيدلی وو- د ليونۍ د مور او ترور او ددی د اوسيدلو ځايې وو- او ورپوری بل ځايې کې ددی ماما او د هغه ښځه او ماشومان اوسيدل - سندهي له دوۍ نه کرايه نه اخسته  خو ددوۍ او د ماما کور هلته اوسيدل د هغه د کور د حفاظت ضمانت وو ـ نو هغه خوشحال وو-

ليونۍ په دی مسافرۍ او ځپلي در په در حالت کې چايی پخکړې وې - د بازار نه يې حلوه او ميوه راوړې وه - ما ما او د هغه کډه او ماشومان يې هم راجمع کړي وو - ماما يې ځما پيژندګلويه وو - په پښتني تجارتي بانک کې نوکر وو - او ماسره يې تګ راتګ هم وو - چې موږ ورغللو نو ټولو اول په زړو يادونو او نوې مصيبتونو غمرازۍ او همدردۍ وغيره خبری او زړه خواله اوکړه بيا حال احوال بيان شو -

ددوۍ د مصيبت او عذاب قيصه اوږده ده - مختصر داسې وه چې ددې د پلار په کابل کې جايئداد او کاروبار کې شراکت وو - ښه د عزت خوشال ژوند يې وو - بل د ازاد قبايلو اپريدو شينوارو سره شريک تجارت کولو - او ماما يې بينک کې نوکر وو - په کلي کې يې زمرکې او کورونه وو - د هغې امده نوره ګټه او اضافه وو - د اعلحضرت ظاهر شاه تر دورې يې د دربار سره ښه تعلق او تعارف وو - داؤد خان هې هم قدر او منزلت او دوستي کوله - د هغوۍ نه پس هم په عزت اوسيدل -

د ليونۍ دواړه ورڼه حزبيان وو - خو يو د حزب د يوې ډلې غړې وو او بل د بلې - دواړه د داؤد خان د سقوط نه پس معتبر او خوشال وو - ماما يې له دې دواړو نه باهر د بلې پارټۍ سره رابطه لرله - دغه ددوۍ لويه کورنۍ په بيلو بيلو سياسي جماعتونو کې برخه لرله - خو ټول د کلي کليوالۍ ، خيل او علاقې په معامله کې متفق او ښه مضبوط وو - او ددوۍ کور د مشرۍ مقام درلودلو -

يوه ورځ ددوۍ د کلي او قلاع سره نزدې په لاره د روسيانو قوا ، ټينکونه ، توپې ، ذره دار او نور جنګي مشينونه تيريدل - دا لويه لاره وه - نو اکثر به پر دې دغه شان تګ راتګ کيدلو- او دوۍ به په کلي کور کې په ارام او امن ناست وو - په دغه ورځ چې دا قوا تيره شوه نو لږ وخت پس ترې يو دوه ټينکونه ، ذره دار او نور  راواپس شو او ددوۍ قلاع او کور ته مخامخ اودريدل - په دوۍ يې د توپې ډزې اوکړې او قلاع او کور ېې ورته اويشتل - او ړنګ يې کړل - ددوۍ د کورنۍ زنانه ، ماشومان ، بوډاګان اکثر کسان اوژلې شول - او يو تعداد اوتښتيدل - په خواوشا باغونو ، کندو کپرو ، غونډيو څه نا څه کې پټ شول - روسيانو او نورو فوځيانو تالاشي اوکړه- هغوۍ ته جاسوس ويلي وو چې په دې کور کې اشرار دي - او د هغوۍ د وسلو ډپو دی - ولی چې دوۍ کلی ، قلاع او د کور ګوټ ګوټ اوکتل نو د اشرارو هيڅ نښه پکې پيدا نه شوه - ولی د روسيانو او انقلابي فوځيانو عمليات اوشول او کامياب عمليات -

