د ژوند لوبې
پرون نه وم، نن یم، سبا به نه یم
زه ترې په تلو یم تمیدل او ستنیدل نه لرم
چې رحلت ترې ازلي راغې په برخه
دا جهان لکه سرای زه مسافر شوم
چې په لنډ عمر فتنې کړم راولاړې
څه چې واخلم پرې قانع نه یم له حرصه
په کردو زما عالم په چغو سر دی
ولونه ولونه ګناهګانې په وږو وړم
عمر څومره ګړندې درومي «ایمله» کال ۲۰۰۰
|