موږ د مینې لارویان یو
د سترګو په کاسو کې مو د
مینې شراب څښلي
د عشق قمار خانې نه یو په تش جیب
راوتلي
دی کار کې سر د دار ته یو په خپل اختیار ختلي
که یوه شیبه مو سترګې وي له یاره اړولي
له تړمو تړمو اوښکو مرغلرې دي پییلي
تورونه مو د مینې پاس تندي باندې ټومبلي
وروتي یو سحرا ته خپل جامې مو دي چیرلي
که هر څو یې هر ځای کې زموږ غوږونه دي خوړلي
لاسونه د احتیاج مو خپل همت ته غزولي
په مینه کې پاخه یو، وخت مدام یو آزمویلي ۲۰۰۶ - ګوتنبورګ
|