لری له یاره زه سوځیږم
له غمه ورو – ورو ویلی کیږم

د بیلتانه سیلی د مرګ ده
مرګي ته خوله په خوله غږیږم

مینه د یار د اجل پوله
زه سر په لاس باندې نڅیږم

د خمارو سترګو شرنګ ته
بیا مست شوی یم ګډیږم

د سرو لبانو می ته
هوسیږم – هوسیږم

مینې اور راباندې بل کړ
پری کړیږم راکړیږم

ساقي راکړه ډک جامونه
ګني مرم، نه پاته کیږم

جنوري – ۲۰۰۳
ډلی