زما ولسه

خانانو خوله درماته کړې هیڅ ویلای نشې
خوني منګولو کې یې ښکیل ځان خلاصولاې نشې
د ملکانو تر ظلمونو لاندې ورکک او سپک شوې
بی پته ژوند شو درته پاتې پت ګټلای نشې

که یې حاکم دی، که قاضي دی که کوټوال څارنوال
که صدر اعظم دی، که وزیر دی، که والي که ښاروال
پاچا لوی غل دی تاړاک ګر دی ټول هموار یې لوټ کړ
ستا ټوله شته، پت او ناموس یې درته کړلو پایمال

زړو لوی خیټو څخه جوړه د مشرانو جرګه
په غلو ده ډکه د شوری د وکیلانو جرګه
همدا یې کار دی دا یې دنده پی ویاړنه کوي
د لوټ تالان لار لټوي د وزیرانو جرګه

چې تا واکمن کړ اوس هغه د تا واکدار شو دلته
کو یې در وران کړ چې بر لاس دا تور سرکار شو دلته
چې نه یې نوم و نه یې پلار او نه یې مور معلومه
د بل نوکر چې راغې دلته نو بادار شو دلته

ته ورته ګورې سپینې سپینې دی ستا کور ورانوي
دی ستا له زیرمو په د باندې کې ماڼۍ جوړوي
لږ همت وکړه لاس یې مات کړه چې همیش ترې خلاص شې
کنه نو دی ستا په لرغوني هیواد اور لګوي

 

د زمري میاشت ۱۳۵۱ کال
کندهار- د فتح خان کوڅه

سنګر نغمې د شعرونو له ټولګۍ څخه)