بیا د عقل ناطق ناست دی راته وایي ګډې وډې بیا جنون خدای زده له کومه دي واوړي پر ما کډې
څه خو غم د بیلتانه وو څه پرې دا جور و جفا شوه اوس به اوښکې بهومه زه له وینو سره ګډې
بل خیال ته مې ځای نشته د فکرونو انجمن کې ستا یادونو لګولي زما پر ذهن باندې ډډې
هغه زړه چې ستا په یو نظر کتو شو دړی وړی د امید سترګې یې تاته لا نیولي رډې رډې
جون - ۲۰۰۵