خبره داسې وه چې دوۍ د حکومت مخالف نه وو - د اشرارو سره يې لاره صلاح هم نه وه - ولی په دی د تنظيمونو د لښکر لاره وه - نو کله نا کله به په دوۍ ميلمانه شول - دا يوه داسې بهانه وه چې ددوۍ د کورنۍ تربورانو ، رقيبانو ، دښمنانو او ددوۍ سره د حزبي افسر د مخالفت په بنياد هغوۍ ته موقع په لاس ورغله او هغوۍ د روسي افسرانو غوږ ته دا خبره اورسوله چې دلته د اشرارو کيمپ دی - نو هغوۍ پر دوۍ حمله اوکړله -

د تبر لاستی که د خپله ځانه نه دی ------ نو تبرګي به له ما څه غوښتل ميئنه

د انقلاب په نامه د انقلابي په جامه کې موږ داسې کارونه اوکړل چې هم مو خپل کورونه وران کړل او هم مو روسيانو ته د بدناموسۍ پټکي په سر کړل - هم مو خپل مخونه تور کړل او هم مو افغانستان په وينو اولمبولو - دا هر څه اوشول ولې کاش که اوس هم له دی نه سبق واخلو-

د ليونۍ پلار د نورو عزيزانو سره اووژلی شو - د عملياتو پر دريمه ورځ ددی کلي ، قلاع او کور ټول د مرګ نه پاتې روغ او ژوبل نر ښځې او ماشومان رااووتل او ځان يې پاکستان ته را ورسولو-  هر څوک د خپلو عزيزانو او پيژندګلو مهاجرينو تنظيمونو او کيمپونو ته اورسيدل - ليونۍ ، ددې يو ورور ، يو ماشوم ورارۀ ، ماما ، د ماما ورور ، د ماما زامن او دوه د کاکا زامن د خپلو دوستانو او عزيزانو په وينا نيغ کراچۍ ته اورسيدل - او په سهراب ګوټ کې يې نورو زړو افغانانو او نوي  مهاجرينو سره اوسيدل شورو کړل - ورور يې کاروبار ته هم لاس واچولو او ژوند يې ښه کيدو ته روان شو - دا سهراب ګوټ دغه ورځو کې د هر قسم مال او خارجي ملاو او سامان د تجارت لوۍ مرکز وو - د حکومت هم ورته پام شو چې دلته افغانان ميشتۀ کيږي ، قوت کيږي او په بازار خوريږي - نو د پاکستان حکومت په سهراب ګوټ اپريشن يعني عمليات اوکړل - د ليونۍ کور چې د کابل د عملياتو د باران نه راتښتيدلې وو په کراچۍ کې د سهراب ګوټ د اپريشن د پرنالې لاندې راغلو - نور افغانان او مهاجر خو اکثر کراچۍ کې خواوشا اباديو ته لاړل او دوۍ د يو واقف افغاني مهاجر په بلنه سکهر ښار ته راغلل -او دا کورنۍ چې څه د مرګ نه بچ شوې وه ، دلته راورسيدل - اوس د ليونۍ ماما د سکهر بازار کې کله په ريړه سبزي خرڅوي - کله څه بل کالي او کله په تخته ناست ميوه دانه خوڅوي او ګوزاره کوي - د ليونۍ مور د روسي قواوو په ډزو کې زخمي شوې وه - او په سهراب ګوټ کې د زهرو په لوګي ړنده شوه - ترور يې ضعيفه او بوډۍ ده - د کار کسب نه ده- ليونۍ دواړه ساتلې -

ما د هغوۍ سره د ليونۍ د خواوۍ زارۍ په پيسو جوړ شوی چايې اوڅښلې او ميوه اوخوړه او د دوۍ هغه وطن کې پاتې باغ د ميوو د ونو لاندې د ګلونو د بوټو خوا کې په رنګدارو صوفو او چوکو ناسته ، د کابل د سندرغاړو د پښتونستان سندرې ، د باچاخان ترانې او د هغه علاقې د سوو سپين ګيرو او ښکلو زلمو اتڼونه او د ميلمستيا هغه جشن او ميله مې يادوله چې د ليونۍ پلار ځموږ لپاره کړې وه -  نو زه ويلې نه شم چې زما په مغزو او زړه څه تيريدل؟ او زما په ټول بدن په يخ ژمي نرۍ نرۍ خولې ولې راتللې؟ ددوۍ په حالت که په خپله بې وسۍ؟ خو دوۍ ميلمستيا مې په ظاهره په خوند خوند خوړله ځکه چې پر دې ليونۍ ګلدسته خوشاليږي -

