بیځایه بدنامي

که مې یار راته کتلې خو خمار به ومه زه
که په غشو یې ویشتلی دل افګار به ومه زه

که د زلفو تنابونه یې په ما وای لورولی
منصور غوندې رسیو کې په دار به ومه زه

که په برخه مې وای لار د عشقبازانو
د ځان په وینو سور په دغه کار به ومه زه

که په نیمه اشاره یې دا زړګی وای لمسولی
په چم د دلبرئ کې ګرفتار به ومه زه

که په زړه کې مې د یار د یار یاري وای
د هسې شان احسانه څه قرضدار به ومه زه

که یوه شپه یې پالنګ کې تودی غیږ ته وای بللی
سوځیدم به په دو
زخ کې ګنهګار به ومه زه

هسې پدې لار د بدنامانو هم نام شوی یم
چیرې زه او چیرې هسې قسمتونه
 !

March, 05
GBG