که زړه مې روغ ښه نه دی نو خراب ښه که قرار په برخه نشو اضطراب ښه
خوشحالي دی د رقیب په انګڼ ناڅي که په ما رامیلمه شوې دی عذاب ښه
د دلبرو که مې وصل نصیب نشو د غمجن زړګي دوا لره شراب ښه
که په زلفو لوبیدل را برخه نشول خپل خاطر قرارولو ته رباب ښه
یو بریښنا ده دا د هیڅو په تیاره کې ژوند زما که سمندر نه دی سراب ښه
زه ایمل به بی حسابه پیالې اخلم چې د عشق په میکده نه وي حساب ښه