په وينو لړلی او هور سوی افغانستان چې د وران کور او ويجاړې او لتاړې خيلخانې نه لرې د پاکستان په يو داسې غوجل کې چې ددوۍ د پلار نيکۀ اسونه او خرونه پکې به هم هغوۍ نه تړل ، د کجورو د پاڼو په شليدلي پوزي ناسته ده ، د سندهيانو په کورونو کې در په در ګرځيدلې ، د ښځو ماشومانو دپاره سامانونه او کالي يې سحر نه تر ماښامه خرڅ کړي دي او په هغې يې دوه پيسې ګټلې دي چې په هغې يې ماته چايې پخه کړيده - او ميوه يې راوړلې ده - او خپل ميلمه ته يې د خيرات په کور کې وړاندې ايښودې ده - دا سوچه احمدزۍ ليونۍ د غميدلې ، درديدلې او ځوريدلې مسافرۍ په هور کې نن د مور او پلار د پښتني وينې او افغاني ننګ په رښتيا چې ګلدسته ښکاري - ځکه چې هغه بابا ته يې د غربت او اخلاص په زوړ ترماس کې د ملي ورورولۍ د مينې چايې ايښي دي ، کوم ته به چې ددې پلار د جاپان په نوي عصري ښايسته لوښو کې د چرګانو ، ګډانو او مرغانو کباب کيښودۀ - ولې بابا يې په خپلو زخمي احساساتو او ژوبل جذباتو دا د ننګ ګلدسته نه پوهولې شي  ، نه پوهول غواړي کوم چې دده د غيرت ، ننګ ، پښتو او ملي احساس ژوبل کوي -او دا چايې او ميده په هغې لکه د مالګې لګي -

سوچه احمدزۍ ته چې نن په دې ميلمستيا کې بابا ګلدسته اوويل نو هغه مسکۍ شوه - ويل بابا! ليونۍ په ليونتوب وياړي - ځکه چې ليونتوب ددې د فخر او ناموس هغه قلاده چې ددې د ښايسته پيغلتوب ګلدسته يې د هر سپيرۀ باد نه محفوظه او تازه ساتلې ده - خو بابا ورته ولې ګلدسته اونه وايي چې چې دې ته پلار او مور په ګلالي افغانستان کې په مينه ګلدسته وييل- او نن د شګلوړي سندهـ د سکهر په دوړنو کورونو او کلو کوڅو کې په خپلو زړو جامو کې ښکلې د حسن ګلدسته ښکاري - داسې ګلدسته چې زمانې په راز راز او ډول ډول اؤځپلۀ خو ددې د ښايست پلوشه او د حيا لمنه لکه د سبا د ستوري روښانه ده - هم لکه د شفق د لمنې صفا ده - هم لکه د اوو سمندرونو د ملغلرو پاکه ده - ګلدسته ، ليونۍ ، سوچه احمدزۍ ، پيغله ، پښتنه ، د ننګ ډکه افغان مهاجره -

اسمان به ډيرې لوبې کړې وي او ډيرې لوبې به اوکړي - دافغان په ننګ به هم بلوسيدلې وي - او اوبه بلوسي - خو ای شيرشاه! ای روښانه! ای خوشاله! ای ميروسه! ای احمدشاه! ای باچا خان! او ای ، ای ، ای!!!!!!

تاسو څه وايېۍچې که رښتيا افغان وو ، رښتيا افغان دی او رښتيا افغان وي نو اسمان به څه اوکړي او څه به اوکړي؟

که اسمان دې د زمري په خلۀ کې ورکړي ----- د زمري په خلۀ کې مه پريږده همت  (خوشال)

 

بیرته شاته